اطلاعات برای پناهجویان، پناهندگان و مهاجران در ایتالیا.

له موږ څخه پوښتنه وکړئ!

موږ د لاندې ټولنیزو رسنیو له لارې تاسو ته معلومات وړاندې کوو:

معلومات

معلومات در مورد روند های اداری، حقوق و خدمات برای پناهندگان و مهاجران ساکن ایتالیا

Refugee.Info Italy په ایټالیا کې د کډوالو، مهاجرینو او پناه غوښتونکو لپاره یو ډیجیټل معلوماتی خدمات دی. که تاسو د پناه غوښتنې، اداري کړنلارو، اسنادو، حقونو، خدماتو، یا په ایټالیا کې د خپل نوي ژوند سمون یا جوړولو څرنګوالي په اړه د معلوماتو په لټه کې یاست، تاسو صحیح ځای کې یاست!

🔍 تاسو کولی شئ د Refugee.Info ویب پاڼې مختلفې برخې وګورئ، زموږ مقالې ولولئ او د لټون برخه کې د کلیدي کلمو په لیکلو سره ځانګړي معلومات وګورئ.

🗣️ موږ د خپلو ډیجیټل چینلونو او ټولنیزو رسنیو له لارې پهانګلیسي، فرانسوي، پښتو، دري/فارسي، اوکرایني او عربي ژبو معلومات چمتو کوو.

📱 زموږ فیسبوک پاڼه تعقیب کړئ ترڅو د وروستي تازه معلوماتو، ګټورو کورسونو او فرصتونو څخه با خبر اوسئ، یا موږ ته زموږ د فیسبوک میسنجر ، ټیلیګرام او وټس اپ کې پیغام واستوئ که تاسو مشخص یا ځانګړي معلوماتو ته اړتیا لرئ - موږ به ژر تر ژره تاسو ته ځواب ووایو!

ℹ️ موږ باور لرو چې معلومات ځواک دی. زموږ موخه دا ده چې تاسو ته تازه، دقیق، عملي او د ساده یا د پوهیدو وړ معلومات درکړو. موږ د قانوني متخصصینو سره کار کوو ترڅو زموږ د محتوياتو دقت ډاډ ترلاسه کړو، او زموږ ټیم د کډوالۍ شالید سره ډاډ ترلاسه کوي چې معلومات ګټور او د پوهیدو وړ دي.

⚠️ مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې Refugee.Info انفرادي قانوني مشورې یا د دولتي ادارو سره ملاقات وخت اخستلو خدمات نه وړاندې کوي، مګر موږ کولی شو تاسو ته د هغو خدماتو لارښوونه وکړو چې ممکن تاسو سره مرسته وکړي. همدارنګه، موږ د ویزې غوښتنلیکونه نه پروسس کوو.

Refugee.Info.Italy د ایټالیاد ژغورنې نړیوالې کمیټې لخوا اداره کیږي او د Signpost یوه پروژه ده.