IMG_0880.jpg

که تاسو په دې وروستیو کې د نوي permesso di soggiorno ، یا یې د نوي کولو یا بدلولو لپاره لپاره غوښتنه کړې، تاسو کولی شئ ددي مقالې په مرسته نور معلومات ترلاسه کړئ:

  • وضعیت او پرمختګ څنګه چک یا وڅیړئ
  • وضعیت څه معنی لري
  • څنګه او چیرته خپل جواز ترلاسه کړئ
  • د permesso  یا جواز ترلاسه کول څومره وخت نیسي

په یاد ولرئ که تاسو د پناه غوښتنه کړې وي، تاسو نشئ کولی د خپل کمیسیون پایلې په آنلاین توګه وګورئ. تاسو به ستاسو د پناه غوښتنې په اړه پریکړه د هغه بریښنالیک له لارې چې تاسو ورسره شریک کړی یا ستاسو د استوګنې په مرکز کې ترلاسه کړئ.

څنګه کول شئ چې آنلاین توکه د خپل جواز حالت یا وضعیت چک کړئ

تاسو کولی شئ د خپل استوګنې جواز حالت د Polizia di Stato په ویب پاڼه کې وګورئ. د Polizia di Stato ویب پاڼه کې، تاسو باید د فایل یا قضیې شمیره ‘numero di pratica’ (۱۰ حروفونه - که تاسو د Questura څخه رسید لرئ) یا د راجستر شوي بریښنالیک کوډ numero dell’assicurata’ (۱۲حروفونه -که تاسو د Poste Italiane دفتر څخه رسید لرئ) داخل کړئ.

د کوډ داخلولو وروسته، سیسټم به پایله ښکاره کړي چې ستاسو د جواز اوسنی حالت ښیې. عام پایلې چې تاسو به یې وګورئ په لاندې ډول دي: د حروفونو شمیر ناسم یا غلط دی؛ د ارزونې حالت کې دی٬ ارشیف کې شتون نلري یا د استوګنې جواز چمتو دی.

تاسو کولی شئ خپل جواز حالت په Portale Immigrazione کې دهغه رسید سره چې د Poste Italiane دفتر کې خپور شوی٬ سره هم وګورئ. دا رسید هغه کوډ (د کارونکي ID او پټنوم یاPassword) ښیي چې پهویب پاڼې کې د غوښتنلیک یا جواز د پرمختګ حالت چک کول او همدارنګه Questura کې د ګوتو د چاپ او عکس اخیستلو د ملاقات نیټې لپاره اړین دی.

د حالت یا وضعیت معنی

د حروفونو ناسم شمیر - “Numero di caratteri non validi”

دا پدې مانا ده چې داخل شوی کوډ نیمګړی یا غلط دی. وګورئ چې د فایل شمیره دننه کولو په صورت کې ۱۰ حروف شتون لري یا ۱۲ که د راجستر شوي بریښنالیک کوډ داخل کړئ.

د ارزونۍ یا بحث لاندې - “Documento di soggiorno in trattazione”

دا پدې مانا ده چې ستاسو د استوګنې جواز ارزونه یا پروسس کیږي او لا چمتو نه ده. نو تاسو باید لږ انتظار وکړئ.

په آرشیف کې شتون نلري - “Il documento di soggiorno non è presente in archivio”

که تاسو کوډ په سمه توګه داخل کړئ او دا پیغام ترلاسه کړئ "ستاسو د استوګنې جواز په آرشیف کې شتون نلري"، دا کیدای شي بیلا بیلی معنی ولري لکه: دوی لاهم ستاسو غوښتنلیک په آنلاین آرشیف کې نه دی ثبت کړی؛ یا لنډمهاله تخنیکي ستونزې؛ یا ستاسو په غوښتنلیک کې یو څه غلط شوي؛ یا رد شوې ده.

په هرصورت، که تاسو د دې ستونزې سره مخ شئ، تاسو کولی شئ د نورو معلوماتو لپاره اړونده Questura سره اړیکه ونیسئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې که تاسو په دې وروستیو کې د نوي استوګنې جواز، تبادلې یا نوي کولو لپاره غوښتنه کړې وي، تاسو احتمال لرئ چې دا ډول پیغام وګورئ ځکه چې په ځینو حاالتو کې ممکن په آنلاین پورټل کې د وضعیت یا status تازه کولو لپاره څو اونۍ وخت ونیسي.

د سپارلو لپاره چمتو دی - “Il documento di soggiorno è pronto per la consegna”

دا پدې مانا ده چې ستاسو د استوګنې جواز ترلاسه کولو لپاره چمتو دی او تاسو کولی شئ د هغه دفتر پته وګورئ چیرې چې تاسو اړتیا لرئ د ترلاسه کولو لپاره لاړ شئ.

څنګه او له کوم ځی جواز ترلاسه کړو

که چیرې جواز د ترلاسه کولو لپاره چمتو وي، سیسټم به د هغه دفتر نوم او پته په ګوته کړي چیرې چې دا تاسو کولی شي خپل جواز واخلی. په ځینو مواردو کې، یو SMS هم لیږل کیږي چې د استوګنې د اجازې د ترلاسه کولو پروسه یا کړنلاره په ګوته کوي. که سیسټم د جواز ترلاسه کولو څرنګوالي په اړه کومه نښه ونه ښیې یا تاسو ته کوم SMS نه و لیږل شوی، اندیښنه مه کوئ! ه هرصورت، تاسو کولی شئ د خپل جواز ترلاسه کولو لپاره اړونده Questura ته لاړ شئ.

عمومآ، د استوګنې اجازه د اړونده Questura دفتر یا Commissariato څخه ترلاسه کیدی شي. په ایټالیا کې د Questure سره د اړیکو لپاره معلومات دلته ومومئ: https://questure.poliziadistato.it/

ستاسو د جواز ترلاسه کول څومره وخت نیسي؟

د ایټالیا د قانون له مخې، په ۶۰ ورځو کې ستاسو د استوګنې جواز پروسس یا چک او د ترلاسه کولو لپاره چمتو شي. په عمل کې، د پروسس یا ارزونۍ وختونه تل ډیر زیات یا اوږد وي او خلک ممکن حتی د تمې څخه ډیر انتظار وکړي.

یادونه: که تاسو د ۹۰ ورځو څخه زیات د خپل جواز په تمه یاست، تاسو کولی شئ د خپل وکیل څخه وغواړئ چې اړونده Questura ته یو رسمي بريښنا لیک (PEC) واستوي، له دوی څخه وغواړئ چې پروسه ګړندۍ کړي. او که تاسو د وکیل په موندلو کې مرستې ته اړتیا لرئ، موږ ته په فیسبوک ، ټیلیګرام یا واټس اپ کې پیغام واستوئ.

هیله لرو چې دا معلومات ګټور وي! د دې مقالې لوستلو وروسته که تاسو کوم پوښتنه یا نورو توضیحاتو ته اړتیا لرئ ، تاسو کولی شئ موږ ته زموږ د ټولنیزو رسنیو په چینل کې یو شخصي پیغام واستوئ او موږ به ژر تر ژره ځواب ورکړو! :)