IMG_9425 cut.jpg

که تاسو د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرئ او تاسو په ایټالیا کې پرته له خپل مور او پلار او یا هم ستاسو د کورنۍ کوم بل بالغ یا مشر غړی ژوند کوئ.، تاسو حق لرئ چې په ایټالیا کې خوندي وساتل شئ او په منظمه توګه په ایټالیا کې لږ تر لږه تر ۱۸ کلنۍ پورې پاتې شئ.

د دې مقالې په مرسته تاسو کولی شی د لاندې مواردو په اړه معلومات ترلاسه کړئ:

موږ پوهیږو چې د ځینیو ګامونه اخیستل به په یوازې توګه ممکن ستاسو لپاره ستونزمن وي، مګر اندیښنه مه کوئ، موږ به دلته دا واضح کړو چې څوک ستاسو سره مرسته کولی شي!

مهم تکي چې کله ایتالیا ته ورسیدلۍ باید پوه شئ

لکه څنګه چې تاسو د ۱۸ کلونو څخه کم یاست او تاسو یوازې راغلي یاست، ایټالوي چارواکي نشي کولی تاسو بېرته سرحدونو ته واستوي یا تاسو منع کړي.

یوازې د دې لپاره چې تاسو د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرئ او تاسو یوازي یاست٬ تاسو حق لرئ چې په ایټالیا کې د پاتې کیدو لپاره د اعتبار وړ جواز ولرئ، چې د Permesso per minore età په نوم یادیږي. په هرحال، که تاسو په خپل هیواد کې د ځورونې یا خطر څخه ویره لرئ، تاسود پناه غوښتنه کولی شئ.

پرته له دې چې تاسو غواړئ د پناه غوښتنه وکړئ یا نه، تاسو حق لرئ چې په ایټالیا کې پاتې شئ او د ۱۸څخه کم عمر لرونکي ځوانانو لپاره د استوګنې په مرکز کې کوربه شئ.

په ایتالیا کې ددې لپاره چې د بې سرپرسته ماشومانو او تنکیو ځوانانو حقونو او خوندیبوب اقداماتو ته لاسرسۍ ومومئ٬ دا مهمه ده چې تاسو د ایټالوي چارواکو سره مرسته وکړئ ترڅو ستاسو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ او ستاسو عمر وټاکئ.

چارواکي به څنګه پوه شي چې تاسو د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لری

ایټالیا ته له رسیدو وروسته او د لومړنیو اړتیاوو (لکه خواړه، اوبه، روغتیایی مرستې) ترلاسه کولو وروسته، پولیس به ستاسو نوم، تخلص، نیټه او د زیږون ځای پوښتنه وکړي، او که تاسو د پیژندنې لپارهم مهم اسناد لرئ، لکه: ستاسو پاسپورټ، د هویت کوم بل سند، د زیږون سند یا نور اسناد ستاسو د عکس په ګډون. دې ته "پیژندنه" ویل کیږي، او که تاسو د ۱۴ کالو څخه زیاد عمر لری، پولیس به ستاسو د ګوتو نښې هم واخلي.

د پیژندنې پروسه باید د ژباړونکو یا کلتوري منځګړیتوب په مرسته ترسره شي چې په هغه ژبه خبرې کوي چې تاسو پرې پوهیدلی شئ، او ستاسو د سرپرست په شتون کې. که تاسو سرپرست نلرئ، یو لنډمهاله ساتونکی باید ستاسو سره وي.

ساتونکی څوک دی په ایټالیایي کې ('tutore') ؟

یو قانوني ساتونکی یا "tutore" یو بالغ دی چې د ځوانانو محکمې لخوا نومول شوی ترڅو تاسو سره د ځینو ځانګړو پروسو په ترڅ کې مرسته وکړي او ستاسو لپاره ځینې اسناد لاسلیک کړي. د مثال په توګه، tutore به ستاسو د پناه غوښتنې پروسې په جریان کې ستاسو سره وي، ترڅو تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو د روغتیا پاملرنې سیسټم سره راجستر کړئ، یا تاسو په ښوونځي کې شامل کړئ. ستاسو دtutore یو له خورا مهم هدفونو او مسؤلیتونو څخه دا دی چې ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو حقونو ته درناوی کیږي.

معمولا، tutore  یو رضاکار دی چې د یوې ځانګړې روزنه ترلاسه کوي . که څه هم تاسو مکلف نه یاست چې تل ورسره اړیکه ونیسئ، داوطلب ساتونکی هم ستاسو په ورځني ژوند یا ستونزمنو پریکړو کې د ملاتړ وړ شخصیت کیدی شي.

ممکن یو څه وخت ونیسئ ترځو محکمه ستاسو ساتونکی وټاکي، نو په ورته وخت کې ستاسو د استوګنې د مرکز رییس به دا رول ترسره کړي.

څه به و شئ که تاسو اسناد نه لرئ او پولیس ستاسو د عمر په اړه قانع نه وي

که تاسو اسناد نه لرئ، پولیسو ته د خپل عمر په اړه حقیقت ووایاست. په ایټالیا کې چارواکو ته دروغ ویل جرم ګنل کیږي.

که پولیس هغه عمر چې تاسو ورته ویلې باور نه لري ، یو قاضي کولی شي د ټولنیزې روغتیا معاینې له لارې د عمر ارزونې امر وکړي ترڅو معلومه کړي چې آیا تاسو د ۱۸ څخه کم یاست.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر د نوي قانون له مخې ، ایټالیا ته د خلکو د دوامداره راتګ په صورت کې ، پولیس کولی شي د قاضي د اجازې د مخه د بدن اندازه کولو یا ارزونه او راډیوګرافي په څیر معاینه تر سره کړي.

دا معاینات د متخصص کارمندانو لخوا ترسره کیږي او د مرکې، د متخصص ډاکټر سره طبي لیدنه، او د ارواپوه سره ارزونه شامل دي.

تاسو حق لرئ چې د ازموینې په جریان کې د کلتوري منځګړیتوب، ستاسو ساتونکي یا ستاسو د استوګنې د مرکز همغږي کونکي لخوا مرسته وشي - یوازې که تاسو وغواړئ.

که ستاسو د عمر ارزونه ناسمه یا غلطه وي، تاسو کولی شئ د یوې وکیل په مرسته د ارزونې د خبرتیا له ورځې څخه د ۵ ورځو په موده کې د ځوانانو محکمې(Tribunale per i Minorenni) ته د بیاکتنې غوښتنه وکړئ.

د غلط یا ناسم شخصي معلوماتو اعلانولو وروسته د اخراج حکم

که، د عمر له ارزونې وروسته، چارواکي پوه شي چې تاسو د خپل عمر په اړه دروغ ویلي چې تاسو د ۱۸ کلونو څخه کم عمر یاست، تتاسو ممکن د شخصي معلوماتو په غلط بیانولو تورن شي. د نوي فرمان له مخې، قاضي کولی شي پریکړه وکړي چې ستاسو محکومیت د اخراج په حکم بدل کړي او تاسو باید ایټالیا پریږدئ.

تاسو کولی شئ د وکیل په مرسته د وخت محدودیت کې د استیناف یا بیاکتنې غوښتنه وکړئ کله چې تاسو د دې پریکړې څخه خبر شئ.

د پیژندلو وروسته

یوځل چې تاسو د یو یوازي ماشوم یا ځوان په توګه وپیژندل شئ، تاسو به ستاسو په څیر د ځوانانو د استوګنې مرکز ته لیږدول کیږئ.

تاسو به د مرکز له کارمندانو او کلتوري منځګړیتوب سره ناسته ولرئ، ترڅو ستاسو وضعیت، ستاسو اړتیاوې او ستاسو د قضیې لپاره ترټولو مناسب انتخاب د استوګنې جواز ترلاسه کولو لپاره ښه پوه شي.

د عمومي قاعدې په توګه، بې سرپرسته تنکي ځوانان هم د ابتدايي مرستې، پیژندنې او معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته د ماشومانو د SAI په مرکزونو کې کوربه کیږي. مګر د ۲۰۲۳اکتوبر د نوي مقرراتو له مخې ، د ځوانانو لپاره د اسانتیاوو د نشتوالي په صورت کې٬ که تاسو ۱۶ یا ۱۷ کلن یاست ، تاسو کولی شئ په لنډمهاله توګه تر ۹۰ ورځو پورې د بالغانو په مرکز کې پاتې شئ.

نور معلومات ترلاسه کړئ:د یوازي رسیدلي ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د استوګنې اجازه

ستاسو حقوق څه دي؟

د یو بې سرپرسته او یوازي ماشوم یا ځوان په توګه، په ایټالیا کې تاسو حق لرئ:

  • د خپلو حقونو په اړه معلومات ترلاسه کول، په مختلفو پروسیجرونو کې برخه اخستل اونظر کې نیول کیدل - د اړتیا په صورت کې د ژباړونکي یا کلتوري منځګړیتوب په مرسته
  • په ايټاليا کې پاتې شئ او د Permesso per Minore Età ترلاسه کړئ، په هغه صورت کې چې تاسو د پناه غوښتنه نه کوئ او د Permesso per Motivi Familiari اړتیاوې پوره نه کړئ.
  • په ایټالیا کې د پناه غوښتنه وکړئ ،  او د لومړيتوب له مخې خپله غوښتنه وڅېړئ
  • یو قانوني ساتونکی ولرئ ('tutore')
  • مناسب طبي یا روغتیا پاملرنه ترلاسه کړئ اود ایټالیا روغتیایی سیسټم سره راجستر کړئ
  • زده کړي او مسلکي روزنه - په یاد ولرئ چې زده کړه هم دنده او مسوولیت دی تر هغه چې تاسو ۱۶کلن شئ!
  • د ۱۸ کالو څخه کم عمر لرونکي خلکو لپاره د استوګنې په مرکز کې پاتې شئ یا د رضا کار کورنۍ لخوا کوربه توب وکړئ (که څه هم وروستی انتخاب خورا لږ دی)
  • په ایټالیا کې د خپلې کورنۍ سره یوځای شئ. که تاسو کډوال یاست او ستاسو مور او پلار له EU څخه بهر وي، تاسو کولی شئ د کورنۍ د بیا یوځای کیدو د غوښتنلیک له لارې ایټالیا ته راوړئ. که تاسو د کډوال حالت نلرئ، ستاسو ساتونکی یا سرپرست باید د ځوانانو محکمې څخه غوښتنه وکړي چې ستاسو مور او پلار یا ستاسو د کورنۍ بل غړي ته اجازه ورکړي چې ایټالیا ته داخل شي او پاتې شي ترڅو ستاسو ساتنه وکړي.
  • په اروپا کې د خپلې کورنۍ سره یوځای شئ. که ستاسو مور، پلار، ورور، خور، ترور، تره، نیکه یا د کورنۍ بل بالغ غړی د اروپايي اتحادیې په بل هیواد کې ژوند کوي او دوی هلته د اوسیدو معتبر جواز لري، تاسو کولی شئ په خوندي توګه ورسره یوځای شئ. نور دلته زده کړئ
  • یوازې هغه وخت کار وکړئ کله چې تاسو ۱۶ کلن شئ. په هرصورت، که تاسو په Friuli-Venezia Giulia کې یاست تاسو تر ۱۸ کلنۍ پورې کار نشئ کولی.
  • په خوندي توګه خپل هیواد ته راستانه شئ - او که دا انتخاب ستاسو لپاره خوندي وي د مرستې رضاکارانه راستنیدو او بیا یوځای کیدو له لارې.

څوک مرسته کولی شي

که تاسو د خپلو حقونو په اړه نور معلومات غواړئ، یو څوک چې ورسره خبرې وکړي، یا کومې بلې مرستې، تاسو کولی شئ د ماشومانو د خوندي کولو لاین سره اړیکه ونیسئ:

  • د ټولو مخابراتي شبکو څخه د (۸۰۰۱۴۱۰۱۶ ) شمېرې سره په اړیکه کې شئ.
  • ۰۰۳۹۳۵۱۲۲۰۲۰۱۶ سره اړیکه ونیسئ

د مرستې لاین وړیا او د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له ۱۰ بجو څخه د ماسپښین تر۵ بجو پورې فعاله ده. تاسو کولی شئ په ایټالیايي، عربي، انګلیسي، فرانسوي، تیګرینیا، سومالیا یا فرانکوفون فرعي سهاران ژبو خبرې وکړئ.

که تاسو غواړئ چې په بل اروپايي هیواد کې د کورنۍ له غړي سره یوځای شئ، تاسو کولی شئ د خپل مرکز د مدیر څخه پوښتنه وکړئ یا د CIDAS سره اړیکه ونیسئ:

  • ۰۰۳۹۳۴۰۴۲۷۷۷۸۰ یا ۰۰۳۹۳۴۲۸۷۳۵۲۵۹ یا ۰۰۳۹۳۷۰۳۳۲۶۸۸۲ سره اړیکه ونیسئ

کومه پوښتنه لرئ؟ موږ ته په فیسبوک کې پیغام واستوئ.