hero-header

تازه معلومات: د ډسمبر په 5 نیټه ، ایټالیا د ډوبلین نورو هیوادونو ته یو لیک واستاوه ترڅو دوی ته خبر ورکړي چې د هرکلۍ یا د استوګنې په مرکزونو کې د ځای نشتوالي له امله ، د ډوبلین مقرراتو په اساس ایټالیا ته د خلکو لیږد په موقتي توګه ځنډول شوی دی٬ په استثنا د بې سرپرسته ماشومان او تنکي ځوانان لپاره د کورنۍ بیا یوځای کیدو یا الحاق. په یاد ولرئ چې دا تعلیق یا ځنډ لنډمهاله دی او ایټالیا تمه لري چې په نږدې راتلونکي کې خپل مسؤلیتونه بیا واخلئ.

کله چې تاسو اروپا ته ورسیږئ، د اروپا د اتحادیي EU قانون تاسو ته اجازه نه ورکوي چې هغه هیواد غوره کړئ چیرې چې تاسو غواړئ خپل د پناه غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کړئ. د اروپا اتحادیې د ډوبلین مقرراتو په نوم یو لړ مقررات رامینځته کړي ترڅو معلومه کړي چې کوم هیواد ستاسو د پناه غوښتنې د ارزونې مسؤلیت لري. هغه هیوادونه چې دا مقررات پلي کوي د ډوبلین هیوادونه په نامه یادیږي.

دا پدې مانا ده چې مقررات د هیوادونو سره مرسته کوي چې پریکړه وکړي چې ایا تاسو بیرته د ډوبلین هیواد ته ولیږل شئ چیرې چې تاسو لومړی د ګوتو نښه کړې یا د پناه غوښتنه وکړې.

د مقرراتو له مخې، د پناه غوښتنې هرغوښتنلیک یوازې د یوه دوبلین هیواد لخوا څیړل کیدی شي. په هرصورت، په عمل کې، د ډوبلین مقررات خورا پیچلي دي او هر هیواد یې په جلا توګه پلي کوي.

د دي مقالي په مرسته تاسو کولی شی د لاندې مواردو په اړه معلومات ترلاسه کړی:

  • کوم هیوادونه مقررات پلي کوي
  • څنګه هیوادونه موندلی شي چیرې چې تاسو سفر کړی
  • څنګه هیوادونه ستاسو د قضیې لپاره د ډوبلین هیواد مسؤل ټاکي
  • د مقرراتو لاندې دي ستاسو حقوق څه دي

که چیري د ډوبلین مقرراتو په اړه کومه پوښتنه لرئموږ ته په فیسبوک کې پیغام کیږدی.

هغه هیوادونه چې د ډوبلین مقررات پلي کوي:

د ډوبلین هیوادونه کې د اروپايي اتحادیې 27 هیوادونه شامل دي: اتریش، بلجیم، بلغاریا، کروشیا، قبرس، چک جمهوریت، ډنمارک، استونیا، فنلینډ، فرانسه، جرمني، یونان، هنګري، ایرلینډ، ایټالیا، لاتویا، لیتوانیا، لوګزامبورګ، مالتا، هالنډ، پولنډ، پرتګال، رومانیا، سلواکیا، سلووینیا، هسپانیه، سویډن.

ناروې، آیسلینډ، سویس اولختنشتاین هم د ډوبلین مقررات پلي کوي.

د ډوبلین هیوادونه ستاسو حالت او وضعیت څنګه څیړي:

عموما، د ډوبلین لومړی هیواد چیرې چې تاسو ورسیږئ ستاسو د راجستر کولو او ستاسو د ګوتو نښو اخیستلو مسؤلیت لري. که تاسو په غیر منظم ډول د سمندر له لارې ایټالیا ته راشئ او د پناه غوښتنه وکړئ، احتمالا به تاسو دوه ځله د ګوتو نښان ولرئ. تاسو کولی شئ د دې پروسې په اړه نور معلومات دلته ولولئ.

کله چې تاسو د پناه غوښتنه کوئ، مهمه نده چې تاسو د اروپايي اتحادیه  کوم ځای یا هیواد کې یاست، چارواکي به ستاسو د ګوتو نښان واخلي او د یوروډاک Eurodac په نوم یو اروپایی ډیټابیس کې به یې ثبت  کړي. ستاسو د ګوتو نښې به په Eurodac کې د ۱۰ کلونو لپاره ثبت وي ، او د ډوبلین ټول هیوادونه دې ډیټابیس ته لاسرسی لري.

د ډوبلین پروسه یا کړنلارې:

ټول هغه هیوادونه چې د ډوبلین مقررات پلي کوي د متخصص افسرانو یو دفتر یا "څانګه" لري چې په ځانګړې توګه د ډوبلین قضیې څیړي او مشخص کوي چې کوم هیواد ستاسو د پناه غوښتنې د څیړنې مسولیت لري.

د ډوبلین هیواد لپاره د دوبلین د غوښتنې د سپارلو وروستۍ نیټه قضیې پورې اړه لري مګر اعظمي وخت ۳ میاشتې وروسته له دې چې یو پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې اراده ثبت کړي دی.

د ډوبلین مسؤل هیواد ته د پناه غوښتونکي بیرته لیږدولو وخت محدودیت هم په قضیه پورې اړه لري، مګر معمولا د هغه هیواد لخوا د لیږد غوښتنه منل یا د استیناف وروستۍ پریکړې وروسته ۶ میاشتې وي. دا موده کیدای شي تر۱۲ میاشتو پورې وغځول شي که چیرې یو پناه غوښتونکی توقیف شي یا تر ۱۸ میاشتو پورې وغځول شي که چیرې هغه د چارواکو لخوا نا معلوم وي.

که چیرې A هیواد (د مثال په توګه ایټالیا) د B هیواد (یعنې آلمان) لخوا د ټاکل شوي وخت په موده کې د بیرته لیږلو غوښتنې ته ځواب ورنکړي، نو A هیواد ته ستاسو لیږد په اوتومات ډول منل کیږي.

که چیرې د B هیواد (چیرې چې تاسو اوس مهال اوسیږئ) ستاسو د لیږد ترسره کولو لپاره نیټه پای ته رسیږي، نو B هیواد باید ستاسو د پناه غوښتنه پروسس کړي.

که تاسو لومړی د ډوبلین بل هیواد ته ورسیږئ

که تاسو په ایټالیا کې د پناه غوښتنه کوئ او questuraفکر کوي چې ایټالیا لومړی ډوبلین هیواد نه دی چې تاسو رسیدلی یاست، د هغه معلوماتو پراساس چې دوی راټول کړي - مګر ستاسو د ګوتو نښو پورې محدود ندي چې دمخه د ډوبلین نورو هیوادونو لخوا ثبت شوي - کوسټورا به ستاسو غوښتنلیک د ایټالیا د ډوبلین څانګي ته واستوي .

که چیرې د ډوبلین څانګه وګوري چې تاسو دمخه د بل ډوبلین هیواد لخوا راجستر شوي یاست، دوی باید د ډوبلین طرزالعمل پیل کړي ترڅو معلومه کړي چې کوم هیواد ستاسو د غوښتنې لپاره مسؤل دی.

په دې حالت کې، د پولیسو څانګه یا questura به تاسو ته د پناه غوښتونکو لپاره د ډبلین ژیړ د استوګنې اجازه درکړي(چۍ ایټالیايي کې ورته 'permesso di soggiorno' وایې) ، چې د permesso di soggiorno per richiesta asilo د اجازې په څیر ورته حقونه لري.

که چیرې د ایټالبا د ډوبلین څانګه وټاکي چې د ډوبلین بل هیواد ستاسو د ادعا لپاره مسؤل دی، ایټالیا به له هغه هیواد څخه غوښتنه وکړي چې تاسو بیرته واخلي. که چیرې هغه هیواد د وخت په محدودیت کې ومني یا ځواب ورنکړي، نو ایټالیایي چارواکي به تاسو ته د ډوبلین د پریکړې خبرتیا واستوي چې تاسو هغه هیواد ته لیږدول کیږي چې ستاسو د پناه غوښتنې ادعا څیړي.

که چیري تاسو لومړی ایټالیا ته رسیدلی یاست

که تاسو د ایټالیا له لارې اروپا اتحادیې ته داخل شوي یاست، چیرې چې ستاسو د ګوتو نښې اخیستل شوي او / یا د پناه غوښتنه مو کړې، او تاسو پرته له اجازې سفر کوئ یا بل ډوبلین هیواد ته د پناه غوښتنه وکړئ، هغه هیواد کولی شي د ډوبلین پروسه پیل کړي ترڅو معلومه کړي چې ایا ایټالیا ستاسو د پناه غوښتني مسوولیت لري که نه.

که چیرې د ایټالیا د ډوبلین څانګه تایید کړي چې ایټالیا مسؤلیت لري یا د په ټاکلي وخت کې ځواب ور نکړي ، تاسو به د ډوبلین پریکړه ترلاسه کړئ چې بیرته ایټالیا ته لیږدول کیږی.  په تیرو څو کلونو کې، ایټالیا په ندرت سره د نیټې په اوږدو کې ځواب ووایل، مګر دا پدې وروستیو کې خورا سخت شوی.

په یاد ولرئ چې که تاسو پناه غوښتونکي یاست، تاسو اجازه نلرئ چې له ایټالیا څخه بهر سفر وکړئ. دا پدې مانا ده چې که تاسو په بل ډوبلین هیواد کې ونیول شئ ، تاسو ممکن حتی توقیف او بیرته واستول شئ.

ستاسو د سفر کولو حقوق

که چیری زه مجبور شم بیرته هغه هیواد ته لاړ شم٬ چیري چې زه  نه غواړم بیرته  هلته ستون شم؟

که تاسو د ډوبلین د پروسي له پایلو سره موافق نه یاست، تاسو کولی شئ په هغه هیواد کې د وکیل سره اړیکه ونیسئ چې پریکړه یې کړې ترڅو وګوري چې آیا تاسو دا پریکړه ننګولی شئ. که تاسو په ایټالیا کې یاست او د اپیل یا بیاکتني کولو دلیل لرئ، تاسو کولی شئ دا په ۳۰ ورځو کې ترسره کړئ. هر هیواد یو جلا مهال ویش لري.

په یاد ولرئ چې تاسو خپل وکیل ته ټول اړوند معلومات او اسناد چمتو کوئ.

د ډوبلین مقرراتو معیارونه

د ډوبلین واحد ستاسو د عمر او د ډوبلین په مقرراتو کې ټاکل شوي معیارونو پورې اړه لري چې کوم دولت ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک مسؤل دی.

که چیري تاسو د ۱۸ کالو څخه کم عمر ولرئ

که تاسو د ډوبلین هیواد ته له خپلې کورنۍ پرته رسیدلی یاست، د ډوبلین څانګه به ستاسو قضیه د لاندې معیارونو سره سم په پام کې ونیسي:

  • که ستاسو د کورنۍ یو غړی په بل ډوبلین هیواد کې د اوسیدو جواز ولري، هغه هیواد باید ستاسو د پناه غوښتنې د څیړلو مسولیت په غاړه ولري. هر هیواد د دې لپاره مختلف تعریف لري چې څوک کورنۍ ګڼل کیږي، مګر معمولا پدې کې ستاسو مور او پلار، قانوني ساتونکي ، وروڼه ، خویندي٬ تره یا نیکه او انا شامل دي چې ستاسو پاملرنه کولی شي. دا ډیره مهمه ده چې په دې اړه د خپل قانوني ساتونکي سره خبرې وکړئ، څوک چې تاسو سره پدې کې مرسته کولی شي.

په اروپا کې د کورنۍ د یوځای کیدو په اړه نور معلومات له دي ځې ترلاسه کړئ.

  • که ستاسو د کورنۍ هیڅ غړی د ډوبلین په بل هیواد کې د اوسیدو جواز نه لري او تاسو ایټالیا پریښی ، ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنه به ډیر احتمال په هغه هیواد کې ارزول کیږي چیرې چې تاسو اوس اوسئ - حتی که تاسو لومړی د ایټالیا له لارې اروپا ته داخل شوي یاست او/ یا په مختلفو هیوادونو کې د پناه غوښتنې ډیری غوښتنلیکونه ثبت کړي.

که تاسو د خپل عمر د ثابتولو لپاره ملي پاسپورټ نلرئ، د هغه هیواد چارواکي چیرې چې تاسو اوس اوسئ ستاسو د عمر ټاکلو لپاره به یوه بشپړه کړنلاره ترسره کړي. دا کړنلاره په هر هیواد کې توپیر لري.

که تاسو بالغ یاست

که تاسو بالغ یاست او د ډوبلین هیواد کې د پناه غوښتنه کوي، د ډوبلین څانګه به د لاندې معیارونو پراساس پریکړه وکړي چې کوم هیواد ستاسو د غوښتنلیک د اهمیت او د ارزوني مسولیت لري. که یو دلیل اړوند نه وي، بل به په پام کې ونیول شي او داسې نور:

  • که تاسو د کورنۍ نږدې غړی لرئ، لکه ښځه یا د ۱۸ کلونو څخه کم ماشوم چې په بل ډوبلین هیواد کې نړیوال خوندیتوب ترلاسه کړی وي یا دپناه غوښنته کړي وي تاسو اړتیا لرئ چې د C3 فورمه کې د خپلې کورنۍ له غړي سره یوځای کیدو لپاره خپل لیوالتیا څرګند کړئ. ستاسو د کورنۍ غړی هم باید ستاسو سره د بیا یوځای کیدو لیوالتیا څرګند کړي.

  • که تاسو د ډوبلین هیواد A (یعني ایټالیا) کې د اوسیدو جواز لرئ یا د اوسیدو اجازه لیک لرئ چې له ۲ کلونو څخه دمخه پای ته رسیدلی وي او د ډوبلین هیواد B (یعني آلمان) کې د پناه غوښتنې غوښتنه کولو دمخه د ډوبلین سیمه نه ده پریښودلئ ، هغه هیواد چې جواز یې صادر کړی ستاسو د پناه غوښتنې د څیړلو مسولیت لري.

  • که تاسو د ډوبلین هیواد څخه د اعتبار وړ ویزه لرئ یا هغه ویزه لرئ چې د ۶ میاشتو څخه لږ وخت دمخه پای ته رسیدلی. هغه هیواد چې ویزه یې صادره کړې ستاسو د پناه غوښتنې د څیړلو مسولیت لري.

  • که تاسو اروپا ته په غیر قانوني ډول د غیر اروپایی هیواد څخه داخل شوی یاست٬ ډوبلین لومړی هیواد چې تاسو داخل شوی یاست (الف هیواد) ستاسو د پناه غوښتنه به وڅیړي. په هرصورت، که تاسو اروپا ته د راتګ څخه ۱۲ میاشتې تیرې شوي وي او تاسو په بل ډوبلین هیوادB هیوادکې د ۵ میاشتو لپاره په پرله پسې توګه پاتې شوي یاست یا که چیرې چارواکي ونه پوهیږي چې تاسو اروپا ته څنګه داخل شوي یاست، B هیواد ستاسو د پناه غوښتنې د څیړلو مسولیت لري. که تاسو اروپا ته دراتلو څخه ۱۲ میاشتې تیرې شوي وي او تاسو د۵ میاشتو کې په مختلفو ایالتونو کې پاتې شوي یاست، هغه هیواد چې تاسو په دې وروستیو کې پاتې شوي یاست ستاسو د غوښتنلیک مسولیت لري. د ډوبلین هیوادونه کولی شي د توقیف مرکزونو، زندانونو او روغتونونو اسنادو، د اخراج حکمونو او پای ته رسیدو ویزو له لارې دا معلومه کړي چې تاسو څنګه اروپا ته  راغلي یاست.

  • که تاسو د هوایی ډګر په ټرانزیټ سیمه کې یا د ډوبلین هغه هیواد کې د پناه غوښتنه کړې چې د ننوتلو ویزې ته اړتیا نلري، هغه هیواد ستاسو د پناه غوښتنې د څیړلو مسولیت لري.

دا هغه عمومي مقررات دي چې د ډوبلین د مقرراتو لاندې بیان شوي، مګر دا د هیوادونو لپاره تل ممکنه ده چې په خپلواکه توګه پریکړه وکړي چې ایا د پناه غوښتنې غوښتنلیک وڅیړي، حتی که د ډوبلین بل هیواد د دې لپاره مسؤل وګڼل شي.

د ډوبلین د مقرراتو په اساس، د ډوبلین هیواد کولی شي په داوطلبانه توګه د غوښتنلیک څیړني مسؤلیت په غاړه واخلي حتی که دا په مقرراتو کې د ټاکل شوي معیارونو سره سم مسؤل نه وي.

د ډوبلین پروسۍ په جریان کې ستاسو حقونه

تاسو حق لرئ چې:

  • په خپله ژبه کې د ډوبلین پروسې په اړه معلوماتو ته لاسرسی ومومئ.

  • خپل اړوند معلومات په شخصي مرکه کې چمتو کړئ (په ایټالیا کې، تاسو دا د C3 فورمېله لارې ترسره کوئ).

  • په هغه هیواد کې ژوند وکړئ چې د ډوبلین پروسه یې پیل کړی تر هغه چې تاسو د خپلې قضیې په اړه پریکړه ترلاسه کړئ -په ایټالیا کې به تاسو د پناه غوښتونکي اجازه ترلاسه کړئ چې په هغې باندې "Dublino" لیکل شوی وي.

  • که تاسو په ایټالیا کې د ډوبلین کړنلارې یا مقرراتو لاندې یاست، تاسو کولی شئ د خپل C3 فورمې څخه 60 ورځې وروسته په ایټالیا کې کار وکړئ، د هرکلۍ یا استوګنې په مرکز کې پاتې شئ او روغتیایی خدمتونه، حقوقي ملاتړ، او د ژبې کورسونو ته لاسرسۍ ترلاسه کړئ.
  • د ډوبلین بل هیواد ته د تاسو د لیږدولو پریکړې ته د بیاکتني غوښتنه وکړئ ( د وخت محدویت او حد ممکن له یو هیواد څخه بل هیواد ته توپیرلري، په ایتالیا کې ۳۰ ورځي دی.) که تاسو د پریکړې سره موافق نه یاست. تاسو به د بیاکتني غوښتني لپاره وکیل ته اړتیا ولرئ. په ایټالیا او ډیری نورو هیوادونو کې بیاکتنه کول په اتوماتيک ډول لیږد نه ځنډوي مګر تاسو کولی شئ د دې تعلیق لپاره غوښتنه وکړئ، چې د قاضي لخوا پریکړه کیږي. که ستاسو وکیل په خپل وخت دبیاکتني غوښتنه ونه کړي یاپه ټاکلي وخت کې د بیاکتنه ونه کړي، هغه هیواد چې تاسو اوس مهال اوسیږئ حق لري چې تاسو سمدلاسه بیرته د ډوبلین هیواد ته ولیږئ چیرې چې تاسو لومړی راغلی یاست

که تاسو ته دا حقونه نه درکول کیږي، تاسو کولی شئ د مرستې لپاره د وکیل سره اړیکه ونیسئ.

دا زما لپاره څه معنی لري؟

په ایټالیا کې د پناه غوښتنې غوښتنه د C3 فورمې له لارې کیږي. په ځینو مواردو کې، تاسو به دا فورمه د کلتوري منځګړیتوب یا ژباړونکي په مرسته ډکه کړئ.

د دې پروسې په جریان کې،له تاسو باید یوشمیر پوښتني وپوښتل شي چې دا معلومه کړي چې ایا ایټالیا ستاسو د پناه غوښتنې لپاره مسؤل هیواد دی. پورته ذکر شوي معیارونه به د دې پریکړې لپاره وکارول شي.

د ډوبلین د مقرراتو له مخې، که دا معلومه شي چې ایټالیا هغه هیواد دی چیرې چې تاسو باید د پناه غوښتنه وکړئ، تاسو باید د اروپايي اتحادیې په نورو هیوادونو کې د پناه غوښتنه ونه کړئ. که تاسو په مختلفو مواردو کې په ایټالیا کې ستاسو د پناه غوښتنې په اړه منفي پریکړه ترلاسه کړئ بیا هم دا هم د تطبیق وړ ده.

تاسو به په تخنیکي توګه وکولی شئ د ډوبلین په بل هیواد کې د پناه غوښتنه وسپارئ، مګر دا هیواد به وګوري چې تاسو دمخه په ایټالیا کې یاست او د ډوبلین پروسه مو پیل کړئ.

په هرصورت، په عمل کې، حتی که ایټالیا ستاسو د ادعا لپاره مسؤل هیواد وي، د ډوبلین په نورو هیوادونو کې ځینې محکمو د ضعیف ژوند شرایطو له امله زیانمنونکي پناه غوښتونکي بیرته ایټالیا ته د لیږلو مخه نیولې ده. د ډوبلین په ټوله سیمه کې د محکمې دا پریکړې خورا متضادې وې.

زه بیرته ایټالیا ته لیږل شوی یم - اوس څه  كيزي؟

که تاسو د لیږد پریکړه په ناکامه توګه ننګونې وروسته بیرته ایټالیا ته لیږل شوي یاست، ایټالیا به ستاسو د پناه غوښتنې د څیړلو مسولیت په غاړه ولري. حقوقي متخصصین مشوره ورکوي چې تاسو د خپل پناه غوښتنې پروسې په راتلونکو مرحلو کې د وکیل سره اړیکه ونیسئ.

که تاسو د پناه غوښتني پروسې په جریان کې بیرته لیږل شوي یاست، ډاډ ترلاسه کړئ چې د هغه وکیل سره اړیکه ونیسئ چې په هغه هیواد کې ستاسو ملاتړ کوي چې تاسو بیرته لیږل شوي یاست. دا ډاډ ورکوي چې تاسو د خپل بیاکتني پایلو د هر تازه معلوماتو څخه خبر یاست.

که تاسو دمخه د کمیسیون مرکه ترسره کړې وي، د ډوبلین پروسې له لارې بیرته ایټالیا ته لیږل ستاسو د پناه غوښتنې په پریکړه باندې منفي اغیزه نه کوي، مګر دا کولی شي د مرکي پایله وځنډوي.

تاسو کولی شئدلته د ډوبلین مقرراتو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

د ډوبلین مقررات څنګه په عمل کې کار کوي

په واقعیت کې، د لېږد پریکړې په پایله کې، یوازې یوه کوچنۍ برخه د ډوبلین مسؤول هېواد ته د حقیقي لیږد سبب کيږي، چې دېری وخت لاندې عوامل په دې حالت کې شامل دي:

  • د لیږد لپاره د ډوبلین مقرراتو لخوا ټاکل شوي وخت محدودیتونو سره سم د هیواد ناتواني.
  • د ډوبلین د قضیو په پروسس کې د اوږدو اداري مرحلو ځنډ له امله پناه غوښتونکي په خپله باید دا پروسه تعقیب کړي.
  • د پناه غوښتونکو د استیناف یا بیاکتني غوښتنه ددي لامل کیږي چې محکمو لیږدونه وځنډوي.
  • د لیږد د پلي کولو لپاره په هیواد کې د سرچینو نشتوالی.

په ۲۰۱۸ کې ایټالیا د نورو غړو هیوادونو څخه په ځانګړي توګه د آلمان او فرانسې څخه د ډوبلین ډیری غوښتنې ترلاسه کړې. د کډوالو په اړه د اروپا شورا او (ECRE) د راپور له مخې، د ۲۰۱۸ په لومړیو ۱۱ میاشتو کې، ایټالیا له ۳۱,۰۰۰ څخه ډیر غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، مګر په ورته وخت کې یوازې ۵,۹۰۰ کسان بیرته ایټالیا ته لیږل شوي.

که تاسو د ډوبلین مقرراتو لاندې د خپلې ځانګړې قضیې په اړه ډاډه نه یاست، تاسو کولی شئ د وکیل نه پوښتنه وکړئ یا موږ ته په فیسبوک کې پیغام واستوئترسو له تاسو سره مرسته وکړو.

د ECRE راپور کې تاسو کولی شئ په دې اړه نور معلومات ترلاسه کړی چې څنګه د ډوبلین قانون په ۲۰۱۸ کې پلي شوي.

که تاسو کومه پوښتنه لرئ یا د حقوقي متخصص موندلو لپاره مرستې ته اړتیا لرئ موږ ته پهفیسبوک کې شخصي پیغام واستوئ.