hero-header

د "کډوال" اصطلاح باید په هر هغه شخص باندې تطبیق شي چې: "د نژاد، مذهب، قومیت، د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې غړیتوب یا سیاسي عقیدې له امله د ځورونې  او یا ډار سره مخ وي، او د خپل اصلي هېواد څخه بهر وي او د دې ډار یا وېرې له امله، د خپل اصلي هېواد د حفاظت تر لاسه کولو ته لیوالتیا نه لري" - د کډوالو د وضعیت په اړه د 1951 کنوانسیون.

دا اجازه د څه لپاره ده؟

د سیاسي پناهندګي جواز یا اجازه د هغو کسانو لپاره ده چې په ایټالیا کې د کډوال په توګه پیژندل شوي.

د دې لپاره چې تاسو د  یو کډوال په توګه وپیژندل شئ ، تاسو باید د تعقیب وېره ولرئ. دا پدي مانا ده چې تاسو په خپل اصلي هېواد کې خپل ژوند ته د ګواښونو او یا د شخصي ازادۍ څخه په ناسمه توګه د محرومیت وېره  ولرئ. د وېرې لپاره لاندني دلایل هم شامل دي:

  • نژاد
  • دین یا مذهب
  • ملیت
  • سیاسي نظرونه
  • په ځانګړي تولنیز ګروپ کې غړیتوب

دا جواز د څومره مودې لپاره د اعتبار وړ دی؟

دا جواز د۵ کلونولپاره د اعتبار وړ دی او تمدید یا نوی کېدلای شي.

څومره موده کې کولۍ شي چې دا جواز ترلاسه کړي؟

د ایټالیا د حکومت د لارښوونې او وړاندیزونو په اساس، دا جواز  باید د یو کال څخه ډېر وخت ونه نیسي. په دې معنا چې د دې مودې په جریان کې به تاسو د کمیسیون مرکې لپاره ځئ او تاسو به نړیوال محافظت او اړونده اجازه ترلاسه کوئ.

له بده مرغه، ډیری وخت، تاسو اړتیا لرئ چې د نړیوال خوندیتوب ترلاسه کولو لپاره حتی تر دوه کلونو پورې هم انتظار وکړئ.

څنګه کولی شو چې  دا جواز نوی یا تمدید کړو؟

د دې ډول جواز د نوي کولو لپاره ، تاسو اړتیا لرئ چې دکاسټورا دفتر (په ایټالیا کې د پولیسو مرکز یا مرکزي دفتر) ښار  ته لاړشئ. چیرې چې تاسو د اوسیدونکي په توګه راجسټر یاست او د نوي کولو لپاره غوښتنه وکړئ. کله چې تاسو هلته لاړ شئ، نو تاسو سره باید خپل جواز او یا هم کوم بل د پېژندلو اسناد له ځان سره  ولرئ.  کا سټورا(په ایټالیا کې د پولیسو مرکز یا مرکزي دفتر) ممکن تاسو څخه د نورو اسنادو غوښتنه هم وکړي.

که تاسو د پنځه کلونو لپاره د کډوالۍ د اوسېدو اجازه لرئ، نو تاسو کولای شئ چې د ایټالیا تابعیت یا د اوږدې مودې اوسېدنې د EU جواز لپاره هم غوښتنه وکړئ.

دا خورا مهمه ده چې په یاد ولرئ چې د دې جواز درلولو په وخت کې خپل اصلي هیواد ته راستنېدل، یا په ایټالیا کې د خپل اصلي هېواد سفارت سره د اړېکې هڅه کول منع دي.

کله چې تاسو د خپل جواز د نوي کولو لپاره کاسټورا ته ځئ، نو کاسټورا (په ایټالیا کې د پولیسو مرکز یا مرکزي دفتر) به تاسو څخه وغواړي چې د سفر کولو اسنادونه د درلولو په صورت کې، دا اسناد هغوي ته وسپاري . که دوی ستاسو د اصلي هېواد څخه ستاسو په سند کې ستاسو د هیواد  ته د سفر ټاپه وګوري ، نو دوی به ستاسو جواز نوي نه کړي او ستاسو نړیوال محافظت به لغوه شي.

زه د دې جواز لرونکي په توګه کوم حقونه لرم؟

پرته له سیاسي حقونو څخه لکه رایه ورکول او په عامه یا دولتي اداره  کې د د انتخابېدلو نه ، د دې اجازې سره، تاسو د ایټالوي اتباعو په څېر ورته حقونه لرئ. همدازار تاسو حق لرئ چې:

د کډوالو لپاره د سفر اسنادو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:

د سفر کولو اسناد

د کومې پوښتنې په صورت کې له مونږ سره په فېسوبوک کې په اړیکه کې شئ.

asgi logo