hero-header

که تاسو په ایتالیا کې د نړیوال خوندیبوب په لټه کې یاست٬ نو تاسو باید د C3 په نامه یوه فورمه د خپل د پناه غوښتنې رسمې کولو لپاره په Questura یا د سرحدي پولیسو دفتر کې ډکه کړئ.

د C3 فورې د مثال لیدلو لپاره دلته کلیک وکړئ.

د C3 فورمې ډکولو لپاره٬ پولیس به له تاسو څخه پدې اړه پوښتنې وکړي:

  • ستاسو شخصي معلومات
  • ستاسو د کورنۍ معلومات
  • ستاسو سفر ایتالیا ته رسیدو لپاره
  • هغه دلیلونه چې له وجې يې تاسو له خپل اصلي هیواد ده تښتیدلې یاست او ولې نه غواړئ بیرته لاړ شی.

تاسو کولی شئ هغه اسنادونه هم وسپارئ چې ستاسو وضعیت ثابتوي (د بیلګې په توګه، د پولیس راپورونه،  تصدیق نامي او داسي نور)، او همدارنګه ستاسو لیکل شوي کیسه. تاسو کولی شئ خپله لیکل شوې کیسه وروسته وسپارئ، البته دا کار  د پناه غوښتنې له مرکې نه مخکې ترسره کوئ.

تاسو کولئ شئ د C3 فورمې ډکولو لپاره د ژباړونکي څخه د مرستې غوښتنه وکړئ.

ټول هغه معلومات چې تاسو یې شریک کوئ محرم به وي  او د ایتالیا چارواکي د محرمیت مکلفیتونو پابند دي او ستاسود هیواد چارواکو ته ستاسو د پناه غوښتنې په اړه څه نه وایي.

ورسته له دي چې تاسو دا فورمه لاسلیک کړئ٬ دا فورمه به سیمه ایز کمیسیون ته ولیږل شي ترڅو ستاسو د مرکې نه مخکې بیاکتنه وشي.

د قانون له مخې٬ تاسو باید د C3 فورمې یوه کاپي او د هر هغه نورو اسنادو کاپي ترلاسه کړئ چې تاسو د خپل پناه غوښتنلیک لپاره سپارلي. که چیري پولیس تاسو ته ددي اسنادو کاپي در نه کړي٬ تاسو یي غوښتنه وکړئ.

دا مهمه ده چې تاسو د خپل پناه غوښتنې پروسي له پیل څخه ریښتیا بیان کړئ، او دا چې تاسو ټول هغه معلومات چې ستاسو په C3 فورمه کې شامل دي د سیمه ایز کمیسیون سره ستاسو د پناه غوښتنې مرکې پرمهال بیان کړئ.

ستاسو د پناه غوښتنې مرکې په جریان کې هغه معلومات وړاندې کول چې ستاسو په C3 فورمه یا  لیکل شوي کیسه کې ندي شامل شوي، یا ستاسو د کیسي مختلفه نسخه وړاندې کول به ستاسو په غوښتنلیک منفي اغیزه وکړي او د کمیسیون په وړاندې ستاسو اعتبار کم کړي.