hero-header

د کورنۍ یوځای کېدل یوه قانوني او خوندي لاره ده چې ستاسو د کورنۍ نږدې غړي ایټالیا ته راوړي!

تاسو کولای شئ چې د دې مقالې په مرسته لاندې معلومات ترلاسه کړئ:

څوک کولی شي غوښتنه وکړي؟

که تاسو په ایتالیا کې د کډوال په توګه یا فرعي خوندیتوب ترلاسه کړی وي،  تاسو کولی شئ د غیر اروپایي هیوادنو څخه ایټالیا ته د خپلې کورنۍ د نږدې غړو د راوستلو لپاره غوښتنه وکړئ.

که تاسو د کډوال په صفت یا فرعي خوندیتوب لرئ٬ تاسو د غوښتنې کولو لپاره د عاید یا استوګنې ثبوت ته اړتیا نلرئ.

که چیرې تاسو یو کلن Permesso per Motivi di Lavoro (تابع او خپلواکه) یا Permesso per Motivi di Studio لرئ یا که تاسو Ex Carta di Soggiorno ولرئ ٬ تاسو کولای شئ چې د خپلې کورنۍ نږدې غړي ایتالیا ته راولئ، خو مقررات یې د هغو کسانو په پرتله چې د کډوال حالت یا فرعي خوندیتوب لري توپیر کوي.

یادونه: که تاسو لاهم د خپلې پناه غوښتنې قضیې په اړه وروستي ځواب ته انتظار یاست یا تاسو دوه کلن Casi Speciali  لرئ نو تاسو د غوښتنلیک وړ نه یاست.

تاسو څوک راوستلی شئ؟

تاسو کولی شئ د لاندې کسانو راوړلو غوښتنه وکړئ:

  • ښځه یا مېړه، که دوی له ۱۸ څخه پورته وي؛
  • د۱۸کلونو څخه کم ماشومان، چې واده شوي ندي، د والدینو په اتفاق یا رضایت سره؛
  • د ۱۸ کلونو څخه پورته ماشومان چې د روغتیا شرایطو یا نورو معلولیتونو له امله تاسو پورې تړلي دي؛
  • د ۶۵ کلونو څخه کم عمر والدین ، که دوی په تاسو پورې تړلي وي او نور ماشومان نلري چې په خپل اصلي هیواد کې د دوی پالنه وکړي؛
  • ۶۵ کلونوڅخه پورته والدین ، که د دوی نور ماشومان په خپل اصلي هیواد کې د جدي روغتیایی ستونزو له امله نشي کولی د دوی پالنه وکړي؛
  • والدین، که تاسو د ۱۸ څخه کم عمر لری؛

تاسونشئ کولی د لاندې کسانو د راوستلو لپاره غوښتنه وکړئ:

  • د ۱۸ کلونو څخه پورته ماشومان، حتی که دوی په تاسو پورې تړلي وي مګر په بشپړه توګه معیوب نه وي؛
  • ستاسو وروڼه او خویندې، مهمه نده  چې دوی څومره عمر لري؛

کله تاسو غوښتنه کولی شئ؟

هر ځومره ژر چې تاسو خپل permesso di soggiorno ترلاسه کړی٬ تاسو کولی شئ ژر تر ژره غوښتنه وکړئ.

د CILD وکیلان په ګوته کوي چې تاسو کولی شئ د نوي کولو رسید سره د کورنۍ بیا یوځای کیدو لپاره هم غوښتنه وکړئ. دا ځکه چې په ځینو سیمو کې، تاسو ممکن څو میاشتې انتظار وکړئ ترڅو خپل پرمیسو ترلاسه کړئ.

د کورنۍ د بیا یوځای کیدو لپاره د غوښتنلیک لپاره هیڅ محدوده نیټه شتون نه لري.

څنګه غوښتنه وکړئ

د کورنۍ سره د یوځای کېدلو پروسه دوه مرحلې لري:

  • لومړی پړاو د مهاجرت په دفتر کې ترسره کیږي، چې په ایټالیا کې د "Sportello Unico Immigrazione"  په نوم یادیږي؛

  • دویمه مرحله په هغه هیواد کې د ایټالیا په قونسلګرۍ کې پیښیږي چیرې چې ستاسو د کورنۍ غړي اوسیږي؛

لومړی پړاو: هغه ګامونه چې تاسو یې باید واخلئ:

لومړی ګام: د 2Sportello Unico Immigrazione ویب پاڼې کې٬ د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ څانګې څخه لیدنه وکړئ.

په دې ویب پاڼه کې، په ښي خوا کې د بکس څخه غوره انتخاب غوره کړئ. تاسو کولی شئ یا خپل SPID (د عامه ډیجیټل پیژندنې سیسټم) سره لاګ ان یا د ننه شئ ، یا ځان راجستر کړئ او خپل شخصي معلومات چمتو کړئ که تاسو لاهم د خپل SPID نلرئ، پدې حالت کې د SPID پرته راجستر انتخاب غوره کړئ.

په یاد ولرئ چې د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر له لومړۍ نیټې څخه٬ تاسو یوازې د خپل SPID سره لاګ ان یا د ننه کېدلو اجازه لرئ.دلته تاسو کولی شئ د آنلاین غوښتنې لپاره لارښوونې ومومئ. که تاسو نشئ کولای دا مرحلې پر مخ یوسئ، کولای شئ چې د patronato څخه مرسته وغواړئ.

Istruzioni spid

دوهم ګام: یوځل چې تاسو راجستر شئ، تاسو کولی شئ خپل آنلاین پروفایل ته ننوځئ او د " nulla osta " د خلاصولو کولو غوښتنه وکړئ.

نولا اوستا (nulla osta) یو اجازه لیک دی چې تاسو باید د کورنیو چارو وزارت څخه ترلاسه کړئ ترڅو خپله کورنۍ ایټالیا ته راوړئ.

که تاسو نړیوال خوندیتوب لرئ، د نولا اوستا nulla osta نه د غوښتنې لپاره تاسو کولی شئ لاندې اسناد آنلاین وسپارئ:

  • د استوګنې اجازه؛
  • د ۱۶ یورو پوستی ټاپه (په ایټالوی کې د عاید ټاپه(marca da bollo’ in Italian))؛
  • د اعتبار وړ پاسپورټ یا د سفر سند؛
  • د کورنۍ د غړي د پاسپورت کاپي؛
  • ستاسو د کورنۍ اړیکې ثابتولو لپاره سندونه، لکه ستاسو واده یا ستاسو د ماشوم زېږدو سند؛

یوازې د افغان اتباعو لپاره معلومات: که تاسو نشئ کولی هغه سندونه چې ستاسو د کورنۍ اړیکې ثابتوي،  وړاندې کړئ تاسو کولی شئ یو اعلامیه وسپارئ چې ستاسو او ستاسو د کورنۍ د غړو ترمنځ اړیکه بیانوي.

که تاسو کوم بل د  شرایطو سره سم جواز لرئ چې د کډوال حالت یا فرعي خوندیتوب نه وي، تاسو کولی شئ د (که تاسو بل جواز لرئ) په برخه کې د اضافې اسنادو په اړه چې باید یې وړاندې کړ ئ، معلومات ترلاسه کړئ.

دریم ګام: یوځل چې تاسو د کورنیو چارو وزارت په ویب پاڼه کې د نولا اوستا (nulla osta)غوښتنه ترسره کړئ ، د ایټالیا په Sportello Unico Immigrazione کې د شخصي اسنادو وړاندې کولو لپاره د ملاقات غوښتنه کولای شئ.

تاسو به د هغه اسنادو لیست ترلاسه کړئ چې تاسو باید د راجستر کېدو وروسته  دخپل ملاقات په مهال له ځان سره  راوړئ.

ځینې ​​اسنادونه چې تاسو یې باید راوړئ عبارت دي له:

  • ستاسو د permesso di soggiorno یا استوګنې د جواز۲ کاپي؛
  • ستاسو د ID یا پېژندنې  کاپې او اصلي سند؛
  • دmarca da bollo یا عاید رسید اصلي سند؛
  • د کورنۍ د غړي د پاسپورت کاپي
  • د کورنۍ وضعیت او استوګنې لپاره مجموعي سند. تاسو کولی شئ دا د کمیون په اناګراف(د ښاروالۍ راجستر) کې غوښتنه وکړئ چیرې چې تاسو اوسیږئ؛

که تاسو د کډوالۍ حالت یا فرعي خوندیتوب لرئ، تاسو اړتیا نلرئ چې د عاید یا استوګنې کوم ثبوت راوړئ. که تاسو په SIPROIMI (ex SPRAR) کې اوسیږئ تاسو کولی شئ له خپلې کورنۍ سره یوځای شئ.

یوځل چې تاسو راجسټر شئ ، تاسو ته به د غوښتنې شمېره درکړل شي.

د Sportello Unico Immigrazione ویب پاڼې ته په منظمه توګه ننوتل، د خپل راجستریشن توضیحاتو په کارولو سره، وګورئ چې ستاسو د ملاقات مهال ټاکل شوی یا نه. پرته له چک کولو بله لاره نشته. تاسو به بریښنالیک یا کومه بله خبرتیا ترلاسه نکړئ.

په یاد ولرئ: که تاسو د کډوالۍ حالت یا فرعي خوندیتوب لرئ، اړتیا نشته چې تاسو د عاید یا استوګنې کوم ثبوت له ځانه سره راوړئ.

د ۹۰ ورځو په موده کې ، Sportello Unico Immigrazione باید تاسو ته خپل نولا اوستا nulla osta درکړي یا ستاسو غوښتنه رد کړي.

که ستاسو غوښتنه رد شي، تاسو کولی شئ بیا غوښتنه وکړئ.

د نړیوال خوندیتوب لرونکو لپاره د طرزالعمل په اړه د نورو عملي معلوماتو موندلو لپاره دلته کلیک وکړئ.

که تاسو Permesso per Motivi di Lavoro یا کار جواز لرئ

که تاسو د کار جواز  (Permesso per Motivi di Lavoro (autonomo or subordinato))، Permesso per Motivi di Studio ، یا Ex Carta di Soggiorno لرئ، تاسو اړتیا لرئ چې د هغو کسانو په څیر ورته کړنلاره تعقیب کړئ چې د کډوال حالت یا فرعي خوندیتوب لري، مګر تاسو باید مختلفې اړتیاوې پوره کړئ.

د هغو خلکو لپاره اضافي اړتیاوې چې د کډوال حالت یا فرعي خوندیتوب نلري په لاندې ډول دي:

  • د ایټالیا ټولینزې هوساینې څخه لوړ کلني عواید .  په ۲۰۱۹ کې، ۵,۹۵۳.۷۴ یورو ټاکل شوی، او په ۲۰۲۰ کې دا €۵.۹۷۷,۷۹ دی. دا شمېره د کورنۍ د هر اضافي غړي لپاره چې تاسو یې لرئ ۵۰٪ ډیریږي. د مثال په توګه، که تاسو خپل میړه یا ښځه او ماشوم ایټالیا ته راوړئ، تاسو به اړتیا ولرئ د کلني ټولنیز هوساینې چک مقدار (€ ۱۱,۹۵۵,۵۸) دوه ځله ترلاسه کړئ. د اړتیا وړ کلنی عاید  د ټولو لپاره یو شان دی. پرته له دې چې د هغه جواز (Lavoro, Studio or Ex Carta di Soggiorno) ډول چې تاسو یې لرئ.
  • د idoneità alloggiativa یا د کور د مناسب اوسېدلو سند:  کور باید د هغو خلکو لپاره مناسب وي چې هلته ژوند کوي. ستاسو کمیون به تاسو سره لیدنه وکړي او که ستاسو کور د دوی معیارونه پوره کړي، دوی به تاسو ته سند درکړي. تاسو کولی شئ د دې سند ترلاسه کولو څرنګوالي په اړه د نورو معلوماتو لپاره خپل محلي کمیون ته لاړ شئ.

د دې لپاره چې ثابته کړئ چې تاسو دا اړتیاوې پوره کوئ، خپل ځان ډاډه کړئ چې تاسو دکورنیو چارو وزارت په ویب پاڼه کې د نولا اوستا nulla osta غوښتنې په وخت کې اړوند اسناد شامل کړئ.

د کړنلارې په اړه نور معلومات د MeltingPot website په وېب پاڼه کې په ایټالیوي ترلاسه کولئ شئ.

دوهمه مرحله: هغه ګامونه چې ستاسو د کورنۍ غړي باید واخلي:

کله چې د Sportello Unico Immigrazione تاسو ته نولا اوستا nulla osta,  درکوي، په هغه هیواد کې چېرې چې ستاسو کورنۍ ژوند کوي، د ایټالیا قونسلګرۍ دوی ته د ویزې ورکولو واک ترلاسه کوي.

وروسته بیا تاسو باید خپلې کورنۍ ته اصلي “ نولا اوستا سند” واستوئ چې د Sportello Unico Immigrazione تاسو ته صادر کړی دی.

ستاسو د کورنۍ غړي بیا ۶ میاشتې وخت لري په هغه هیواد کې چې دوی اوسېږي د ایټالیا د هغه هیواد له قونسلګرۍ څخه وغواړي چې دوی ته ویزې ورکړي.

دوی باید قونسلګرۍ ته لاړ شي چېرې چې دوی ژوند کوي، حتی که دوی د هغه هیواد اتباع نه وي.

هغوي باید هر هغه ثبوت چې ستاسو سره یې اړیکه ثابته وي، له ځانه سره راوړي. د بیلګې په توګه:

  • د کورنۍ حالت کارټونه؛
  • د واده سندونه؛
  • د زېږون سندونه یادونه:اسناد باید د قونسلګرۍ چارواکو لخوا په سمه توګه ژباړل او تصدیق شوي وي.

قونسلګرۍ ۳۰ ورځې وخت لري چې د دوی غوښتنې وڅېړي او بیا د دوی ویزې ورکړي.

ستاسو غوښتنلیک یوازې د اسنادو کموالي یا  نشتوالي له امله رد کیدی نشي.

که تاسو نشئ کولی رسمي اسناد وړاندې کړئ چې ستاسو د کورنۍ اړیکې ثابتوي، په هغه هیواد کې چیرې چې ستاسو کورنۍ شتون لري د ایټالیا قونسلګرۍ به تحقیق وکړي. تاسو باید د دې پروسې لپاره پیسې ورکړئ. ټوله پروسه له یو کال څخه زیات وخت نیسي.

IOM  یا (د مهاجرت نړیوال سازمان) کولی شي ستاسو سره مرسته وکړي ترڅو ستاسو کورنۍ اړیکه ثابته شي. که تاسو د DNA آزموینې ته اړتیا لرئ، دا به د هر شخص لپاره شاوخوا € ۲۳۰ لګښت ولري. په هر حال، که تاسو د کډوال حالت یا فرعي خوندیتوب لرئ، IOM ممکن په بشپړ یا جزوي ډول د دې آزموینې لګښت ورکړي. تاسو کولی شئ  له لاندې شمېرو څخه یوې ته زنګ ووهئ: +3906441609225 – +3906441609233 – +3906441609260 – +3906441609210 یا romefr@iom.int ته بریښنالیک واستوئ  او یا هم په فیسبوک کې ورته پیغام واستوئ.

ستاسو د کورنۍ غړو لپاره د نولا اوستا nulla osta یا ویزې ترلاسه کولو پورې اړوند هرې مسلې لپاره ، یو وکیل به ستاسو سره مرسته وکړي. د مثال په توګه، تاسو کولی شئ د CILD وکیلانو ته په legal@cild.eu  بریښنالیک واستوئ.

یوازې د افغان اتباعو لپاره معلومات: له هغه ځایه چې په کابل کې د ایټالیا سفارت تړل شوی، ستاسو د کورنۍ غړي کولی شي له افغانستان څخه بهر د ایټالیا په هر سفارت یا قونسلګرۍ کې د ویزې غوښتنه وکړي. د بېلګې په توګه، دوی په تهران کې د ایټالیا د قونسلګرۍ دلته او په اسلام اباد کې د ایټالیا د قونسلګرۍ اړیکې دلته موندلی شي. که ستاسو د کورنۍ غړي نشي کولی هغه سندونه وړاندې کړي چې تاسو سره د کورنۍ اړیکې ثابتوي، دوی باید د ایټالیا ډیپلوماتیک یا قونسلګرۍ چارواکو ته د خپل ځان اعلامیه وړاندې کړي چې ستاسو لخوا لاسلیک شوی وي، چې ستاسو ترمنځ اړیکې بیانوي (یعنې هغه څوک چې په منظم ډول په ایټالیا کې ژوند کوي. ) او ستاسو د کورنۍ غړی.

کله چې ستاسو د کورنۍ غړي په ایټالیا ورسیږي

د ۴۸ ساعتو په ترڅ کې کله چې  ستاسو کورنۍ ایټالیا ته ورسیږي، تاسو باید د ‘Cessione di fabbricato’ فورمه ډکه کړئ او پولیسو ته یې وسپارئ. تاسو کولای شئ دا فورمه دلته ډاونلوډ کړئ: 2.h2ttps://www.poliziadistato.it/ Articolo/cessione-di-fabbricato

دا یوازې د هغو کسانو لپاره دي څوک چې Permesso per Motivi di Lavoro, Permesso per Studio, یا Ex Carta di Soggiorno لری.

د دوی د رارسیدو څخه د ۸ ورځو په موده کې، ستاسو خپلوان باید د Sportello Unico Immigrazione سره ثبت کړي چیرې چې تاسو په ایټالیا کې اوسیږئ. د پولیسو افسران به په پوسته کې د پاتې کیدو د اجازې غوښتنه کولو لپاره یو کټ وسپاري. ستاسو د کورنۍ غړی به یو رسید ترلاسه کړي – په یاد ولرئ چې دا له ځان سره وساتئ.

وروسته ، Sportello Unico per l'Immigrazione به تاسو او ستاسو خپلوانو سره اړیکه ونیسي ترڅو ستاسو کورنۍ ته د اسنادو ترلاسه کولو پروسه پیل کړي کوم چې  په ایټالیا کې پاتې کېدلو لپاره اړین دي.

دا عموما د ۴ څخه تر ۶ میاشتو پورې وخت نیسي چې د کډوالۍ دفتر ستاسو د کورنۍ د استوګنې اجازه لیکونه، په ایټالوي کې Permesso di Soggiorno per Motivi Familiari' ترلاسه کړي. د دې مودې په جریان کې، ستاسو د کورنۍ غړي به د پیژندنې اسناد ونه لري.

په هر حال، په یاد ولرئ چې  هغه رسید (کوم چې ستاسو د کورنۍ غړي به په پوسته کې د کټ لیږلو وروسته ترلاسه کړي) هغه کس ته اجازه ورکوي چې په قانوني توګه په ایټالیا کې پاتې شي او خدماتو ته لاسرسی ومومي. په پام کې ونیسئ چې دا رسید خلکو ته اجازه نه ورکوي چې نورو هیوادونو ته سفر وکړي.

که ستاسو د کورنۍ غړي تاسو سره د کورنۍ د یوځای کیدو له لارې په ایټالیا کې یوځای شوي وي، دوی د ټولو ورته حقونو مستحق دي لکه څنګه چې تاسو په ایټالیا کې کوم حقونه لرئ. لاندې حقونه پدې کې شامل دي:

که تاسو د کورنۍ د بیا یوځای کېدلو پروسې  په اړه کومه ستونزه لرئ، تاسو کولی شئ موږ ته په فیسبوک کې  شخصي پیغام راولیږئ.

def