hero-header

کله چې تاسو د پناه غوښتنه وکړئ، د پاسپورت لرلو په صورت کې پولیس به ستاسو ملي پاسپورت له ځان سره ساتي.

اندیښنه مه کوئ، دا د بیرته ستنیدو سره هیڅ تړاو نلري مګر حقیقت دا دی چې تاسو د پناه غوښتونکي په توګه د ایتالیا څخه بهر د سفر کولو اجازه نلرئ.

که تاسو د پناه غوښتنې شرایط نه پوره کوئ، پولیس به ستاسو پاسپورت وروسته له دې چې کمیسیون ستاسو د قضیې په اړه وروستۍ پریکړه وکړي بیرته درکړئ.

که تاسو ایتالیا ته د رسیدو پر مهال خپل ملي پاسپورت نه درلود، تاسو کولی شئ د خپل هیواد په سفارت کې د نوي پاسپورټ لپاره غوښتنه وکړئ. په هرصورت، محتاط اوسئ: که تاسو احساس کوئ چې ستاسو لپاره د خپل هیواد چارواکو سره اړیکه خوندي نه ده، حتمن له خپل وکیل سره خبرې وکړئ. که کمیسیون تاسو ته فرعي خوندیتوب درکړي او تاسو ته سپارښتنه شوې یي چې د خپلو ملي چارواکو سره اړیکه و نه نیسی، تاسو بیا هم کولی شئ د بل ډول سفر سند لپاره غوښتنه وکړئ.

خو برعکس ، که تاسو ته د پناه ِغوښتونکی دریځ درکړل شي، پولیس به ستاسو د هیواد پاسپورت د خوندیتوب دلایلو له امله بیرته نه درکوئ، مګر تاسو کولی شئ په ایتالیا کې د بدیل سفر اسنادو لپاره غوښتنه وکړئ.

ددي مقالې په مرسته تاسو کولی شي د لاندې موادرو په اړه معلومات ترلاسه کړئ:

  • په ایتالیا کې د سفر اسنادو ډولونه
  • څنګه غوښتنه وکړئ

نور معلومات ترلاسه کړئ:د سفر کولو حق

د سفر اسناد ډولونه

د سفر سند ډول چې تاسو یې په ایتالیا کې ترلاسه کوئ پدې پورې اړه لري چې تاسو کوم ډول خوندیتوب لرئ.

د سفر سند یا Documento di viaggio

که تاسو په ایتالیا کې د پناه غوښتونکي په توګه پیژندل شوي یاست، تاسو نشئ کولی بیرته خپل هیواد ته سفر وکړئ یا د خپل هیواد سفارت سره اړیکه ونیسئ ترڅو د پاسپورت غوښتنه وکړئ پرته له دې چې ستاسو وضعیت له خطر سره مخ شي.

هغه دلیل چې تاسو ته د پناه غوښتونکی حیثیت درکړل شوی دی دا دی چې چارواکو پریکړه کړې چې دا ستاسو لپاره خوندي نه ده چې بیرته خپل هیواد ته لاړ شئ.

Documento di viaggio M

د پاسپورټ پر ځای، پناه غوښتونکي کولی شي د سفر ځانګړي سند ترلاسه کړي چې په ایتالیا کې د "Documento di Viaggio" په نامه یادیږي. تاسو شاید اوریدلي وي چې خلک دې سفري سند ته د "ملګرو ملتونو پاسپورټ" په توګه اشاره کوي، که څه هم ملګري ملتونه په حقیقت کې دا نه صادروي.

Documento di Viaggioد پاسپورت بدیل دی چې په ټولو هیوادو کې د اعتبار وړ دی٬ پرته ستاسو له اصلي هیواده- چیري چه تاسو نشئ کولی بیرته را ستانه شئ او په ایتالیا کې خپل موقف له خطره سره مخ کړئ.

په عموم کې، تاسو باید وکولی شی چې د شینګین په سیمه کې، چې ډیری اروپایي هیوادونه پکې شامل دي، خپل Documento di Viaggi وکارولی شئ.

مخکې له دې چې تاسو سفر وکړئ، دا به ښه وي چې هغه اړتیاوې وڅیړئ کوم چې ستاسو د منزل هیواد هغه خلکو ته چې د ایتالیایي permesso یا اجازه لرئ پلي کوئ. که تاسو د دې په موندلو کې مرستې ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ موږ ته په فیسبوک کې یو پیغام راولیږئ او موږ به یې وګورو.

نور معلومات ترلاسه کړئ:د کډوال دریځ

Titolo di Viaggio یا د سفر سند

که تاسو په ایتالیا کې فرعي خوندیتوب ترلاسه کړی وي، او تاسو د خپل هیواد پاسپورت نلرئ، تاسو کولی شئ د سفر سند ترلاسه کړئ چې په ایتالیا کې د "Titolo di Viaggio" په نامه یادیږي.

تاسو کولی شئ دا د سفر سند ترلاسه کړئ که چیري تاسو وښایئ چې ستاسو لپاره د خپل اصلي هیواد څخه پاسپورت ترلاسه کول خطرناک یا ناممکن دي. که خطرناکه وي، نو تاسو به اړتیا ولرئ questura ته هغه دلیلونه تشریح کړئ چې ولې ستاسو لپاره د خپل هیواد چارواکو سره اړیکه خوندي نه ده. که ناممکن وي، تاسو اړتیا لرئ ثابت کړئ چې په ایتالیا کې ستاسو د هیواد سفارت (یا قونسلګرۍ) نشي کولی ستاسو پاسپورت صادر کړي.

titolo di viaggio RI FB user sourced Feb 2019 edited

Titolo di Viaggio د پاسپورت بدیل دی، کوم چې تاسو ته د شینګین په سیمه کې پرته له ویزې سفر کولو حق درکوي. مخکې له دې چې تاسو سفر وکړئ، دابه ښه وي چې هغه اړتیاوې وڅیړئ کوم چې ستاسو د منزل هیواد هغه خلکو ته چې د ایتالیایي permesso لري پلي کوي.

دا خورا خطرناکه ده چې خپل اصلي هیواد ته سفر وکړئ پداسې حال کې چې تاسو په ایتالیا کې فرعي خوندیتوب لرئ. د Salvini فرمان له مخې، ستاسو خپل اصلي هیواد ته تګ په داسې حال کې چې تاسو فرعي خوندیتوب لرئ یو دلیل کیدی شي چې ستاسو د permessoنوي یا هم تمدید نه کړئ.

نور معلومات ترلاسه کړئ:فرعي خوندیتوب

که چیري تاسو بشردوستانه خوندیتوب ولرئ

که تاسو ۲ کلن permesso di soggiorno per motivi umanitari یا casi speciali لرئ، پولیس باید ستاسو ملي پاسپورت بیرته ورکړي. که تاسو د مخه نه درلود، تاسو باید وکولی شئ چې په ایتالیا کې خپل هیواد قنسلګری او یا هم سفارت سره اړیکه نیسئ او د خپل اصلي هیواد څخه پاسپورت ترلاسه کړئ.

کله ناکله، د بشردوستانه خوندیتوب لرونکي خلک چې نشي کولی د خپل هیواد څخه پاسپورت ترلاسه کړي د Titolo di Viaggio ترلاسه کولی شي. دا امر هغه وخت صدق کوئ که چیرې دوی نشي کولی د ځينو دلایلو لکه: د خپل هیواد له قونسلګرۍ یا سفارت سره د تماس درلودلو ویره ، یا دا چې د پاسپورټ لپاره اړین اسناد ترلاسه کول ناممکن دي ، او همدارنګه په ایټالیا کې د قونسلګرۍ نمایندګۍ نشتوالی لپاره پاسپورت ترلاسه کړي.

که دا ستاسو قضیه وي نو دا واقعیا مهمه ده چې هغه دلیلونه مشخص کړئ چې ستاسو د ملي چارواکو څخه د پاسپورټ غوښتنه کولو مخه نیسي.

نور معلومات ترلاسه کړئ:فرعي خوندیتوب

څنګه کولی شو چې د سفر اسناد ترلاسه کړو

که تاسو د ایتالیايي سفر سند مستحق یاست، او غواړئ چې ورته غوښتنه وکړئ، تاسو کولی شئ دا د هغه ښار پهquestura کې وکړئ چیرې چې تاسو اوسیږئ.

questura به تاسو ته د ډکولو لپاره یوه فورمه درکړي، کوم چې ځینې questura آنلاین هم وړاندیز کوي. دلته د فورمې یوه بیلګه ده، چې د "Modulo Richiesta Documento o Titolo di Viaggio" په نوم یادیږي. ستاسو د محلي questura لخوا اړین فورمه ممکن یو څه توپیر ولري، نو غوره به دا وي چې ستاسو غوښتنه کولو دمخه د دوی سره پوښتنه وکړئ.

کله چې تاسو د سند یاTitolo di Viaggio لپاره غوښتنه کوئ، تاسو به هم اړتیا ولرئ چې لاندې موارد وړاندې کړئ:

  • ستاسو د اعتبار وړ permesso di soggiorno، او د هغې یوه کاپي (شا او مخ)
  • ۲ قطعه پاسپورټې عکسونه (سپین شالید)
  • د تادیې رسید (د سفر سند صادرولو لپاره 42.22 یورو)
  • د نوي کولو په صورت کې، تاسو اړتیا لرئ چې خپل د پای ته رسیدو سفر اسناد وړاندې کړئ؛ که ستاسو د سفر اسناد ورک یا غلا شوي وي، تاسو باید د پولیسو راپور وړاندې کړئ.

یوازې که تاسو د Titolo di Viaggio لپاره غوښتنه کوئ او تاسو د خپلو ملي چارواکو سره په اړیکه کې خوندي احساس کوئ، تاسو اړتیا لرئ یو سند راوړو ترڅو وښیې چې په ایتالیا کې ستاسو د هیواد سفارت یا قونسلګرۍ نشي کولی ستاسو ملي پاسپورت صادر کړي.

په ایتالیا کې د سفر اسنادو په اړه نورې پوښتنې لرئ؟موږ ته په فیسبوک کې شخصي پیغام واستوئ.

CILD resized