hero-header

د اخراج حکم یو رسمي سند دی چې وايي تاسو باید ایتالیا پریږدئ.

ددي مقالي په مرسته تاسو کولی شي لاندې معلومات ترلاسه کړئ:

څوک کولی شي د اخراج حکم ترلاسه کړي

که تاسو په ایتالیا کې "غیر منظم یا غیر قانونې" په حیث ګڼل کیږئ، پدې معنی چې تاسو پرته له اجازې هیواد ته داخل شوي یا پاتې شوي یاست او د پناه غوښتنې په پروسه کې نه یاست، تاسو کولی شئ د اخراج حکم ترلاسه کړئ.

د ایتالیا د قانون له مخې، د اخراج حکمونه او د برطرفي حکمونه د لاندې مواردو لپاره نشي صادرېدلی:

  • په شمول د ۱۸ کالو څخه کم عمر لرونکي خلک٬ امیندواره میرمنې او هغه میرمنې چې په تیرو ۶ میاشتو کې ماشوم زیږیدلي دي٬ د زيانمنېدونكي په ټوګه پيژندل شوي.
  • پناه غوښتونکي
  • بهرني اتباع چېpermesso di soggiorno لري (پرته له غیر معمولي قضیو)
  • بهرني اتباع د خپل نږدې خپلوان سره کور شریکوي چې د ایتالیايي تابعیت لري
  • بهرني اتباع چې په جدي رواني یا فزیکي حالت کې وي او یا د رنځپوهنې اړوند کوم ناروغي ولري چې د عامې روغتیا مرکز یا د ایتالیا د ملي روغتیا خدماتو (SSN) سره تړلي ډاکټر لخوا تایید شوي.

د ایتالیا د کورنیو چارو وزارت کولی شي د تروریزم په ګډون د ملي امنیت د ځانګړو قضیو لپاره د اخراج حکم صادر کړي. عموما دا اخراج حکمونه په چټکۍ سره اجرا کیږي.

که تاسو د پناه غوښتنې وروسته او د پناه غوښتنې د پریکړې ترلاسه کولو د مخه د اخراج حکم ترلاسه کړئ دا حکم قانوني نه دی. په هر حال، که تاسو دfoglio notizie فورمه په داسې ډول ډکه کړې وي چې چارواکي فکر کوي تاسو پناه غوښتونکي نه یاست، دوی ممکن تاسو ته د اخراج حکم صادر کړي. نور معلومات ترلاسه کړئ:

Foglio notizie1

څنګه کار کوي

ستاسو سیمه ایز ریاست یا Prefetturaد اخراج حکمونه صادروي، خو Questura (د مهاجرت دفتر) خلکو ته یې وړاندې کوي.

که تاسو په کمپ یا د استوګنې په مرکز کې اوسیږئ، یا ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک پروسس کیږي، تاسو ته د اخراج حکم نه درکول کیږئ ځکه چې تاسو راجستر شوی مهاجر ګڼل کیږئ.

که تاسو په ایتالیا کې غیر منظم یا غیر قانونې مهاجر یا کډوال یاست او د پولیسو لخوا ودرول شي، تاسو ته د اخراج حکم صادر کیدی شي.

د اخراج په حکم کې څه شامل دي؟

د اخراج حکم تشریح کوي چې ولې تاسو ته د وتلو حکم کیږي. د اخراج حکمونه باید ستاسو د انفرادي شرایطو پورې اړوند ځانګړي دلیلونه لیست کړي، مګر د اخراج ډیری حکمونه خورا عمومي دلایل لیست کوي.

د قانون له مخې، د اخراج حکم باید په هغه ژبه لیکل شوی وي چې تاسو پرې پوهیږی، یا ستاسو لپاره ژباړل شوی وي. په هرصورت، په ځینو مواردو کې، که ستاسو د ژبې کوم ژباړونکی شتون ونلري، چارواکي به یې پرځای د اخراج په حکم کې یادونه وکړي چې دا ژباړل شوی نه و.

که تاسو د اخراج حکم ترلاسه کړی چې ستاسو په ژبه ژباړل شوی نه وي٬ تاسو کولی شئ د وکیل په مرسته په محکمه کې د اخراج حکم د بیاکتني غوښتنه وکړئ.

که تاسو د اخراج حکم ترلاسه کړئ٬ ممکن Questura له تاسو څخه وغواړي چې لاندې مرحلې تعقیب کړئ:

  • د پاسپورټ تحویل به د وتلو پر مهال بیرته ورکړل شي
  • په ځانګړي ځای کې د پاتې کیدو مکلفیت
  • په ځانګړو ورځو او ټاکلو وختونو کې د پولیسو دفتر ته د تګ مکلفیت

د برطرفي حکمونه

د ايتالیا د قانون له مخې، هغه خلک چې د اخراج حکمونه ترلاسه کوي، کولی شي د ۷ نه تر ۳۰ ورځو په لړ کې دا غوښتنه وکړي چې په خپله به هغه هېواد پریږدي. اروپايي اتحاديه هم له ايتالیا څخه غواړي چې د برطرفي حکم (دایمې وتل او اصلی هیواد ته ستنېدل) صادرولو د مخه خلکو ته وخت ورکړي چې پخپله له دغه هېواد څخه ووځي.

په هرحال، په عمل کې، د ایتالیا ډیری د اخراج حکمونه تاسو ته وخت نه درکوي چې پخپله هغه هیواد پریږدئ.

ډیری وخت، د اخراج یا وتلو حکمونو له مخې چارواکي نشي کولی تاسو ته په داوطلبانه توګه د بیرته راستنیدو موده درکړي ځکه چې، د بیلګې په توګه، تاسو یو معتبر ایتالیایي تذکرره یا پیژند پاڼه نلرئ، تاسو ځان کور ته د رسولو وسیله نلرئ او یا هم تاسو د اعتبار وړ پته نه لري.

له همدې امله، په ډېرو مواردو کې، ستاسو د اخراج حکم به د برطرفي په حکم کې شامل وي. د لرې کولو امر چارواکو ته اجازه ورکوي چې تاسو بېرته خپل اصلي هېواد ته ستانه کړي. بیا هم، په ځینو نورو مواردو کې، چارواکي د اخراج یا شړنې حکم پلي کولو کې ستونزې لري او خلک بیرته خپل اصلي هیواد ته نه استوي.

د توقیف خطر

وروسته له دې چې تاسو د اخراج حکم ترلاسه کړئ، تاسو سمدلاسه د اداري توقیف خونه کې توقیف کیدی شئ، چې په ایټالیاوي کې ورته  "centro di permanenza per i rimparti" وایي٬ تر هغه چې Questura ستاسو لپاره الوتنه ومومي یا په داسې حال کې چې دوی ستاسو اصلي هیواد ته انتظار کوي ترڅو ستاسو تابعیت تایید کړي.

د ۲۰۲۳ د سپتمبر نوي فرمان د اداري توقیف اعظمي موده تر ۱۸ میاشتو پورې وغځوله که چیرې قاضي اړین وګڼي. په حقیقت کې، د ۳ میاشتو د لومړۍ دورې څخه، قاضي کولی شي توقیف په هر ۳ میاشتو کې تر ۱۸ میاشتو پورې وغځوي.

د قانون له مخې، د بیرته ستنیدنې په مرکز کې باید تاسو ته لاندې آسانتیاوې درکړل شي:

  • د معیارونه سره سم د حفظ الصحې او اوسېدنې ځای
  • اړینه مرسته، ستاسو شخصیت ته درناوی او ستاسو د حالت په اړه اړوند معلومات
  • د اړیکو نیولو آزادي (حتا د تلیفون له لارې) له مرکز څخه بهر
  • په شفاهي یا لیکل شوي بڼه د غوښتني یا د شکایت کولو حق (ملي٬ محلي یا سیمه اییز شکایت مرکزونو ته د هغو کسانو لپاره چې د خپلو آزادي حقونو څخه محروم شوي دي او په ایتالیا کې د "Garante per i diritti delle persone private della libertà personale" په نوم دی.

د اخراج حکم نه رورسته څنګه د بياکتني غوښتنه وکړو

له هغه شیبې څخه چې تاسو د اخراج حکم ترلاسه کوئ تاسو ۳۰ ورځې وخت لرئ ترڅو خپل محلي giudice di pace (د سولې عدالت) ته اپیل یا بیا کتنې غوښتنه وکړئ. ژر تر ژره د وکیل موندل کولی شي تاسو سره مرسته وکړي ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو وروستۍ نیټه له لاسه نه ورکوئ. تاسو کولی شئ د اخراج حکم د اپیل یا بیا کتنې لپاره وړیا قانوني مرستې ته هم لاسرسی ومومئ. دلته په اړه یې معلومات ترلاسه کړئ.

که چیرې محلي giudice di pace ستاسو د اخراج حکم تائید کړي، تاسو او ستاسو وکیل کولی شئ په روم کې ستره محکمه یا د Corte Suprema di Cassazione  ته عریضه وړاندې کړئ، مګر یوازې د ځانګړو دلایلو له مخې.

د بیا را ننوتلو بندیز

که ستاسو د اخراج حکم د برطرفۍ حکم سره راشي، نو تاسو به د کورنیو چارو وزارت له ځانګړې اجازې پرته، د ۳ څخه تر ۵ کلونو پورې ایتالیا ته د ننه کېدلو اجازه له لاسه ورکړئ.

که تاسو د خپل بیا ننوتلو بندیز پای ته رسېدو د مخه ایتالیا ته بیا د ننه شئ ، ښایي تاسو له ۱ څخه تر ۴ کلونو پورې ونیول شي او په بند کې وساتل شي. په هر حالت کې، ښایي تاسو بېرته په زور سره د ایتالیا څخه بهر کړل شئ.

که تاسو د اخراج حکم ترلاسه کړئ چې تاسو ته وخت درکوئ ترڅو په خپله هېواد پریږدئ ، تاسو ته به اجازه درکړل شي چې ایتالیا ته بېرته بیا راشی ، مګر یوازې د معتبرې ویزې درلودلو له مخې.

def