hero-header

هرڅوک چې په ایټالیا کې وي کولی شي د ایټالیا دولت څخه د پناه غوښتنه وکړي، که دوی په خپل اصلي هیواد کې د ځورونې یا خطر څخه ویره ولري.

که تاسو د پناه غوښتنه وکړئ، او تاسو نړیوال خوندیتوب یا بل ډول خوندیتوب ترلاسه کړی، تاسو حق لرئ چې په ایټالیا کې پاتې شئ او بیرته خپل هیواد ته ونه لیږل شئ.

تاسو کولی شئ د دې مقالې په مرسته نور معلومات ترلاسه کړئ:

  • د پناه غوښتنه
  • پیژندنه او د ګوتو نښان
  • د پناه غوښتنې رسمي کول (C3)
  • د سیمه ایز کمیسیون سره مرکه
  • د سیمه ایز کمیسیون پریکړه

چیرته او څنګه د پناه غوښتنه وکړي؟

د ايټاليا قانون په اساس، تاسو کولی شئ ایټالیا ته د رارسیدو په وخت د سرحدي پولیسو یا د پولیسو د مهاجرت دفتر (په ایټالوي کې "Questura") کې د پناه غوښتنه وکړئ که تاسو دمخه په ایټالیا کې یاست.

تاسو کولی شئ د ژباړونکي په مرسته په خپله ژبه کې په شفاهي یا لیکلي ډول د نړیوال خوندیتوب لپاره غوښتنه وکړئ. که چیری ستاسو لپاره په هغه وخت کې ژباړونکي شتون ونلري، Questura به ستاسو لپاره د لیدنې وخت وټاکي.

پناه غوښتل یو بنسټیز حق دی او کستورا Questura یا سرحدي پولیس نشي کولی ستاسو له دې حق څخه انکار وکړي. دوی باید تاسو ته اجازه درکړي چې ستاسو د پناه غوښتنه وسپاري. که تاسو د پناه غوښتنې حق ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې لرئ، زموږ د فیسبوک پاڼې ته یو پیغام راولیږئ.

د پناه غوښتونکي په توګه، تاسو حق لرئ چې د استوګنې په مرکز کې پاتې شئ.

پیژندنه او د ګوتو نښان

د نړیوال خوندیتوب ترلاسه کولو په اړه ستاسو د ارادې څرګندولو وروسته، ، پولیس به ستاسو د شخصي معلوماتو په ثبتولو، ستاسو د عکسونو اخیستلو او ستاسو د ګوتو د نښانونو په ثبتولو سره تاسو وپیژني. پولیس به له تاسو څخه وغواړي چې خپل پاسپورت وسپاري. د ګوتو د چاپ او عکس اخیستلو پروسې ته په ایتالیاوي ژبه کې "fotosegnalamento" ویل کیږي.

دا کیدی شي چې Questura تاسو ته د ګوتو نښې درکړي کله چې تاسو د پناه غوښتنه کوئ، یا دوی تاسو ته د دې لپاره یو مشخص وخت درکوي - چې کیدای شي ستاسو د تمه څخه وروسته وي.

چارواکي به ستاسو د ګوتو نښې د اروپا ډیټابیس Eurodac ته اپلوډ کړي. که دوی پوه شي چې تاسو د ایټالیا څخه مخکې د اروپايي اتحادیې په بل هیواد کې د ګوتو نښان ور کړی وي ، دوی د کورنیو چارو وزارت - دوبلین څانګې ته یو غوښتنه استوي، دا معلومه کړي چې کوم هیواد ستاسو د پناه غوښتنې د څیړنې مسولیت لري.

یوځل چې پولیس ستاسو د ګوتو نښان واخلي، دوی به تاسو ته یو کاغذ درکړي چې ستاسو د پناه غوښتنې د رسمي کولو لپاره د Questura سره ستاسو راتلونکی ملاقات پکې شامل وي.

په ایټالیا کې د اعتبار وړ پته نه درلودل باید ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کولو حق اغیزه ونکړي. سره له دې، په تیرو وختونو کې ځینو کستورا ګانې د پناه غوښتنې رد کړې ځکه چې غوښتونکي د میلمه پالنې یا د کور قرارداد نه درلود. که دا ستاسو هم به داسي قضیي سره مخ یاست ، موږ وړاندیز کوو چې تاسو د وکیل سره اړیکه ونیسئ.

ددي په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ: د ګوتو نښان اخستلو پروسه

د پناه غوښتنه کول که تاسو د ملاقات وخت ته نه ځئ یا پرته له خبرتیا خپل مرکز پریږدئ

که تاسو پولیسو ته د نړیوال خوندیتوب لپاره د غوښتنې کولو لپاره خپله اراده څرګند کړئ مګر تاسو د ګوتو د نښان او C3 فورمې ډکولو د ملاقات وخت نه ځئ، ستاسوغوښتنه به د پناه غوښتنې رسمي غوښتنلک ونه ګڼل شي . نو که تاسو دغو ملاقاتونو ته حاضر نه شئ، چارواکي به په پام کې ونیسي چې تاسو هیڅکله د پناه غوښتنه نه ده کړې، او که چیرې پولیس تاسو ودروي نو د اخراج حکم به ترلاسه کړئ. په هرحال، تاسوکولی شئ په هرکله د نړیوال خوندیتوب لپاره غوښتنه وکړئ، او یوه نوې پروسه پیل کړئ.

نوی فرمان دا هم په ګوته کوي چې که تاسو د نړیوال خوندیتوب لپاره غوښتنه کړې وي، ، مګر تاسو د خبرتیا یا کوم معقول دلیل پرته د استوګنې مرکز پریښود ، ستاسو د غوښتنلیک ازموینه معلق یا ځنډول کیږي او تاسو کولی شئ د معلق یا ځنډیدو په ۹ میاشتو کې غوښتنلیک بیرته پرانیزئ. د دې مودې وروسته ستاسو غوښتنلیک په رسمي توګه تړل کیږي، مګر تاسو بیا هم کولی شئ په هر وخت کې د پناه غوښتنې نوی غوښتنلیک وسپارئ.

ستاسو د پناه غوښتنې رسمي کول (C3)

د Questura سره په یوه نوي ملاقات کې، یا په ندرت سره ستاسو د عکس اخستلو په ورځ، تاسو باید د 'Modello C3' په نوم یوه فورمه ډکه کړئ. دا فورمه تاسو ته اجازه درکوي چې ستاسو د پناه غوښتنه رسمي شي.

د C3 فورمه ډکولو لپاره، Questura به له تاسو څخه ستاسو د شخصي معلوماتو، ستاسو کورنۍ، ستاسو د سفر او د هغه دلیلونو په اړه پوښتنه وکړي چې تاسو له خپل هیواد څخه تښتیدلي یاست. تاسو کولی شئ هغه اسناد هم وسپارئ چې ستاسو وضعیت ثابتوي، او همدارنګه ستاسو لیکلي کیسه. تاسو کولی شئ د ژباړونکي څخه د مرستې غوښتنه وکړئ.

Questura باید تاسو ته ستاسو د C3 یوه کاپي او هغه اسناد درکړي چې تاسو سپارلي دي. که دا کار ونه کړي، په یاد ولرئ چې تاسو ترې غوښتنه وکړئ!

یوځل چې تاسو د C3 فورمه ډکه کړئ او وسپارئ او حکومت یې ثبت کړي، ستاسو د پناه غوښتنه رسمي کیږي. بیا، ستاسو د پناه غوښتنه سیمه ایز کمیسیون ته ځي، څوک چې ستاسو د ادعا په اړه تحلیل او پریکړه کوي.

C3 د 'foglio notizie' څخه توپیر لري. Foglio notizie یو سند دی چې ځینې Questure ممکن تاسو څخه د C3 سپارلو دمخه معمولا د پیژندنې پروسې په جریان کې ډکولو غوښتنه وکړي . پولیس د foglio notizie څخه کار اخلي ترڅو اقتصادي مهاجرین له پناه غوښتونکو سره توپیر وکړي. که تاسو غواړئ چې پناه وغواړئ، هیڅکله 'کار' یا 'زدکړه' مه انتخاب کوئ، مګر 'نړیوال خوندیتوب'، 'پناه'، یا 'نور لاملونه' او 'نړیوال خوندیتوب' یا 'پناه' ولیکئ. که دوی تاسو یو اقتصادي مهاجر وګڼي، دوی به ستاسو د نړیوال خوندیتوب غوښتنه رسمي نه کړي، او دوی به تاسو ته د وتلو حکم درکړي.

ددي په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ: د C3 فورمه

Permesso di soggiorno یا د استوګنې اجازه

د پناه غوښتنې د پروسې په جریان کې، تاسو حق لرئ چې په ایټالیا کې د ۶ میاشتې د استوګنې اجازه لیک سره چې د Permesso di Soggiorno per Richiesta Asilo په نوم یادیږي پاتې شئ. د پولیسو مرکز (Questura) به تاسو ته د دې جواز د صادرولو لپاره وخت درکړي؛ دا ممکن ستاسو د توقع څخه ډیر وخت ونیسي.

که تاسو د ډوبلین قضیه لری، هغه هیواد پریکړې ته انتظار یاست چې ستاسو د پناه غوښتنې ادعا وڅیري، تاسو به د دې پرځای د ډوبلین د استوګنې اجازه Permesso di Soggiorno Dublino ترلاسه کړئ.

ددي په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ: PERMESSO DI SOGGIORNO PER RICHIESTA ASILO او د ډوبلین مقررات

د Questura سره ستاسو د ملاقات وخت رسیدل

questura به تاسو سره ستاسو د لیدنې لپاره ستاسو د ټرانسپورټ لګښت تادیه کولو کې مرسته ونکړي.

که تاسو اړتیا لرئ چې questura ته د رسیدو لپاره اوږد واټن طی کړئ، تاسو اړتیا لرئ چې یا د ځان لپاره ټرانسپورټ تنظیم کړئ یا په سرحدي سیمو کې دخصوصي موسسو څخه مرسته وغواړئ.

که تاسو د استوګنې په یوه مرکز کې اوسیږئ، هغه سازمان چې هغه مرکز اداره کوي ستاسو سره ستاسو د ملاقاتونو تنظیمولو او تاسو سره به هلته رسیدلو کې مرسته وکړي.

د سیمه ایز کمیسیون سره مرکه

ستاسو د پناه غوښتنې د رسمي کیدو وروسته، تاسو باید انتظار وکړئ تر هغه چې تاسو د نړیوال خوندیتوب د پیژندنې لپاره د سیمه ایز کمیسیون(سیمه ایز کمیسیون سره مرکه په انګلیسي ژبه ) په وړاندې د مرکې لپاره راوبلل شئ.

سیمه ایز کمیسیون هغه واک دی چې ستاسو د پناه غوښتنې دوسیه څیړي او پریکړه کوي چې ایا تاسو ته نړیوال خوندیتوب درکړي که نه. سیمه ایز کمیسیونونه د ایټالیا په مهمه ښارونو کې موقعیت لري. د بشپړ لیست لیدو لپاره دلته کلیک وکړئ.

کله امکان لري، هغه څوک چې تاسو سره مرکه کوي ستاسو ورته جنسیت وي.

بیا به مرکه کوونکی افسر ستاسو قضیه د سیمه ایز کمیسیون نورو غړو ته وړاندې کوي، او دوی به په ګډه پریکړه وکړي.

ددي په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ: د پناه غوښتنې مرکه

زه به څنګه پوه شم چې زما مرکه به کله وي؟

که تاسو د استوګنې په یوه مرکز کې اوسیږئ، Questura به ستاسو د مرکز رییس ته خبر ورکړي، چې تاسو سره ستاسو د مرکې نیټه شریکه کړئ.

که تاسو مرکز پریښی او / یا تاسو پخپله بل ځې کې ژوند کوئ، د خپل نوي ادرس په اړه Questura خبر کړئ او خپل نوم د کور د دروازې په زنګ کې ولیکئ - تاسو به د کمیسیون سره د مرکې لپاره د ملاقات وخت په اړه لیک ترلاسه کړئ.

د مرکې نیټې ترلاسه کول څومره وخت نیسي؟

د ایټالیا د قانون له مخې، سیمه ایز کمیسیون د غوښتنلیک ترلاسه کولو په 30 ورځو کې د غوښتونکي سره مرکه کوي، بیا په 3 کاري ورځو کې پریکړه کوي. په عمل کې، دا هیڅکله نه پیښیږي. د مرکې ترلاسه کولو وخت توپیر لري، او دا کیدی شي هغه خلک چې په ورته وخت کې خپل غوښتنلیک وړاندې کړي په مختلفو وختونو کې مرکه کیږي.

عموما، خلک د C3 فورمه د ډکولو وروسته د مرکې لپاره له 6 میاشتو څخه تر یو کال پورې انتظار کوي. په ځینو مواردو کې، سیمه ایز کمیسیون ممکن د پریکړې صادرولو لپاره له 2 څخه تر 6 میاشتو څخه زیات وخت ونیسي.

په هرصورت، ځینې ځانګړي قضیې شتون لري چې کمیسیون کولی شي په لومړیتوب سره وڅیړي. دا هغه وخت پیښيږي کله چې:

  • ستاسو د پناه غوښتنلیک د بریالیتوب احتمال دی
  • تاسو د یو زیان منونکي قضیې په توګه پیژندل شوي یاست، په ځانګړې توګه که تاسو یوازي ماشوم یا ځوان یاست
  • ستاسو د پناه غوښتنه یو له هغو قضیو څخه دی چې کمیسیون کولی شي د ګړندي طرزالعمل غوښتنه وکړي. د مثال په توګه، که تاسو د اصلي خوندي هیواد څخه راغلي یاست. که تاسو د راستنیدو مرکز (CPR) کې یاست؛ که تاسو د پناه غوښتنه وکړئ کله چې پولیس تاسو ودروي او تاسو غیر قانوني یاست.

احتمالي پایلې

د پناه غوښتنې لپاره احتمالي پایلې په لاندې ډول دي:

  • د کډوالۍ حیثیت ورکول، که تاسو د نژاد، قومیت، مذهب، سیاسي نظر، یا د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې غړیتوب په اساس د ځورونې څخه تښتیدلی یاست.
  • د فرعي خوندیتوب ورکول، که تاسو د کډوالۍ شرایط نه پوره کوئ، مګر که چیرې بیرته خپل هیواد ته واستول شي تاسو به د جدي زیان سره مخ شئ (د مرګ سزا، شکنجه ٬ سپکاوی، یا د وسله والو جګړو له امله ستاسو ژوند ته ګواښ)
  • د ځانګړي خوندیتوب ورکول، که تاسو د کډوال یا فرعي خوندیتوب معیارونه نه پوره کوئ مګر که چیرې بیرته خپل هیواد ته واستول شي تاسو به د ځورونې، شکنجې او سپکاوي سره مخ شئ ، یا ستاسو شخصي او کورني ژوند تر پښو لاندې کیږي (یوازې هغه وخت چې تاسو د مارچ ۲۰۲۳ کال د مارچ ۵ دمخه د پناه غوښتنه کړې وي).
  • د غوښتنلیک رد کول، که چیرې کمیسیون ارزونه وکړي چې تاسو د خوندیتوب ترلاسه کولو شرایط نه پوره کوئ. په ځانګړو قضیو کې، کمیسیون ممکن ستاسو غوښتنلیک په ښکاره ډول بې بنسټه رد کړي.
  • د غوښتنلیک ردول، مګر کمیسیون ستاسو قضیه Questura ته لیږي، څوک چې کیدای شي د ټولنیز خوندیتوب لپاره جواز صادر کړي - که چیرې داسې شواهد شتون ولري چې تاسو د انساني قاچاق یا غلامۍ یا برده ګې قرباني یاست.

که ستاسو د پناه غوښتنه رد شي، یا که تاسو ته خوندیتوب درکړل شوی وي مګر تاسو فکر کوئ چې تاسو د لوړ خوندیتوب مستحق یاست، تاسو کولی شئ د ۳۰ ورځوپه ترځ کې د کمیسیون پریکړې په اړه د بیاکتنې غوښټنه وکړئ. که څه هم، که کمیسیون ستاسو غوښتنلیک په ښکاره ډول بې بنسټه رد کړي، تاسو د بیاکتنې غوښتنې کولو لپاره یوازې ۱۵ ورځې لرئ. تاسو کولی شئ په لیکلي پریکړه کې د بیاکتنې غوښتنې شرایط ومومئ.

ددي په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ: د پناه غوښتنې پریکړې په اړه د بیاکتنې غوښتنه

سیمه ایز کمیسیون به زما پایلې څنګه اعلان کړي؟

که تاسو د استوګنې مرکز کې اوسیږئ، کمیسیون به ستاسو مرکز ته ستاسو د پناه غوښتنې په د پریکړه په اړه خبر درکړي، او ستاسو د مرکز مسوول به تاسو ته خبر درکړي.

که تاسو یوازې او بل ځای کې ژوند کوئ، د Questura څخه وغواړئ چې د کمیسیون پریکړه ستاسو په شخصي پته واستوي. دا ډیره مهمه ده چې هرکله چې تاسو خپل پته بدله کړئ، تاسو Questura خبر کړئ ترڅو دوی تل تاسو ته ورسیږي. دا هم مهمه ده چې ستاسو نوم ستاسو د کور د دروازې په زنګ کې لیکلی وي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د لارښوونې یو کتاب خپور کړی چې په ایټالیا کې د پناه غوښتنې طرزالعمل څنګه کار کوي. تاسو یې دلته موندلی شئ، دا کتاب په دا ژبو کې موندلی شي: په ایټالیاوی، انګلیسي، فارسي، هسپانوي، فرانسوي، اردو، عربي، امهاري، بنګلا، سومالي، او ټیګرینیا. په یاد ولرئ چې د protezione speciale په اړه معلومات ندي تازه شوي.