اتل سرلیک

د قانون له مخې٬ پرته له نادره قضیو٬ تاسو باید د پناه غوښتنې لپاره یو شخصي مرکه په ایتالیا کې ولرئ.

سیمه ایز کمیسیون دنده لري چې تاسو ته خبر ورکړي چې تاسو به د اړیکې نیولو وروسته په ۳ ورځو کې مرکه وشي. له همدې امله، کمیسیون به تاسو ته د مرکې نیټه او د ملاقات یا لیدو وخت در کړي، او تاسو ته به اجازه درکړي چې خپله کیسه او خپل هیواد څخه د تېښتې لاملونه بیان کړئ.

که تاسو د مرکې لپاره د سیمه ییز کمیسیون غوښتنې ته ځواب ونه وایئ، سیمه ییزکمیسیون به ستاسو سره د مرکې کولو نه پرته  خپله پریکړه وکړي.

څوک ګډون کوي

د ایتالیا د قانون سره سم، مرکه به د سیمه ایز کمیسیون د یو تن غړي په شتون او د ډېر امکان په حالت کې٬ تاسو ته ورته جنسیت لخوا به ترسره شي.

په مرکه کې به تاسو، مرکه کوونکی ، او یو ژباړونکی شتون ولري.

که تاسو د ژباړونکي په ژباړه سم نه پوهیږئ، یا که ژباړونکی په هغه ژبه خبرې نه کوي چې تاسو یې غوښتنه کړې، تاسو حق لرئ چې د خپلې مرکې لپاره د بل ملاقات غوښتنه وکړئ، او یو داسې ژباړونکی ولرئ چې تاسو په بشپړ ډول درک کړي او دقیقه ژباړه وکړي.

په ځانګړې توګه د ژباړې خدمتونه به په سرحدي ټکو کې تل موجود نه وي. د یو مناسب ژباړونکي شتون په هغه ژبې پورې اړه لري چې تاسو ورباندې خبرې کوئ او یا هم دا چې آیا په ورته وخت او ځای کې د هغې ژبې لپاره ژباړونکی موجود وي یا نه.

د ایتالیا قانون له مخې،  ستاسو د پناه غوښتنې مرکه به دواړه د غږ او ویډیو په بڼه ثبت شي، که څه هم دا مهال هیڅ سیمه ایز کمیسون دې آسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

کله چې دا خدمتونه شتون ولري، دا به په هغه شرایطو کې خورا مهم وي، کله چې تاسو وغواړئ د کمیسیون په منفي پریکړې ننګونه وکړئ. نور معلومات ترلاسه کړئ:

د پناه غوښتنې منفي پریکړې ننګول

مرکې به په د"verbale di Commissione" په نامه یوه فورمه کې په ایتالیایي لیکل کیږي . ټوله مرکه، د پوښتنو او ځوابونو په ګډون به په هغه فورمه کې لیکل کیږي.

تاسو باید د مرکې په پای کې د کمیسیون دقیقې یا هماغه لیکی شوي فورمه  ترلاسه کړئ.

تاسو او ستاسو ژباړونکی به د مرکې په پای کې د کمیسیون دقیقېverbale di Commissione یا ستاسو لیکی شوې خبرې بیا ولولي.

تاسو دا فرصت لرئ چې د مرکې پای ته رسیدو نه د مخه نور مشخصات او اصلاحات را مینځ ته کړئ.

کله چې مرکه پای ته ورسیږي، تاسو به د لاسلیک کولو لپاره وروستی کاپي ترلاسه کړئ.

د لاسلیک کولو نه وروسته ، تاسو نشئ کولای چې په دې پاڼه کې نور بدلونونه رامینځ ته کړئ.

 د خپلې کیسې بیانول

له تاسو څخه به ستاسو په اصلي هیواد کې ستاسو د شخصي ژوند ، ستاسو کورنۍ ، ایتالیا ته ستاسو سفر او د هغه لاملونو په اړه پوښتنې وشي چې تاسو یې له امله خپل اصلي هیواد پریښود.

دا مهمه ده چې تاسو خپله کیسه په ریښتیا او په تفصیل سره ووایاست. مخکې د مرکې څخه  یې ولیکئ ترڅو تاسو سره په یاد ساتلو کې مرسته وکړي.

مهمه ده چې تاسو د لاندو ټکو یادونه وکړئ:

  • د پیښو نیټې او وختونه چې تاسو یې د خپل اصلي هیواد پريښودو ته اړ کړ ئِ؛
  • هغه ځایونه چیرې چې دا پیښې رامینځ ته شوې؛
  • هغه کسان چې په دې پیښو کې ښکیل وو؛

دا به ښه وي چې د تفصيلي پوښتنو ځوابونو ته چمتو اوسئ.

د مثال په توګه: که تاسو د موټر میکانیک یاست، مرکه کوونکی به تاسو څخه ستاسو په مورنۍ ژبه کې د موټر ځانګړو برخو نومونه، یا د هغه ګاونډ نوم وغواړي چیرې چې تاسو هټۍ درلوده، که دا معلومات ستاسو د پناه غوښتنې ادعا سره تړاو ولري.

تاسو باید د خپل پناه غوښتنې په اړه ټول اړوند معلومات هم چمتو کړئ. پدې کې لاندې معلومات شامل دي:

  • ولې مو خپل اصلي هیواد پریښود؟
  • ولې تاسو نشئ کولی بېرته خپل اصلي هیواد ته ستون شئ؟
  • څنګه اروپا ته راغلی؟

تاسو باید هر هغه ځورونې سره چې په خپل کور یا هیواد کې مخ یاست٬ په روښانه توګه تشریح کړئ.

که تاسو احساس کوئ چې تاسو د پناه غوښتني وړ یاست٬ نو باید په غور او بشپړه توګه دا بیان کړئ چې ولې د ځورونې یا وېرې سره مخ یاست. ستاسو په خپل اصلي هیواد کې د ځورونې لاملونو کې شاید لاندې موارد شامل وي:

  • نژاد
  • دین
  • ملیت
  • سیاسي نظر
  • په یوه ځانګړي ټولنیز ګروپ کې غړیتوب

زما د پناه غوښتنې د مرکې په ترڅ کې سیمه ایز کمیسیون زما څخه کومې پوښتنې کولی شي؟

له تاسو څخه به د هغه معلوماتو په اړه پوښتنې وشي چې تاسو د خپلې پناه غوښتني فورمه کې شامل کړي دي، لکه:

  • ستاسو هویت یا پیژندنه ( مرکه کوونکی به له تاسو څخه وغواړي چې هغه معلومات تایید یا اصلاح کړي چې پولیس ستاسو د رارسیدو ځای یا ستاسو C3 فورمه کې ترلاسه کړي )
  • که تاسو د خپل اصلي هیواد څخه پرته بل تابعیت لرئ
  • څنګه ایتالیا ته راغلی؟
  • هغه دلیلونه چې تاسو خپل اصلي هیواد پریښود، یا هغه هیواد چې تاسو په کې اوسيدلئ، که تاسو بې وطنه یاست؛
  • هغه دلیلونه چې تاسو نشئ کولی، یا نه غواړئ، هغه هیواد ته بېرته ستانه شئ چې تاسو ایتالیا ته راغلی یاست؛
  • ستاسو د کورنۍ غړي؛
  • ستاسو توکمیزه ډله؛
  • که تاسو په خپل اصلي هیواد کې په اردو یا نظامي ډله کې یاست، یا ستاسو د اصلي هیواد یا کوم هیواد څخه چې تاسو ایتالیا ته راغلی یاست په کوم بل وسله وال ګروپ کې یاست؛
  • که تاسو داسې اسناد لرئ چې وښيي تاسو په اردو کې خدمت کړی؛
  • که تاسو د کومې وسله والې ډلې / اردو یا نظامي ډلې سره خواخوږي لرئ؛
  • ستاسو مذهبي شا لید؛
  • ستاسو تعلیمي شا لید؛
  • کومې روغتیايي ستونزې چې تاسو لرئ، او یا ستاسو په کورنۍ کې کومې روغتیایی مسلې شتون ولري (که مرکه کوونکی دا پوښتنه وکړي نو تاسو باید هغه روغتیايي مسلې په ګوته کړئ چې تاسو اوس مهال ورسره مخ یاست)
  • په هغه ژبو چې تاسو خبرې کوئ؛
  • کومې دندې چې تاسو په تېرو وختونو کې درلودې؛
  • په لیبیا کې ستاسو تجربه، که تاسو ایتالیا ته په لاره کې له هغه ځایه تېر شوي یاست؛

په یاد ولرئ چې د دوه ګوني تابعیت درلودل ممکن یوه مسله وي که تاسو د نړیوال خوندیتوب په لټه کې یاست. چارواکي کولی شي پوښتنه وکړي چې تاسو ولې په ایتالیا کې د پناه غوښتنه کوئ که تاسو بل هیواد ولرئ چې ستاسو ساتنه کولی شي. د دې له امله٬ دا یو ښه نظر دی چې د یو وکیل سره خبرې وکړئ چې کولی شي مشوره ورکړي چې ستاسو لپاره څه شی غوره دی.

له ځان سره باید څه راوړئ

تاسو باید ټول هغه رسمي هویت اسناد راوړئ چې تاسو یې لرئ، ستاستو د استوګنې د جواز په شمول. نور معلومات ترلاسه کړئ:

د استوګنې جواز یا Permessi di soggiorno

تاسو باید ټول هغه اسناد له ځانه سره راوړئ چې تاسو یې د خپل اصلي هیواد څخه راوړي، یا له هغه هیواد چې تاسو ایتالیا ته راغلی یاست، یا کوم اسناد چې تاسو د سفر په جریان کې ترلاسه کړي دي .

د دې ډول اسنادو مثال په لاندې مثالونو کې شامل ده؛ مګر یوازې په دې مثالونو محدود نه ده:

  • کورنۍ کتابچه یا سندونه؛
  • د زیږون اسناد؛
  • د واده سندونه؛
  • پوځي اسناد؛
  • تعلیمي ډیپلومونه؛
  • د ژبې د ښوونځي سندونه؛

تاسو باید هر هغه اسناد راوړئ چې ستاسو د پناه غوښتنې ادعا ملاتړ کوي.

د دې ډول اسنادو مثال په لاندې مثالونو کې شامل ده؛ مګر یوازې په دې مثالونو محدود نه ده:

  • د ملګرو لخوا لیکونه او بریښنالیکونه؛
  • عکسونه؛
  • طبي راپورونه؛
  • حکومتي یا د پولیس راپورونه؛
  • د ورځپاڼو مقالې؛
  • د ترانسپورت ټکټونه؛

که امکان ولري، تاسو باید د اسنادو کاپي، او همدارنګه اصلي اسناد له ځان سره راوړئ.

د سیمه اییز کمسیون لپاره باید د خپلو اسنادو هارد کاپي ، عکسونه یا د اسنادو سکن له ځان سره راوړئ.

که تاسوخپل اصلي اسناد راوړئ نو دا به ښکاره شي چې تاسو دا کار کړئ.

په ځینو مواردو کې، اړتیا نه شته چې د سیمه ایز کمیسیون لخوا مرکې وشي.

غواړئ نور پوه شئ؟

دلته د Associazione Studi Giuridici Immigrazione د پناه غوښتنې مرکې په اړه ستاسو پوښتنو ته ځوابونه ورکوئ.