hero-header

د ایتالیا عامه زده کړې سیسټم ته د لاسرسي حق د ټولو ماشومانو لپاره تضمین دی، پرته له دې چې په ایتالیا کې د دوی تابعیت، د دوی موقف او د مور او پلار حیثیت ته پام وکړي.

ددې مقالې په مرسته تاسو کولئ شی نورمعلومات ترلاسه کړئ:

  • څوک وړ دی
  • د ایتالیا د ښوونځي سیسټم څنګه کار کوي
  • څنګه نوم لیکنه وکړئ
  • لګښتونه څه دي

څوک وړ دی؟

د ایتالیا د قانون له مخې ټول ماشومان او تنکي ځوانان حق او مکلفیت لري چې تر ۱۶ کلنۍ پورې په ملي تعلیمي سیسټم کې برخه واخلي.

دا په هغو ماشومانو هم تطبیق کیږي چې مور او پلار یې پناه غوښتونکي دي یا د اعتبار وړ جواز نه لري او په هیواد کې "غیر منظم" یا غیر قانوني ګڼل کیږي.

دا پدې مانا ده چې ټول هغه ماشومان چې عمرونه یې د ۶-۱۶ کلونو ترمنځ دي په ایتالیا کې دي باید په منظم ډول ښوونځي کې شامل شي.

کله چې ماشومان په ایتالیا کې وي او د ملي تعلیمي سیسټم سره راجستر شوي وي دوی کولی شي سمدستي ښوونځي پیل کړي.

ښوونځي اړ نه دي چې د بهرنیو ماشومانو لپاره د چمتوالي ټولګي ونیسي، مګر ځینې ممکن دا ولري. نو په خپله سیمه کې د ښوونځي سره وګورئ چیرې چې تاسو پلان لرئ خپل ماشومان لیږئ.

د ایتالیا د ښوونځي سیسټم سازمان

د ایټالیا د ښوونځي سیسټم په مختلفو کچو کې د عمر او زده کړې کچې پورې اړه لري. د عامه ښوونځیو سربیره، دلته شخصي ښوونځي هم شتون لري چې د خصوصي او مذهبي موسسو لخوا پرمخ وړل کیږي.

دلته لاندې تاسو کولی شئ په دې اړه یو ساده عمومي کتنه ومومئ چې څنګه د ایتالیایي ښوونځي سیسټم تنظیم شوی.

“Sistema integrato zero-sei anni” (د ۰-۶ کلن د ادغام سیستم په انګلیسي کې٬ د د ماشومتوب لومړنۍ زده کړې او پاملرنې ته ویل کیږي.) لازمي ندی. دا ۶ کاله دوام کوي٬ او په لاندې برخو ویشل شوی:

  • د ماشومانو ورځني پاملرنې خدمتونه( “servizi educativi per l’infanzia” په ایتالیایي کې) د ۳ څخه تر ۳۶ میاشتو ماشومانو لپاره.
  • د ښوونځي څخه مخکې یا امادګې(scuola dell’infanzia “په ایتالیایي کې”), د ۳ څخه تر ۶ کلن ماشومانو لپاره.

"Primo ciclo di istruzione" (په انګلیسي کې "د زده کړې لومړۍ دوره یا پړاو") د ټولو ماشومانو لپاره د زده کړې لومړۍ دوره ده.د هغې دورې ټوله موده ۸ کاله ده چې په لاندې برخو ویشل شوې ده:

  • د ښونځی ابتدایي دوره (په ایتالیایي کې "scuola primaria") د ۶ څخه تر ۱۱ کلونو ماشومانو لپاره ۵ کاله دوام کوي.
  • ټیټ ثانوي ښوونځی ("scuola secondaria di primo grado" په ایتالیایي کې) د ۱۱ څخه تر ۱۴کلونو ځوانانو لپاره ۳ کاله دوام کوي.

"Secondo ciclo di educazione" (د زده کړې دویمه دوره) د هغو کسانو لپاره د زده کړې دویمه دوره ده چې لومړی دوره یې په بریالیتوب سره بشپړه کړې وي. دا د ټولو ځوانانو لپاره تر ۱۶ کلونو پورې اجبارې ده. د ۱۶ کلونو څخه پورته ماشومان، چې نړیوال خوندیتوب یا د اوسیدو کوم جواز ترلاسه کړي، هم کولی شي په ثانوي یا متوسطه ښوونځیو کې شامل شي ترڅو خپلې زده کړې بشپړې کړي.

دویمه دوره د هر فرد د علاقه او هیلو له مخې په دوه ډوله ویشل شوې ده:

  • حرفوي زده کړه او روزنه (په ایتالیایي کې "scuola di formazione professionale") ۳ یا ۴ کاله دوام کوي. دا ښوونځي په چټکۍ سره د کار بازار ته د ننوتلو لپاره تاسو چمتو کوي، مګر دوی پوهنتونونوته د شاملیدلو زمینه نه برابروي. د مثال په توګه، تاسو کولی شئ د میخانیک، سينګارکوونکې، ویښتو جوړونکي (نایې)، یا د رستورانت مسلکي کارکوونکي په توګه زده کړه وکړئ.
  • لوړ ثانوي ښوونځی ("scuola secondaria di secondo grado" په ایټالیا کې) ۵ کاله دوام کوي. د ښوونځي بیلابیل ډولونه شتون لري: عالي ښوونځي (د بیلګې په توګه: ساینسي عالي لیسه، یا د ژبپوهنې عالي لیسه)، تخنیکي انستیتیوتونه او مسلکي انستیتیوتونه، چې زده کوونکو ته مختلف مهارتونه او پوهه وړاندې کوي. د ثانوي ښوونځي ټول ډیپلومونه پوهنتون ته د شاملیدو زمینه برابروي.

څنګه نوم لیکنه وکړئ

دا چې کله او څنګه په ښوونځیو کې ماشومان شامل کړئ د زده کړې کچې او د ماشوم عمر پورې اړه لري.

هغه ماشومان چې عمرونه یې د اجباري زده کړې حد کې وي (۶-۱۶ کاله) باید د دوی د والدینو یا سرپرستانو لخوا شامل یا نوم لیکنه یې و شي.

عموما، د ښوونځیو شتون او مقرراتو له مخې تاسو کولی شئ په خپله سیمه کې د بیلا بیلو ښوونځیو څخه یو ښونځي غوره کړئ. تاسو کولی شئ تاسو ته نږدې د بیلابیلو ښوونځیو په اړه نور معلومات او هغه څه چې دوی یې وړاندیز کوي دلته ترلاسه کړئ.

په یاد ولرئ چې ستاسو ماشوم باید ښوونځي ته له تللو دمخه ټول لازمي واکسینونه ترلاسه کړي. دلته د لازمي واکسینونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

د ورځنۍ پاملرنې او د مخکې د ښوونځي‌ چمتوالی لپاره نوم لیکنه

د غیر لازمي یا جبري عامه زده کړې لپاره نوم لیکنه په محلي کچه د ښاروالیو لخوا اداره کیږي، او د غوښتنلیک وروستۍ نیټه ممکن په مختلفو ښارونو کې توپیر ولري.

د ۲۰۲۴/۲۰۲۵ لپاره د عمومي قاعدې په توګه، تاسو باید په شخصي توګه د د خپلې خوښې ښوونځیو ته غوښتنه وکړئ.

مګر په ځینو لویو ښاروالیو کې (د بیلګې په توګه: روم، میلان، تورین، او نور) تاسو کولی شئ آنلاین غوښتنه وکړئ، د خپل ښاروالۍ ویب پاڼه وګورئ. په حقیقت کې، په کوچنیو ښاروالیو کې ممکن آنلاین خدمتونه شتون ونلري او تاسو اړتیا لرئ چې اړونده ادارې ته لیکلي فورمه وسپارئ.

تاسو کولی شئ ستاسو په Comune کې د عامه ورځنۍ پاملرنې او مخکې د ښوونځي چمتولی لپاره د غوښتنلیک په اړه نور معلومات په ګوګل کې د : iscrizione scuola infanzia + [year] + [your Municipality] په لټون ترلاسه کړئ.

د لومړني یا ابتدایي، ثانوي یا لیسې د لومړي کال لپاره نوم لیکنه

عموما، د عامه ښوونځیو د لومړني، ثانوي یا عالي لیسي لومړي کال ته د ماشومانو د راجستر کولو کړنلاره باید د کال په یوه ټاکلې موده کې عموما د جنوري او فبروري میاشتو ترمنځ په آنلاین توګه ترسره شي .

تاسو کولی شئ دا د خپل SPID یا بریښنایی پیژند کارت په کارولو سره د پوهنې ززې وزارت آنلاین پورټل له لارې ترسره کړئ او د خپلې خوښې ۳ ښوونځي غوره کړئ. . مور او پلار د مالي کوډ یا codice fiscale پرته  باید د اړوندو اسنادو سره په حضوري توګه غوره شوي ښوونځي  ته د نوم لیکنې لپاره لاړ شي.

دلته ، تاسو کولی شئ هغه ویډیو ومومئ چې د نوم لیکنې کړنلاره تشریح کوي یا دلته د نوم لیکنې لارښود وګورئ (په ایټالیا کې).

د ۲۰۲۴/۲۰۲۵ تعلمي کال لپاره نوم لیکنه د ۲۰۲۴ کال د جنوري میاشتې له ۱۸څخه تر فبروري ۱۰ پورې جریان لري.

که تاسو وروستۍ نیټه له لاسه ورکړئ، تاسو باید لاهم وکولی شئ خپل ماشومان ثبت یا راجستر کړئ. موږ وړاندیز کوو چې تاسو د هغه ښوونځي دفتر یا سکرتریت ('segreteria studenti') ته لاړشئ چیرې چې تاسو غواړئ دوی شامل کړئ. دوی باید د دې وړتیا ولري چې تاسو سره د نوم لیکنې په پروسه کې مرسته وکړي.

د دوهم کال او پورته کلونو لپاره نوم لیکنه

د لومړي کال څخه وروسته کلونو لپاره، ښوونځی به په اوتومات ډول هغه زده کونکي راجستر کړي چې مخکې له دوی سره ثبت یا راجستر شوي دي.

ښوونځی به د زده کونکو کورنیو سره د خپلو چینلونو (بریښنالیک، منظم میل، او نور) له لارې اړیکه ونیسئ.

که تاسو د استوګنې معتبر جواز نه لرئ

د ایټالیا د قانون له مخې تر ۱۶ کلنۍ پورې ټول ماشومان حق لري چې په ملي تعلیمي سیستم کې برخه واخلي.

دا په هغو ماشومانو هم تطبیق کیږي چې مور او پلار یې د استوګنې معتبر جواز نه لري او په هیواد کې "غیر منظم" یا غیر قانوني ګڼل کیږي.

که تاسو د استوګنې معتبر اجازه نلرئ، نو ښوونځی اړتیا نلري چارواکو ته راپور ورکړي: دا ډېره اړینه ده چې تاسو خپل ماشومان په ښوونځي کې شامل کړئ پرته له دې چې د هغوي د وېستلو او یا د قانون سره د ستونزو له خطر مخ کېدو وېره ولرئ.

که تاسو د اوسیدو معتبر جواز یا permesso di soggiorno نلرئ او تاسو اړتیا لرئ خپل ماشومان په ښوونځي کې شامل کړئ، تاسو کولی شئ د ښوونځي دفتر یا سکرتریت ("segreteria studenti") ته لاړ شئ چیرې چې تاسو غواړئ دوی شامل کړئ. دوی باید د دې وړتیا ولري چې تاسو سره د نوم لیکنې په پروسه کې مرسته وکړي.

که چیرې ښوونځی تاسو ته اجازه نه ورکوي چې خپل ماشومان په ښوونځي کې شامل کړئ ځکه چې تاسو د اعتبار وړ جواز نلرئ، د ASGI د تبعیض ضد خدماتو سره اړیکه ونیسئ: ۰۰۳۹۳۵۱۵۵۴۲۰۰۸ – antidiscriminazione@asgi.it

لګښتونه څه دي

عامه ښوونځی د ۶-۱۶ کلونو د ټولو ماشومانو لپاره وړیا دی.

عامه مخکې د ښونځي چمتوالی او ورځنۍ پاملرنې ممکن میاشتني لګښتونه ولري چې کیدای شي د ښاروالۍ او ستاسو د کورنۍ عاید له مخې توپیر ولري. د نورو معلوماتو لپاره د خپل ښاروالۍ سره په اړیکه کې شئ.

سربیره پردې، د لیسې د څلورم او پنځم کال لپاره ځینې کوچني فیسونه شتون لري:

  • د نوم لیکنې فیس ۶.۰۴ یورو
  • د ګډون لګښت ۱۵.۱۳ یورو
  • په وروستي ازموینو کې د ګډون لپاره فیس ۱۲.۰۹ یورو
  • د ډیپلوم صادرولو لګښت ۱۵.۱۳ یورو دی

تاسو کولی شئ دلته د فیسونو او معافیتونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

پوښتنه لرئ؟ موږ ته یو شخصي پیغام واستوئ.