Skip to main content

که تاسو د پناه غوښتنه نه وي کړئ٬ څنګه کولی شئ صحي او روغتیایي خدماتو ته لاسرسۍ ومومئ

hero-header

که تاسو په ایټالیا کې د پناه غوښتنه نه ده کړې او اسناد نه لرئ، کله چې تاسو روغتیایی مرکز یا روغتون ته لاړ شئ تاسو کولی شئ د STP کارت ترلاسه کړئ. په ایټالیا کې، "STP" مکمله بڼه "Straniero Temporaneamente Presente" دی، یا "بهرنیان چې په لنډمهاله توګه په ایټالیا کې ژوند کوي".

هغه څه چې د STP کارت په مرسته ترلاسه کولی شئ

د STP کارت تاسو ته دا حق درکوي چې د جدي او بیړني روغتیایي حالت کې طبی او صحي خدمات ترلاسه کړئ.

د STP کارت سره، تاسو حق لرئ چې لاندې خدمات ترلاسه کړئ:

  • د پیښو او / یا ناروغۍ پورې اړوند بیړني طبي او روغتیايي پاملرنې
  • وقایه، او همدا راز د ساري ناروغیو او انتاناتو لپاره
  • واکسینونه
  • د 18 څخه کم عمر ماشومانو لپاره لازمي او عاجل روغتیایي او طبي پاملرنه
  • د امیندوارۍ او زیږون پورې اړوند عاجل روغتیایي او طبي پاملرنې

هغه څه چې تاسو د STP کارت سره نشي ترلاسه کولی

ستاسو د STP کارت تاسو ته دا حق نه ورکوي چې د ایټالیا د عامې روغتیا سیسټم سره راجستر شئ. دا پدې مانا ده چې تاسو نشئ کولی د لاندې مواردو لپاره ډاکټر وګورئ:

  • با قاعده او منظم معاینات
  • اوږدمهاله روغتیایي او طبي پاملرنې

له کوم ځای کولی شم د STP کارت ترلاسه کړم

تاسو کولی شئ د محلي روغتیا پاملرنې دفتر څخه د STP کارت ترلاسه کړئ چې د "Azienda Sanitaria locale" (ASL) په نوم یادیږي، یا د بیړنۍ خونې یا کلینیک څخه چیرې چې تاسو طبي پاملرنې ترلاسه کوئ.

کله چې تاسو ASL یا روغتون ته د درملنې لپاره ځئ، نو له تاسو به وپوښتل شي چې آیا تاسو کوم پيژند پاڼه لرئ ، په شمول ستاسو د اصلي هیواد څخه.

که تاسو غواړئ چې خپل د پېژندنې اسناد ، ډاکټرانو یا نرسو ته وړاندې کړئ، نو ستاسو دا معلومات به د STP په کارټ کې ثبت شي. که تاسو وغواړئ نو تاسو کولی شئ چې خپل معلومات د مستعار نوم سره وساتئ. مګر تاسو باید د خپل عمر او جنسیت په ګډون د خپل ځان په اړه ځینې عمومي معلومات چمتو کړئ.

هغه څه چې تاسو یې تادیه کوئ:

د STP کارت په کارولو سره طبي او روغتیایي خدمتونه وړیا دي په هغه قضیو کې که چیرې چې تاسو د داکتر لیدنې او روغتیایي خدماتو لپاره پیسې نشي ورکولی.

د STP څومره وخت لپاره اعتبار لري؟

د STP کارت د ۶ میاشتو لپاره اعتبار لري. او ورسته له ۶ میاشتو تمدید کیدای شي.

که زه روغتون ته لاړ شم٬ دوی به چارواکو ته راپور ورکړي؟

ډیر احتمال سره نه.

په ایټالیا کې داسې هېڅ قانون شتون نلري، چې یوازې ستاسو د نه ثبت کولو په اړه د اړوند روغتون کارکوونکي راپور ورکولو ته اړتیا پیدا کړي.

مګر که د روغتون کارمندان فکر کوي چې ستاسو ټپ یا ناروغی ممکن د یو جدي جرم سره تړاو ولري، دوی ممکن د شرایطو په پام کې نیولو سره، پولیسو ته خبر ورکړي.

نور معلومات له کوم ځای ترلاسه کولی شم؟

د مهاجرت په اړه د قانوني مطالعاتو ټولنه (ASGI) یو مفصل راپور لري چې د غیر منظم مهاجر په توګه روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي قانوني اړخونه په ګوته کوي. د دوی په ویب پاڼه کې د دې راپور لوستلو لپاره دلته کلیک وکړئ.

د روم اداري ریاست یا Prefecture ویب پاڼه پدې اړه معلومات وړاندې کوي چې بهرنيان څنګه کولی شي په ایټالیا کې روغتیایی خدماتو ته لاسرسی ومومي. د د اداري رسایت یا Prefecture ویب پاڼې لیدو لپاره دلته کلیک وکړئ او دې معلوماتو ترلاسه کړئ.

په لومبارډي کې د برګامو ښار د ASL ویب پاڼه یوه پاڼه لري چې د STP کارت، او د هغې کارولو او محدودیتونو تشریح کولو لپاره ځانګړۍ شوی. د دوی په ویب پاڼه کې د نورو معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ.

موږ خپله هڅه کړې چې پورتني معلومات ستاسو لپاره په ډیر دقت سره راټول کړو، مګر میتودونه په ایټالیا کې په مختلفو سیمو کې سره توپیر لري. دا پدې مانا ده چې تاسو ممکن هغه تجربې ولرئ چې پدې مقاله کې لیکل شوي تجربو سره یو څه توپیر لري. که تاسو د کومې ناڅاپي تګلارې په اړه پوښتنې لرئ چې تاسو یې تجربه کوئ، موږ ته زموږ د فیسبوک پاڼې کې پیغام واستوئ.

ایا دا مقاله ستاسو لپاره ګټوره وه؟
0 out of 0 found this helpful
Return to top
Powered by Zendesk