IMG_3767.jpg

که تاسو پناه غوښتونکي یاست یا د یو ډول خوندیتوب لرونکی یاست  او تاسو نشئ کولی د ځان لپاره استوګنځئ چمتو کړئ، تاسو حق لرئ چې د یو محدود وخت لپاره د استوګنې په مرکز (یا کمپ) کې کوربه شئ.

د ایتالیا د هرکلي سیسټم په تیرو کلونو کې څو ځله بدل شوی. اوس مهال، د هرکلي یا استوګنې دوه درجې یا کچې مرکزونه جوړ شوي چې مختلف خدمات وړاندې کوي. د چمتو شوي مرکزونو او خدماتو کیفیت او موجود ځایونه په ټوله ایتالیا کې توپیر لري؛ او له بده مرغه، تاسو نشئ کولی هغه مرکز وټاکئ چې تاسو یې غواړئ.

تاسو کولی شئ ددي مقالې په مرسته نور معلومات ترلاسه کړئ:

  • د هرکلي مرکزونو ډولونه ځه دي
  • په بیلابیلو مرکزونو کې کوم خدمتونه شتون لري
  • تاسو کله دهرکلي یا د استوګنې په مرکز کې د پاتې کیدو حق له لاسه ورکوئ؟

لومړنې مرستې او پیژندنه :د لومړنیو مرستو مرکز یا ځای( hotspot)

Hotspots یا د لومړنیو مرستو مرکز یا ځای دولتي مرکزونه دي چیرې چې تاسو ایتالیا ته د رسیدو وروسته ممکن کوربه شئ. په اوس وخت کې، څلور Hotspots شتون لري: په لامپیدوسا ، پوزالو او میسینا په سیسلي کې، او ترانټو په پوګلیا کې.

په hotspot یا د لومړنیو مرستو په مرکز یا ځای کې، تاسو به:

  • بشردوستانه او روغتیایی مرستې ترلاسه کړئ
  • روغتیایی معاینات او خدمتونه به ترلاسه کړئ
  • د پيژندنې او د ګوتو نښي پروسې به ترسره کړئ
  • په ایتالیا کې د نړیوال خوندیتوب په اړه معلومات ترلاسه کړئ

تاسو به تر ۳۰ ورځو پورې په hotspot کې پاتې شئ. که تاسو پریکړه وکړئ چې نړیوال خوندیتوب ترلاسه کړئ او د پناه غوښتنې غوښتنلیک وسپارئ، نو تاسو به د لومړي درجې استوګنې مرکز کې به کوربه شي.

که تاسو نه غواړئ چې د پناه غوښتنه وکړئ ، تاسو به د CPR (د دایمي او بیرته راستنیدو مرکز) ته لیږدول کیږئ، چیرې چې تاسو باید لږترلږه د ۶ میاشتو لپاره پاتې شئ اوهم د اړتیا په صورت کې ستاسو د استوګنې موده تر ۳ میاشتو پورې وغځول شي٬ د استوګنې اعظمي حد ۱۸ میاشتې دی. په CPR کې ستاسو پاتې کیدو څخه هدف ستاسو اصلي هیواد ته ستاسو د بیرته ستنیدو تنظیم کول دي.

نور معلومات ترلاسه کړئ:د پناه غوښتنې غوښتنه

دهرکلي یا استوګنې لومړي مرکزونه: CPA

CPA (د لومړي هرکلی یا استوګنې مرکزونه) د هغو خلکو لپاره دولتي مرکزونه دي چې د پناه غوښتنې لپاره یې خپله اراده څرګنده کړې.

په دې مرکزونو کې د اوسیدو پرمهال، تاسو:

  • تاسو به د پیژندنې او د ګوتو د نښې پروسه به ترسره کړئ( که چیري دا په hotspot (د لومړنیو مرستو په مرکز یا ځای کې نه وی ترسره شوي)
  • خپل د پناه غوښتنلیک وسپارئ او تر هغه پورې انتظار وکړئ چې سیمه ایز کمیسیون ستاسو د قضیې په اړه پریکړه وکړي

که تاسو د زیان منونکي قضیې په توګه وپیژندل شئ (د مثال په توګه: که تاسو امیندواره یاست، که تاسو جدي ناروغۍ لرئ، یا که تاسو معلولیت لرونکی کس یاست)، د خپل پناه غوښتنلیک سپارلو وروسته تاسو ممکن د لومړيتوب سره د دویمې درجې استوګنې مرکز ته ولیږدول شئ. .

زه د کوم ډول خدماتو د ترلاسه کولو حق لرم؟

په لومړي هرکلي یا استوګنې مرکزونو کې، تاسو باید لاندې حقونه ترلاسه کړئ:

  • خواړه او استوګنځی
  • روغتیایي پاملرنه او د ملي روغتیا پاملرنې سیسټم ته د لاسرسي ملاتړ
  • ټولنیزې مرستې
  • کلتوري منځګړیتوب

تاسو باید د میاشتني جیب خرڅ پیسې، روغتیایي کیت، جامې، او د کالو مینځلو خدمت هم ترلاسه کړئ.

په یاد ولرئ چې دا خدمات ممکن له یوه مرکز څخه بل مرکز ته توپیر ولري!

فوق العاده مرکزونه: CAS

د نوم سره سره، CASs (د فوق العاده هرکلي یا استوګنې مرکزونه) دد استوګنې ترټولو عام اسانتیاوې دي او هغه چې ډیر شتون لري. د CPA محدود شمیر ته په پام سره (په ټول ایټالیا کې ۹ مرکزونه)، د CAS مرکزونه (د فوق العاده هرکلي یا استوګنې مرکزونه) د پناه غوښتونکو د کوربه توب لپاره د CPA د بدیل په توګه کارول کیږي. دا پدې مانا ده چې دا ممکنه ده چې تاسو به د لومړنۍ مرستې مرکز یا hotspot څخه د وتلو وروسته او د دویمې کچې یا درجې استوګنې مرکز ته د تګ څخه مخکې په CAS کې ځای پر ځای شئ.

CAS هغه مرکزونه دي چې معمولا د اتحادیې لخوا اداره کیږي چې د کوپراتیف cooperative په نوم یادیږي، او کیدای شي د لوی مرکزونو ('accoglienza collettiva') یا اپارتمانونو ('accoglienza diffusa') په بڼه وي.

د دې مرکزونو کیفیت ممکن په ټوله ایټالیا کې توپیر ولري. محلي پریفیټورا هغه واک دی چې وګوري چې ایا هره cooperativa په سمه توګه CAS اداره کوي او مناسب خدمات وړاندې کوي.

څوک کولی شي په CAS کې اووسئ؟

تاسو کولی شئ په CAS کې پاتې شئ که تاسو د لاندې جوازونو څخه یو جواز لرئ:

تاسو حق لرئ چې ستاسو د پناه غوښتنې د پروسې تر پایه پورې په CAS په مرکز کې پاتئ شئ. کله چې تاسو د پناه غوښتنې مرکې او پریکړې غونډې ته ځئ دا وخت یا زمان پدې کې شامل دي.

زه د کوم ډول خدماتو د ترلاسه کولو حق لرم؟

د CAS مرکز کې، تاسو باید لاندې حقوق ترلاسه کړئ:

  • خواړه او استوګنځی
  • روغتیایي پاملرنه او د ملي روغتیا پاملرنې سیسټم ته د لاسرسي ملاتړ
  • ټولنیزې مرستې
  • کلتوري منځګړیتوب

تاسو باید د میاشتني جیب خرڅ پیسې، روغتیایي کیت ، جامې، او د کالو مینځلو خدمت هم ترلاسه کړئ.

په یاد ولرئ چې دا خدمات ممکن له یوه مرکز څخه بل مرکز ته توپیر ولري!

د ۲۰۲۳ کال می میاشت کې د Decreto Cutro پلي کولو وروسته ، د رواني مرستو خدمتونه ، د ایټالیایي ژبې ټولګیو چمتو کول او قانوني او بیوروکراټیک ملاتړ به نور د SAI مرکزونو کې وړاندیز نشي.

د دویمې درجې د هرکلي یا استوګنې مرکزونه: SAI (ex SPRAR)

SAI د دویمې کچې(دهرکلي او ادغام سیسټم) د استوګنې مرکزونه د ۲۰۲۰ په اکتوبر کې په SIPROIMI بدل شو٬ چې په پایله کې یې د SPRAR سیستم بدل کړ.

د SAI سیسټم د مرکزي خدماتو یا Servizio Centrale، ښاروالۍ او دریم سکتور سازمانونو څخه جوړ دی چې مرکزونه اداره کوي. د SAI هدف په ایتالیا کې د خپلواکۍ او ټولنیز - اقتصادي ادغام په لور د خلکو سره یوځای کول دي.

د SAI بیلابیل مرکزونه شتون لري: د نارینه وو، میرمنو، کورنیو، او بې سرپرسته ماشومانو او ځوانانو لپاره، او کیفیت ممکن په ټوله ایتالیا کې توپیر ولري. که څه هم کورنۍ باید یوځای پاتې شي؛ خو له دې امله چې د کورنیو لپاره مرکزونه محدود دي، پلارونه د نارینه وو لپاره په یوه مرکز کې او ښځې او ماشومان د ښځو لپاره په یوه مرکز کې پاتي شي. که تاسو په دې حالت کې یاست، د مرکز له مدیر یا مسوول څخه وغواړئ چې د Servizio Centrale او Prefettura په مرسته له تاسو سره ستاسو کورنۍ ته نږدې کیدو کې مرسته وکړي. دا ممکن ستونزمن وي؛ خو دا ناممکنه نه ده.

د دې پورې اړه لري چې ستاسو د ادغام پروسه څنګه پرمخ ځي، تاسو کولی شئ د ۶ میاشتو لپاره د SAI مرکز کې پاتې شئ، کوم چې تر ۱۲ میاشتو پورې تمدید کیدی شي. ستاسو د مرکز مدیر یا مسوول هغه څوک دي چې ښاروالۍ او Servizio Centrale څخه د تمدید غوښتنه کوي څوک چې کولی شي پریکړه وکړي چې ایا دا تصویب کړي یا نه.

څوک کولی شي د SAI مرکز کې اووسئ؟

تاسو کولی شئ د SAI په مرکز کې پاتې شئ که تاسو د لاندې جوازونو څخه یو لرئ، لاندې لست شوي دریو ته لومړیتوب سره:

د ۲۰۲۳ کال د مې ماشت کې د "Decreto Cutro" نافذ کیدو ورسته٬ ، پناه غوښتونکي نور نشي کولی د SAI په مرکزونو کې پاتې شي مګر یوازې په CPA یا CAS کې (مګر که تاسو د دې نیټې څخه مخکې د SAI په مرکزونو کې کوربه یاست، تاسو کولی شئ پاتې شئ). که تاسو یو پناه غوښتونکی یاست چې د بشردوستانه دهلیز یا د تخلیه پروسې له لارې ایټالیا ته راغلی یاست (لکه افغان اتباع)، یا که تاسو د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرئ، معیوب یا ناروغ یاست، امیندواره یاست، یا د شکنجې یا تاوتریخوالی قرباني یاست تاسو لاهم کولی شئ د SAI مرکز کې پاتې شئ.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر نوي قانون په ګوته کړه چې نه یوازې امیندواره میرمنې، بلکه ټولې ښځې د SAI د هرکلۍ یا استوګنې مرکزونو کې د کوربه توب لومړیتوب لري.

زه هیڅکله دي مرکزکې نه یم اوسیدلی، ایا زه کولی شم غوښتنه وکړم؟

که تاسو هیڅکله د SAI په مرکز کې د اوسیدو له حق څخه ګټه نه ده اخیستې ( (ex SPRAR)، او اوس تاسو د خپل ځان لپاره د استوګنخی چمتو کولو توان نه لرئ، تاسو کولی شئ د مرکز کې د اوسیدوغوښتنه وکړئ که تاسو پورتني اجازو څخه یو اجازه لرئ.

د هرکلي یا د استوګنې مرکز ته د غوښتنې کولو لپاره، تاسو باید د خپل کمیون Ufficio Immigrazione دفتر ته لاړ شئ. په ځینوComuni کې، تاسو اړتیا لرئ چې د ملاقات وخت واخلئ.

زه د کوم ډول خدماتو د ترلاسه کولو حق لرم؟

د جواز لرونکي په توګه تاسو کولی شئ لاندې مواردو ته لاسرسی ومومئ:

  • استوګنځی او خواړه
  • روغتیایي پاملرنه او د ملي روغتیا پاملرنې سیسټم ته د لاسرسي ملاتړ
  • رواني - ټولنیز ملاتړ
  • حقوقي معلومات او لارښوونه
  • کلتوري منځګړیتوب
  • حرفوي زده کړه او روزنه ('tirocinio')
  • سیمه ایزو خدماتو ته لارښوونه یا پیژندنه
  • د ایتالیایي ژبې ټولګي یا صنفونه

تاسو باید د میاشتني جیب خرځ، روغتیا بسته، جامې او د کالو مینځلو خدمت هم ترلاسه کړئ. ځینې ​​​​مرکزونه د ترانسپورت پيسې هم وړاندې کوي.

په یاد ولرئ چې دا خدمات ممکن له یوه مرکز څخه بل مرکز ته توپیر ولري!

د استوګنې له مرکز څخه وتل

د CPA یا CAS څخه وتل

Prefettura کیدای شي پریکړه وکړي چې تاسو له CPA یا CAS څخه اخراج کړئ که تاسو لاندې کارونه وکړئ:

  • تاسو پرته له کوم معتبر دلیل، د Prefettura یا د مرکز اداره کولو سازمان له اجازې پرته مرکزڅخه وتلی یاست. که تاسو خپل مرکز پریږدئ، مګر بیا تاسو سمدلاسه بیرته خپل مرکز یا questura ته ځئ،prefettura کولی شي پریکړه وکړي چې تاسو بیرته په مرکز کې پاتی شئ، مګر یوازې هغه وخت چې تاسو د بی اجازې پریښودو لپاره معتبر دلیلونه وړاندې کولی شئ.
  • تاسو د پناه غوښتنې مرکې ته نه راځی.
  • مالي خپلواکي ولرئ، د بیلګې په توګه ستاسو کلنی عاید د ټولنیز هوساینې مقدار (€ ۶,۵۴۲.۵۱ هر کال د ۲۰۲۳ لپاره) څخه ډیر دی
  • تاسو یو جدي قانون مات کړی دی، په ځانګړې توګه که تاسو ډیر تاوتریخوالی لرئ، یا که تاسو د مرکز قواعد ماتولو ته دوام ورکړئ.
  • تاسو reiterata وسپارئ٬ مګر کمیسیون یې د منلو وړ نه بولي.

تاسو کولی شئ د خپل مرکز څخه د اخراج یا ایستلو پریکړه د TAR (سیمه ایز اداري محکمه) په وړاندې، د وکیل په مرسته، د ۶۰ ورځو په دننه کې ستاسو د استوګنې د حق د لغوه کولو د پریکړې د خبرتیا څخه وروسته ننګونه وکړئ.

د SAI مرکز څخه وتل

د SAI مرکز څخه د ایستلو معتبر دلیلونه د استوګنې په تړون کې لیکل شوي چې تاسو مرکز ته د راتللو پرمهال لاسلیک کوئ. دا کیدای شي د مثال په توګه:

  • تاسو د خپل مرکز د مسوول او مدیر له اجازې پرته د یو معین دلیل پرته خپل مرکز د څو ورځو لپاره پریښود
  • تاسو یو جدي قانون مات کړی دی، په ځانګړې توګه که تاسو ډیر تاوتریخوالی لرئ، یا که تاسو د مرکز قواعده او قانون ماتولو ته دوام ورکړئ.

هره قضیه به د قضیې په اساس ارزول کیږي

که تاسوخپل مرکز پریږدئ څه پیښیږي ددې په اړه نور معلومات ددې ویډیو په مرسته ترلاسه کړئ: https://www.facebook.com/Refugee.Info.Italy/videos/165214040840430/