hero-header

دا اجازه د څه لپاره ده؟

Permesso per Richiesta Asilo چې د Permesso Richiesta Protezione Internazionale په نوم هم یادیږي، په ایتالیا کې د پناه غوښتونکو لپاره دی.

ایتالیا ته ټول نوي راغلي کسان چې د ویزې سره ایتالیا ته نه دي راغلي، او څوک چې غواړي په ایتالیا کې پناه وغواړي، باید دا ډول اجازه ترلاسه کړي.

څنګه کولی شم چې دا اجازه ترلاسه کړم؟

کله چې تاسو خپل C3 فورمه ډکه کړئ او حکومت یې راجستر کړي. تاسوبه دا اجازه ترلاسه کړئ.

که تاسو د استوګني په مرکز یا کمپ کې یاست، معمولا ستاسو د کمپ مسوولین یا مدیران به ستاسو سره ستاسو د اجازې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. که نه نو، questura٬ چیرې چې تاسو خپل C3 فورمه وسپارئ کولی شي تاسو ته ووایي چې کله او څنګه به یې ترلاسه کړئ.

د پناه غوښتنې په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:

د پناه غوښتنه

ددي اجازې ترلاسه کول به څومره وخت ونیسي؟

د دې اجازې ترلاسه کول معمولا له یوې میاشتې څخه ډیر وخت نه نیسي.

دا اجازه د څومره وخت لپاره د اعتبار وړ ده؟

دا ډول اجازه د ۶ میاشتو لپاره د اعتبار وړ ده، او په ځینو مواردو کې د ۱ کال لپاره، او تر هغه وخته پورې تمدید کیدی شي چې ستاسو د پناه غوښتنې په اړه پریکړه وشي.

څنګه کولی شم دا ډول اجازه نوي کړم؟

که تاسو په کمپ کې یاست، د کمپ مسوولین یا مدیران به ستاسو لپاره دا جواز په معین وخت کې نوي کړي.

که تاسو په کمپ کې نه یاست، مګر په ایتالیا کې د پناه غوښتنه مو کړې، تاسو باید د questura څخه لیدنه وکړئ چې تاسو ته یې د نوي کولو لپاره لومړی اجازه درکړي.

ډیری questure د پرمیسو نوي کولو لپاره د ملاقاتونو مهالویش کولو لپاره خورا ورو کار کوي. تاسو به په هغه ورځ چې ستاسو جواز پای ته رسیږي د خپل جواز د نوي کولو د ملاقات مهالویش څخه ګټه پورته کړئ، نه وروسته.

په ځینو لویو questure کې، تاسو کولی شئ د خپلې د اجازه دنوي کولو د ملاقات حتی مخکې له دې چې ستاسو پرمیسو پای ته ورسیږي مهالویش کړئ، او یا هم په ځینو مواردو کې۶ میاشتې مخکې وټاکئ . دا به تاسو سره مرسته وکړي چې پرته له اجازې څخه د اوسېدلو نه د نامعلومې مودې لپاره مخنیوئ وکړئ.

کله چې زه دا جواز یا permesso di soggiorno ترلاسه کړم زه کوم حقونه لرم ؟

د ټولو permessi di soggiorno په څیر، دا اجازه ښیي چې تاسو په ایتالیا کې د پاتې کیدو قانوني حق لرئ تر هغه چې دا اجازه اعتبار ولري.

د دې اجازې سره، تاسو حق لرئ چې:

  • په ايتالیا کې تر هغه وخته پورې په قانوني توګه پاتې شئ چې د پناه غوښتنې په اړه مو وروستۍ پرېکړه نه وي کړې.
  • د د هرکلي یا استقبال امکانات او فرصتونه کې پاتې شئ او لومړني خدمتونه ترلاسه کړئ. د ښه راغلاست په دې خدمتونو کې  خواړه، د طبي پاملرنې توکي او د حفظ الصحې محصولات شامل دي.
  • 2 میاشتو وروسته کله چې حکومت ستاسو د C3 فورمه راجستر کړي، تاسو کولای شئ پایتالیا کې کار پیل کړئ - مګر په نورو اروپایی هیوادونو کې د کار کولو اجازه نه لرئ.
  • د ایتالیا دروغتیا خدمتونو سیسټم (SSN)ته لاسرسی
  • د خپل محلي کمیونcomune د راجستر دفتر سره ځان راجستر کړئ، کوم چې تاسو ته د پېژندپاڼي یا carta d’identità ترلاسه کولو حق درکوي. دا بیا د جولای۲۰۲۰ کال د جولای ۳۱، امکان لري.

د دې اجازې سره تاسو حق نه لرئ چې:

کومه پوښتنه لرئ؟ زموږ پهفیسبوک پاڼه کې موږ ته خپل پیغام پرېږدئ.

asgi logo