hero-header

دا مقاله په ایتالیا کې د مهمو او د کار وړ شمیرو، خدماتو او ځایونو په اړه لارښوونې وړاندې کوي.

مهمې او د کار وړ شمیرې

بیړنۍ شمیرې

که تاسو د بیړني حالت سره مخ یاست، د اړوندو ملي بیړنیو شمیرو سره اړیکه ونیسئ:

  • روغتیایي بیړنې حالت کې ۱۱۸ ته زنګ ووهئ
  • پولیس لپاره ۱۱۳ ته زنګ ووهئ
  • اطفائيه لپاره ۱۱۵ ته زنګ ووهئ

که تاسو په Friuli Venezia Giulia, Lazio, Liguria, Lombardia, Piemonte, Sicilia, Valle d'Aosta او Trentino-Alto-Adige کې اوسیږئ تاسو هم کولی شئ:

  • د بیړنې ځواب لپاره ۱۱۲ ته زنګ ووهئ
  • د ۱۱۲ وړیا اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ،په کور پاڼه کې، د ویب پاڼې په پورتنۍ ښي خوا کې د Android، مایکروسافټ یا IOs اختیار غوره کړئ.

۱۱۲یوازینۍ اروپایی بیړنۍ شمیره هم ده. په هرصورت، د بیړني خدماتو نورې ټولې شمیرې چې لاندې ښودل شوي په ټوله ملي سیمه کې فعال پاتې دي.

دا شمیرې وړیا دي او د ورځې ۲۴ ساعته فعاله وي.

د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی یا ځورونې

د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی هر هغه ناوړه عمل دی چې د نارینه او ښځینه ترمنځ د توپیر پر بنسټ د یو شخص د ارادې خلاف ترسره کیږي. پدې کې جنسي، فزیکي، رواني او اقتصادي تاوتریخوالی شامل دي.

که تاسو د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی یا ځورونې شاهد یاست یا قربانې یاست، تاسو کولی شئ د تاوتریخوالی او څورونې ملي مرستې لاین سره اړیکه ونیسئ:

  • ۱۵۲۲ ته زنګ ووهئ
  • د یو مدیر سره د خبرو اترو لپاره https://www.1522.eu/ ته لاړشئ - په کور پاڼه کې ، د "open chat’" تڼۍ کلیک کړئ.
  • د ۱۵۲۲ وړیا اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ - یو ځل په کورپاڼه کې، د ویب پاڼې په پورتنۍ ښیې کې د Android یا IOs اختیار غوره کړئ.
  • دلته د فزیکي ملاتړ په لټه کې سیمه ایزه ټولنه ومومئ

د مرستې لاین وړیا اوهره ورځ ۲۴ ساعته فعاله وي د مرستې لاین په لاندې ژبو کې شتون لري: ایتالیایي، انګلیسي، فرانسوي، هسپانوي او عربي.

یو متخصص آپریټر به تاسو ته د ژوندي پاتې کیدو لپاره محلي خدماتو یا د میرمنو لپاره خوندي کورونو ته لارښوونه وکړي.

ماشومان او کوچنيان

Save the Children یا د ماشومانو د ژغورلو موسسه

که تاسو ماشوم یا کوچنی یاست او تاسو حقوقي مشورې، رواني ملاتړ، مرستې یا ساده مشورې ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د ماشومانو د ژغورنې یا Save the Children Helpline د مرستې لاین سره اړیکه ونیسئ:

  • ۸۰۰۱۴۱۰۱۶ ته زنګ ووهئ (د ټولو سیم کارتو څخه)
  • ۰۰۳۹۳۵۱۲۲۰۲۰۱۶ ته زنګ ووهئ( د Lyca تلیفون شمیرو څخه)

د مرستې لاین وړیا دی او د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له ۱۰:۰۰ بجو څخه د ماسپښین تر ۵:۰۰ پورې فعال وي. د مرستې لاین په لاندې ژبو کې شتون لري: ایتالیايي، عربي، انګلیسي، فرانسوي، تیګرینیایي، سومالي او د فرانکوفون فرعي سحران ژبي.

یو متخصص مدیر یا آپریتور به تاسو ته د ماشومانو او ځوانو مهاجرینو لپاره موجود مختلف خدماتو له کلتوري منځګړیتوب څخه تر قانوني مرستې پورې، له رواني ملاتړ څخه د ټولنیزو مرستو چینلونو فعالولو پورې لارښوونه وکړي.

U- راپور

که تاسو غواړئ خپل ستونزه یا مسله چې ورسره مخ یاست یا خپله کیسه شریکه کړئ،و تاسو غواړئ د ځوان مهاجرینو د ټولنې برخه شئ، تاسو کولی شئ د U-report سره یوځای شئ:

  • ویب پاڼه وګورئ: https://onthemove.ureport.in/join/
  • دلته د فیسبوک کې پیغام واستوئ

د انسان قاچاق او د کارګرانو استثمار یا ناوړه ګټه اخستنه

انساني قاچاق د خلکو استخدام، ترانسپورت او په نامناسبو لارو لکه زور، درغلۍ او فریب له لارې د هغوی د ناوړه ګټې اخیستنې په موخه د خلکو استقبال دی .

د کار استثمار یا ناوړه ګټه اخستنه هغه عمل دی چې یو شخص د تاوتریخوالي یا ګواښ له لارې یو کس دې ته اړ باسي چې پرته له غیر متناسب معاش سره کار وکړي.

که تاسو د قاچاق او کارګرانو ناوړه ګټه اخستنې یا د استثمار قرباني یاست، یا که تاسو غواړئ د اړوند جرم راپور ورکړئ، تاسو کولی شئ د قاچاق ضد ملي مرستې لاین سره اړیکه ونیسئ:

  • ۸۰۰۲۹۰۲۹۰ ته زنګ ووهئ (د ټولو شبکوڅخه څخه)
  • ۰۰۳۹۳۴۲۷۷۵۴۹۴۶ ته زنګ ووهئ (د LycaMobile شمیرو څخه)

د مرستې لاین وړیا او ۲۴ ساعته هره ورځ فعال دی . د مرستې لاین په لاندې ژبو کې شتون لري: انګلیسي، هسپانوي، البانیايي، رومانیايي، روسی، مالدوان، اوکرایني، نایجیریایي، چینایي، پولنډي، پرتګالي او عربي.

یو متخصص آپریټر به ستاسو ملاتړ وکړي او تاسو سره به د محلي اتحادیي په موندلو کې مرسته وکړي چیرې چې تاسو فزیکي ملاتړ ترلاسه کولی شئ.

په کرنه کې د ډله ایز مدیریت او کارګرانو استثمار

که تاسو د سویلي ایتالیا له پنځو سیمو(Basilicata, Calabria, Campania, Puglia and Sicily) څخه په یوه کې د ډله ایزې ادارې او کارګر استثمار یا ناوړه ګته اخستنې قرباني یا احتمالي قرباني یاست تاسو کولی شئ د ډله ایزې ضد ادارې مرستې میز یا مزکز سره اړیکه ونیسئ:

  • ۸۰۰۹۳۹۰۰۰ ته زنګ ووهئ
  • ۰۰۳۹۳۵۰۹۰۹۲۰۰۸ واتس آپ ته پیغام واستوئ
  • info@helpdeskanticaporalato.org ته بریښنالیک واستوئ

د مرستې میز یا مرکز د دوشنبې څخه تر جمعې پورې، د سهار له ۹:۳۰ بجو څخه د ماښام تر ۶ بجو پورې فعال دی. خدمات په لاندې ژبو کې شتون لري: انګلیسي، فرانسوي، عربي،Pidgin، Edo/Bini، Wolof، منډینکا، فولا، پولار ، او نور د غوښتنې سره سم.

یو متخصص آپریټر به تاسو ته قانوني، مسلکي او اداري ملاتړ چمتو کړي

LGBTQI+ ټولنه

Il Grande Colibrì

که تاسو د LGBTQI+ ټولنې غړی یاست او تاسو مرستې،لارښوونې او ملاتړ ته اړتیا لرئ تاسو کولی شئ:

  • info@ilgrandecolibri.com ته بریښنالیک واستوئ

یو ځانګړی یا متخصص آپریټر به تاسو سره له لیرې مرسته وکړي یا تاسو سره د ځایی اتحادیو موندلو کې مرسته وکړي چیرې چې فزیکي ملاتړ ترلاسه کړئ.

دلته تاسو د جندر، جنسیت او مهاجرت اړوند موضوعاتو په اړه د ډیری ځانګړو انجمنونو او پروژو نقشه موندلی شئ. دوی کولی شي تاسو سره د نړیوال ملاتړ غوښتنه کولو کې هم مرسته وکړي.

Migra Arcigay

که تاسو د LGBTQI+ ټولنې غړی یاست او تاسو مرستې، لارښوونې او قانوني ملاتړ ته اړتیا لرئ تاسو کولی شئ:

  • ۰۰۳۹۳۴۸۷۶۶۹۲۹۸ ته زنګ ووهئ
  • migra@arcigay.it ته بریښنالیک واستوئ

یو ځانګړی یا تخصصي آپریټر به تاسو سره د تلیفون له لارې مرسته وکړي یا تاسو سره د محلي اتحادیې موندلو کې مرسته وکړي چیرې چې تاسو فزیکي ملاتړ ترلاسه کړئ.

رواني - ټولنیز ملاتړ

که تاسو رواني ملاتړ ته اړتیا لرئ یا تاسو د یو چا سره خبرې کولو ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د Ipso پاملرنې مرکز سره اړیکه ونیسئ:

  • دلته د Ipso پاملرنې مشاور سره آنلاین خبرې وکړئ

د مرستې لاین د دوشنبې څخه تر جمعې پورې، د سهار له ۹ بجو څخه د ماسپښین تر ۵ بجو پورې فعال دی. د مرستې لاین په ډیرو مختلفو ژبو کې شتون لري، په شمول د انګلیسي، فرانسوي او عربي.

تبعیض

UNAR

که تاسو هر ډول تبعیض هدف یا شاهد یاست، تاسو کولی شئ د تبعیض ضد ملي تماس مرکز سره اړیکه ونیسئ:

  • ۸۰۰۹۰۱۰۱۰ ته زنګ ووهئ
  • دلته آنلاین راپور ثبت کړئ

د مرستې لاین وړیا او د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له ۸ بجو څخه د ماسپښین تر ۸بجو پورې فعاله وي.

یو متخصص آپریټر به تاسو ته د تبعیض چلند د راپور ورکولو به اړه معلومات، لارښوونې او ملاتړ وړاندې کړئ.

ASGI

که تاسو شاهد یا د ادارو لخوا تبعیض سره مخ یاست (د مثال په توګه، که تاسو عامه خدماتو ته د لاسرسي اجازه نلرئ یا که تاسو له خپل حق څخه محروم شوي یاست)، تاسو کولی شئ د ASGI - د تبعیض ضد خدماتو سره اړیکه ونیسئ:

  • ۰۰۳۹۳۵۱۵۵۴۲۰۰۸ ته زنګ ووهئ
  • antidiscriminazione@asgi.it ته بریښنالیک واستوئ

دا خدمتونه تبعیضي پیښې څاري او تاسو ته قانوني مرستې چمتو کولی شي. دا په ایتالیایي، انګلیسي او فرانسوي ژبو شتون لري.

لارښوونه او قانوني مرسته

Diaconia Valdese

که تاسو د قانوني لارښوونو لپاره مرستې ته اړتیا لرئ - پشمول د sanatoria,، ډوبلین پروسه، بونس او ​​ګټې، اداري پروسي - تاسو کولی شئ دiaconia Valdese ټولنې مرکزونو سره اړیکه ونیسئ:

  • ۰۰۳۹۳۴۴۱۸۷۴۶۳۱ ته زنګ ووهئ
  • virtualcenter@diaconiavaldese.org ته بريښنالیک واستوئ

د مرستې لاین وړیا او د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له ۱۰بجو څخه د ماسپښین تر۱ بجو پورې فعاله ده. د مرستې لاین په ایتالیايي او انګلیسي ژبو شتون لري.

یو متخصص آپریټر به تاسو سره د تلیفون له لارې مرسته وکړي یا به تاسو په ایتالیا کې د Diaconia Valdese فزیکي مرستې میز یا مرکزو ته لارښوونه وکړي.

UNHCR - ARCI

که تاسو د استوګنې، روغتیایي پاملرنې، اداري پروسو، قانوني مرستې، او لارښوونې په اړه معلوماتو ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د غوښتونکو او ګټه اخیستونکو لپاره د مرستې لاین سره اړیکه ونیسئ چې د UNHCR (د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ) او ARCI(د ایتالیا تفریحي او کلتوري ټولنه) لخوا اداره کیږي.

  • ۸۰۰۹۰۵۵۷۰ ته زنګ ووهئ ( له هرې شبکې)
  • ۰۰۳۹۳۵۱۱۳۷۶۳۳۵ ته زنګ ووهئ ( د LycaMobile شمېرو څخه )
  • numeroverderifugiati@arci.it ته بريښنالیک واستوئ

د مرستې لاین وړیا او د دوشنبې څخه تر جمعې پورې، د سهار له ۹:۳۰ بجو څخه د ماسپښین تر ۵:۳۰ پورې فعال دی، د څو ژبو غږیز میل (غږیز پیغام) سره د ورځې ۲۴ ساعته فعال دی. د مرستې لاین په ۳۵ څخه زیاتو ژبو کې شتون لري.

یو متخصص یا ځانګړۍ آپریټر به تاسو سر د تلیفون له لارې مرسته وکړي یا تاسو په ایتالیا کې د ARCI د فزیکي مرستې میزونو ته لارښوونه او وصل وکړي.

د مهم او ګټورو خدماتو نقشه

دلته، لاندې تاسو کولی شئ د ځینې خدماتو نقشې وګورئ؛ مګر، موږ تضمین نه شو کولی چې معلومات تازه دي. موږ وړاندیز کوو چې تاسو د خدماتو چمتو کونکي سره اړیکه ونیسئ ترڅو د لیدو ساعتونو او وړاندې شوي خدماتو تصدیق کړي.

که تاسو بیا کتنه کول غوره کوئ یا مرستې ته اړتیا لرئ، موږ ته تشخصي پیغام لیږل مه هیروئ .

Juma نقشه

دلته، تاسو کولی شئ هغه نقشه وګورئ چې د UNHCR او ARCI لخوا رامینځته شوې که تاسو اړتیا لرئ:

  • اداري/قانوني یا حقوقي مرسته
  • د کار موندنې
  • د ایتالیایي ژبې ښوونځي یا کورسونه
  • د تاوتریخوالي ضد مرکزونه

دا نقشه په ډیرو مختلفو ژبو کې شتون لري - په شمول د عربي، پنجابي او اردو.

Trovasocial

دلته، تاسو کولی شئ هغه خدمتونه ومومئ چې کولی شي مرسته وکړي، تاسو ته غوږ ونیسي او لارښوونې چمتو کړي؛ او هم د خواړو ویش خدمتونه او عامه تشنابونه یا حمامونه چمتو کوي.

ګټور یا مهم ځایونه

Questura یا د مهاجرت دفتر

که تاسو د خپل Questura ځای یا موقیعت په اړه ډاډه نه یاست یا تاسو اړتیا لرئ له دوی سره اړیکه ونیسئ تاسو کولی شئ ګوګل یېکړئ: (ستاسو د comuneیا ښاروالۍ نوم)Ufficio Immigrazione + Questura + Comune di

تاسو کولی شئ خپل Questura دلته ومومئ

سیمه ایز کمیسیون

که تاسو د خپل سیمه ایز کمیسیون موقعیت یا ځای په اړه ډاډه نه یاست یا تاسو اړتیا لرئ له دوی سره اړیکه ونیسئ تاسو کولی شئ ګوګل یې کړئ:(ستاسود comune یا د ښاروالۍ نوم) Commissione Territoriale + Comune di

دلته تاسو کولی شئ د خپل سیمه ایز کمیسیون موقعیت یا ځآی، د تلیفون شمیره یا بریښنالیک پته ومومئ

Post office یا پوستي دفتر

د ډیرو پروسیجرونو لپاره، تاسو اړتیا لرئ د پوستې دفتر ته لاړ شئ، چې په ایتالیایي ژبه کې ورته ufficio postale ویل کیږي.

د نږدې پوستې دفتر او د هغې د کاري ساعتونو په اړه معلومات ترلاسه کولو لپاره، تاسو کولی شئ دلته د Cerca یا لټون برخه کې د خپل ښاروالۍ یا Comune نوم لیکلو سره وګورئ.