hero-header

د غیر اروپایی هیوادونو څخه د پوهنتون سند یا دیپلوم په ایتالیا او نورو اروپایی هیوادونو کې هیڅ قانوني ارزښت نلري ، نو دا خورا مهمه ده چې تاسو خپل سند رسمې یا وپیژنئ. د ایتالیا پوهنتونونه هغه ادارې دي چې د رسمي کولو یا پیژندنې پروسې مسؤل دي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ دا مقاله وکولئ:

  • څنګه غوښتنه وکړئ
  • د نړیوال خوندیتوب لرونکو لپاره کړنلاره یا پروسه څه ده
  • څوک مرسته کولی شي

دا مقاله یوازې د اکاډمیک اهدافو لپاره ستاسو د دیپلوم یا تحصیلي سند پیژندلو پروسې باندې تمرکز کوي (د مثال په توګه که تاسو غواړئ په پوهنتون کې نوم لیکنه وکړئ یا خپلو زدکړو د ماسټرۍ او PhD تر کچې ادامه وړکړئ ). په هرصورت، که تاسو اړتیا لرئ چې په ایتالیا کې ستاسو مسلکې وړتیا وپیژندل شئ (د بیلګې په توګه که تاسو ډاکټر، ارواپوه ،انجنیر یاست)، تاسو کولی شئ د اړونده طرزالعمل یا پروسې او ادارو په اړه نور معلومات دلته ومومئ.

ستاسو د بهرنۍ دیپلوم یا سند د پیژندلو څرنګوالی

که تاسو د غیر ایتالیايی پوهنتون څخه سند لرئ، تاسو کولی شئ چې په ایتالیا کې یې رسمي یا وپیژنئ.

د غوښتنې لپاره څه ته اړتیا لرئ

لومړی، تاسو باید په ایتالیایي پوهنتون کې د مساوي کچې سند ومومئ چې په ماهیت، کچه او محتوا کې د هغه درجې یا سند سره مطابقت لري چې تاسو یې پیژندل غواړئ. دلت تاسو کولی شئ په ایتالیا کې د پوهنتونونو لیست ومومئ.

کله چې تاسو پوهنتون پیدا کړ چې د ورته درجې یا سند وړاندیز کوي ، تاسو کولی شئ د زده کونکي سکرتریت (‘Segreteria Studenti’ په ایتالیايي کې) سره اړیکه ونیسئ ترڅو د نورو معلوماتو غوښتنه وکړئ او د خپل تحصیلي سند پیژندلو لپاره غوښتنه وکړئ.

د غوښتنې کولو لپاره، تاسو اړتیا لرئ:

  • ستاسو پاسپورټ یا معتبر ID یا د هویت سند
  • ستاسو د او سیدو یا اوستوګنې معتبر جواز
  • ستاسو اکاډمیک ډیپلوم یا تحصیلي سند(ژباړل شوی او قانوني یا رسمي شوی)
  • ستاسو د نمرو جدول یا transcripts (ژباړل شوي او قانوني یا رسمي شوي)
  • ستاسو د زدکړي ساحې توضیحات (ژباړه شوي او قانوني یا رسمي شوي)
  • ستاسو د ارزښت اعلامیه

د ارزښت اعالمیه (په ایتالیایي کې 'dichiarazione di valore') یو سند دی چې د بهرني زده کړې سیسټم کې ترلاسه شوي‌ وړتیاوي او سند بیانوي او د اړونده ایتالیا سفارت لخوا صادریږي.

په یاد ولرئ که چیري تاسو د نړیوال خوندیتوب لرونکی یاست ، ایتالیایي ادارې کولی شي تاسو سره د ارزښت اعالمیه ترلاسه کولو یا ستاسود اسنادو پيژندلو کې که تاسو اړین تصدیقونه یا سندونه نه لرئ مرسته وکړي. مهرباني وکړئ لاندې معلومات وګورئ.

د کړنلارې یا پروسي پایلې

د ټولو اړونده اسنادو سپارلو وروسته، یو کمیسیون به ستاسو د سند محتوا او هغه ازموینې چې تاسو یې د بشپړولو په وخت کې ورکړي به د اړوند ایتالیایي سند یا درجې سره پرتله کړي. ارزونه به د لاندې انتخابونو څخه یوه پایله ولري:

  • ستاسو سند پیژندل شوي دی
  • ستاسوسند نه دی پیژندل شوې
  • تاسو اړتیا لرئ د خپلې اسنادو پیژندلو لپاره نور کریډیټ ترلاسه کړئ چې په په ایتالیاي کې ورته (‘abbreviazione di corso’) وايې

که تاسو د نړیوال خوندیتوب لرونکی یاست

که تاسو خپل اکاډمیک یا تحصیلي اسناد له ځانه سره لرئ

که تاسو د کډوال یا فرعي خوندیتوب دریځ لرئ او خپل اکاډمیک یا تحصیلي اسناد له ځانه سره لرئ، دایتالیا د بهرنیو چارو وزارت به تاسو سره د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې د ارزښت اعالمیې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

د پروسې د پیل کولو لپاره، مهرباني وکئ خپل شخصي معلوماتو، پته، بریښنالیک او تلیفون شمیرېdgsp-07@esteri.it ته واستوئ، او ستاسو د اکادمیک یا تحصیلي سند، د استوګنې جواز او د هویت کارت یا د سفر سند یوه کاپي ضمیمه کړئ.

تاسو کولئ شی نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.

په بدیل سره، CIMEA (د ایتالیا د اکادمیک پیژندنې معلوماتو مرکز) ستاسو د وړتیا د پرتله کولو تصدیقونه وړیا چمتو کوي. د پرتله کولو تصدیق ستاسو د زدکړي کچه د اروپایی سیستم یا چوکاټ سره سم په ګوته کوي. مهرباني وکړئ، cis@cimea.it سره اړیکه ونیسئ یا دلته د Diplome پلت فارم کې راجستر کړئ.

ځینې پوهنتونونه ممکن د CIMEA تصدیق ونه مني. موږ وړاندیز کوو چې تاسو دغوښتنې کولو دمخه د خپل پوهنتون د محصیلینو سکرتریت یا Segreteria Studenti تصدیق وکړئ.

که خپل ډیپلوم یا تحصیلي اسناد له ځان سره نلرئ

که تاسو د خپل اصلي هیواد لخوا صادر شوي ټول یا ځینې اړین سندونه نلرئ، د کډوالو لپاره د اروپا د وړتیاو پاسپورټ (EQPR) ممکن ستاسو د وړتیا پیژندلو کې اسانتیا رامنځته کړي.

د EQPR ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید دEQPR پلت فارمکې یو حساب جوړ کړئ او د خپلې زده کړې او مسلکي تجربې په اړه معلوماتوت شریک کړئ. یو اکاډمیک کمیسیون به ستاسو پروفایل یا مشخصات ارزوي او ستاسو وړتیاو ارزولو لپاره به تاسو سره مرکه وکړي.

تاسو کولی شئ د EQPR په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.

څوک مرسته کولی شي

تاسو کولی شئ په لاندې ویب پاڼو کې د بهرنیو اسنادو پیژندلو پروسې په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ: