hero-header

د ایتالیا د اساسي قانون له مخې بیړنۍ روغتیا پاملرنې باید هرچا ته چمتو شي، حتی بې اسنادو خلکو ته. په هرصورت یوازې هغه خلک چې د اعتبار وړ د استوګنې جواز permesso di soggiorno لري حق لري چې د ایتالیا د عامې روغتیا پاملرنې سیسټم سره وړیا نوم لیکنه وکړي چې د Servizio Sanitario Nazionale (SSN) په نوم پیژندل کیږي.

تاسو کولی شئ ددي مقالې په مرسته نور معلومات ترلاسه کړئ:

څوک وړ یا په شرایطو برابر دی

که څه هم هرڅوک د روغتیا پاملرنې حق لري، هغه خدمتونه او ګټې چې تاسو ورته لاسرسی لرئ په دې پورې اړه لري چې آیا تاسو د اعتبار وړد استوګنې جواز یا permesso di soggiorno لرئ یا نه.

که تاسو د اعتبار وړ د استوګنې جواز یا permesso di soggiorno نه لرئ

که تاسو د پیژندنې اسناد یا د اعتبار وړ د استوګنې جواز یا permesso di soggiorno نلرئ، تاسو بیاهم حق لرئ چې بیړني او اړین روغتیا پاملرنې ته لاسرسی ومومئ، او تاسو ته اجازه درکول کیږي چې د ایتالیا روغتونونو ته لاړ شئ. که تاسو پدې حالت کې یاست او تاسو بیړنۍ طبي پاملرنې ته اړتیا لرئ تاسو به د STP کارت ترلاسه کړئ. په ایتالیایي کې، "STP" اصلي بڼه "Straniero Temporaneamente Presente" ده ، دا پدې مانا ده چې بهرنی په لنډمهاله توګه په ایتالیا کې ژوند کوي.

په هرصورت، تاسو د ایتالیا د عامې روغتیا پاملرنې سیسټم لپاره د راجستر کولو حق نه لرئ.

نورمعلومات ترلاسه کړئ:روغتیایی پاملرنې ته څنګه لاسرسی ومومئ که تاسو د پناه غوښتنه نه وي کړې

که تاسو د اعتبار وړد استوګنې جواز یا permesso di soggiorno لرئ

که تاسو د اعتبار وړد استوګنې جواز یا permesso di soggiorno لرئ، یا تاسو د خپل جواز غوښتنلیک رسید یا د نوي کولو رسید لرئ، تاسو حق لرئ چې د ایتالیا د عامې روغتیا پاملرنې سیسټم یا "Servizio Sanitario Nazionale (SSN)" سره راجستر شئ.

لکه څنګه چې د روغتیا وزارت لخوا په یوه فرمان یا circular کې ویل شوي، دا موضوع صحیح ده که تاسو sanatoria لپاره غوښتنه کړ .

ستاسو ماشومان او د کورنۍ کوم بل غړی چې ستاسو مسوولیت وي هم حق لري چې د ایتالیا د روغتیا پاملرنې سیسټم سره راجستر شي.

که تاسو د استوګنې په مرکز یا کمپ کې یاست، تاسو به هلته لومړنۍ طبي پاملرنه ترلاسه کړئ، مګر دا چې تاسو ځانګړې مرستې ته اړتیا ولرئ.

که تاسو نور په کمپ کې نه یاست، تاسو اړتیا لرئ چې په خپله SSN سره ځان راجستر کړئ.

که تاسو د۶ میاشتو د پناه غوښتنه یا richiesta asilo لرئ

که تاسو پناه غوښتونکي یاست، تاسو حق لرئ چې د ایتالیا د عامې روغتیا سیسټم سره راجستر شئ، حتی که تاسو د iscrizione anagrafica لپاره راجستر شوی نه وي.

تاسو کولی شئ د دواړو رسیدونو چې دا ثابتوي چې تاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کړی،سره راجستر کړئ یا د ۶ میاشتو Permesso per Richiesta Asilo سره.

که ستاسو Azienda Sanitaria Locale (ASL) تاسو ته اجازه نه ورکوي چې د روغتیا پاملرنې سیسټم سره راجستر شئ، موږ وړاندیز کوو چې تاسو د ASGI د تبعیض ضد خدماتو سره اړیکه ونیسئ: دي شمیرې ته زنګ ووهئ: ۰۰۳۹۳۵۱۵۵۴۲۰۰۸ بریښنالیک: antidiscriminazione@asgi.it

زه څنګه کولی شم د ایتالیا د عامې روغتیا سیسټم سره راجستر کړم؟

که تاسو غواړئ د عامې روغتیا سیسټم سره راجستر شئ نو تاسو باید د روغتیا پاملرنې سیمه ایز دفتر ته لاړ شئ، چې د Azienda Sanitaria Locale (ASL) په نوم یادیږي. په ایتالیا کې ډیری ښارونه د دې دفترونو څخه یو لري.

په ASL کې، تاسو باید لاندې موارد راوړي:

  • د اعتبار وړ د پیژندنې سند
  • ستاسو د استوګنې جواز، یا ستاسو د جواز غوښتنلیک رسید یا د نوي کولو رسید
  • د استوګنځې د ځان تصدیق

ستاسو د ASL موندلو لپاره "ASL + ______." ګوګل کړئ. په خالي ځای کې د هغه ښار نوم ولیکئ چیرې چې تاسو اوسیږئ.

د SSN سره راجستر کولو لپاره، دا وړاندیز کیږي مګر لازمې نه دی چې لومړی ستاسو د استوګنې ښاروالۍ د راجستر دفتر کې راجستر کړئ. تاسو کولی شئ د iscrizione anagrafica کړنالارې په اړه نور معلومات دلته په کلیک کولو سره ومومئ.

زه څومره وخت کولی شم د ایټالیا د عامې روغتیا پاملرنې سیسټم سره راجستر شم؟

تاسو به د Servizio Sanitario Nazionale سره تر هغه وخته پورې ثبت پاتې شئ چې تاسو د اعتبار وړ جواز لرئ، پشمول کله چې ستاسو د استوګنې جواز نوي کیږي.

ولې زه باید د عامې روغتیا سیسټم سره راجستر شم؟

وځل چې تاسو د عامې روغتیا سیسټم سره راجستر کړئ، تاسو به یو کارت ترلاسه کړئ، چې په ایتالیایي کې "tessera sanitaria" نومیږي، کوم چې تاسو ته ډیری عامه خدماتو ته لاسرسی درکوي، لکه مګر په لاندې مواردو محدود ندي:

  • که تاسو ناروغ یاست، یو متخصص وګورئ
  • د وینې معاینات
  • د پاملرنې مختلف ډولونه چې ممکن تاسو ورته اړتیا ولرئ
  • د کورنۍ ډاکټر څخه مرسته (“medico di base” په ایتالیایي کې) یا د ماشومانو ډاکټر - د کورنۍ ډاکټر په اړه د نورو معلوماتو لپاره لاندې برخه وګورئ.

نور معلومات ترلاسه کړئ:د روغتیا بیمې کارت یا TESSERA SANITARIA

Medico di base

یوځل چې تاسو د Servizio Sanitario Nazionale (SSN) سره راجستر شئ، تاسو حق لرئ چې د کورنۍ ډاکټر غوره کړئ، په ایټالیا کې ورته "میډیکو دی بیس" وایي.

که تاسو د ۱۴ کلونو څخه کم ماشومان لرئ، تاسو اړتیا لرئ چې د دوی لپاره د ماشومانو ډاکټر غوره کړئ، کوم چې د ماشومانو روغتیا کې متخصص ډاکټر دی.

ستاسو ډاکټر یا د ماشومانو ډاکټر تاسو د ایتالیا د روغتیا پاملرنې سیسټم سره نښلوي. که تاسو ناروغ یاست، درمل ته اړتیا لرئ، یا غیر بیوني طبي پاملرنې ترلاسه کوئ، تاسو باید د خپل کورني ډاکټر څخه مرسته وغواړئ.

ترڅو زده کړي چې دا څنګه ترسره کړي. څرنګه چې هر ASL خپل ځانګړی میتود او پروسه لري، موږ وړاندیز کوو چې تاسو د دې پروسي څرنګوالي زده کولو لپاره خپل ASL ویب پاڼه وګورئ.

دلته تاسو کولی شئ په ټوله ایتالیا کې د ټولو ASL سره نقشه ومومئ. پاڼې ته د ننوتلو وروسته، تاسو به د ایتالیا نقشه وګورئ. په هغه سیمه چې تاسو پکې ژوند کوئ کلیک وکړئ ترڅو د خپلASL اړیکو لپاره پته او معلومات ومومئ.

دا څومره لګښت لري؟

د Servizio Sanitario Nazionale (SSN) سره راجستر کیدل وړیا دی.

د ځانګړو طبي خدماتو لپاره تاسو باید "ټیکټ" واخلئ، کوم چې د ملي روغتیا لګښتونو کې د ونډه یا مرستې لپاره فیس دی.

د ټکټ له ورکولو څخه معافیت

که تاسو په منظمه توګه د SSN سره راجستر یاست نو لکه د ایتالیا اتباعو تاسو د ټیکټ څخه د معافیت حق لرئ. تاسو ممکن معافیت ترلاسه کړئ، ستاسو د عاید، د کار وضعیت یا که تاسو په ځانګړي شرایطو کې یاست (د مثال په توګه که تاسو امیندواره یاست یا که تاسو یو ځانګړی ناروغي لرئ)ً په اساس.

په هغه صورت کې چې تاسو لږ عاید لرئ یا بیکاره یاست تاسو ممکن د E2 د معافیت کوډ لپاره وړ یاست.

د وړ په شرایطو برابر کیدو لپاره، ستاسو د کورنۍ کلنۍ عاید باید د ۸.۲۶۳,۳۱ یورو څخه کم وي که تاسو یوازې یاست، او ۱۱.۳۶۲,۰۵ یورو که تاسو په مالي توګه تاسو پورې تړلی کورنۍ غړي لرئ. دا اعظمي اندازه باید د هر ماشوم چې تاسو یې مسوولیت لری یا په تاسو تړلی دی م لپاره ۵۱۶,۴۶ یورو زیاته شي. د مثال په توګه، که ستاسو په کورنۍ کې تاسو، ستاسو د ژوند ملګړی او ۲ ماشومان شامل وي ستاسو کلنۍ کورنۍ عاید باید د ۱۲.۳۹۴,۹۷ یورو څخه کم وي.

معافیت د کورنۍ ټولو غړې چې تاسو یې مسولیت یا په تاسو تړلي دي ته تطبیق کیږي.

د معافیت ترلاسه کولو لپاره تاسو اړتیا لرئ خپل عاید ثابت کړئ، او تاسو کولی شئ تاسو کولی شئ دا د خپل تیر کال عاید او/یا د بیکارۍ وضعیت ASL سند او د ځان تصدیق چمتو کولو له لارې ترسره کړئ.. ASL به تاسو ته د معافیت ترلاسه کولو لپاره یو ځانګړی سند وړاندې کړي.

که تاسو پناه غوښتونکي یاست نو تاسو هم استثناوو لپاره وړ یا په شرایط برابر یاست

د پناه غوښتونکو لپاره د استثنا کوډ کولی شي له ASL څخه ASL ته بدل شي. له همدې امله موږ تاسو ته وړاندیز کوو چې د خپل محلي ASL سره وګورئ ترڅو نورمعلومات ترلاسه کړئ. تاسو کولی شئ د ټولو ASL او د استثنا کوډ لیست چې دوی یې کاروئ دلته ومومئ.

غواړئ نورمعلومات ترلاسه کړئ؟ د LasciateCIEntrare په همکارۍ د Watch the video created by لخوا جوړه شوی ویډیو وګورئ.

 

که تاسو دلته کلیک وکړئ تاسو کولی شئ ویډیو په ایتالیایي، فرانسوي، عربي، بنګالې او اردو ژبو کې هم ومومئ.

def