اتل سرلیک

که تاسو مهاجر یا کډوال یاست چې د تیرو پنځو کلونو راهیسې په منظمه او قانونې توګه په ایټالیا کې د اعتبار وړ جواز سره ژوند کوئ، تاسو کولی شئ د Permesso di Soggiorno UE per Soggiornanti di Lungo Periodo (د اروپایي اتحادیي اودمهاله اجازه ) لپاره غوښتنه وکړئ.

د‘ex carta di soggiorno’, Also known as ‘ex carta di soggiorno’, یا ‘00’ په نامه هم پیژندل کیږي، پرته د سختو دولتي امنیتي دلایلو له امله٬ دا جواز تاسو ته د ایټالیا څخه د اخراجیدو مخه نیسي او تاسو ته د دې وړتیا درکوي چې د محلي عامه ژوند په ځینو ډولونو یا فعالیتونو کې برخه واخلئ ( د مثال په توګه، تاسو کولی شئ د ښاروالۍ په کچه په ټولپوښتنه کې رایه ورکړئ). دا جواز د هویت سند په توګه هم د اعتبار وړ دی.

د EU اوږدمهاله جواز تاسو ته اجازه درکوي چې په منظم ډول د EU په بل هیواد کې کار یا زده کړه وکړئ (د ډنمارک او آیرلینډ په استثنا سره). د دې لپاره، تاسو اړتیا لرئ چې د اروپايي اتحادیې د هغه هیواد چارواکو څخه د بل اجازې غوښتنه وکړئ چې تاسو غواړئ مهاجرت وکړئ. د دې کار کولو سره، تاسو به خپل ایټالیایي اوږد مهاله EU جواز له لاسه ورنکړي. په یاد ولرئ چې د EU هر هیواد د EU اوږدمهاله جواز لرونکو ته د جواز ورکولو لپاره خپل مقررات لري چې د EU بل غړي هیواد لخوا خپاره شوي. له همدې امله موږ وړاندیز کوو چې تاسو د اړونده قونسلګرۍ سره اړیکه ونیسئ ترڅو پوه شئ چې پروسه څنګه کار کوي.

10 years validity

تاسو کولی شئ د دې مقالې په مرسته د لاندې مواردو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:

څوک کولی شي غوښتنه وکړي

د دې لپاره چې د EU اوږدې مودې جواز لپاره غوښتنه وکړئ ، تاسو باید:

  • د استوګنې یو معتبر جواز ولرئ چې تاسو ته د غوښتنې کولو اجازه یا وړتیا درکوي
  • لږترلږه ۵ کاله په منظم ډول په ایټالیا کې اوسیدلي اوسئ
  • کلنی عاید مو لږ تر لږه د ټولنیز چک سره مساوي یا پورته وي
  • په ایټالیا په ښآروالۍ کې د استوګنې ځای ثبت کړئ (په انګلیسي کې ورته municipality وایې)

که تاسو د کډوال یا فرعي خوندیتوب دریځ نه لرئ، تاسو باید دا هم ولرئ:

  • د ایټالیایي ژبې A2 کچه ولرئ
  • di idoneità alloggiativa (په انګلیسي کې ورته د استوګنې یا د کور مناسبیت سند وایې) سند ترلاسه کړئ - که چیري تاسو د خپلې کورنۍ لپاره هم غوښتنه کوئ.

د دې اجازه لپاره د غوښتنې کولو لپاره، تاسو باید خپل جرمي ریکارډ هم وسپارئ. په هرصورت، دا پدې معنی ندي چې که تاسو په کوم جرم محکوم شوي یاست، ستاسو غوښتنلیک به په اوتومات ډول رد شي. دا به یوازې هغه صورت کې رد شي چې که تاسو د ځانګړو جرمونو په لیست محکوم شوي یاست. د عامه نظم او دولتي امنیت لپاره خطرناک خلک نشي کولی دا اجازه ترلاسه کړي.

ستاسو قانوني د ژوند ملګري، د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان او مور او پلار چې یوځای ژوند کوي هم کولی شي تاسو سره د EU د اوږدې مودې اجازه غوښتنه وکړي، یا وروسته له دې چې تاسو دا اجازه ترلاسه کړئ، که شرایط پوره کړئ.

د هر ډول سرګردانۍ یا ګډوډۍ څخه مخنیوي لپاره، موږ په لاندې جدول کې اړتیاوې لنډیز کړي دي:

pds_LUNGO_PERIODO.png

د اوسیدو یا استوګنې اجازه

تاسو باید د دې جواز لپاره د د غوښتنې کولو لپاره د اوسیدو یا د استوګنې معتبر جواز ولرئ. په هرصورت، تاسو نشئ کولی د دې لپاره غوښتنه وکړئ که تاسو لاندې اسنادونه لرئ:

په هرصورت، د استوګنې دا جوازونه (د ویزو او لنډمهاله جوازونو استثنا سره)، حتی که permesso di lungo periodo ته مستقیم لاسرسی ورنکړي، د منظم استوګنې د ۵ کلنې مودې په محاسبه کې ګټور دي. له همدې امله، کله چې اجازه درکړل شي او که تاسو اړتیاوې پوره کړئ ، تاسو کولی شئ خپل جواز په بل جواز بدل کړئ چې تاسو ته اجازه درکوي د وړ کیدو لپاره د اوږدمهاله جواز لپاره غوښتنه وکړئ.

که تاسو د ځانګړي خوندیتوب جواز(protezione speciale permit) لرئ ، تاسو د excarta di soggiorno لپاره وړ یا په شرایطو برابرنه یاست. د وړ کیدو لپاره ، تاسو باید بیا خپل ۲ کلن جواز د کار یا کورنۍ په جواز بدل کړئ ، که تاسو اړتیاوې پوره کړئ.

اوسیدل: لږترلږه ۵ کاله په ایټالیا کې

تاسو باید لږترلږه ۵ پرله پسې کاله په ایټالیا کې ژوند کړی وي او د اعتبار وړ ایټالیايي د استوګنې جواز ولرئ.

په ایټالیا کې ستاسو پاتې کیدل مدام یا بی وقفه ګڼل کیږي که چیرې تاسو په یو وخت کې له ۶ میاشتو څخه ډیر له هیواد څخه بهر پاتې نه یاست - په ټولیز ډول په ۵ کلونو کې له ۱۰ میاشتو څخه ډیر نه وي (مګر د جدي دلیلونو لکه جدي روغتیایی ستونزو له امله). دا قضیه صدق کوي که تاسو د سفر قواعدو ته درناوی وکړئ.

که تاسو د خپلې کورنۍ د غړو لپاره هم غوښتنه کوئ، دوی باید په ایټالیا کې د ۵ کلونو لپاره ژوند کړی وي.

له کوم وخته ایټالیا کې د خپل د ۵ کلونو محاسبه پیل کړم؟

که تاسو فرعي خوندیتوب یا د کډوالۍ دریځ لرئ، تاسو کولی شئ د خپل C3 فورمې په سپارلو سره د پناه غوښتنې د غوښتنې له وخت څخه د خپلو ۵ کلونو محاسبه پیل کړئ.

که تاسو بل جواز لرئ (د مثال په توګه، د کار یا کورنۍ جواز )، تاسو کولی شئ د هغه وخت څخه چې تاسو خپل لومړی جواز ترلاسه کړی د ۵ کلونو محاسبه پیل کړئ.

که تاسو دprotezione speciale ځانګړي خوندیتوب جواز لرئ او تاسو غواړئ د ex carta di soggiorno لپاره غوښتنه وکړئ، تاسو باید لومړی دا د کار یا کورنۍ جواز ته بدل کړئ. په دې قضیه کې د ۵ کلونو محاسبې طریقه ممکن نظر په Questure توپیر ولري. ځینې Questure د ۵ کلونو محاسبه له کله چې تاسو خپل permesso per richiesta asilo ترلاسه کړ پیل کوي، په داسې حال کې چې نور Questure له هغه وخته چې تاسو خپل permesso per protezione speciale ترلاسه کړ پيل کوي. که Questura د هغه وخت د شمیرلو څخه انکار وکړي کله چې تاسود د پناه غوښتونکي جواز درلود، تاسو کولی شئ د مدافع وکیل په مرسته د رد غوښتنه وکړئ.

تاسو کولی شئ دلتهد یو بریالي بیاکتنې غوښتنلیک ومومئ!

عاید: لږترلږه د ټولنیز چک اندازه

د ex carta di soggiorno دغوښتنې کولو لپاره، تاسو اړتیا لرئ تاسو باید لږ تر لږه کلنۍ عاید ولرئ چې د ایټالیا د کلني ټولنیز امنیت چک ( په ایټالیایي کې ورته ‘assegno sociale’ وایې) سره مساوي یا لوړ وي . د ۲۰۲۲ لپاره، دا په ۶۰۷۹,۴۵ یورو او د ۲۰۲۳کال لپاره په ۶,۵۴۲.۵۱ یورو ټاکل شوی. دا مقدار د کورنۍ د هر اضافي غړي لپاره چې تاسو یې لرئ ۵۰٪ ډیریږي. د مثال په توګه، که تاسو دوه کسان یاست (یعنې د کورنۍ یو اضافي غړی) هغه عاید چې تاسو ورته اړتیا لرئ €۹,۸۱۳.۷۷ وي، که تاسو درې کسان یاست نو دا به €۱۳,۰۸۵.۰۲ وي او داسې نور. تاسو کولی شئ د خپلې کورنۍ د غړو عاید جمع کړئ چې یوځای ژوند کوي.

د دې لپاره چې ثابته کړئ چې تاسو اړین عاید لرئ، تاسو کولی شئ د د تیر کال د خپل عاید مالیه (په ایټالیا کې 'dichiarazione dei redditi' وایې) د CU, 730 یا REDDITI فورمې له لارې وړاندې کړئ. که تاسو تیر کال کافي عاید نه درلود، مګر تاسو اوس داسې دنده لرئ چې تاسو ته اجازه درکوي لږ تر لږه عاید ته ورسیږئ، تاسو کولی شئ payslip یا د معاش رسید ( په ایټالیا کې ورته ‘busta paga’ وایې) او ستاسو د کار قرارداد وړاندې کړئ. بورسونه د عاید محاسبه لپاره ګټور ندي.

د DICHIARAZIONE DEI REDDITI په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ

د هغو خلکو لپاره اضافي اړتیاوې چې د کډوال حالت یا فرعي خوندیتوب نلري

که تاسو پرته د asilo politico یا protezione sussidiaria ٬ permesso di soggiorno ٬ د بل وړ جواز لرونکي په توګه غوښتنه وکړئ، په ایټالیا کې د ۵ کالو دوامده اوسیدو٬ لږ تر لږه کلنی عاید او جرمي ریکارډ سربیره تاسو باید لاندې اړتیاوې هم پوره کړئ.

د ایټالیایي ژبې د A2 کچې ثابتولو سند

که تاسو د کډوال یا فرعي خوندیتوب حالت نلرئ، تاسو باید هم دا ثابت کړئ چې تاسو د ایټالیایي ژبې د A2 کچه لرئ ترڅو د permesso di lungo periodo لپاره غوښتنه وکړئ. تاسو له دې څخه معاف یاست که تاسو د ژبې زده کړې معلولیت سند لرئ.

تاسو کولی شئ د خپلې ژبې کچه د CPIA سند یا رسمي ایټالیایي ژبې رسمي سندونه (CELI, CILS, PLIDA, CERT) سره ثابت کړئ چې دا ثابتوي چې تاسو لږترلږه د A2 کچه لرئ، لږترلږه د terza میډیا یا د پوهنتون د شمولیت څخه د ایټالیا ډیپلوم لرئ. که تاسو دا سندونه نلرئ، تاسو باید دلته د Sportello Unico portal پورتل کې د وخت اخستو له لارې د ژبې ځانګړې ازموینه ورکړئ.

د ایټالیایي ژبې زده کول او ژبی سندونه په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

د داستوګنې مناسبیت سند یا Certificato di idoneità alloggiativa (که تاسو غواړئ د خپلې کورنۍ لپاره هم غوښتنه وکړئ)

که تاسو غواړئ چې د خپلې کورنۍ لپاره هم د permesso di lungo periodo غوښتنه وکړئ، په هغه صورت کې چې تاسو د کډوال دریځ یا د فرعي خوندیتوب لرونکی نه یاست، تاسو باید د د کور مناسبیت سند (په انګلیسي کې certificate of housing suitability وایې) هم چمتو کړئ. ککوم چې دا ثابتوي چې ستاسو کور اندازه او د روغتیا او حفظ الصحې معیارونه د هغه شمیر خلکو لپاره پوره کوي چې هلته اوسیږي.

ددې په اساس چې تاسو چیرته یاست، تاسو کولی شئ د دې سند غوښتنه د ښاروالۍ (‘Comune’ په ایټالیا کې) یا ولایت (په ایټالیا کې Prefettura) دفتر څخه وکړئ. د مثال په توګه، که تاسو د روم په سیمه کې اوسیږئ، تاسو باید د دې لینک له لارې غوښتنه وکړئ دلته ، پداسې حال کې چې که تاسو په میلان کې اوسیږئ نو تاسو باید دا دلته په خپل Municipio په کلیک کولو سره ترسره کړئ. یو متخصص به ستاسو په ځای کې ارزونه ترسره کړي او او که ستاسو کور اړین معیارونه پوره کړي، چارواکي به idoneità alloggiotiva صادر کړي.

څنګه غوښتنه وکړئ

که تاسو ټولې اړتیاوې پوره کړئ، تاسو کولی شئ د پوستې دفتر ته لاړ شئ او دلاندې اسنادو سره ژیړ کیټ یا کڅوره ډک کړئ مخکې له دې چې ستاسو جواز پای ته ورسیږي د اوږدې مودې EU جواز لپاره غوښتنه وکړئ.

که تاسو د کډوال دریځ نه لری یا د فرعي خوندیتوب لرونکی نه یاست، تاسو باید په کټ یا د اسنادو کڅوړه کې لاندې موادرد هم شامل کړئ:

  • ستاسو د ایټالیایي ژبې د سند کاپي، که تاسو دمخه لرئ
  • د idoneità alloggiativa سند، او د کورنۍ دریځ لپاره د ځان تصدیق (که تاسو د خپلې کورنۍ لپاره هم غوښتنه وکړئ)

که تاسو د خپلې کورنۍ د غړو لپاره هم غوښتنه وکړئ، تاسو باید د دوی د اسنادو کاپي هم واستوئ.

په پوسته خانه کې، تاسو به د بریښنایی جواز لپاره € ۳۰.۴۶، د دې ډول permesso di soggiorno سره تړلي دولتي لګښتونو لپاره € ۱۰۰، د پوستې دفتر لپاره ۳۰,۰۰ یورو تادیه کولو ته اړتیا ولرئ.

بیا به د پوستې دفتر کارکونکي تاسو ته د کیټ یا داسنادو کڅوړې رسید، د تادیاتو رسید او یو لیک درکوي چې د Questura سره ستاسو د ملاقات نیټه، وخت او ځای لري. د پوستې دفتر څخه ترلاسه شوی رسید وساتئ ځکه چې تاسو به د لاسرسي کوډونو ته اړتیا ولرئ ترڅو وګورئ چې ستاسو جواز دلته چمتو دی، او تاسو باید دا Questura ته هم ورکړئ.

په Questura کې

ستاسو د غوښتنلیک پروسس کولو لپاره معمولا ۳ میاشتې وخت نیسي. کله چې ستاسو جواز چمتو وي٬ Questura به تاسو ته یو پیغام واستوي یا تاسو کولی شئ دلته وګورئ.

په Questura کې تاسو اړتیا لرئ چې لاندې موارد راوړو:

  • د پاسپورټ اندازه 4 قطعه عکسونه
  • په پوسته دفتر کې د تادیاتو رسیدونه
  • Permesso di soggiorno (د استوګنې اجازه)
  • پاسپورت یا د سفر سند
  • د پوسته دفتر کې سپارل شوي اصلي اسناد
  • د ایټالیایي ژبې سند

تاسو کولی شئ د پریکړې څخه د ۶۰ ورځو موده کې سیمه ایز اداري محکمې (TAR په ایټالیایي کې) ته د EU د اوږدمهاله جواز د ردولو په وړاندې د بیاکتنې غوښتنه وکړئ.

د څومره مودې لپاره د اعتبار وړ دی

د EU اوږدمهاله جواز تاسو ته د نامعلومې مودې لپاره د اوږد مهاله اوسیدونکي دریځ درکوي - همدا لامل دی چې ځینې خلک د ‘unlimited’ یا ‘00’ اجازه په نامه هم یادوي.

که تاسو د اروپایی اتحادیې د اوږد مهاله پخوانی جواز لرئ تاسو پوهیږئ چې دا په مخ کې "illimitato" لیکل شوی، او دا چې تاسو اړتیا لرئ په هر ۵ کلونو کې ستاسو د جواز لومړني معلومات (په ایټالیا کې ‘aggiornamento’) تازه کړئ.

په هرصورت، د۲۰۲۱ په جنوري کې د تصویب شوي بین المللي فرمان پراساس، ضعیت یو څه بدلون موندلی دی. د اروپايي اتحادیې نوي بریښنایی اوږدمهاله جوازونو په مخ “illimitato” نه لیکل کیږي٬ بلکه د دې پرځای د ۱۰کلن اعتبار په ګوته کوي . دا یوازې پدې معنی ده چې تاسو باید خپل شخصي معلومات (لکه ستاسو عکس او پته) په هر ۱۰ کلونو کې تازه کړئ ترڅو دا د ID یا پيژندنې سند په توګه معتبر پاتې شي.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې په ایټالیا کې د دایمي استوګنې لپاره ستاسو دریځ د دې مقررې لخوا اغیزه نلري. په اصل کې، د ختمیدو نیټه یوازې ستاسو دplastic permesso پورې اړه لري، نه په ایټالیا کې ستاسو دریځ یا حالت پورې .

مهرباني وکړئ دا هم په یاد ولرئ چې دې نوي بریښنایی جوازونو ته اړول یا بدلیدل به یو تدریجي پروسه وي. د مثال په توګه، که تاسو د ۲۰۲۱ کال د جنوري ۲۰ دمخه د EU اوږد مهاله جواز لرئ، تاسو اړتیا نلرئ خپل اوسنی جواز بدل کړئ.. بل ځل چې تاسو به خپل پرمیسو نوی کړئ، سیمه ایز Questura به د "illimitato" پرځای د ختمیدو نیټې سره د اوږدې مودې EU جواز صادر کړي.

دکړنلارې نوي یا تازه کول

تاسو کولی شئ Modulo 1 په ډکولو او پوست دفتر ته د وړاندې کولو له لارې د excarta di soggiorno د aggiornamento، یا په انګلیسي کې updating procedure (د نوي کولو کړنلاره)لپاره غوښتنه وکړئ.

تاسو کولی شئ د هغه اسنادو په اړه نور معلومات (په ایټالیایي ژبه ) ومومئ چې تاسو ورته اړتیا لرئ مخکې له دې چې پورټل مهاجرت ته لاړ شئ دلته کلیک وکړئ. او د CINFORMI ویب پاڼې کې د ګام په ګام پروسې په اړه معلومات دلته ومومئ.

آیا ex carta di soggiorno واقعیا دایمي ده؟

که څه هم د soggiornante di lungo periodo حالت چې تاسو به د دې جواز سره ترلاسه کوئ دایمي وي، ایټالیا چارواکي ممکن په لاندې مواردو کې ستاسو جواز لغوه کړي:

  • تاسو د ۱۲ میاشتو څخه ډیر د اروپایی اتحادیې څخه بهر پاتې شوی یاست
  • تاسو د ۶ کلونو څخه زیات د ایټالیا څخه بهر پاتې شوي یاست
  • تاسو د اروپايي اتحادیې په بل هیواد کې د EU اوږد مهاله اجازه ترلاسه کړې
  • چارواکو ستاسو د کډوالۍ دریځ یا فرعي خوندیتوب لغوه کړی
  • تاسو د هیواد عامه نظم او امنیت ته خطر جوړ کړی
  • تاسو دا اجازه په درغلۍ سره ترلاسه کړې

په هرحال، که تاسو وړ یاست، ایټالیا چارواکي ممکن یو بل جواز صادر کړي، او تاسو کولی شئ په ایټالیا کې د ۳ کلونو وروسته بیا د EU اوږدمهاله اجازه ترلاسه کړئ - پرته لدې چې تاسو د اخراج حکم ترلاسه کړئ.

قانوني جدا کیدل یا د واده فسخ کیدل په هیڅ حالت کې د EU اوږدمهاله جواز لغوه کیدو لامل نه کیږي.

تاسو کولی شئ د پریکړې څخه د ۶۰ ورځو موده کې سیمه ایز اداري محکمه (TAR په ایټالیایي کې) ته د EU د اوږدې مودې جواز د لغوه کیدو په وړاندې د بیاکتنې غوښتنه وکړئ .

که زه نړیوال خوندیتوب ولرم او بیرته خپل اصلي هیواد ته سفر وکړم څه؟

که تاسو کډوال یاست یا تاسو فرعي خوندیتوب لرئ، نو تاسو به د اروپايي اتحادیې د اوږدمهاله جواز ترلاسه کولو په وخت کې خپل نړیوال خوندیتوب دریځ له لاسه ورنکړي. په حقیقت کې، د plastic permit به “annotazione: protezione internazionale riconosciuta dall’Italia il… ” په ګوته کړي. دا پدې مانا ده د نړیوال محافظت لرونکي په څیر ورته واکونه لاهم په تاسو پلي کیږي. په ورته وخت کې، دا پدې معنی هم ده چې که تاسو بیرته خپل هیواد ته سفر وکړئ، تاسو ممکن د خپل نړیوال خوندیتوب موقف یا دریځ له لاسه ورکولو خطر سره مخ شئ .

د ایټالیا د قانون له مخې، که تاسو خپل هیواد ته د سفرکولو له امله خپل فرعي خوندیتوب یا د کډوال حالت له لاسه ورکړئ پداسې حال کې چې د اروپايي اتحادیې د اوږدې مودې اجازه لیک لري، ستاسو د اوږدې مودې اجازه لیک “annotazione: protezione internazionale” به له منځه ولاړشئ. مخکې له دې چې تاسو خپل هیواد ته د سفر کولو پریکړه وکړئ، دا ښه نظر دی چې د یو قانوني کارپوه سره خبرې وکړئ چې کولی شي ستاسو د قضیې په اړه بحث وکړي ترڅو د نړیوال خوندیتوب له لاسه ورکولو احتمالي پایلو باندې پوه شي.

د EU د اوږدمهاله جواز لرونکي په توګه زما حقونه څه دي؟

که تاسو د اروپايي اتحادیې د اوږدمهاله اجازه ترلاسه کړئ، تاسو حق لرئ چې:

په یاد ولرئ چې دا جواز د پیژندنې سند په توګه اعتبار لري.

کومه پوښتنه لرئ؟ موږ ته په فیسبوک کې شخصي پیغام واستوئ.

def