hero-header

ټول بهرني اتباع چې په منظم او قانونی ډول په ایتالیا کې اوسیږي باید د ښاروالۍ په Anagrafe (د احوالو د ثبت دفتر) کې نوم لیکنه وکړي چې دوی پکې ژوند کوي. دا کړنلاره د ”iscrizione anagrafica” په نوم یادیږي.

هرڅوک باید دا پروسه تعقیب کړئ، ځکه چې دا د ډیری عامه او خصوصي خدماتو ته د لاسرسي لپاره اړین دی.

تاسو کولی شئ ددي مقالې په مرسته د لاندې مواردو په اړه معلومات ترلاسه کړئ:

iscrizione anagrafica څه شی دی

Iscrizione anagrafica د استوګني ځای غوره کولو لپاره اداري کړنلاره ده چې د پناه غوښتونکو به ګډون دا د ټولو بهرنیو اتباعو چې په ایتالیا کې په قانونې توګه اوسیږي حق دی.

Residenza یا استوګنځی هغه ځای دی چیرې چې تاسو خپل کور لرئ.

د استوګنې کارت او د هویت کارت صادرولو لپاره Iscrizione anagrafica یا راجسترشن اړین دی.

په Anagrafe یا د احوالو ثبت اداره کې ثبت یا نوم لیکنه او د هویت کارت درلودل د اړینو خدماتو او حقونو ته لاسرسئ لپاره اساسي اړتیا ده٬ لکه په لاندې ډول؛ مګر په دوی پورې محدود نه دی:

  • د بانکي حساب پرانیستل
  • عامه کورونو ته لاسرسی - که تاسو اړتیاوې پوره کوئ
  • بونس یا بخشش ته لاسرسی - که تاسو اړتیاوې پوره کوئ
  • ټولنیزو خدمتونو ته لاسرسی

یادونه: که تاسو غواړئ د ایتالیا تابعیت لپاره غوښتنه وکړئ نو Iscrizione anagrafica مهمه ده. په Anagrafe کې په دوامداره او منظمه توګه راجستر کیدل تاسو ته اجازه درکوي چې ثابت کړئ چې تاسو په منظم ډول په ایتالیا کې ژوند کوئ.

نورمعلومات ترلاسه کړئ:د ایتالیا تابعیت

څوک کولی شي غوښتنه وکړي

ټول بهرني اتباع چې په منظم ډول په ایتالیا کې اوسیږي حق او مسوولیت لري چې د iscrizione anagrafica لپاره غوښتنه وکړئ یعنی د ثبت احوالو دفتر کې نوم لیکنه یا راجستر کړئ. دا په ټولاو هغو کسانو باندې تطبیق کیږي چې:

  • د اعتبار وړ permesso di soggiorno ولرئ یا د نوي کولو لپاره غوښتنه کړې وي
  • په کمپونو او د استوګنې په مرکزونو کې ژوند وکړئ، یوازې ژوند وکړئ یا بې کوره اوسئ

د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۲۲ د مهاجرت او پناه غوښتنې نوی فرمان جبرې شو. د دې فرمان له مخې، د پناه غوښتونکو لپاره د احوالو ثبت په سیمه ایز دفتر کې د راجستر کولو حق اوس په رسمي توګه د قانون له مخې بیرته راستانه شوی.

څنګه غوښتنه وکړئ

پدې برخه کې تاسو کولی شئ د iscrizione anagrafica لپاره د غوښتنلیک څرنګوالي او اړین اسنادو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

کړنلاره د دې پورې اړه لري چې آیا تاسو د استوګنې په مرکز کې ژوند کوئ یا په خپله یوازې ژوند کوئ. په هرصورت، دا پروسه وړیا دی.

که تاسو په کمپ یا د استوګنې په مرکز کې اوسیږئ

که تاسود استوګنې په مرکز یا کمپ کې اوسیږئ، تاسو کولی شئ پهAnagrafe کې راجستر شئ او د ۳ میاشتو وروسته د هویت کارت carta d’identità ترلاسه کړئ. عموما، ستاسو د مرکزمسوول به تاسو سره پدې پروسه کې مرسته وکړي.

یوځل چې تاسو کمپ یا د استوګنې مرکز پریږدئ، د کمپ مدیر یا مسوول به تاسو د۲۰ ورځو په ترځ کې د استوګنې له لیست څخه حذف کړي.

لاندې تاسو کولی شئ د iscrizione anagrafica لپاره راجستر کولو څرنګوالي په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ کله چې تاسو د استوګنې له مرکز څخه ووځئ.

که تاسو په خپله یوازې او مستقله ژوند کوئ

که تاسو پخپله ژوند کوئ، تاسو باید د comune (ښاروالۍ) Anagrafe ته غوښتنه وکړئ چیرې چې تاسو معمولا ژوند کوئ.

هرکله چې تاسو په ایتالیا کې د استوګنې ښاروالۍ بدل کړئ تاسو باید دا کړنلاره تعقیب کړئ. کله چې تاسو بل ښار ته لاړ شئ، تاسو باید د ۲۰ ورځو په جریان کې د خپل نوي کمیون Anagrafe کې راجستر کړئ. دا د استوګنې نوي سند یا certificato di residenza ترلاسه کولو لپاره مهم دی.

د iscrizione anagrafica غوښتنې کولو لپاره کوم اسنادو ته اړین دي؟

د غوښتنې کولو اسناد ممکن ستاسو د شخصي وضعیت پورې اړه ولري.

د مثال په توګه، تاسو به ځینې اضافي اسنادو ته اړتیا ولرئ، په هغه صورت کې چې تاسو په ایتالیا کې د خپلې کورنۍ سره یوځای کیدو وروسته یا ستاسو د لومړي Permesso di Soggiorno per Lavoro Subordinato، یا ستاسو د لومړي Permesso di Soggiorno per Motivi Familiari لپاره غوښتنه کړې.

د عمومې قائده په توګه، تاسو باید لاندې اسناد وړاندې کړئ:

  • Permesso di soggiorno یا د استوګنې جواز- که ستاسو جواز د نوي کیدو پروسه کې وي، تاسو باید د پای ته رسیدلې جواز یوه کاپي د نوي کولو رسید سره ضمیمه کړئ.
  • پاسپورټ یا د سفر سند - د پاسپورټ په (مطلق) نشتوالي کې، ستاسو د استوګنې اجازه هم د یو معتبر سند په توګه ګڼل کیدی شي. دا د پناه غوښتونکو او نړیوال محافظت لرونکو په قضیه کې اعتبار لري.
  • Codice fiscale یا د مالیې ID کوډ
  • ستاسو د کورنۍ جوړښت - که تاسو د خپلې کورنۍ سره ژوند کوئ، یا تاسو غواړئ چې د کورنۍ پورې تړلي غړي ایتالیا ته راوستلو لپاره راجستر کړئ ، تاسو باید د واده سند (نکاح‌خط) او د کورنۍ حالت (“stato di famiglia” په ایتالیایي کې) وړاندې کړئ. په یاد ولرئ که تاسو د بل هیواد څخه راغلي یاست اسناد باید ژباړل شوي او رسمي یا قانوني شي.
  • د استوګنې اعلامیې فورمه - په دې فورمه کې تاسو باید د هغه ځای دقیق پته مشخص کړئ چې تاسو اوسیږئ او دا چې تاسو غواړئ د خپل استوګنې پتې په توګه راجستر کړئ. تاسو کولی شئ دا فورمه د خپل ښاروالۍ په ویب پاڼه کې ومومئ. د روم د ښاروالۍ څخه یو مثال دلته دی وګورئ .

د استوګنې د اعالمیې د فورمې د ډکولو لپاره، تاسو باید د ملکیت د سند یوه کاپي (یا په ایتالیایي کې“atto di proprietà”)، یا د کرایې یا پور تړون یوه کاپي چې په منظم ډول د ایتالیا په مالي چارواکو کې ثبت شوی وي ضمیمه کړئ (Agenzia delle Entrate) ، یا د میلمه پالنې اعلامیه (”dichiarazione di ospitalità” په ایتالیایي کې).

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې که تاسو د اجارې یا پور تړون لرئ، د کور مالک باید یو تړون لاسلیک کړي چې تاسو ته په هغه پته کې د اوسیدو اجازه درکوي.، د هغه د پیژندنې سند یوه کاپي ضمیمه کړئ.

موږ اوریدلي دي چې یو شمیر د کور مالکینو له خلکو څخه د استوګنې د ترلاسه کولو لپاره د پیسو غوښتنه کړې، کوم چې غیرقانوني دی. که ستاسو د کور خاوند تاسو څخه د دې پروسې د ترسره کولو لپاره د پیسو غوښتنه وکړي، موږ وړاندیز کوو چې تاسو د خپل وکیل یا محلي اتحادیې سره اړیکه ونیسئ. موږ ته یو شخصي پیغام واستوئ که تاسو د دې سازمانونوترلاسه کولو کې مرستې ته اړتیا لرئ.

که تاسو د خپل لومړي Permesso di Soggiorno per Lavoro Subordinato لپاره غوښتنه کړې وي

د پورته لیست شویو اسنادو سربیره، تاسو اړتیا لرئ چې لاندې موارد وړاندې کړئ:

  • د استوګنې د تړون یوه کاپي (“contratto di soggiorno” په ایتالیايي کې) دSportello Unico per l’Immigrazione لخوا صادر شوی.
  • د پوسټ دفتر لخوا صادر شوی رسید ترڅو ثابت کړي چې تاسو د permesso di soggiorno لپاره غوښتنه کړې
  • د Permesso per Lavoro Subordinato لپاره غوښتنلیک Sportello Unico ته سپارل کیږي.

که تاسو د کورنۍ د بیا یوځای کیدو له کړنلارې وروسته د خپل لومړي Permesso di Soggiorno per Motivi Familiari لپاره غوښتنه کړې وي:

  • د ورودې ویزې اصلي او کاپې چې په ایتالیایي کې ورته “visto d’ingresso” وایې
  • د پوستې دفتر لخوا صادر شوی رسید ترڅو ثابت کړي چې تاسو د استوګنې جواز لپاره غوښتنه کړې
  • د کورنۍ د بیا یوځای کیدو پروسې لپاره د ګمرکي تصفیې کاپي چې د Sportello Unico لخوا صادر شوی؛ تاسو د دې سند قانوني کاپي ته اړتیا نلرئ.

زما د غوښتنلیک سپارلو وروسته څه پیښیږي؟

که تاسو غوښتنلیک د بریښنالیک،یا فکس له لارې لیږلی وي، ستاسو د ښاروالۍ راجستر دفتر به په ۲ کاري ورځو کې ثبت او راجستر کړئ.

که تاسو غوښتنلیک په حضورې ډول وسپارئ، د ثبت یا راجستریشن پایلې به ژر معلومه شي؛ دا پدې مانا ده چې تاسو کولی شئ د راجستریشن وروسته سمدلاسه د استوګنې او دهویت کارت لپاره غوښتنه وکړئ.

په هرصورت، ستاسو راجستریشن باید تایید شي. دا پدې مانا ده چې د نفوسود احوالو د ثبت دفتر به ۴۵ ورځې وخت ولري ترڅو هغه اسناد وڅیړي چې تاسو سپارلي او وګورئ چې تاسو واقعیا هغه ځای کې اوسئ چې تاسومشخص کړی.

کمیون به څنګه وګوري چې زه واقعیا په هغه پته کې ژوند کوم چې ما اعلان یا ثبت کړی دی؟

د دې تصدیق کولو لپاره چې تاسو واقعیا هغه ځای کې ژوند کوئ چیرې چې تاسو اعلان یا ثبت کړی ، د Anagrafe څخه یو څوک به تاسو سره په هغه پته کې لیدنه وکړي چې تاسو یې د استوګنې لپاره غوښتنه کړې وه.

ځیني ښاوالی به تاسو ته د ملاقات وخت درکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې تاسو په کور کې یاست، مګر په نورو کې، دوی به پرته له خبرتیا څخه لیدنه وکړي.

ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو خپل نوم د دوازي په زنګ کې لیکلئ، ترڅو د Anagrafe افسر پوه شي چې چیرته زنګ وهي.

آیاComune یا ښاروالی کولی شي زما غوښتنلیک رد کړي؟

که Anagrafe خبر شي چې ستاسو اسناد معتبر ندي یا تاسو په هغه ځای کې ژوند نه کوئ چیرې چې تاسو اعلان یا ثبت کړی وي، تاسو ته د رد کولو خبرتیا (“preavviso di rigetto” په ایتالیایي کې) لیږي.

کله چې تاسو د خپل غوښتنلیک ردولو خبرتیا یا preavviso di rigetto ترلاسه کړئ ، تاسو ۱۰ ورځې وخت لرئ چې د احوالو ثبت دفتر لخوا ستاسو د غوښتنلیک ردولو ملاتړ کې ورکړل شوي دلیلونو ته ځواب ووایی.

که تاسو پریکړه وکړئ چې ځواب نه ورکوئ یا د راجستر دفتر یا Anagrafe ومومي چې تاسو وړ نه یاست، ستاسو راجستریشن به لغوه شي.

که تاسو د Anagrafe یا د راجستر دفتر له پریکړې سره موافق یا خوښ نه یاست، تاسو کولی شئ له قاضي څخه وغواړئ چې څیړنه وکړئ . د دې لپاره تاسو د وکیل ملاتړ ته اړتیا لرئ.

نور معلومات ترلاسه کړئ:په ایتالیا کې قانوني مرستې

د څومره مودې لپاره د اعتبار وړ دی؟

iscrizione anagrafica یا راجستري د وخت محدودیت نلري،مګر په لاندې قضیو او دلایلو له مخې تاسو د خپل ښار د راجستردفتر د لیست څخه حذف یا لرې شئ:

  • مرګ
  • که تاسو خپل استوګنځی بل ښاروالۍ یا بهر ته انتقال کړئ
  • د ثابته او یا ښکاره ناڅرګندتیا لپاره (په ایتالیایي کې "غیر معقولیت") د Anagrafe څخه د تکراري بررسۍ نه وروسته
  • که تاسو د خپل استوګنې اعالمیه نوي کول هیر کړئ. لاندې برخه کې نورمعلومات ترلاسه کړئ.

څنګه یې نوي کړئ

تاسو باید د خپل نوي جواز ترلاسه کولو وروسته د ۶۰ ورځو پورې ستاسو د ښاروالۍ پهAnagrafe د احوالو ثبت دفتر کې د استوګنې اعالمیه نوي کړئ.

د خپل استوګنې جواز نوي کولو لپاره، تاسو اړتیا لرئ چې په شخص یا حضورې توګه د اصلي او د نوي شوي permesso di soggiorno کاپي سرهAnagrafe یا د احوالو ثبت دفتر ته لاړ شئ.

مهرباني وکړئ وګورئ چې ایا تاسو اړتیا لرئ د خپل استوګنې جواز نوي کولو لپاره د Anagrafe یا د احوالو ثبت دفتر سره د ملاقات وخت وټاکئ.

که تاسو د خپل استوګنې اعالمیې په نوي کولو کې پاتې راغلي یاست، ستاسو د permesso di soggiorno د پای ته رسیدو څخه ۶ میاشتې وروسته، تاسو به د نوي کولو لپاره د ۳۰ورځو په ترڅ کې خبرتیا ترلاسه کړئ.

که تاسو د ۳۰ ورځو پورې د نوي کولو پروسه تعقیب نه کړئ، Anagrafe یا د احوالو ثبت دفتر به تاسو د راجستر یا نوم لیکنه پروسی څخه لغوه کړي .

کومه پوښتنه لرئ؟ زموږ پهفیسبوک پاڼه کې موږ ته پیغام واستوئ.

def