hero-header

که تاسو مهاجر یا کډوال یاست چې د ایټالیایي اتباع سره واده کړی وي یا تاسو د یوې ټاکلې مودې لپاره په ایټالیا کې ژوند کړی وي، تاسو کولی شئ د ایټالیا تابعیت لپاره غوښتنه وکړئ. د ایټالیا تابعیت ترلاسه کول په ایټالیا کې د مدني او سیاسي حقونو درلودلو معنی لري. یوځل چې تاسو د ایټالیا تابعیت ترلاسه کړئ، تاسو به د ایټالیایي پاسپورت غوښتنه هم کولی شئ.

تاسو کولی شئ ددي مقالې په مرسته د لاندې مواردو په اړه معلومات ترلاسه کړئ:

که تاسو غواړئ د ایټالیا تابعیت ترلاسه کولو په اړه نور جزییات پوه شئ، تاسو کولی شئ دلته د CILD لارښود وګورئ.

څوک غوښتنه کولی شي؟

د ایټالیا تابعیت ترلاسه کولو لپاره ډیری مختلفې لارې شتون لري. دلته لاندې تاسو کولی شئ د واده او استوګنې له لارې د تابعیت غوښتنه کولو لپاره د وړتیا یا په شرایطو برابر معیارونو او پروسې په اړه د نورو توضیحاتو ترلاسه کړئ.

1 د زیږون یا پاللو(فرزندې اخستلو) ​​له لارې (jus sanguinis)

اساسا، که تاسو د ایټالیا تابعیت لرئ، ستاسو ماشوم به په اتوماتيک ډول د ایټالیا تابعیت ولري.

په ایټالیا کې د زیږون او استوګنې له مخې

اساسا، که تاسو د ایټالیا تابعیت نلرئ، ستاسو ماشوم کولی شي یوازې د ایټالیا تابعیت ترلاسه کړي که چیرې لاندې اړتیاوې پوره شوي وي:

  • په ایټالیا کې زیږیدلی
  • تر ۱۸ کلنۍ پورې بې وقفې استوګنه
  • د۱۸ کلنۍ کلیزې یوه کال په ترځ کې د ارادې بیان

په ایټالیا کې هغه زیږیدلي ماشومان چې مور او پلار یې د استوګنې جواز لري د کورنۍ یا فامیلي جواز به ترلاسه کړئ (permesso di soggiorno per motivi familiari).

د ایټالیايي سره د واده کولو له لارې (۵ ماده)

که تاسو د یو ایټالیایي تبعه سره واده کړی وي، تاسو کولی شئ د واده څخه ۲ کاله وروسته او په ایټالیا کې د قانوني استوګنې، یا د واده۳ کاله وروسته که تاسو په بهر کې اوسیږئ د تابعیت غوښتنه کولی شئ.

په هغه صورت کې چې تاسو او ستاسو د ژوند ملګری ماشوم فرزندي اخستی یا زیږولی ، تاسو کولی شئ په ایټالیا کې د قانوني استوګنې (Residenza) ۱ کال وروسته یا که تاسو په بهر کې اوسیږئ ۱.۵ کاله وروسته د ایټالیا تابعیت لپاره غوښتنه وکړئ. دا موضوع ترهغه وخت صدق کوي چې تاسو په قانوني توګه جلا شوي نه یاست.

که ستاسو د ژوند ملګري ته د ایټالیا تابعیت ورکړل شوی وي، تاسو اړتیا لری چې ۲ کاله انتظار وکړئ وروسته له دي چې ستاسو د ژوند ملګرۍ تابیعت ترلاسه کړي٬ مخکې له دي چې تاسو وکولی شئ له ځان لپاره غوښتنه وکړئ.

په هغه صورت کې چې تاسو د واده په اساس یا له لارې د ایټالیا تابعیت لپاره غوښتنه کوئ، تاسو اړتیا نلرئ د عاید اړتیا پوره کړئ.

د غوښتني کولو څرنګوالي په اړه د نورو معلوماتو لپاره "څنګه غوښټنه کول" برخې ته لاړشئ.

په ایټالیا کې د قانوني استوګنې له لارې (9 ماده)

دا د بهرنیانو لخوا غوښتنه کیدی شي څوک چې په قانوني ډول په ایټالیا کې د یو ټاکلي وخت لپاره اوسیږي او ځانګړي اړتیاوې پوره کوي. په ځانګړې توګه، تاسو اړتیا لرئ ثابت کړئ چې تاسو لاندې موارد لرونکې یاست:

په ایټالیا کې بې وقفې یا مداومه قانوني استوګنه - قانون د residenza legale (یا قانوني استوګنې) په اړه خبرې کوي. نو اساسا دا په دې معنی ده چې تاسو باید په هیواد کې په منظمه توګه او پرته له وقفې ژوند کړی وي او د residenza anagrafica لپاره د راجسټریشن دفتر سره راجستر شوي وي

د قانون پر اساس، تاسو باید وکوالی شئ د قانوني استوګنې په موده تکیه وکړئ، کوم چې ستاسو د حالت پر بنیاد توپیر لري. په ځانګړې توګه:

  • لږترلږه ۴ کاله په ایټالیا کې بې وقفې قانوني استوګنه، د EU اتباعو لپاره،
  • لږترلږه ۵ کاله په ایټالیا کې بې وقفې قانوني استوګنه، د بې  بې وطنه اشخاصو یا کډوال Permesso per Asilo Politico لپاره.
  • لږترلږه ۱۰ کاله په ایټالیا کې بې وقفې قانوني استوګنه، د غیر EU اتباعو لپاره یا د هغو کسانو لپاره چې permesso per Protezione Sussidiaria، یا نورو جواز ولري.

د خپل بې وقفې قانوني استوګنې د ثابتولو لپاره تاسو باید د تاریخي استوګنې سند یا تصدیق، یاcertificato di residenza په ایټالیایي کې چمتو کړئ. تاسو کولی شئ دا د کمیون په Anagrafe دفتر کې غوښتنه وکړئ چیرې چې تاسو اوسیږئ.

هرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د استوګنې فاصله یا وقفه یو له هغه دلیلونو څخه دی چې غوښتنلیکونه اکثرا رد کیږي.

Prefettura او د کورنیو چارو وزارت به تاسو ته د ردولو خبرتیا واستوي که ستاسو د استوګنې تاریخي سند دا ثابته نه کړي چې تاسو د اړتیا وړ وخت (یا ۵ یا ۱۰ کاله، ستاسو د شخصي وضعیت پورې اړه لري) لپاره په ایټالیا کې په دوامداره توګه ژوند کړی.

که تاسو د رد کولو خبرتیا ترلاسه کړئ، نو غوره به دا وي چې د یو وکیل مرسته وغواړئ چې تاسو سره د ټولو اړوندو او ګټورو اسنادو په راټولولو کې مرسته وکړي ترڅو ثابت کړي چې تاسو واقعیا د استوګنې اړتیا پوره کوئ.

د خپل ځان د ملاتړ لپاره کافي عاید -دا قانون په ګوته کوي چې تاسو باید دا ثابته کړئ چې تاسو د قانوني استوګنې له لارې د ایټالیا تابعیت ترلاسه کولو لپاره په تیرو ۳ کلونو کې لږترلږه کلنۍ عاید ترلاسه کړی. په یاد ولرئ چې که تاسو د واده له لارې د تابعیت غوښتنه وکړئ نو دا قضیه صدق نه کوي (۵ ماده).

تاسو اړتیا لرئ لږ تر لږه کلنی عاید ولرئ چې د ۸,۲۶۳.۳۱ یورو یا لوړ وي، که تاسو یوازې یاست. دا اندازه ۱۱,۳۶۲.۰۵ یورو ته لوړه شي که چیرې تاسو د خپل د ژوند ملګري مسوولیت ولرئ، تاسو باید د هر هغه کس چې تاسو پورې تړلی وي ۵۱۶.۰۰ یورو اضافه کړئ (لکه ستاسو ماشومان، یا ستاسو والدین).

حکومت به ستاسو عاید ستاسو د تیرو۳کلونو dichiarazione dei redditi (د عاید اعالمیه) په بیاکتنې سره محاسبه کړي. د دې لپاره تاسو اړتیا لرئ چې د تیرو۳ کلونو اړین اسناد (لکه Unico، CUD یا 730) شامل کړئ.

په هغه صورت کې چې ستاسو عاید ډیر ټیټ یا کم وي، دا به ممکن وي چې د کورنۍ د نورو غړو عاید سره یوځای کړئ.

یو پاک جرمي ریکارډ، د دې لپاره چې دا ثابته کړي چې تاسو د ایټالیا جمهوریت امنیت ته ګواښ نه یاست - د اصلي هیواد جرمي سند یا تصدیق (ستاسو په اصلي هیواد کې د ایټالیا سفارت/قونسلګرۍ لخوا ژباړل شوی او قانوني شوی) او ممکن د نورو هیوادونو چیرته چې تاسو اوسیدلی. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دا سند د صادریدو نیټې څخه شپږ میاشتې وروسته پای ته رسیږي.

څنګه غوښتنه وکړئ

تاسو کولی شئ د ایټالیایي تابعیت لپاره غوښتنلیک په ځانګړي ډول آنلاین د Ministro dell'Interno په پورټل کې په لاندې ویب پته کې د راجستر کولو له لارې وسپارئ: https://portaleserviziapp.dlci.interno.it/AliCittadinanza/ali/home.htm

وروسته له دې چې تاسو په پورټل کې راجستر شئ، طرزالعمل یا پروسه او اسناد د هغه دلایلو پر بنسټ چې تاسو د تابعیت لپاره غوښتنه کوئ بدلون ومومي. په دې مقاله کې به موږ په عمده توګه د استوګنې له لارې (۹ ماده) او واده له لارې(۵ ماده) د ایټالیایي تابعیت لپاره د غوښتنلیک اړتیاوو او طرزالعمل باندې تمرکز وکړو .

هرڅوک د تابعیت غوښتنلیک ثبت کولو لپاره SPID او PEC ته اړتیا لري

SPID : تاسو به ویب پاڼې ته د لاسرسي لپاره د SPID هویت ته اړتیا ولرئ. که تاسو دمخه لرئ تاسو کولی شئ مستقیم پرمخ لاړشئ. پرځای یې، که تاسو لا تر اوسه د ډیجیټل هویت نه لري، تاسو کولی شئ د خپل تلیفون شمیره، خپل بریښنالیک آدرس، ستاسو د معتبر هویت اسناد د (د اوسیدو اجازه، شناخت کارت یا پاسپورټ) او tessera sanitaria سره وړیا د SPID اسناد غوښتنه وکړئ.

د اکسفام ایټالیا لخوا تولید شوي روزنیزه ویډیو وګورئ ترڅو زده کړئ چې څنګه خپل SPID حساب په شپږو مرحلو کې ترلاسه کړئ:

د فرانسوي فرعي سرلیکونو سره د ویډیو لیدو لپاره دلته کلیک وکړئ.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره د SPID رسمي ویب پاڼه وګورئ: https://www.spid.gov.it/richiedi-spid یا ستاسو په سیمه کې محلي patronato.

PEC: بلاخره تاسو یو تصدیق شوي بریښنالیک آدرس یا PEC ته هم اړتیا ولرئ ترڅو تاسو د پروسې او اړوند دفتر سره هر ډول اړیکې با خبره اوسئ (comunicazione.cittadinanza@pecdlci.interno.it).

تاسو کولی شئ دلته نور معلومات ترلاسه کړئ.

د PEC ترټولو عام وړاندیزونه Aruba یا Poste دي ، مګر تاسو کولی شئ دلته د PEC چمتو کونکو بشپړ لیست ومومئ.

د استوګنې له مخې د ایټالیا تابعیت (۹ ماده)

د کورنیو چارو وزارت ویب پاڼې ته لاړ شئ: https://cittadinanza.dlci.interno.it

د SPID سره Login یا داخل او په "cittadinanza - compilare ed inviare la domanda" کلیک وکړئ او د 1"Modello B"1 په انتخابولو سره غوښتنلیک وسپارئ (کوم چې د استوګنې له مخې د تابعیت لپاره غوښتنلیک دی). په احتیاط سره د "Modello B" فورمه ډکه کړئ او لاندې اسناد سکین کړئ چې ضمیمه شي:

  • ۱۶ یورو د عاید ټاپه ("مارکا دا بولو" په ایټالیا کې)
  • د پاسپورټ یا د هویت کارت کاپي
  • د استوګنې د اجازې کاپي
  • د کډوالو د دریځ د پیژندنې سند (یوازې د کډوالو لپاره)
  • د استوګنې تاریخي سند (په ایټالیا کې د استوګنې سند)
  • د کورنۍ اوسني حالت ځان تصدیق ("stato di famiglia" په ایټالیایي کې)
  • د عاید بیرته ستنیدنه، کوم چې د ۳ کالونو څه دUnica سند (CU)، Unico یا د ۷۳۰ فارم سره ثابت کیدی شي.
  • د ایټالیاي ژبې سند چې د B1 کچې څخه ټیټه نه وي، یا د "Licenza Media" سند. دا د کډوالو د دریځ لرونکو لپاره هم غوښتنه کیږي. که تاسو Ex carta di Soggiorno لرئ نو تاسو اړتیا نلرئ د ایټالیایي ژبې سند وړاندې کړئ.
  • د ۲۵۰ یورو د ونډې د تادیې کاپي (په اوسني حساب n.۸۰۹۰۲۰ کې په دې نوم: د کورنیو چارو وزارت DLCI تابعیت - د دلیل سره: تابعیت - د۱ مادې سره سم شراکت. ۱۲، قانون ۱۵جولای ۲۰۰۹ n. ۹۴.).
  • د زیږون سند (ستاسو په اصلي هیواد کې د ایټالیا د سفارت/قونسلګرۍ لخوا ژباړل شوی او قانوني شوی)
  • د اصلي هیواد جرمي سند (ستاسو په اصلي هیواد کې د ایټالیا د سفارت/قونسلګرۍ لخوا ژباړل شوی او قانوني شوی) او ممکن د نورو هیوادونو څخه چې تاسو پکې اوسیږئ

ځکه چې کډوال نشي کولی د خپل دریځ له لاسه ورکولو پرته د خپلو هیوادونو سره اړیکه ونیسي، که تاسو د کډوال دریځ لرئ، تاسو کولی شئ د جرمي ریکارد او زیږون سند سره د رسمي ليکنه یا سوکند نامه سره بدل کړئ، چې ستاسو د اوسیدو ځای لپاره د باصلاحیته محکمې یا محکمه د ریکارډ دفتر لخوا غوښتنه او چمتو کیږي.

د واده کولو له لارې د ایټالیا تابعیت (۵ ماده)

د کورنیو چارو وزارت ویب پاڼې ته لاړ شئ: https://cittadinanza.dlci.interno.it

د SPID سرهLogin یا داخل شی او په "cittadinanza - compilare ed inviare la domanda" کلیک وکړئ او د "Modello A" (کوم چې د واده له لارې د تابعیت لپاره د غوښتنلیک فورمه ده) په انتخابولو سره غوښتنلیک ډک کړئ.

د Modello A فورمه ډکه کړئ. دلته تاسو کولی شئ د دې module ډکولو څرنګوالي په اړه لارښوونې ومومئ.

د Modello A سره، تاسو اړتیا لرئ چې لاندې اسناد سکن او د کورنیو چارو وزارت په پورټل کې اپلوډ کړئ:

  • ۱۶ یورو د عاید ټاپه ("مارکا دا بولو" په ایټالیا کې)
  • د زیږون سند یا تصدیق (ستاسو په اصلي هیواد کې د ایټالیا د سفارت/قونسلګرۍ لخوا ژباړل شوی او قانوني شوی. دا به د۶ میاشتې لپاره د اعتبار وړ وي)
  • د اصلي هیواد جرمي سند (ستاسو په اصلي هیواد کې د ایټالیا د سفارت/قونسلګرۍ لخوا ژباړل شوی او قانوني شوی) او احتمالا د نورو هیوادونو څخه چیرې چې هغه اوسیږي؛
  • د واده سند ("estratto dell'atto di matrimonio" په ایټالیایي کې)
  • د ماشوم د زیږون سند (که تاسو زیږیدلی یا فرزندئ اخستی)
  • د پاسپورټ یا د هویت کارت کاپي
  • د استوګنې د اجازې کاپي
  • د استوګنې تاریخي سند یا تصدیق
  • د ایټالیاي ژبې سند چې د B1 کچې څخه ټیټه نه وي، یا د "Licenza Media" سند. دا د کډوالو د دریځ لرونکو لپاره هم غوښتنه کیږي. که تاسو Ex carta di Soggiorno لرئ نو تاسو اړتیا نلرئ د ایټالیایي ژبې سند وړاندې کړئ.
  • د ۲۵۰ یورو د ونډې د تادیې کاپي (په اوسني حساب n.۸۰۹۰۲۰ کې په دې نوم: د کورنیو چارو وزارت DLCI تابعیت - د دلیل سره: تابعیت - د۱ مادې سره سم شراکت. ۱۲، قانون ۱۵جولای ۲۰۰۹ n. ۹۴.).

که تاسو غواړئ په ایټالیا کې د کډوال یا فرعي خوندیتوب لرونکي په توګه واده وکړئ، تاسو کولی شئ نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.


یادونه: هغه اسناد چې باید د استوګنې له لارې د تابعیت غوښتنلیک سره ضمیمه شي پیچلي دي او هیڅ شی باید له پامه ونه غورځول شي.

مخکې له دې چې پرمخ لاړ شئ، دا سپاريښتنه کیږي چې د ډیری پوښتل شویو پوښتنو ځوابونه ولولئ (FAQ): http://selfhdext.dlci.interno.it/shd/?referer=ALI

دا سپاریښتنه کیږي چې د ۲۵۰ یورو (کوم چې بیرته نه ورکول کیږي) تادیه کولو دمخه تایید کړئ چې تاسو ټول اړین اسناد د Prefettura یا محلي CAF/patronato سره لرئ.


د آنلاین غوښتنلیک سپارلو وروسته څه پیښیږي؟

د آنلاین غوښتنلیک بشپړولو او سپارلو وروسته، تاسو به د وړیا واک لرونکېPrefetturaا لخوا بلنه ترلاسه کړئ چې اصلي اسناد د تایید لپاره راوړي.

Prefettura به ډاډ ترلاسه کړي چې تاسو ټول اړین اسناد چمتو کړي

که هرڅه سم وي، تاسو ته به د پروسس / امتحانې کوډ شمیره د K10 یا K10/C په نوم صادره شي چې تاسو به یې د 1Ministro dell'interno ویب پاڼې کې آنلاین ستاسو د غوښتنلیک پرمختګ او حالت چک کولو لپاره وکاروئ.

که کوم اړین اسناد ورک وي یا مستند نه وي، Prefettura به له تاسو څخه وغواړي چې دا د K10 کوډ صادرولو دمخه په غوښتنلیک کې اضافه کړئ.

د K10 کوډ صادرول پدې معنی ندي چې تاسو به په اتوماتيک ډول تابعیت ترلاسه کړئ، دا یوازې د پروسس کولو کوډ شمیره ده چې ستاسو غوښتنلیک تعقیب کړي.

د ایټالیا تابعیت ترلاسه کولو موده

له بده مرغه، کړنلاره یا پروسه کیدای شي څو کاله وخت ونیسي. نو تاسو باید لږ صبر وکړئ.

دا مهمه ده چې تاسو پوه شئ چې د پروسس کولو وخت د دې پورې اړه لري چې کله تاسو خپل غوښتنلیک سپارلئ. دا دا ممکنه ده چې:

  • ۴ کاله، که تاسو د ۲۰۲۰ کال دسمبر ۲۰ دمخه د تابعیت غوښتنلیک وړاندې کړی (د Salvini فرمان له مخې)
  • د ۲ کلونو څخه ترحد اعظمې ۳ کلونو پورې تمدید کیدی شي٬که تاسو خپل تابعیت غوښتنلیک د۲۰۲۰ کال دسمبر په ۲۰ یا ورسته ، (د مهاجرت د نوي حکم سره سم) سپارلی وي.

د غوښتنلیک د پروسس کولو نوی وخت به یوازې د هغو کسانو لپاره د اعتبار وړ وي چې د واده او استوګنې له لارې د ایټالیا تابعیت غوښتنه کوي - په نورو ټولو قضیو کې دا ۴۸ میاشتې ټاکل شوې.

یادونه : د کړنلارې یا پروسې تر پای ته رسیدو پورې، تاسو باید په ایټالیا کې د استوګنې دوام وساتئ.

که زما غوښتنه رد شي نو څه به وشي؟

که تاسو د خپل تابعیت غوښتنې په اړه منفي ځواب ترلاسه کړئ، تاسو کولی شئ د وکیل په مرسته د دې پریکړې په اړه استیناف یا بیاکتنې غوښتنه وکړئ. تاسو کولی شئ پریکړه وکړئ چې یا یو شخصي وکیل وګمارئ یا د وړیا قانوني مرستې لپاره غوښتنه وکړئ (په ایټالیایي کې "patrocinio a spese dello stato").

وړ یا واک لرونکې Prefettura یا اداره به د ردولو دلیل او هغه شرایط هم په ګوته کړي چې تاسو یې استیناف یا بیاکتنې وړاندې کولی شئ په ایتالیايي ژبه کې ricorso.

په عموم کې، که ستاسو د تابعیت غوښتنلیک رد شو، تاسو د بیا کتنې یا استیناف لپاره تر ۶۰ ورځو پورې وخت لرئ، مګر تاسو یو وکیل ته اړتیا لرئ چې تاسو سره په دي پروسې کې مرسته وکړي.

دا د تابعیت غوښتنې د ردولو ځینې اصلي لاملونه دي:

  • د قانوني استوګنې دورې نیمګړتیا یا نشتوالی،
  • د عاید کموالی یا نا کافي عاید،
  • د جمهوري ریاست امنیت ته ګواښ
  • د جرمي ریکارډونو درلودل،
  • د ادغام ناکافي کچه،
  • ایټالیایي ژبې سره آشنایې نه درلودل یا نه پوهیدل
  • طلاق شوی یا په قانوني توګه جلا شوی (د واده په اساس یا له لارې تابعیت، ۵ ماده)

په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:په ایټالیا کې د وړیا قانوني مرستې ترلاسه کولو څرنګوالی

څوک مرسته کولی شي؟

که تاسو د تابعیت غوښتنلیک وړاندې کړی وي او د دوی د طرزالعمل یا پروسې په اړه پوښتنې لرئ، تاسو کولی شئ د کورنیو چارو وزارت شمیرو ته زنګ ووهئ:

  • ۰۶۴۶۵۳۹۹۵۵د دوشنبې او چهار شنبې په ورځ د سهار له ۱۰ بجو څخه تر ۱۲ بجو پورې
  • ۳۳۴۶۹۰۹۹۹۶ د چهار شنبې په ورځ د سهار له ۱۰ بجو څخه تر ۱۲ بجو پورې
  • ۳۳۴۶۹۰۹۸۵۹ د جمعې په ورځ د سهار له ۱۰ بجو څخه تر ۱۲ بجو پورې

تاسو کولی شئ د پروسې سره د مرستې لپاره ستاسو په سیمه کې د patronato څخه لیدنه وکړئ. ترټولو عام یې د CGIL، ANOLF، INAS یا ACLI په نوم یادیږي.

یو وکیل یا حقوقي کارپوه هم مرسته کولی شي. د نورو معلوماتو او پوښتنو لپاره، تاسو کولی شئ د خپل استوګنځي په ځای کې د Prefettura سره اړیکه ونیسئ.

تاسو کولی شئ د کورنیو چارو وزارت په ویب پاڼه کې د آنلاین لارښود برخې ته هم مراجعه وکړئ: http://selfhdext.dlci.interno.it/shd/?referer=ALI

د ایټالیایي تبعه په توګه کوم حقونه لرم؟

که تاسو د ایټالیا تابعیت ترلاسه کړئ، تاسو به د قانون له مخې د ایټالیا تبعه او همدارنګه د اروپایی اتحادیې تبعه شئ، په دې توګه به ټول اړوند حقونه ترلاسه کړئ. ستاسو ایټالیایي تابعیت به ستاسو ماشومانو ته هم انتقال شي.

یوځل چې تاسو د ایټالیا تابعیت ترلاسه کړ، تاسو کولی شئ د ایټالیایي پاسپورټ لپاره غوښتنه وکړئ، کوم چې به د نورو ایټالیایي اتباعو په څیر وي، نو دا به نه وي ذکر شوي چې تاسو په تیرو وختونو کې مهاجر وی یا د استوګنې اجازه لرئ. که تاسو کډوال یاست یا د فرعي خوندیتوب لرونکی یاست او غواړئ چې اوس د ایټاليایي پاسپورټ سره خپل هیواد ته سفر وکړئ، مهرباني وکړئ تل په پام کې ونیسئ چې ایا دا کار ستاسو لپاره خوندي دی او ایا ستاسو لپاره کوم خطر شتون نه لري مخکې له دې چې دا کار وکړي.

که تاسو د ایټالیا تابعیت ترلاسه کړئ، تاسو به دا حق ولرئ:

  • په ایټالیا کې د ښاروالۍ، سیمه ایز، ملي او اروپایي پارلماني ټاکنو کې نوماند شئ او رایه ورکړئ
  • د اروپایی اتحادیې په هر هیواد کې سفر ، ژوند زده کړي او کار - تاسو کولی شئ یوازې د خپل اعتبار وړ ایټالیایي پيژند پاڼې یا هویت کارت یا پاسپورټ سره د ایټالیا څخه بهر سفر وکړئ.
  • تاسو کولی شئ د خپل ایټالیايي پاسپورټ سره د ویزې پرته ډیری هیوادونو ته سفر وکړئ - مهرباني وکړئ د اړوند قونسلګرۍ سره وګورئ چې ایا تاسو ویزې ته اړتیا لرئ که نه
  • په دریم هیواد کې د ایټالیايي ډیپلوماتیکو او قونسلګرۍ چارواکو او د اروپايي اتحادیې د کوم هیواد لخوا ژغوړل او خوندي کیږي٬ که چیرې د ایټالیا هیئت شتون ونه لري.
  • د اروپا پارلمان ته عریضه وسپارئ او د اروپا د قضایی واک د پریکړې په اړه د بیاکتنې غوښتنه وکړئ.

 

def