که تاسو د ۱۸ کالو څخه کم عمر لرئ او تاسو د خپل مور او پلار یا د کورنۍ بل بالغ غړي پرته په ایتالیا کې یاست، تاسو حق لرئ چې په ایتالیا کې پاتې شئ او د استوګنې معتبر جواز ترلاسه کړئ.

که تاسو خپل هیواد پريښی او نشئ کولی بیرته لاړ شئ ځکه چې تاسو د ځورونې یا خطر څخه ویره لرئ، تاسو هم حق لرئ چې د نړیوال خوندیتوب لپاره غوښتنه وکړئ.

ستاسو قانوني سرپرست او ستاسو د مرکز مسوول به تاسو سره په دې پروسیجرونو کې مل وي او مرسته به وکړئ.

ددي مقالې په مرسته تاسو کولئ شی نور معلومات ترلاسه کړئ:

  • د استوکنې اجازه د یوازې تنکیو ځوانانو ته شتون لرئ
  • Permesso per Minore Età یا د کوچنيانو لپاره اجازه
  • د پناه غوښتنه

د استوګنې اجازه تاسو ممکن د یو بې ملګری یا یوازې تنکی ځوان په توګه ترلاسه کړئ

په ایتالیا کې، بې سرپرسته ماشومان او تنکي ځوانان ممکن د لاندې د استوګنې اجازو (permesso di soggiorno په ایتالیایی کې) لپاره وړ وي، د دوی شخصي وضعیت پورې اړه لري:

که تاسو نړیوال خوندیتوب ترلاسه کړئ ( کډوال دریځ یا فرعي خوندیتوب)، تاسو کولی شئ خپل مور او پلار د کورنۍ د بیا یوځای کیدو غوښتنلیک له لارې ایتالیا ته راوړئ. برعکس، که تاسو کوم بل جواز لرئ، تاسو کولی شئ خپل مور او پلار یوازې هغه وخت راوړئ چې تاسو د ځوانانو محکمې څخه یو مشخص اجازه ترلاسه کړئ.

د ستاسو د استوګنې مرکز له مسوول او یا ستاسو سرپرست سره خبرې وکړئ، دوی به تاسو ته مشوره درکړي چې کومه پروسه ستاسو لپاره غوره ده او په دې کړنلاره کې به تاسو سره مل وي!

Permesso di Soggiorno per Minore Età یا د کوچنيانو لپاره د استوګنې جواز

یوازې د دې لپاره چې تاسو کم عمر یاست او په ایتالیا کې پرته د مور او پلار او د کورنۍ کوم غړی چې ستاسو پامرنه کولی شی یاست، تاسو کولی شئ د کم عمره خلکو لپاره اجازه چې د "کوچنیانو لپاره د استوګنې اجازه" یا Permesso di Soggiorno per Minore Età نومیږي ترلاسه کړئ.

دا څنګه ترلاسه کړو او څومره وخت به دوام وکړي؟

تاسو کولی شئ یوازې پخپله د دې اجازې غوښتنه وکړئ، یا د خپل سرپرست یا د مرکز د رییس په مرسته، د پولیسو د مهاجرت دفتر (په ایټالیا کې 'Questura'). تاسو د دې جواز ترلاسه کولو لپاره پاسپورټ ته اړتیا نلرئ.

دا اجازه ستاسو تر ۱۸ کلنۍ پورې دوام کوي.

څه پیښیږي کله چې تاسو ۱۸ کلن شئ؟

کله چې تاسو 18 کلن شئ، تاسو کولی شئ د جواز له پای ته رسیدو وروسته د ۶۰ ورځو دننه خپل جواز بدل کړئ. تاسو کولی شئ خپل جواز په دې بدل کړئ:

  • د زده کونکي اجازه، که تاسو په ښوونځي یا پوهنتون کې نوم لیکنه وکړئ
  • د کار جواز، که تاسو دنده لرئ او د کار منظم تړون یا قرار داد لرئ
  • د راتلونکي استخدام اجازه (‘permesso per attesa occupazione’ په ایتالیا کې)، که تاسو د کار په لټه کې یاست او تاسو د کارموندنې مرکز سره راجستر یاست.

د دې لپاره چې وکولی شئ خپل permit per minore età جواز په پورتنیو جوازونو تبدیل کړئ، تاسو به خپل پاسپورټ یا د سفر سند ته هم اړتیا ولرئ. که تاسو دا لا نه لرئ، ډیری Questure په موقت ډول د تابعیت سند یا ID ستاسو د هیواد د قونسلګرۍ لخوا صادر شوی ومني.

د ځوانانو محکمه کولی شي تاسو ته امر وکړي چې تاسو ته یو Permesso di Soggiorno per Affidamento درکړي تر هغه چې تاسو ۲۱ کلن شئ، په هغه صورت کې چې تاسو د تبادلې اړتیاوې پوره نه کړئ او قاضي فکر وکړئ چې تاسو د خپلواکۍ په لاره کې ډیر ملاتړ ته اړتیا لرئ. دا تمدید د "prosieguo amministrativo" په نوم یادیږي او دا پدې مانا ده چې تاسو لاهم د ټولنیز خدمت تر څارنې لاندې یاست، او تاسو ته اجازه درکول کیږي چې و د استوګنې په مرکز کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شئ.

د پناه غوښتنه

که تاسو په خپل هیواد کې د ځورونې یا خطر څخه ویره لرئ، تاسو کولی شئ د پناه غوښتنې لپاره د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړئ. د مرکز له مدیر یا مسوول او یا ستاسو د سرپرست سره خبرې وکړئ، دوی به په دې کړنلاره کې ستاسو سره وي!

د پناه غوښتنې لپاره، تاسو باید د خپل قانوني ساتونکي یا سرپرست یا ستاسو د مرکز رییس سره Questura ته لاړ شئ که چیرې تاسو اوس هم نه لرئ. پولیس به ستاسو د ګوتو نښانونه واخلي (که تاسو د ۱۴کالو څخه پورته یاست)، او ستاسو د کیسې، کورنۍ او سفر په اړه به تاسو څخه ځینې پوښتنې وکړي، او د C3 په نوم په یوه فورمه کې ولیکئ.

که ستاسو مور او پلار یا خپلوان د اروپایي اتحادیې په بل هیواد کې وي، تاسو کولی شئ په خوندي توګه ورسره یوځای شئ او هلته ستاسو د پناه غوښتنې قضیه وڅیړئ. دا مقررات د ډوبلین مقرراتو په نوم یادیږي، او ستاسو سرپرست یا د مرکز همغږي کونکی به تاسو سره مرسته وکړي چې ټول اړین اسناد په Questura کې وړاندې کړي.

که تاسو د permesso per minore età اجازه نلرئ، Questura به تاسو ته د پناه غوښتونکو لپاره د 6 میاشتو اجازه درکړي.

دیری Questure تاسو ته اجازه نه ورکوي چېpermesso per minore età اجازه ولرئ او په ورته وخت کې د پناه غوښتنې پروسې کې اوسئ، نو دوی به له تاسو څخه وغواړي چې د دوو انتخابونو ترمنځ یو انتخاب کړي.

په اړه یې نور معلومات ترلاسه کړئ:د پناه غوښتنه

د کمیسیون سره مرکه

ستاسو د پناه غوښتنې د څیړلو واک د سیمه ایز کمیسیون دی، څوک چې تاسو سره مرکه وکړي ترڅو پریکړه وکړي چې آیا تاسو ته د خوندیتوب یوه بڼه درکړئ یا نه . څرنګه چې تاسو کم عمره یاست، کمیسیون باید ستاسو مرکې ته لومړیتوب ورکړي. په هرصورت، په عمل کې دا دومره نه پیلی کیږي او تاسو ممکن یو څه انتظار وکړئ.

ستاسو سرپرست به ستاسو سره په مرکه کې وي، او که تاسو وغواړئ تاسو کولی شئ د خپل ټولنیز کارکونکي، ارواپوه یا وکیل هلته اوسئ او ستاسو ملاتړ وکړي. د مرکې په جریان کې به یو ژباړونکی هم وي.

مرکه کوونکی به له تاسو څخه پوښتنه وکړي چې تاسو ولې خپل هیواد پریښود او ولې تاسو نه غواړئ یا نشي کولی چې بیرته هلته لاړ شئ، او ایتالیا ته ستاسو د سفر په جریان کې څه پیښ شوي.

سیمه ایز کمیسیون به ستاسو شخصیي حالت په نظر کې نیولو سره یو څه وخت ونیسي چې پریکړه وکړي چې تاسو د کوم ډول خوندیتوب وړ یاست : د کډوال دریځ، د فرعي خوندیتوب، یا ځانګړي خوندیتوب. په هرصورت، کمیسیون هم کولی شي پریکړه وکړي چې تاسو ځانګړي محافظت ته اړتیا نلرئ.

نور معلومات دلته په عربي، بنګالي، دري، فرانسوي، انګلیسي، ایتالیایي، سومالي،تیگرینیا او اردو ژبو ترلاسه کړئ او دا ویډیو وګورئ.

کومه پوښتنه لرئ؟ موږ ته په فیسبوک کې پیغام واستوئ.