که تاسو پرته له ویزې ایتالیا ته راغلي یاست او تاسو تر اوسه د استوګنې جواز یا پناه غوښتنې لپاره غوښتنلیک نه دی ورکړی، تاسو کولی شئ ددي مقالې په مرسته ایتالیا ته د نوي راغلي شخص په توګه ه د خپلو حقونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

دا مقاله د لویانو لپاره ده٬ که تاسو د ۱۸کلونو څخه کم عمر یاست، دلته نورمعلومات ترلاسه کړئ یا موږ ته په فیسبوک کې پیغام پریږدئ.

که تاسو ویزه نلرئ (او تاسو هغه هیواد چې ویزی ته اړتیا نه لری نه یاست ) تاسو به په ایتالیا کې تر هغه وخته پورې غیرقانوني وګڼل شي تر څو چې تاسو د اجازې یا پناه غوښتنه وکړئ . دا پدې مانا ده چې که تاسو خپل شتون اواوسیدل قانونې نه کړئ، تاسو ممکن د اخراج امر ترلاسه کړئ یا د بیرته راستنیدو مرکز (CPR) ته ولیږل شئ - پرته لدې چې تاسو یو ماشوم یا ځوان یاست چې یوازې سفر کوئ. په یاد ولرئ چې تاسو هر وخت د پناه غوښتنه کولی شئ، او چارواکي باید ستاسو ادعا ومني.

هغه هیواد ته د بیرته نه ستنیدو حق چېري تاسوپه کې په خطر کې یاست

ایتالیا (یا کوم بل هیواد) باید تاسو داسې هغه هیواد ته ونه لیږي چیرې چې تاسو ممکن د ځورونې، خطر یا د بشري حقونو څخه د سرغړونې خطر سره مخ شئ. دا ستاسو د هیواد او هم د ترانزیتي هیوادونو لکه لیبیا او سلوانیا لپاره ریښتیا ده - چې ډیری وختونه خلکو ته پناه نه ورکوي.

د عاجل یا بیړني طبي پاملرنې حق

که تاسو عاجل طبي پاملرنې ته اړتیا لرئ (د مثال په توګه، که تاسو ټپي شوی یاست) تاسو کولی شئ د هر روغتون بیړنۍ خونې ته لاړ شئ (په ایتالیایي کې ورته وایې 'pronto soccorso') یا ۱۱۲ ته زنګ ووهئ. بیړنۍ طبي پاملرنې وړیا چمتو کیږي. حتی هغو کسانو ته چې د اوسیدو اجازه نه لري. د ایتالیا د قانون له مخې، ډاکټران او د روغتون کارمندان نشي کولی پولیسو ته د غیرقانوني مهاجرینو راپور ورکړي.

تاسو کولی شئ اړین طبي پاملرنې هم ترلاسه کړئ (د مثال په توګه، تاسومزمنه ناروغۍ یا بله ناروغي لرئ چې د اختلاطاتو خطر لري) او مخنیوي طبي پاملرنې (د بیلګې په توګه، ستاسو د امیندوارۍ لپاره د روغتیا پاملرنې واکسین کول). د دې طبي خدماتو ترلاسه کولو لپاره تاسو اړتیا لرئ د محلي روغتیا پاملرنې مرکزونو څخه خپل د STP کوډ ترلاسه کړئ.

که تاسو لاهم مرستې ته اړتیا لرئ مګر روغتون ته په تګ کې د آرامۍ یا راحتۍ احساس نه کوئ، تاسو ممکن ستاسو په سیمه کې د رضاکارانه طبي سازمان څخه ملاتړ ترلاسه کړئ. موږ ته دلته په فیسبوک کې یو پیغام واستوئ که تاسو د موندلو لپاره مرستې ته اړتیا لرئ.

نور معلومات ترلاسه کړئ:پرته له دې چې د پناه غوښتنې غوښتنه وکړي روغتیایی پاملرنې ته څنګه لاسرسی ومومي

د پناه غوښتلو حق

که تاسو نشئ کولی یا نه غواړئ خپل هیواد ته بیرته ستانه شئ ځکه چې تاسو د ځورونې یا خطر څخه ویره لرئ، تاسو کولی شئ په ایتالیا کې د پناه غوښتنې له لارې نړیوال خوندیتوب ترلاسه کړئ. همدارنګه که تاسو ایتالیا ته په خپل سفر کې شکنجه تجربه کړې وي، تاسو ممکن د protezione speciale په نوم د خوندیتوب یوه بڼه ترلاسه کړئ.

که تاسو د پناه غوښتنه وکړئ، تاسو ته به د۶ میاشتو لنډمهاله اجازه یا جواز درکړل شي چې ایتالیايي کې ورته Permesso per Richiesta di Asiloin Italian وایي٫ او تاسو به یو لړ حقونو ته لاسرسی ولرئ په د شمول:

  • ستاسو د پناه غوښتنې د پروسې په اوږدو کې په ایتالیا کې اوسئ - پداسې حال کې چې له ایتالیا بهر سفر کول منع دي
  • د استوګنې یا هرکلي په مرکز کې پاتې شئ
  • معلومات په هغه ژبه ترلاسه کړئ چې تاسو په پوهیږئ
  • قانوني ملاتړ ترلاسه کړئ
  • روغتیایی پاملرنې ته لاسرسی
  • زده کړي او ژبې کورسونو ته لاسرسی
  • ۶۰ ورځي وروسته ستاسو د پناه غوښتنې ثبت یا رسمي کولو ورسته کار وکړئ.

د پناه غوښتنه کول ممکن د استوګنې د جواز ترلاسه کولو یوازینۍ لار وي (په ایتالیایي کې permesso di soggiorno) ترڅو په ایتالیا کې په منظم او قانوني توګه اوسئ. په حقیقت کې ، تاسو نشئ کولی په مستقیم ډول په ایتالیا کې د کار یا زده کړي جواز لپاره غوښتنه وکړئ ، مګر یوازې له بهر څخه. په هرصورت، ځینې استثناوې شتون لري چیرې چې پناه یوازینۍ اختیار نه وي، د بیلګې په توګه: که تاسو د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرئ، که تاسو ایتالیایي یا غیر ایتالیایي د کورنۍ نږدې غړي لرئ چې په منظم ډول په ایتالیا کې ژوند کوي، که تاسو د استثمار او انساني قاچاق قرباني شوي یاست٬ که تاسو یا ستاسو د ژوند ملګری امیندواره وي، که تاسو جدي ناروغي لرئ.

نور معلومات ترلاسه کړي:د پناه غوښتنه

د ډوبلین مقررات

په یاد ولرئ چې د ډوبلین د مقرراتو له مخې د ډوبلین لومړی هیواد (د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه، سویس، ناروې، لیختنسټاین یا آیسلینډ) ستاسو د ګوتو نښان اخلي باید ستاسو د پناه غوښتنې لپاره مسؤل وي - حتی که دا هغه هیواد نه وي چې تاسو غواړئ په کې پاتي شئ. د بیلګې په توګه، که چیرې ایتالیا چارواکو ستاسو د ګوتو نښان اخیستي وي مګر تاسو بیا فرانسې ته د پناه غوښتنې لپاره سفر کوئ، تاسو ممکن بیرته ایتالیا ته ستانه شئ او ستاسو قضیه دلته وڅیړل شي. دا ریښتیا نه ده که تاسو یو ماشوم یا ځوان یاست چې یوازې سفر کوئ.

په هرصورت، که تاسو په ایتالیا کې پناه غواړئ مګر ستاسو میرمن، نامزد یا ماشومان د ډوبلین په بل هیواد کې پناه غوښتونکي یا د نړیوال خوندیتوب ولري، تاسو کولی شئ له چارواکو څخه وغواړئ چې دوی سره یوځای شي او ستاسو د پناه غوښتنه هلته انتقال کړي. په دې توګه، تاسو به په منظمه او خوندي توګه له خپلې کورنۍ سره یوځای کیدی شئ. په اړه یې نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.

د معلوماتو د ترلاسه کولو حق

یو ځل چې د چارواکو لخوا ژغورل شوی یا وپیژندل شوی، تاسو حق لرئ چې ستاسو د پناه غوښتنې او نورو حقونو په اړه په هغه ژبه معلومات ترلاسه کړی چې تاسو پوهیږئ - حتی که پولیس تاسو په غیرقانوني توګه ایتالیا ته ننوتلو وخت کې ونیسي.

تاسو دا حق هم لرئ چې په هغه ژبه چې تاسو په پوهیږی د پناه غوښتنې پروسې په اړه ، پشمول د غوښتنلیک ډکولو څرنګوالی خبر یا معلومات ترلاسه کړئ. تاسو کولی شئ تل د پناه غوښتنې پروسې په جریان کې د ژباړونکي لخوا د مرستې غوښتنه وکړئ.

هغه اسناد لاسلیک مه کوئ چې تاسو په نه پوهیږئ او د اړتیا په وخت کې له ژباړونکي څخه د وضاحت غوښتنه وکړئ. تل د هغه اسنادو یو کاپي غوښتنه وکړئ چې تاسو یې لاسلیک کوئ.

وک مرسته کولی شي؟

که تاسو نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، موږ ته دلته زموږ په فیسبوک پاڼې کې پيغام واستوئ. تاسو کولی شئ لاندې د مرستې لاینونو سره هم اړیکه ونیسئ.

UNHCR - ARCI

که تاسو د استوګنې، روغتیا پاملرنې، اداري پروسیجرونو، قانوني مرستې، اولارښوونې په اړه معلوماتو ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره د UNHCR/ARCI د مرستې لاین سره اړیکه ونیسئ:

  • ۸۰۰۹۰۵۵۷۰ ته زنګ ووهئ (د ټولو چلونکو څخه)
  • ۰۰۳۹۳۵۱۱۳۷۶۳۳۵ ته زنګ ووهئ (د Lyca Mobile شمیرو څخه)
  • +393511376335 ته واتس آپ کې پیغام واستوئ
  • numeroverderifugiati@arci.it ته بریښنالیک واستوئ

د مرستې لاین وړیا او د دوشنبې څخه تر جمعې پورې، د سهار له ۹:۳۰ بجو څخه د ماسپښین تر۵ بجو پورې فعاله ده، دا د مرستې لاین په ۵۳څخه زیاتو ژبو کې د ورځې ۲۴ ساعته فعاله ده.

که تاسو په حرکت کې یاست

که تاسو په Trieste کې یاست، تاسو کولی شئ معلومات، انترنت یا وای فای، طبي پاملرنې، خواړه او جامې په piazza della Libertà (د استګاه مخې ته پارک) کې، د دوشنبې څخه تر جمعه، د سهار له۹ څخه تر ۱۱ بجو او د ماسپښین له ۴ څخه تر ۶بجو پورې، او د شنبې او یکشنبې په ورځ د ماسپښین له۴ څخه تر ۶ بجو پورې ترلاسه کړئ.

که تاسو په Oulx کې یاست، تاسو کولی شئ د Diaconia Valdese in corso Montenero 39 څخه د دوشنبې څخه تر جمعې پورې، د سهار له ۹:۳۰ بجو څخه د ماسپښین تر ۵ بجو پورې معلومات ترلاسه کړئ. تاسو کولی شئ په Corso Ortigara کې Rifugio Fraternità Massi کې استوګنځای ترلاسه کړئ، .

که تاسو په Ventimiglia کې یاست، تاسو کولی شئ معلومات، خواړه او جامې په Caritas in San Secondo 20 کې، د دوشنبې څخه تر جمعه، د سهار له۹ څخه تر۱۱ بجو پورې ترلاسه کړئ.

کومه پوښتنه لرئ؟ موږ ته په فیسبوک کې یو پیغام واستوئ.