20210830_AOberstadt_Richmond_080__1_.jpgکه تاسو د غیر EU تابعیت وړ خپلوان یاست چې په منظم ډول په ایتالیا کې ژوند کوي یا د ایتالیا تبعه وي؛، تاسو ممکن د کورنۍ اجازه یا جواز ترلاسه کړئ چې د Permesso di Soggiorno per Motivi Familiari په نامه یادیږي.

تاسو کولی شئ د کورنۍ اجازه یا جواز ترلاسه کړئ که تاسو په ایتالیا کې یاست ('coesione familiare') یا که تاسو د کورنۍ د بیا یوځای کیدو پروسې ('ricongiungimento familiare') له لارې له بهر څخه راغلي یاست.

ددي مقالې په مرسته نور معلومات ترلاسه کړئ:

  • د غیر اروپايي اتباعو د خپلوانو لپاره د کورنۍ جواز چې په ایتالیا کې ژوند کوي
  • د اروپايي اتحادیې د اتباعو د خپلوانو لپاره د کورنۍ اجازه
  • د ایتالیایي تبعه د خپلوانو لپاره د کورنۍ اجازه
  • د کورنۍ د بیا یوځای کیدو لپاره د کورنۍ اجازه

د غیر EU اتباعو د خپلوانو لپاره د کورنۍ جواز چې په منظم ډول په ایتالیا کې ژوند کوي

که تاسو په ایتالیا کې یاست او تاسو د غیر EU خپلوان سره ژوند کوئ چې کوم معتبر جواز لري، تاسو کولی شئ په لاندې قضیو کې د کورنۍ د جواز لپاره غوښتنه وکړئ:

  • تاسو لږترلږه یو کلن اجازه لرئ او تاسو په ایتالیا کې د اعتبار وړ جواز لرونکي سره واده کوئ
  • تاسو جواز لرئ یا ستاسو جواز تېر کال کې ختم شوی یا پای ته رسېدلی او ستاسو د ژوند ملګری، ستاسو ماشوم چې عمر یې د ۱۸ کالو څخه کم یا د ۱۸ کالو څخه ډېر وي او کوم معلولیت ولري، د کار یا زده کړې جواز یا د EU اوږدمهاله جواز لرونکي پورې تړلي مور او پلار چې د لږ تر لږه عاید او یو مناسب کور ولري.
  • تاسو یا اجازه لرئ یا تاسو نا منظم یاست، او ستاسو د ژوند ملګری، ماشوم یا مور او پلار په ایتالیا کې نړیوال خوندیتوب لري

څنګه غوښتنه وکړئ؟

تاسو باید د پوستی دفتر له لارې Questura ته د کټ kit(اړین اسنادونه) په لیږلو سره د دې پرمیسو یا اجازې لپاره غوښتنه وکړئ. تاسو به اړتیا ولرئ:

  • ستاسو ملي پاسپورت
  • ستاسو (ختم شوی یا پای ته رسیدل)د استوګنې اجازه (که تاسو لرئ)
  • د استوګنې د اعتبار وړ جواز او ستاسو د خپلوانو د پاسپورت کاپي چې په ایتالیا کې اوسیږي
  • سندونه چې په ایتالیا کې ستاسو د خپلو خپلوانو سره اړیکې ثابتوي (د بیلګې په توګه: د واده سند، د مدني اتحادیې سند، د زیږون سند) - ژباړل شوی او قانوني کیږي که بهر صادر شوی وي.
  • د میلمه پالنې اعلامیه
  • €۱۶.۰۰ د وظیفې مهریا ټاپه (‘marca da bollo’ په ایتالیایي کې)
  • د بریښنایی جواز صادرولو لپاره د € ۳۰.۴۶ تادیې رسید
  • د فیس تادیه، کوم چې د جواز د اعتبار پورې اړه لري
  • نور اسناد د انفرادي قضیې پورې اړه لري
  • په هغه صورت کې چې تاسو د دې جواز لپاره ستاسو د استوګنې یا اوسیدو د اجازې له پای ته رسیدو څخه۶۰  ورځې وروسته غوښتنه وکړئ، تاسو به د ځنډ شوي غوښتنلیک لپاره د Questura څخه اجازه لیک ته اړتیا ولرئ

که ستاسو خپلوان نړیوال خوندیتوب نه لري، تاسو به اړتیا ولرئ:

  • ستاسو د خپلوانو د عاید اعالمیه، کوم چې باید د کلني ټولنیز چک سره مساوي یا پورته وي
  • ستاسو د خپلوانو د کور مناسبیت سند یا تصدیق

دا مهمه ده چې پوه شئ چې که تاسو پناه غوښتونکي یاست او د کورنۍ د اجازې لپاره غوښتنه کوی، Questura به تاسو څخه وغواړي چې ستاسو د پناه غوښتنې پروسه بیرته واخلئ. مخکې له دې چې پرمخ لاړشئ، مهرباني وکړئ د یوه حقوقي کارپوه سره خبرې وکړئ ممکن تاسو ته مشوره درکړي چې ستاسو د شخصي قضیې لپاره څه غوره دي.

که تاسو د امیندوارۍ لپاره Permesso per Cure Mediche لرئ، تاسو باید د کورنۍ اجازه په مستقیم ډول په Questura کې غوښتنه وکړئ نه د پوستې دفتر له لارې.

د څومره مودې لپاره د اعتبار وړ دی؟

Permesso di Soggiorno per Motivi Familiari د کورنۍ د غړي د اجازې په څیر ورته موده لري چې دا ورسره تړاو لري.

ایا زه کولی شم دا نوي او بدل یې کړم؟

تاسو کولی شئ د نوي کولو لپاره غوښتنه وکړئ کله چې ستاسو خپلوان ستاسو اجازه لیک پورې اړه لري د دوی د جواز نوي کولو غوښتنه هم کوي. تاسو کولی شئ دا د پای نیټې څخه د ۶۰ ورځو دمخه او ۶۰ ورځو کې ترسره کړئ.

د خپل جواز نوي کولو لپاره، تاسو باید د پوستې دفتر ته لاړ شئ او هغه kit (د اړینو اسنادو کڅوړه) پوره یا ډکه کړئ چېQuestura ته لیږل کیږي.

په یاد ولرئ چې د کورنۍ جواز یوازې هغه وخت تمدید یا نوي کیدی شي که چیرې د صادر شوي دلیل لاهم شتون ولري. د مثال په توګه، دا نوي کیدی شي که تاسو لاهم په قانوني توګه واده یاست او د خپل د ژوند ملګري سره یوځای ژوند کوئ. تاسو باید دا هم ثابت کړئ چې تاسو یا ستاسو د کورنۍ غړی ستاسو د ملاتړ لپاره کافي مالي سرچینې لري.

د کورنۍ دلایلو لپاره جواز د کار جواز یا بل جواز ته بدل کیدی شي که چیرې وړیا په شرایطو برابر وي.

 

د اروپايي اتحادیي د اتباعو د خپلوانو لپاره د کورنۍ اجازه

که تاسو د ایتالیایي یا EU تبعه سره لاندې خپلوي یا اړیکې لرئ تاسو کولی شئ د کورنۍ اجازې لپاره هم غوښتنه وکړئ:

  • په قانوني توګه واده شوې د ژوند ملګري
  • د ۲۱ کالو څخه کم عمر ماشوم، یا د ۲۱ څخه پورته ماشوم په تاسو پورې تړلی - ستاسو د ژوند ملګري په ګډون
  • مور او پلار چې په تاسو تړلي وي - ستاسو دژوند ملکړي په شمول

څنګه غوښتنه وکړو؟

تاسو باید د دې جواز یا permesso لپاره مستقیم په Questura کې غوښتنه وکړئ. تاسو اړتیا لرئ چې لاندې اسناد له ځانه سره راوړئ :

  • ستاسو ملي پاسپورټ
  • سندونه چې اړیکې ثابتوي (د بیلګې په توګه: د واده سند، د زیږون سند) – ژباړل شوی او قانوني کیږي که بهر صادر شي
  • د EU اتباع د کافي عاید ثبوت
  • د ۱۶.۰۰ یورو عاید ټاپه (‘marca da bollo’ په ایتالیایي کې)
  • د جواز صادرولو لپاره د ۳۰.۴۶ یورو تادیه رسید
  • د فیس تادیه، کوم چې د جواز د اعتبار پورې اړه لري
  • نور اسناد د انفرادي قضیې پورې اړه لري، په شمول د عاید ثبوت.

د څومره مودې لپاره د اعتبار وړ دی؟

د دې کورنۍ جواز موده 5 کاله ده.

ایا زه کولی شم دا نوي او بدل کړم؟

په ۶۰ ورځو کې او ستاسو د جواز د پای نیټې څخه۶۰ ورځې وروسته، تاسو کولی شئ د پوستې دفتر کې Questura ته د kit(د اړینو اسنادو کڅوړه) په لیږلو سره د نوي کولو لپاره غوښتنه وکړئ.

د کورنۍ دلایلو لپاره جواز د کار جواز یا بل جواز ته بدل کیدی شي که چیرې وړ یا په شرایطو برابر وي. که تاسو له یو ایتالیایي سره واده کړی وي، تاسو کولی شئ د ایتالیا تابعیت لپاره هم غوښتنه وکړئ.

که تاسو په ایتالیا کې د ۵ پرله پسې کلونو راهسی ژوند کوئ، تاسو کولی شئ په Questura کې د Carta di Soggiorno Permanente per familiari di cittadini europei لپاره غوښتنه وکړئ .

 

د ایتالیایي تبعه د خپلوانو لپاره د کورنۍ اجازه

که تاسو د ایتالیايي تبعه سره لاندې اړیکې لرئ،تاسو کولی شئ د کورنۍ د اجازې لپاره هم غوښتنه وکړئ او که تاسو د دوی سره ژوند کوئ :

  • په قانوني توګه واده شوې د ژوند ملګړي یا د مدني اتحادیې ملګري
  • ماشوم
  • لمسی
  • پلار اومور یا والدین
  • نیکه او انا
  • ورور او خور

په اصل کې، تاسو به دا اجازه ترلاسه کړئ که تاسو د اروپايي اتحادیې د اتباعو د خپلوانو لپاره د کورنۍ د جواز اړتیا پوره نه کړئ، مګر تاسو به د ایتالیایي خپلوانو سره تر دویمې درجې پورې ژوند کوئ.

څنګه غوښتنه وکړو؟

تاسو باید د دي جواز یا permesso لپاره مستقیم په Questura کې غوښتنه وکړئ. تاسو اړتیا لرئ چې لاندې اسناد له ځانه سره راوړئ:

  • ستاسو ملي پاسپورټ
  • سندونه چې اړیکې ثابتوي (د مثال په توګه: د واده سند، د زیږون سند) – ژباړل شوی او قانوني کیږي که بهر صادر شي
  • د میلمه پالنې اعلامیه
  • دایتالیایي د ژوند ملګري یا خپلوان د هویت سند کاپي
  • دایتالیایي د ژوند ملګري یا خپلوان د استوګنې او کورنۍ وضعیت ځان اظهارنامه
  • د ۱۶.۰۰ یورو عاید ټاپه (‘marca da bollo په ایتالیایي کې)
  • د جواز صادرولو لپاره د ۳۰.۴۶ یورو تادیه رسید
  • د فیس تادیه، کوم چې د جواز د اعتبار پورې اړه لري
  • نور اسناد د انفرادي قضیې پورې اړه لري

په یاد ولرئ چې د قانون له مخې د عاید ثبوت ته اړتیا نشته .

د څومره مودې لپاره د اعتبار وړ دی؟

دا جواز د ۲ کلونو لپاره اعتبار لري

آیا زه کولی شم دا نوي او بدل کړم؟

ستاسو د جواز د پای نیټې څخه ۶۰ ورځو دمخه او ۶۰ ورځو کې، تاسو کولی شئ د پوستې دفتر له لارې Questura ته دkit (د اړینو اسنادو کڅوړه) په لیږلو سره د نوي کولو لپاره غوښتنه وکړئ.

که تاسو له یو ایتالیایي سره واده کړی وي، تاسو کولی شئ د ایتالیا تابعیت لپاره هم غوښتنه وکړئ.

د کورنۍ د بیا یوځای کیدو لپاره د کورنۍ جواز

تاسو کولی شئ دا د کورنۍ اجازه ترلاسه کړئ که چیري ستاسو خپلوان تاسو د کورنۍ د بیا یوځای کیدو پروسې له لارې ایتالیا ته راوړي یاست.

ایتالیا ته ستاسو د رسیدو په ۴۸ ساعتونو کې ستاسو خپلوان باید پولیسو ته د میلمه پالنې اعلامیه وړاندې کړي.

په دې اړه نور معلومات ترلاسه کړئ: د کورنۍ بیا یوځای کیدل

څنګه غوښتنه وکړئ؟

ستاسو د رارسیدو په ۸ ورځو کې، تاسو باید Sportello Unico per l'Immigrazione ته لاړ شئ چیرې چې د اجازې لپاره غوښتنلیک لیږل شوی و. ستاسو د ورودي وېزې د اعتبار تصدیق کولو وروسته، دوی به تاسو ته د کورنۍ دلایلو له مخې د اجازې غوښتنې لپاره دمخه ډکه شوې فورمه درکړي.

بیا تاسو اړتیا لرئ دپوست دفتر ته لاړ شئ او کټ(د اړینو اسنادو کڅوړه) Questura ته ولیږئ. تاسو به اړتیا ولرئ:

  • ستاسو د پاسپورټ یا سفر اسنادو کاپي
  • ۱۶.۰۰ یورو د وظیفې مهریا ټاپه (‘marca da bollo’ په ایتالیایي کې)
  • د بریښنایی جواز صادرولو لپاره د € ۳۰.۴۶ تادیې رسید
  • د فیس تادیه، کوم چې د جواز د اعتبار پورې اړه لري.

یادونه: کوچني ماشومان د ونډې له تادیې ورکولو څخه مستثنی یا معاف دي

د څومره مودې لپاره اعتبار لري؟

د کورنۍ د بیا یوځای کیدو د دلایلو لپاره صادر شوی د کورنۍ اجازه په ایتالیا کې د یوځای شوي خپلوانو د پاتې کیدو له مودې سره مساوي ده.

ایا زه کولی شم دا جواز نوي او بدل یې کړم؟

تاسو کولی شئ د تمدید لپاره غوښتنه وکړئ کله چې د کورنۍ کوم غړی چې تاسو یې ایتالیا ته راوړي یاست هم د دوی د جواز د تمدید غوښتنه کوي. تاسو کولی شئ دا پخ ۶۰ ورځوکې او د پای نیټې څخه ۶۰ ورځو وروسته ترسره کړئ.

د خپل جواز نوي کولو لپاره، تاسو باید د پوستې دفتر ته لاړ شئ او کټkit (اړین اسنادو کڅوړه) پوره کړئ ترڅو وړ یا صلاحيت لرونكې Questura ته واستول شي.

په یاد ولرئ چې د کورنۍ جواز یوازې هغه وخت تمدید کیدی شي چې د هغې د صادرولو دلیل لاهم شتون ولري. د مثال په توګه، دا کیدی شي تمدید شي که تاسو لا تر اوسه په قانوني توګه واده کړی وي او د خپل میړه سره ژوند کوئ. تاسو باید دا هم ثابت کړئ چې تاسو یا ستاسو د کورنۍ یو غړی ستاسو د ملاتړ لپاره کافي مالي سرچینې لري.

د کورنۍ دلایلو له مخې دا جواز هم د کار جواز یا بل جواز ته بدل کیدی شي که چیرې وړ یا په شرایطو برابر وي.

زه د کورنۍ جواز لرونکي په توګه کوم حقونه لرم؟

د دې ډول جواز یا permesso سره، تاسو حق لرئ چې:

کومه پوښتنه لرئ؟ موږ ته په فیسبوک کې شخصي پیغام واستوئ!