IMG_0494_cut.jpgکه تاسو مهاجر یا کډوال یاست او تاسو د لنډې مودې راهیسي په ایټالیا کې یاست، تاسو ته د ژبې زده کول ممکن ستونزمن وي. که څه هم تاسو په ښوونځي کې د نوم لیکنې لپاره چمتووالی لرئ، د دندې لپاره غوښتنه کوئ یا یوازې په بازار کې خوړو پیرودل وي٬ د ايټالیاي ژبې زده کول یا پوهیدل کولی شي ستاسو ژوند اسانه کړي.

خو کله نه پوهیږو چې له کوم ځای څخه پیل کړو. له همدې امله موږ ستاسو لپاره د ژبې د زده کړې ځینې امکانات یا اختیارونه اوفرصتونه راټول او یوځای تاسو ته وړاندې کوو.  

ددي مقالې په مرسته تاسو کولی شي د لاندې مواردو په اړه معلومات ترلاسه کړئ:

  • د ايټالیایي ژبې آنلاین او حضورې ټولګی او صنفونه
  • د ایټالیا د استوګنې اجازه او تابعیت لپاره د ایټالیایي ژبې کچه
  • د ایټالیایي ژبې تصدیقونه یا سندونه

چیري ايټالیایي ژبه زده کړو

تاسو کولی شئ ایټالیايي ژبه په آنلاین او حضورې توګه زده کړئ.

آنلاین زدکړي

د آنلاین زده کړې پلیټ فارمونه تاسو ته اختیار درکوئ چې په خپل خوښه او سرعت ، هرکله او هرچیرې چې تاسو غواړئ زده کړه وکړئ.

  • Duolingo او Busuu د ژبې زده کړې خورا مشهور پروګرامونه یا اپلیکیشن دي.
  • iTALIANAیو پلیټ فارم دی چیرې چې تاسو کولی شئ د ایټالیا د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزارت لخوا راټول شوي مختلف وړیا آنلاین فرصتونو یو عمومي کتنه وکړئ.
  • Loescher یو پلیټ فارم دی چیرې چې تاسو کولی شئ د خپلې پوهې کچې سره سم تمرینونه ، د زده کړې یا روزنې توکي یا مواد او پوډکاسټونه ومومئ. دلته تاسو کولی شئ د اوکراین او روسی ژبوغږېدونکو لپاره د زده کړې توکي یا مواد ومومئ.
  • Rai Educational یو پلیټ فارم دی چې ګټور multimedia یا څو رسانه اې زده کړې توکي لري.
  • Co.d’I.Ci - Corso d’Italiano per la Cittadinanza د ایټالیایي ژبې آنلاین ټولګیو یا صنفونو کې ګډون کولو لپاره یو پلیټ فارم دی، چې دNaples L’Orientale پوهنتون لخوا تنظیم شوی.
  • بي بي سي  د انګلیسي ژبې غږېدونکو ته په وړیا ډول د ایټالیایي ژبې ابتدایې ټولګي وړاندې کوي. په ویب پاڼه کې روزنیز ویډیو، د اړینو جملو لارښود او حتی د "BBC ایټالیایي زده کړه" فیسبوک پاڼه شامله ده.

حضورې کورسونه

تاسو کولی شئ په CPIA یا هغه سازمان کې ایټالیایي زده کړئ چې مهاجرینو او کډوالو ته وړیا کورسونه وړاندې کوي.که تاسو د SAI یا CAS د هرکلۍ یا استوګنې مرکز کې یاست، تاسو باید ایټالیایي کورسونوته لاسرسۍ ولرئ.

CPIA

CPIA (د بالغ یا لویانو د زده کړې مرکزونه) هغه دولتي یا عامه مرکزونه دي چې د لویانو لپاره تعلیمي خدمتونه په شمول د ایټالیایي ژبې وړیا کورسونه وړاندې کوي. په ایټالیا کې هر لوی ښار یا ولایت د CPIA مرکز لري او ستاسو د پوهې کچې په اساس په مختلفو ورځو او وختونو کې ټولګي وړاندې کوي. زده کونکي باید شاوخوا ۲۰-۳۰یورو تادیه کړي.

تاسو ته نږدې د CPIA مرکز موندلو لپاره، په ګوګل کې د "CPIA + [ښار]" لټون وکړئ (د مثال په توګه CPIA Milano). لوی ښارونه کې کیدای شي له یو څخه ډیر CPIA مرکزونه شتون ولري. د CPIA په ویب پاڼه کې تاسو موندلی شئ چې څنګه نوم لیکنه وکړئ، مګر معمولا کارول شوی پورټل دا دی دلته.

سیمه ایز سازمانونه

ممکن داسې سازمانونه وي چې وړیا کورسونه وړاندې کوي٫ خو دا دې پورې اړه لري چې تاسو چیري یاست.

بلونیا(Bologna):

میلان (Milano):

ناپولي(Napoli)

پالرمو(Palermo):

روم(Roma):

  • Scuole Migranti، په خپل ویب پاڼه کې دLazio په سیمه کې د ایټالیایي ژبې وړیا کورسونو لپاره مختلف فرصتونه راټول او وړاندې کوي. تاسو کولی شئ کوم مرکز چې تاسو ته نږدې دی ومومئ او د نورو معلوماتو لپاره له مرکز سره اړیکه ونیسئ.

تورینو(Torino):

د اوږد مهاله اسنادو لپاره د ایټالیایي ژبې کچه

تاسو باید خپل ایټالیایي ژبې د پوهیدو کچه یا سطح ثابته کړئ که تاسو غواړئ د لاندې مواردو لپاره غوښتنه وکړئ:

د اروپايي اتحادیې د اوږدمهاله استوګنې جواز لپاره ایټالیایي ژبې سند

د EU د اوږدمهاله استوګنې جواز ترلاسه کولو لپاره ("permesso UE per soggiornanti di lungo periodo" په ایټالیایي کې، چې په عام ډول د ex carta di soggiorno په نوم پیژندل کیږي)، تاسو باید ثابت کړئ چې ستاسو د ایټالیایي ژبې د پوهې کچه A2 ده.

تاسو کولی شئ خپل د ایټالیایي ژپې د پوهې A2 کچه په دي طریقو کې ثابت کړئ:

  • دلته د دي پلټ فارم له لارې د ايټالیایي ژبې آزموینه به د محلي Prefettura ته ستاسو د SPID په کارولو سره په آنلاین توګه بوک شي- تاسو باید به ازموینه ورکړئ او Prefettura به ستاسو آزموینې نتیجه یا پایله Questura ته واستوي.
  • د یوې پیژندل شوې ادارې څخه لږترلږه د د ژبې د A2 کچې سند (لاندې وګورئ)
  • د CPIA څخه د ژبې سند درلودل چې د یو کورس وروسته لږترلږه A2 کچې یا درجې تصدیق وکړي
  • د متوسطه لیسې (‘terza media’ په ایټالیایي کې) یا د عالې لیسې ډیپلوم په شمول ددي چې یو یې د CPIA کې ترلاسه شوی وي.

تاسو د ايټالیایي ژبې تصدیق یا سند ته اړتیا نلرئ که:

  • تاسو نړیوال خوندیتوب لرئ
  • تاسو ایټالیا کې خپل پوهنتون او PhD کچې زده کړي‌ په ایټالیايي ژبه ترسره کوي
  • تاسو د ۱۴ کلونو څخه کم عمر لرئ
  • تاسو د ژبې د زده کړې اختلال یا نیمګړتیاوي لرئ

PERMESSO UE PER SOGGIORNANTI DI LUNGO PERIODO په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

د تابعیت ترلاسه کولو لپاره د ایټالیایي ژبې تصدیق یا سند

د واده یا استوګنې پر بنسټ د ایټالیا تابعیت ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید د ایټالیایي ژبې د B1 کچې یا سطحې پوهه ولرئ.

تاسو باید خپل ایټالیایي ژبې د B1 کچې یا سطحې تصدیق یا سند د دي له لارې ترلاسه کړئ:

  • لږترلږه د اعتبار وړ ادارې څخه د B1 د ژبې سند چې ترلاسه شوی وي (لاندې وګورئ)
  • CPIA څخه د ژبې سند درلودل چې لږترلږه A2 درجې تصدیق وکړي
  • د ایټالیا تعلیمي وړتیا یا مدرک (‘titolo di studio’ په ایټالیايي کې) د هرې کچې یا سطحې (ابتدايې، متوسطه، عالي لیسې یا پوهنتون دیپلوم) په شمول د CPIA مرکز څخه ترلاسه شوي سند د ایټالیا د پوهنې وزارت یا د بهرنیو چارولخوا رسمې یا پیژندل کیږي.

تاسو د ایټالیایي ژبې تصدیق یا سند ته اړتیا نلرئ که:

  • تاسو د اروپايي اتحادیې د اوږدمهاله اجازه لرئ
  • تاسو د ژبې د زده کړې اختلال یا نیمګړتیاوي لرئ

په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ: ITALIAN CITIZENSHIP یا د ایټالیا تابیعت

د ایټالیایي ژبې رسمي سندونه

ازموینه د څلورو مختلفو وړتیاو یا پوهې پر بنسټ دي: اوریدل، لوستل، لیکل او خبرې کول. مخکې له دې چې په کورس کې نوم لیکنه وکړئ یا د ازموینې ورکولوو نیټه انتخاب کړئ، تاسو ممکن دلته د Europass ژبې د مرجع چوکاټ هم وګورئ ترڅو پوه شئ چې د هرې ژبې مهارت څه شی دی. A1کچه تر ټولو اساسي کچې استازیتوب کوي، پداسې حال کې چې C2 د مورنۍ ژبې پوهې سره د پرتلې وړ دی.

ستاسو د کچې یا سطحې په اساس، تاسو کولی شئ ازموینه په رسمي مرکز کې ورکړئ. که تاسو غواړئ ځانګړي لګښتونه، د غوښتنلیک کړنلارې او د ازموینې نیټې په اړه پوه شئ، تاسو اړتیا لرئ چې چیری چې تاسو اوسیږئ له نږدي مرکز سره اړیکه ونیسئ. په ټول کال کې څو ځله دا ازموینې اخستل کیږي، کله چې تاسو د ازموینې لپاره غوښتنه کوئ تاسو کولی شئ دا هم وټاکئ چې کله آزموینه ورکړئ.

د فیس پراساس د ازموینو لاندې ډولونه د permesso di lungo periodo یا د ایټالیا تابعیت ترلاسه کولو لپاره ګټور دي:

  • CELI : د CELI سندونه په Perugia کې د Perugia د بهرنيانو لپاره د پوهنتون لخوا اداره کیږي چې د مهاجرینو لپاره ځانګړې نسخه لري CELI Immigrati ;. دلته د هغو مرکزونو لیست موندلی شئ چیرې چې تاسو کولی شئ د CELI ازموینه ورکړئ.
  • CILS : د CILS سندونه په Siena کې دSiena د بهرنيانو لپاره د پوهنتون لخوا اداره کیږي. دا د تابعیت غوښتنلیک ‘CILS B1 Cittadinanza’ لپاره د اعتبار وړ یو مشخص تصدیق وړاندې کوي ، کوم چې د نورو ازموینو څخه توپیر لري. دلته تاسو کولی شئ د مرکزونو لیست ومومئ چیرې چې تاسو کولی شئ د CILS ازموینه ورکړئ.
  • PLIDA: د PLIDA سندونه د Dante Alighieriټولنې لخوا اداره کیږي . دلته تاسو مختلف مرکزونه موندلی شئ چیرې چې تاسو کولی شئ د PLIDA ازموینه ورکړئ.
  • CERT: د CERT سندونه په روم کې د Roma Tre پوهنتون لخوا اداره کیږي. دلته تاسو کولی شئ د راجستر کولو څرنګوالي، د CERT ازموینې نیټې او ځایونو په اړه معلومات ومومئ.

ښه زده کړي!

کومه پوښتنه لرئ؟ موږ ته زموږ د فیسبوک پاڼې ته یو شخصي پیغام واستوئ.