IMG_9407.jpg

که تاسو په ایټالیا کې مهاجر یاست او غواړئ چې خپلې زده کړې د لوړو زده کړو په موسسه کې پیل کړئ یا بشپړي کړئ، تاسو کولی شي چې د Permesso di Soggiorno per Motivi di Studio په نوم تحصیلي یا د زده کړي جواز ترلاسه کړئ.

پدې مقاله کې تاسو کولی شئ د لاندې مواردو په ه اړه معلومات ترلاسه کړئ:

که تاسو بهر یاست او د ایټالیا پوهنتونونو او د ایټالیا قونسلګرۍ کې ستاسو د تحصیلي یا زده کړي ویزې لپاره د غوښتنلیک څرنګوالي په اړه معلوماتو ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د ایټالیا پوهنتون پورټل څخه دلته لیدنه وکړئ.

څوک په شرایط برابر یا وړ دی؟

تاسو کولی شئ تحصیلي یا د زده کړي جواز ترلاسه کړئ که تاسو:

  • تحصیلي یا د زده کړي ویزې سره ایټالیا ته راشئ او د پوهنتون او روزنیز کورسونو کې برخه واخلئ چې له ۳ میاشتو څخه ډیر دوام لري
  • ۱۸کلن شئ او د permesso per minore età یا per affidamento ولرئ ، په پوهنتون یا روزنیز کورس کې نوم لیکنه وکړئ
  • د کورنۍ جواز یا casi speciali permit ولرئ او په پوهنتون یا روزنیز کورس کې نوم لیکنه وکړئ او غواړئ خپل جواز بدل کړئ.
  • تحصیلي یا د زده کړي جواز یا EU اوږدمهاله اجازه له بل EU هیواد څخه ولرئ او په ایټالیا کې په پوهنتون یا روزنیز کورس کې نوم لیکنه وکړئ.

څنګه غوښتنه وکړو؟

که تاسو ایټالیا ته د تحصیل یا زده کړي ویزې له لارې رسیدلي یاست ، نو تاسو باید د رارسیدو څخه د ۸ ورځو په موده کې د پلاستيکيد تحصیل یا زده کړي جواز لپاره غوښتنه وکړئ.

د تحصیلي یا زده کړي جواز لپاره غوښتنه کولو لپاره، تاسو باید د اړونده Questura (د مهاجرت دفتر) سره د پوستي دفتر له لارې د پوستي کڅوړه یا kit په لیږلو سره د ملاقات غوښتنه وکړئ. تاسو به لاندې مواردو ته اړتیا ولرئ:

  • د Modello 209 لومړی ۱ فورمه ، په سمه توګه بشپړه شوې
  • د ټول پاسپورت یا نورو مساوي اسنادو کاپي
  • د هغه روزنیز کورس د تصدیق نامې کاپي چې تاسو به په کې ګډون وکړئ.
  • د کرایې تړون یا د میلمه پالنې اعلامیه
  • €۱۶.۰۰ ټاپه ( په ایټالیایي کې ‘marca da bollo’)
  • د ناروغۍ او حادثې د خطر په وړاندې د بیمې پالیسي کاپي، د استوګنې د اجازې د ټولې مودې لپاره په ایټالیا کې د اعتبار وړ وي، یا د ایټالیا د روغتیا پاملرنې سیسټم کې داوطلبانه راجستریشن یا نوم لیکنه (که تاسو یوازې تحصیلي یا د زده کونکي ویزه ترلاسه کړې وي).

Questura به تاسو ته د ګوتو نښان اخستلو لپاره بلنه درکړي (د پوستې دفتر رسید او پاسپورټ له ځان سره دي ملاقات کې ولرئ) او روسته به تاسو د پلاستیک جواز تحویل یا صارد کړئ . تاسو کولی شئ د خپل جواز حالت په آنلاین توګه وګورئ او کله چې ستاسو جواز د اخستلو لپاره چمتو شي نو Questura به معمولا تاسو ته یو پیغام واستوي.

په آنلاین توګه ستاسو د جواز حالت چیک کولو څرنګوالی په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ

د څومره مودې لپاره اعتبار لري؟

معمولا، تحصیلي یا د زده کړي جواز موده د هغه کورس مودې سره مساوي ده چې تاسو به پکې برخه واخلئ، مګر دا د یو کال څخه زیات نشي کیدی. له همدې امله ، که تاسو په څو کلن کورس لکه د پوهنتون سند لپاره نوم لیکنه وکړئ ، دا جواز د یو کال لپاره اعتبار لري او تاسو باید دا نوي کړئ.

ایا زه کولی شم دا نوي کړم؟

تحصیلي یا د زده کړي جواز یوازې هغه وخت تمدید کیدی شي که تاسو د څو کلن زده کړي کورس کې برخه واخلئ. د خپل جواز نوي کولو لپاره، تاسو باید په لومړي کال کې لږترلږه 1 ازموینه تیره کړې وي، دوه ازموینې وروسته، او البته دا د دریم کال څخه وروسته امکان نلري.

د خپلې تحصیلي یا زده کړي جواز د نوي کولو لپاره غوښتنه وکړئ، تاسو باید اړونده Questura (د مهاجرت دفتر) ته د پوستي دفتر له لارې د پوستي کڅوړه یا kit په لیږلو سره د ملاقات غوښتنه وکړئ. تاسو باید مخکې له دې چې ستاسو جواز پای ته ورسیږي دا کار وکړئ او په ځانګړي حالت کې، پای ته رسیدو وروسته تر 60 ورځو پورې ترسره کړئ. تاسو به لاندې مواردو ته اړتیا ولرئ:

  • د 209 فورمې 1 فورمه (د پوستی کڅوړې یا kit)، په سمه توګه بشپړ شوی
  • د 209 فورمهې 2 فورمه (د پوستی کڅوړې یا kit)، یوازې که تاسو هم کار کوئ
  • ستاسو د ټول پاسپورت یا مساوي سند کاپي
  • ستاسو د ختم شوي یا پای ته رسیدلي د زده کړئ جواز فوټوکاپي
  • د کافي مالي سرچینو د شتون ثبوت. کار لرونکی زده کونکی کولی شي خپل عاید د ۲ فورمې په ډکولو سره ثابت کړي
  • د ناروغۍ او حادثې د خطر په وړاندې د بیمې پالیسي کاپي، د استوګنې د اجازې د ټولې مودې لپاره په ایټالیا کې د اعتبار وړ وي، یا د ایټالیا د روغتیا پاملرنې سیسټم کې داوطلبانه راجستریشن یا نوم لیکنه.
  • دا ثبوت کړئ چې تاسو د لومړي کال لپاره لږ تر لږه یو آزموینه او دوه آزموینې د راتلونکې کلونو لپاره تیړې کړي.
  • د استوګنې یا د میلمه پالنې اعلامیې ثبوت
  • €۱۶.۰۰ ټاپه (ایټالیایي کې ‘marca da bollo’)

ایا زه کولی شم دا په بل جواز بدل کړم؟

هو!

دا ممکنه ده چې تحصیلي یا د زده کړي جواز د کار جواز ته بدل کړئ، هر کله چې تاسو په شرایط برابر یا اړتیاوې پوره کړئ. په هغه صورت کې:

  • د Permesso per Motivi di Lavoro Subordinato لپاره، تاسو باید د کار قرارداد ولرئ
  • د Permesso per Motivi di Lavoro Autonomo لپاره، تاسو باید د هغه فعالیت پورې اړوند اسناد چمتو کړئ چې تاسو به یې ترسره کوئ او د ترسره کولو لپاره د اړینو مالي سرچینو شتون.

تاسو باید د Sportello Unico Immigrazione پورټل له لارې خپل تحصیلي یا د زده کړي جواز د کار جواز ته بدلولو لپاره دلته غوښتنه وکړئ.

که تاسو یوازې په ایټالیا کې د خپل پوهنتون سند ترلاسه کړی مګر لاهم دنده نه لرئ، تاسو کولی شئ د Permesso per Attesa Occupazione لپاره غوښتنه وکړئ، دا جواز د هغو خلکو لپاره دی چې د کار په لټه کې دي. د غوښتنې کولو لپاره، تاسو باید د کار مرکز (Centro per l'Impiego) د کار لیستونو کې راجستر یا نوم لیکنه وکړئ او DID ترلاسه کړئ - یو اعالمیه چې تاسو د کار کولو لپاره چمتو یاست. Permesso per attesa ccupazione د یو کال لپاره اعتبار لري او نوي کیدی نشي.

د کار جوازونو WORK PERMITS په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ

د تحصیل یا زده کړي جواز لرونکي په توګه کوم حقونه لرم؟

که تاسو تحصیلي یا د زده کړي جواز لرئ، تاسو حق لرئ چې:

یادونه: د تحصیلي یا زده کوونکي جواز درلودل تاسو ته د روغتیا پاملرنې سیسټم کې د وړیا راجسټریشن یا نوم لیکنې حق نه درکوي. تاسو باید د ایټالیایي روغتیا پاملرنې سیسټم سره د iscrizione volontaria له لارې پیسې ورکړئ.

کومه پوښتنه لرئ؟ موږ ته په فیسبوک کې پیغام واستوئ .