IMG_5523 cut.jpg

که ستاسو د کار جواز یا permesso di soggiorno per motivi di lavoro موده پای ته رسیدلې وي او تاسو په ایټالیا کې د نوي دندې په لټه کې یاست، تاسو کولی شئ د کار غوښتونکو (ندې لټوونکي) لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ (په ایټالیا کې ورته permesso di soggiorno per attesa occupazione وایې). تاسو کولی شئ دا اجازه به هغه صورت کې چې تاسو د زده کړي یا تحصیلي جواز (Permesso per motivi di studio) لرئ ترلاسه کړئ مګر که تاسو فراغت نږدي وي او تاسو فارغ کیږی نو تاسو اړتیا لرئ چې خپل د استوګنې جواز بدل کړئ د پداسې حال کې چې تاسو د کار موندلو په لټه کې یاست.

تاسو کولی شئ ددي مقالې په مرسته د لاندې مواردو په اړه معلومات ترلاسه کړئ:

څوک وړ یا په شرایطو برابر دی

تاسو کولی شئ د permesso per attesa occupazione لپاره غوښتنه وکړئ که:

  • ستاسو د کار جوای پای ته رسیږي او تاسو نشئ کولی دا نوي کړئ ځکه چې تاسو نور دنده نلرئ
  • ستاسو د زده کړي یا تحصیلي جواز پای ته رسیږي او / یا تاسو له پوهنتون څخه فارغ شوي یا خپلPhD یا دوکتورا بشپړ کړی، او تاسو لاهم دنده نلرئ

په دواړو حالتونو کې، تاسو باید ځان د خپل استوګنځای د کار مرکز (په ایټالیايي کې ورته Centro per l'Impiego یا CPI وایې) د کارموندنې په لیست کې (liste di colocamento) ثبت کړئ او کار ته د فوري لاسرسي سند ترلاسه کړئ (Dichiarazione di Immediata Avaibilità al Lavoro یا DID ).

تاسو ته ممکن د permesso per attesa ccupazione درکړل شي حتی که ستاسو ګمارونکی په ناڅاپه توګه نشي کولی تاسو ته د دندې وړاندیز وکړي اوله همدې امله نشي کولی د permesso per motivi di lavoro لپاره د غوښتنلیک پروسه وړاندې کړي.

څنګه غوښتنه وکړئ

د CPI سره نوم لیکنه یا راجستر

centro per l'impiego یا CPI سیمه ایز عامه دفتر دی چې د کار غوښتونکو سره مرسته کوي ترڅو دوی ته د دوی د تعلیمي او مسلکي شالید پراساس او د دوی په ډيټابیس کې موجود دندو سره په ارتباط د دندې پیدا کړي. که تاسو غواړئ نږدي CPI ومومئ چیرې چې تاسو اوسیږئ، تاسو کولی شئ د Centro per l'impiego + هغه ښار چیري چې تاسو اوسږئ وپلټئ (د مثال په توګه: Centro per l'impiego Milano).

په Centro per l'Impiego کې د نوم لیکنې یا راجستر کولو او د DID سند ترلاسه کولو لپاره - تاسو اړتیا لرئ چې permesso per attesa occupazione لپاره غوښته وکړئ- تاسو اړتیا لرئ:

که تاسو خپله دنده له لاسه ورکړې وي، تاسو ممکن د بیکارۍ معاش یا تادیه Naspi ترلاسه کړئ که چیري تاسو د کارموندنې مرکز لیست کې راجستر یا ثبت شوي یاست او نور اړتیاوې پوره کوئ.

که تاسو د کار جواز permesso per motivi di lavoro لرئ او تاسو د ګوښه کولو یا استعفا په پایله کې خپله دنده له لاسه ورکوئ، تاسو باید د دې نیټې څخه د ۴۰ ورځو په ترڅ کې د خپل ښار د کارموندنې مرکز ته لاړ شئ او او یو بیان ورکړئ. دا پدې مانا ده چې تاسو د وروستي دندې په اړه ووایاست چې تاسو یې درلوده او دا چې تاسو سمدلاسه د نوي دندې پیل کولو لپاره شتون لرئ او حاضر یاست، په دې توګه د کارموندنې دفتر سره راجستر کړئ.

موږ وړاندیز کوو چې تاسو permesso per attesa occupazione لپاره غوښتنه وکړئ حتی که تاسو د ۴۰ ورځو وروسته د کارموندنې مرکز کې راجستر شوي وي.

که تاسو د زده کړي یا تحصلي permesso per motivi di studio جوازلرئ، تاسو باید د کارموندنې مرکز په لیستونو کې هم راجستر شئ. تاسو کولی شئ د کار په لیست کې د اعظمي حد د دولسو میاشتو لپاره راجستر شئ او د راجسټریشن وروسته تاسو کولی شئ د خپلې د زده کړي جواز ermesso per motivi di studio د permesso per attesa occupazione جوازز ته د بدلولو غوښتنه وکړئ.

نور معلومات ترلاسه کړئ: په ایټالیا کې پوهنتون

د permesso یا جواز لپاره غوښتنلیک

که تاسو د کار جواز لرئ او خپله دنده له لاسه ورکړئ، ستاسو د کار جواز به د پای نیټې پورې اعتبار ولري. په دې حالت کې، که تاسو نشئ کولی بله دنده ومومئ، تاسو باید د ژیړ پوستی کڅوړې یا kit په کارولو سره د permesso per motivi di lavoro د ختمیدو نیټې څخه ۶۰ ورځې دمخه د permesso per attesa ccupazione جواز لپاره غوښتنلیک وسپارئ.

که ستاسو د اوسیدو اجازه لا دمخه پای ته رسیدلې وي، تاسو اړتیا لرئ چې په مستقیم ډول د خپل ښار د پولیسو څانګې یا Questura سره د permesso per attesa occupazione جواز لپاره غوښتنه وکړئ او تشریح کړئ چې ولې د دې جواز لپاره غوښتنلیک مخکې نه و سپارل شوی.

که تاسو د تحصیلي یا د زده کړي جوازpermesso di soggiorno per motivi di studio لرئ، تاسو کولی شئ خپل د استوګنې جواز د permesso per attesa occupazion په جواز بدل کړئ. تاسو باید دpermesso per attesa occupazione جواز لپاره غوښتنه وکړئ مخکې لدې چې ستاسو د د زده کړي جواز پای ته ورسیږي ، نو تاسو باید دا د فراغت یا ستاسو د PhD پای ته رسیدو سمدلاسه وروسته وکړئ.

د ژیړې کڅوړې یا kit لومړۍ او ۲ فورمو سربیره، نور اسناد چې پکې شامل دي عبارت دي له:

  • ستاسو د استوګنې د جواز کاپي
  • ستاسو د پاسپورټ کاپي
  • د DID یا (‘dichiarazione di immediata disponibilità al lavoro) سند کاپي - کوم چې د کارموندنې مرکز لخوا صادر شوی
  • ستاسو د عاید ثبوت یا اسناد (د بیلګې په توګه، موجود بیلانس ، CUD یا dichiarazione dei redditi) - باید د کلنۍ ټولنیز امنیت چک سره مساوي یا ډیر وي.
  • د استوګنې سند، د میلمه پالنې اعلامیه یا د کور د کرایه کولو قرارداد
  • ۴ پاسپورټي عکسونه

دpermesso per attesa occupazione جوازلپاره د غوښتنلیک ټول لګښت ۱۱۶.۴۶ یورو دی:

  • ۳۰.۴۶ یورو ستاسو د استوګنې جواز په بریښنایی بڼه صادرولو لپاره
  • ۳۰ یورو د پوستې په دفتر questura ته د پوستي کڅوړې یا kit رسولو لګښت لپاره
  • ۴۰ یورو د یو کال د استوګنې جواز صادرولو لپاره
  • ۱۶ یورود عاید ټاپه (marca da bollo) لپاره

د پوستې دفتر به د کڅوړې یا کټ، تادیې او questura سره ستاسو د ملاقات وخت رسید صادر کړي. هغه رسید چې پوسټ دفتر به ستاسو د غوښتنلیک سپارلو وروسته صادر کړي خورا مهم دي. په حقیقت کې، د استوګنې د ختم شوي اجازې سره یوځای، دا ستاسو د استوګنې د نوي جواز صادرولو په انتظار موده کې د استوګنې د اعتبار وړ جواز په توګه کار کوي، یوازې ستاسو د سفر حقونو په اړه ځینې محدودیتونو سره. برسېره پر دې، تاسو کولی شئ د دې رسید څخه د portaleimmigrazione یا poliziadistato ویب پاڼې کې د خپل د استوګنې جواز حالت لیدوکې کار واخلئ

د څومره مودې لپاره اعتبار لري؟

ستاسو د کارpermesso per motivi di lavoro یا د زده کړي جوازpermesso per motivi di studio د ختمیدو وروسته٬ د پولیسو اداره یا Questura به ستاسو د بیکارۍ ګټې مودې د پای ته رسیدو پورې د permesso per attesa occupazione جواز چې لږ تر لږه د یو کال یا یو کال څخه زیات اعتبار لري صادر کوي.

ایا زه کولی شم دا ډول جواز نوي یا بدل کړم؟

که تاسو د یوې کورنۍ غړی یاست چې دمخه په ایټالیا کې میشته یاست، یا که لږترلږه یو غړی د کورنۍ د ټولو غړو لپاره کافي عاید ولري، ستاسو اجازه ممکن ستاسو د بیکارۍ معاش یا ګټې مودې په پای کې تمدید شي. لږ تر لږه عاید د کورنۍ د بیا یوځای کیدو لپاره اړین عاید دی، کوم چې د ۲۰۲۴ کال لپاره ۶,۵۴۲.۵۱ یورو دی. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۱۶ کال کې اعلان وکړ چې امکان لري چې د permesso per attesa occupazione جواز له یو ځل څخه زیات نوي کړي، ځکه چې د قانون سره سم د نوي کولو شمیر محدودیت نلري. له همدې امله، دا د questura پورې اړه لري چې د قضیې په اساس ارزونه وکړي او د کورنۍ اړیکو، په ایټالیا کې د تیر شوي کلونو شمیر او جنایي ریکارډونو ته ځانګړې پاملرنه کوي. نو ځکه، کله چې د نوي کولو غوښتنه ارزول کیږي، Questura باید په ایټالیا ټولنه کې د غوښتونکي ټولنیز ادغام کچه په پام کې ونیسي.

په ورته وخت کې، که تاسو د بیکارۍ معاش یا ګټې مودې پای ته رسیدو یا ستاسو د permesso per attesa occupazione جواز د یو کال پای ته رسیدو نیټې څخه دمخه یا سمدلاسه وروسته نوی دنده ومومئ، تاسو کولی شئ دا اجازه د کار جواز ته بدل کړئ.مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې که تاسو کوم کار لرئ او د کار مرکز لیستونو (Centro per l'impiego) څخه غړیتوب لرې کړئ پداسې حال کې چې تاسو permesso per attesa occupazione لرئ، د دې جواز یو کلن اعتبار به ختم شي ځکه چې تاسو به بل ډول جواز (په دې حالت کې، د کار جواز)ولرئ.

که تاسو خپله دنده بیا له لاسه ورکړئ، تاسو کولی شئ د کارموندنې دفتر سره بیا ځان راجستر کړئ او د نوي pemesso per attesa occuopazione جواز لپاره بیا غوښتنه وکړئ او د پیل څخه به ټوله پروسه بیا پیل کړئ. له همدې امله، دا نوی permesso per attesa occupazione جواز لږترلږه یو کال یا له یو کال څخه ډیر ستاسو د بیکارۍ معاش یا ګټې پای ته رسیدو پورې اعتبار لري.

که تاسو نوې دنده ونه موندئ او کافي مالي سرچینې نلرئ، تاسو به مجبور شئ چې هیواد پریږدئ او ستاسو اصلي هیواد ته د سفر لګښت باید ستاسو د وروستي کارمند لخوا تادیه شي.

له بلې خوا، که په شرایط برابر، یا اړتیاوي پوره کړئ٬ تاسو کولی شئ په Questura یا د پولیسو په څانګه کې د permesso per protezione speciale لپاره غوښتنه وکړئ.

زه د دې ډول جواز سره کوم حقونه لرم؟

دpermesso per attesa occupazione جواز لرونکی په توګه، تاسو حق لرئ چې:

کومه پوښتنه لرئ؟ موږ ته په فیسبوک کې یو پیغام واستوئ.