د IMG_3436.JPG په اړه عکس: Refugee.Info ایټالیا/ Mohamed Keita

د جواز رسید څه شی دی؟

د استوګنې د اجازې رسید (Ricevuta del permesso di soggiorno) یو ډیر مهم سند دی چې دا ښیي چې تاسو په دې هیواد کې په غیرقانوني توګه نه یاست، پداسې حال کې چې تاسو د خپل جواز د نوي کولو یا بدلولو او یا د خپل لومړي د اوسیدو یا استوګنې جواز ترلاسه کولو انتظار کوئ. دا په ایټالیا کې یو رسمي او قانوني سند دی. دا ښیې چې تاسو په رسمي ډول د استوګنې جواز (Permesso di soggiorno) یا د نوي کولو یا بدلولو لپاره غوښتنه کړې.

پاملرنه وکړئ چې دا ورک نه کړي او خوندي یې وساتئ!

د جواز د رسیدونو ډولونه څه دي؟

د Poste Italiane لخوا صادر شوی رسید (Ricevuta dell’assicurata postale):

که تاسو د خپل نوي جواز غوښتنې / تمدید/ تبادلې جواز غوښتنلیک سپارلو لپاره ژیړ "پوستي کڅوړه یا کټ" وکاروئ ، نو تاسو به په پوستې دفتر کې قانوني رسید ترلاسه کړئ. په رسید کې، یو کوډ (د کارونکي ID او رمز) شتون لري چې تاسو ته اجازه درکوي د Portale Immigrazione ویب پاڼې کې د جواز د پرمختګ حالت ، او همدارنګه په وړ Questura کې د ګوتو د نښان او عکس اخیستلو لپاره د لیدو یا ملاقات نیټه وګورئ.

 

د Questura لخوا صادر شوی رسید ( cedolino ) :

تاسو به د جواز دا رسید هغه وخت ترلاسه کړئ کله چې تاسو په مستقیم ډول په Questura کې د اصلي استوګنې جواز (د کارډ یا کاغذ بڼه) لپاره غوښتنه وکړئ. رسید یو ځانګړی د پیژندنې شمیره لري چې تاسو ته اجازه درکوي د Polizia di Stato ویب پاڼه کې د استوګنې جواز پروسې حالت وڅارئ.

 

د Questura لخوا صادر شوی د جواز غوښتنلیک رسید (Modulo 209 cartaceo):

کله چې تاسو په Questura کې د پناه غوښتنه کوئ په داسې حال کې چې تاسو د ۶ میاشتنې د پناه غوښتنې جواز ته انتظار کوئ یا نوي جواز لپاره غوښتنه وکړئ او ستاسو د ګوتو نښان او عکسونه اخستل شوي وي، تاسو به دا ډول د جواز رسید ترلاسه کړئ.

په آنلاین توګه د اوسیدو جواز یا د permesso di soggiorno حالت او پرمختګ چک کولو لپاره د جواز رسید کارولو څرنګوالي په اړه د نورو معلوماتو لپاره، دلته کلیک وکړئ !

ایا در جواز رسید پای ته رسیږي یا د ختمیدو نیټه لری؟

هو. د ۴۰۰/B/2024 شمېرې رسمي خبرتیا له مخې، د استوګنې د اجازې د نوي کولو یا بدلون لپاره د غوښتنلیک له سپارلو وروسته چې کوم رسید ورکول کېږي، تر ډېره حده پورې ۹ میاشتې اعتبار لري، چې دا موده د چارواکو له خوا د غوښتنلیک د منلو له نیټې حسابېږي.

د دې ۹ میاشتو په موده کې تاسو ته اجازه درکول کېږي چې په قانوني ډول په ایټالیا کې پاتې شئ، او تاسو کولی شئ رسید وښایئ او وکاروئ چې د جواز د ختمېدو له امله له بندیزونو یا بې قانونۍ څخه مخنیوی وشي.

خو د سفر لپاره، رسید د رسمي استوګنې د اجازې په توګه نه منل کېږي: د دې اعتبار محدود دی او په ځانګړي ډول د پولو د کنټرول پر مهال څېړل کېږي.

کله چې دغه ۹ میاشتې پوره شي، تاسو باید سفر ونه کړئ، ځکه کېدای شي بیا ایټالیا ته د ننوتلو اجازه ترلاسه نکړئ.

د اصلي استوګنې جواز د ترلاسه کولو لپاره، کله چې د ترلاسه کولو خبرتیا ترلاسه کړئ، باید رسید د اړوند کویستورا (Questura) دفتر ته وسپارئ. اصلي استوګنې جواز (چې په کاغذي یا کارټي بڼه وي) به د رسید ځای ونیسي او په کې د صدور او پای ته رسېدو نېټې به ولري.

دا رسید خورا مهم دی چې ورک یې نه کړي!

مهمه یادونه: تل په یاد ولړئ چې د خپل استوګنې د جواز حالت د Polizia di Stato په وېبپاڼه او همدارنګه په خپله کویستورا کې وګورئ، څو پوه شئ چې جواز مو کله د ترلاسه کولو لپاره چمتو کېږي. ځکه که تاسو اصلي جواز په ټاکلي وخت وانخلئ، نو له یوې مودې وروسته کویستورا دا لغوه کوي (Permesso archiviato per mancata ritiro).

د جواز رسید لرونکي په توګه زما حقونه څه دي؟

څرنګه چې د permesso di soggiorno یا د استوګنې جواز د صادرولو پروسه ممکن د پیچلو اداري پروسو له امله وخت ونیسي، د ایټالیا د قانون له مخې، پداسې حال کې چې تاسو د نوي کولو یا بدلولو یا د استوګنې د اجازې د لومړي صادرولو د انتظار په وخت کې، تاسو کولی شئ بشپړ حقونو ولرئ٬ که تاسو د غوښتنلیک رسید لرئ او مشروعیت لرئ. د مثال په توګه، تاسو کولی شئ:

کومه پوښتنه لرئ؟ موږ ته په فیسبوک میسنجر واټساپ یا ټیلیګرام کې یو شخصي پیغام راولیږئ.