hero-header

یوځل چې تاسو د مهاجر، پناه غوښتونکي یا کډوال په توګه دایټالیا دعامې روغتیا پاملرنې سیسټم سره راجسټر شئ ، تاسو به tessera sanitaria یا ستاسو ایټالیایي د روغتیا ترلاسه کړئ، کوم چې تاسو تهروغتیایی خدماتو ته لاسرسی درکوي او تاسو ته اجازه درکوي د خپل طبي یا روغتیایي لګښتونو لپاره رسیدونه ترلاسه کړئ چې ستاسود مالیې بیرته ستنیدو کې د مجرايي وړ دي.

تاسو کولی شئ دا د درملو ترلاسه کولو ، په روغتونونو کې روغتیایي معاینات لپاره وخت اخستلو او داسې نور لپاره وکاروئ. تاسو کولی شئ خپل codice fiscale ستاسو tessera sanitaria کې هم ومومئ.

خلک ځینې وختونه دا د TS-CNS په نوم یادوي، چې د tessera sanitaria — carta nazionale dei servizi” مخفف (په انګلیسي کې ورته، health and national services card وایې) دی ، ځکه چې دا تاسو ته ځینې عامه خدماتو ته لاسرسی درکوي.

که ستاسو د کارت په شا کې "tessera europea di assicurazione malattia" (TEAM) لیکل شوی وي، تاسو کولی شئ دا د اروپایي اتحادیې په نورو هیوادونو، سویس، ناروې، آیسلینډ او لیختن اشتاین کې د هیوادونو د مقرراتو سره سم د روغتیا پاملرنې ته د لاسرسي لپاره وکاروئ.

ستاسو د روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي حق په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

څوک یې ترلاسه کولی شي

هرڅوک چې د ایټالیا د روغتیا پاملرنې سیسټم سره راجستر شوي کولی شي tessera sanitaria ترلاسه کړي.

که تاسو د استوګنې جواز نلرئ یا یې نوي نه کړئ، له بده مرغه، تاسو نشئ کولی چې tessera sanitaria ترلاسه کرئ، مګر تاسو به بیړني او اړین روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي لپاره د STP کوډ ترلاسه کړئ. په دي اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.

څنګه یې ترلاسه کړو

تاسو به د ایټالیا دعامې روغتیا پاملرنې سیسټم Sistema Sanitario Nazionale (SSN) سره راجستر کولو وروسته په اتوماتيک ډول tessera sanitaria ترلاسه کړئ.

که تاسو په کمپ یا د استوګنې په مرکز کې یاست، د کمپ مدیران به تاسو د SSN سره راجستر کړي او د نوي کولو مسولیت به په غاړه واخلي. که تاسو د خپل مرکز څخه tessera sanitaria نه دی ترلاسه کړې، د کمپ چلونکو یا مدیرانو څخه د هغې په اړه پوښتنه وکړئ. دا ممکنه ده چې هغوی لا دمخه تاسو راجستر کړی وي مګر تراوسه ستاسو د tessera sanitaria نه دی ترلاسه کړی.

که تاسو د استوګنې یا هرکلۍ په مرکز کې نه یاست، تاسو حق لرئ چې ځان د SSN سره راجستر کړئ. د نوم لیکنې یا راجستر کولو لپاره، تاسو اړتیا لرئ د azenda Sanitaria locale (ASL) یا د خپل ښار سیمه ایز روغتیا څانګې ته لاړ شئ. که تاسو ډاډه نه یاست چې دا چیرته دی یا تاسو د مرستې لپاره د مرستې میز یا مرکز ته اړتیا لرئ، موږ ته په فیسبوک کې پیغام واستوئ او موږ به تاسو سره مرسته وکړو.

په ASL کې، لاندې موارد له ځانه سره ولرئ:

تاسو باید خپل Tesra Sanitaria د پست له لارې په کمپ یا هغه پته کې ترلاسه کړئ چې تاسو شریک کړئ. د روغتیا په کارت کې، تاسو کولی شئ د codice fiscale او لومړني شخصي معلومات (د کورنۍ نوم، لومړی نوم، د زیږون نیټه او ځای) وګورئ.

ستاسو د tessera sanitaria څومره مودې لپاره اعتبار لري

که تاسو په ایټالیا کې مهاجر یاست، ستاسو د tessera sanitaria باید ستاسو permesso di soggiorno سره په ورته وخت پای ته ورسیږي. تاسو کولی شئ د نوي کارت لپاره غوښتنه وکړئ کله چې تاسو د خپلpermesso نوي کولو یا بدلول رسید ترلاسه کړئ. ستاسو رسید باید په تیرو ۶ میاشتو کې صادر شوي وي.

بیا به تاسو یو نوی tessera sanitaria ترلاسه کړئ کله چې تاسو خپل نوی permesso ترلاسه کړئ.

څنګه کولی شئ دا نوي کړئ؟ د غوښتنې کولو لپاره لومړي ځل په څیر ورته لارښوونې تعقیب کړئ!

که ستاسو tessera sanitaria کومه اشتباه یا غلطۍ ولري

که ستاسو شخصي معلومات ستاسو په صحي یا روغتیا کارت کې غلطۍ یا استباه ولري، تاسو کولی شئ د Agenzia delle Entrate دفتر کې د خپلو اسنادو په ښودلو یا ستاسو په Comune کې که تاسو راجستر شوي اوسیدونکي یاست (یعنې که تاسو د استوګنې ځای لرئ) اصلاح کړئ.

که تاسو SPID یا CIE لرئ، تاسو کولی شئ خپل معلومات آنلاین دلته پخپله د Rettifica dati له لارې اصلاح کړئ.

که تاسو خپل tessera sanitaria ورک کړي وي

که تاسو د روغتیا کارت ورک یا غلا شوی وي، تاسو کولی شئ د Tessera Sanitaria پورټل ، Agenzia delle Entrate ویب پاڼې، Agenzia delle Entrate دفترونو، یا ستاسو په سیمه کې ASL کې د نوي tessera sanitaria غوښتنه وکړئ.

تاسو کله tessera sanitaria ته اړتیا لرئ؟

تاسو به په ایټالیا کې عامه خدماتو ته د لاسرسي لپاره tessera sanitaria کارولو ته اړتیا ولرئ، په شمول د:

  • روغتیایی خدمت
  • عامه ښوونځي
  • Agenzia delle entrate (د مالیاتو اداره)
  • INPS (د ټولنیز امنیت موسسه)

دا څومره لګښت لري

تاسو به tessera sanitaria په وړیا توګه ترلاسه کړئ، مګر دا به تاسو ته د روغتیا یا صحي پاملرنې ټولو خدماتو ته بشپړ وړیا لاسرسی نه درکوي، ځکه چې ځینې وختونه تاسو اړتیا لرئ چې ستاسو د عاید او د درملنې ډول له مخې تاسو باید فیس ورکړئ.

په ایټالیا کې د روغتیا پاملرنې په اړه د نورو معلوماتو موندلو لپاره، د روغتیا پاملرنې سیسټم ته د لاسرسي حق په اړه زموږ مقاله وګورئ.