hero-header

تاسو کولی شئ د خپل پناه غوښتنې په اړه د پریکړه ننګونه وکړئ که:

  • ستاسو غوښتنه رد شوه
  • تاسو ته د کډوالۍ د وضعیت یا دریځ پرته بل ډول خوندیتوب درکړل شوی

په هرحال، تاسو د بیاکتنې یا استیناف کولو لپاره لږ وخت لرئ - معمولا یوازې ۳۰ ورځې . که ستاسو ادعا د منلو وړ نه وي، د اخراج حکم وروسته ثبت شوې وي، یا په ښکاره ډول بې بنسټه وي، نو تاسو د بیاکتنې یا استیناف کولو لپاره یوازې ۱۵ ورځې لرئ.

د بیاکتنې یا استیناف سپارل به تاسو ته حق درکړي چې ستاسو د پروسې په اوږدو کې په ایټالیا کې پاتې شئ. د permesso di soggiorno په اړه د هغو کسانو لپاره چې د خپلې پناه غوښتنې پریکړې لپاره د بیاکتنې یا استیناف غوښتنه کوي دلته معلومات ترلاسه کړئ:

د هغو خلکو لپاره چې لومړی منفي پریګړي لپاره د بیاکتنه یا استیناف کوي: Permesso per Attesa Esito Ricorso

د وکیل درلودل

تاسو کولی شئ د ricorso (عدلي عریضه) په وړاندې کولو سره د tribunale civile (مدني محکمه) ته د استیناف یا بیاکتنې غوښتنه وکړئ. تاسو باید د وکیل لخوا استازیتوب وکړئ.

که تاسو نشئ کولی د وکیل فیس ورکړئ، تاسو حق لرئ چې یو وړیا وکیل ته لاسرسۍ ولری . نورمعلومات ترلاسه کړئ:

د قانوني مرستې لپاره ستاسو حق

دا مهمه ده چې خپل وکیل ته ټول هغه معلومات ورکړئ چې تاسو یې د خپلې قضیې په اړه چمتو کولی شئ، په شمول ټول اسناد او د هر هغه شاهد نومونه چې ستاسو ادعا ثابتولی شي.

د محکمې د مخه

د ۳ قاضیانو یوه ډله به ستاسو قضیه وڅیړي. دوی به ستاسو د قضیې لپاره اوریدنه مهالویش کړي، ممکن د دوی څخه یو په وړاندې. دوی ممکن ستاسو د اوریدنې مهالویش هم ونه کړي، که دوی باور ولري چې دوی ستاسو د قضیې په اړه کافي معلومات لري.

دا به یوازې هغه وخت پیښ شي چې که تاسو د ۲۰۱۷ کال د اګست ۱۷ نیټې وروسته د پناه غوښتنه کړي وي.

څومره وخت به ونیسی؟

د قانون له مخې، محکمه باید ستاسو د استیناف د ترلاسه کولو د ۴ میاشتو په موده کې پریکړه وکړي. په هرصورت، د پناه غوښتنې ډیری قضیې په محکمو کې په اوسط ډول د ۱۵ میاشتو لپاره - ځینې وختونه تر ۳ کلونو پورې - چې د قانون لخوا اړین ۴میاشتې پوره کولو کې پاتې راغلي.

له بده مرغه، په دې حالت کې څه نه شئ کولی- خپل ځان په ډیر صبر سره سمبال کړئ. په عموم توګه، د ایټالیا قضایی سیسټم د پاتې یا ځنډول شوي قضیو له امله خورا ورو دی.

دوهم بیاکتنه یا استیناف

په عموم توګه، تاسو نشئ کولی ستاسو د استیناف په اړه د مدني محکمې پریکړه وننګوی.

که تاسو د ۲۰۱۷ کال د اګسټ ۱۷ وروسته خپل استیناف ثبت کړی، تاسو نشئ کولی د مدني محکمې پریکړه ننګولی شئ چې آیا ستاسو قضیه د نړیوال خوندیتوب لپاره وړ ده. تاسو او ستاسو وکیل یوازې هغه وخت کولی شئ ننګونه وکړئ که چیري محکمې ستاسو په قضیه کې د ایټالیا د قانون پلي کولو کې تېروتنه کړې وي

که تاسو د ۲۰۱۷کال د اګست ۱۷ دمخه خپل استیناف ثبت کړی وي، تاسو ممکن د دې فرصت ولرئ چې د مدني محکمې پریکړې په اړه استیناف وکړئ چې آیا ستاسو قضیه د نړیوال خوندیتوب لپاره وړ ده. یو زوړ قانون ستاسو په قضیه کې پلي کیدی شي. ستاسو وکیل کولی شي تاسو سره مرسته وکړي چې پوه شي چې آیا دا ستاسو په قضیه کې ممکنه ده که نه.

دریم استیناف

که تاسو tribune civile ته استیناف وکړئ او منفي پریکړه ترلاسه کړئ، تاسو او ستاسو وکیل کولی شئ خپله قضیه په روم کې د Corte Suprema di Cassazione (ستره محکمه) ته واستوي. Corte Suprema di Cassazione ستاسو وروستی ځای دی.

که چیرې Corte Suprema di Cassazione ستاسو استیناف یا اپیل رد کړي، تاسو حضور به په ایټالیا کې غیر قانوني وګڼل شي او تاسو به د اخراج حکم به ترلاسه کړي. د اخراج حکم په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:

د اخراج حکم