hero-header

دا جوازد څه لپاره دی؟

پداسې حال کې چې تاسو د کمیسیون د منفي پریکړې په وړاندې د بیاکتنې یا اپیل په بهیر کې یاست، تاسو کولی شئ د Attesa Esito Ricorso permesso di Soggiorno ترلاسه کړئ.

نور معلومات ترلاسه کړئ:

ستاسو د پناه غوښتنې پریکړې اپیل کول

پخوا، کله چې خلکو ته منفي پرېکړه ورکول کېده، نو کوېسټورا به د غوښتونکو Permesso اخیسته. اوس، ډېرو غوښتونکو ته اجازه ورکول کېږي چې د اپیل (بیاکتنې) د پروسې پر مهال خپل Permesso per Richiesta Asilo وساتي.

بیا هم، وروسته له هغه چې تاسو د خپل پناه غوښتنې په اړه منفي پریکړه ترلاسه کړئ، تاسو نشئ کولی چې خپل Permesso per Richiesta Asilo د پای ته رسېدو وروسته نوی کړئ. Permesso per Attesa Esito Ricorso تاسو ته دا امکان درکوي چې د اپیل د پروسې پر مهال په قانوني ډول په ایټالیا کې پاتې شئ.

زه یې څنګه ترلاسه کولی شم؟

وروسته له دې چې تاسو د خپلې پناه غوښتنې په اړه منفي پریکړه ترلاسه کړئ او د اپیل لپاره نیټه وټاکئ، تاسو کولی شئ د دې Permesso غوښتنه وکړئ. که تاسو په کمپ یا د هرکلۍ په مرکز کې اوسیږئ، د مرکز مدیران یا کارکوونکي ممکن له تاسو سره په دې پروسه کې مرسته وکړي یا دا Permesso ستاسو لپاره وغواړي. . که نه نو، تاسو خپله یا ستاسو وکیل کولی شئ د دې اجازې غوښتنه کولو لپاره په کویسټورا کې د ملاقات وخت واخلئ. یو وکیل کولی شي تاسو سره د هغه اسنادو چمتو کولو کې مرسته وکړي چې تاسو ورته اړتیا لرئ.

دا د څومره وخت لپاره اعتبار لري؟

دا Permesso د شپږو میاشتو لپاره اعتبار لري او د شپږو نورو میاشتو لپاره تمدید کیدی شي تر هغه چې تاسو د خپلې پناه غوښتنې په اړه وروستۍ پریکړه ترلاسه نه کړئ.

زه دا ډول Permesso څنګه نوي کولی شم؟

کله چې تاسو د دې Permesso د ترلاسه کولو لپاره خپل ملاقات ترسره کړئ، تاسو، ستاسو وکیل، یا د کمپ مسؤلین یا کارکوونکي کولی شي د دې Permesso د نوي کولو لپاره تاسو ته وخت ونیسي. د نوي کولو د ملاقات ژر ټاکل به تاسو سره مرسته وکړي چې ستاسو د زاړه جواز د پای ته رسیدو او د نوي جواز ترلاسه کولو پورې کومه خلا رامنځته نشي.

د Permesso di Soggiorno سره، زه څه حقونه لرم؟

لکه د ټولو نورو Permessi di Soggiorno په څېر، دا د اوسیدو جوازهم تاسو ته په ایټالیا کې د پاتې کیدو قانوني حق درکوي تر هغه چې دا اعتبار ولري.

د دې اوسیدو جواز سره، تاسو حق لرئ چې:

دا ډول د اوسیدو جواز(Permesso) د ایټالیا څخه بهر سفر لپاره اعتبار نه دی، او دا تاسو ته اجازه نه درکوي چې د سفر سند غوښتنه وکړئ.

کومه پوښتنه لرئ؟ زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې موږ ته پېغام واستوئ.

asgi logo