hero-header

که ستاسو د استوګنې جواز یا permesso di soggiorno کې شخصي معلومات غلط وي، تاسو کولی شئ دا مقاله وکاروئ ترڅو معلومات ترلاسه کړئ چې څنګه یې بدل کړئ، په شمول د:

  • د پریکړې ترلاسه کولو دمخه او وروسته پروسه څنګه توپیر لري
  • کوم ډول معلومات تاسو سم کولی شئ
  • کله او څنګه یې بدل کړئ

کله چې تاسو د C3 فورمه ډکه کوئ ، ډاډ ترلاسه کړئ چې خپل شخصي معلومات په سمه توګه ولیکئ. دا مهمه ده ځکه چې questura به دا معلومات ستاسو د استوګنې په جواز یا permesso di soggiorno ، او همدارنګه ستاسو codice fiscale ٬ tessera sanitaria ٫ او ستاسو د carta di identità کې چاپ کړي.

که ستاسو د استوګنې جواز یا permesso di soggiorno او ستاسو دهویت یا پيژندنې کارت یا پاسپورټ معلومات یو څه توپیر ولري، د هوایی ډګر چارواکي یا سرحدی پوستې چارواکي به تاسو ته د سفر کولو اجازه درنکړي.

کله چې تاسو خپل د استوګنې جواز یاpermesso di soggiorno ترلاسه کړئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو شخصي معلومات سل په سلو کې سم او دقیق دي. ستاسو په شخصي معلوماتو کې د بدلون غوښتنه کول وروسته له هغه ډیر ستونزمن کیږي چې تاسو د پناه غوښتنې په اړه پریکړه ترلاسه کړئ. دا پدې مانا ده چې څومره ژر چې تاسو غوښتنه وکړئ، ښه به وي.

د پناه غوښتونکي په توګه د خپلو شخصي معلوماتو بدلول (۶ میاشتنی اجازه)

دا غوره ده چې د کمیسیون مرکې دمخه خپل شخصي معلومات په خپل جواز کې دوه ځله چیک کړئ.

تاسو باید په صادقانه توګه کمیسیون او قاضي ته تشریح کړئ چې ولې تاسو اړتیا لرئ خپل شخصي معلومات بدل کړئ. که تاسو نشئ کولی د خپلې غوښتنې لپاره دلایل وړاندې کړئ، کمیسیون یا قاضي ممکن ستاسو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي او دا کولی شي ستاسو د پناه غوښتنې په پایلې منفي اغیزه وکړي.

د ناسمو توضیحاتو یا معلوماتو شریکول، لکه د غلط تابعیت یا عمر ویل، یو جرم دی او ستاسو د پناه غوښتنې ادعا ته هم زیان رسولی شي - په ځانګړي توګه که تاسو ادعا کوئ کله چې تاسو د ۱۸ کالو څخه کم عمر یاست په داسي حال کې چې ستاسو عمر له ۱۸ کالو څخه زیاد دی.

زه کوم جزیات یا معلومات بدلولی شم؟

پداسې حال کې چې تاسو د خپل پناه غوښتنې په اړه پریکړې ته انتظار یاست، تاسو کولی شئ د لاندې توضیحاتو یا معلوماتو د بدلولو لپاره غوښتنه وکړئ. که ستاسو په اجازې یا permesso کې کومه تېروتنه راپور شوې وي، تاسو باید د بدلونونو په اړه د پام وړ دلیلونه ولرئ:

  • د املا تېروتنې یا غلطې
  • د نوم او تخلص ناسم ترتیب
  • د نوم یوازې یوه برخه ښودل٬ د ډیرو په مینځ کې
  • د زیږون ځای، د قضیې پورې اړه لري (د مثال په توګه، که ستاسو جواز یا permesso هغه ښارګوټی لیست کړي چیرې چې تاسو زیږیدلی یاست، مګر ستاسو ملي پاسپورټ ستاسو ښارګوټی ته نږدې لوی ښار لیست کوي)
  • د زیږون نیټه، د قضیې پورې اړه لري

د دې توضیحاتو یا معلوماتو د بدلولو غوښتنه کول معمولا ستاسو د پناه غوښتنې لپاره هیڅ منفي پایلې نلري.

کله کولی شم د سمون غوښتنه وکړم؟

که ستاسو معلومات سم نه وي، ستاسو مرکه کمیسیون ته د ویلو لپاره غوره فرصت دی. کمیسیون به معمولا د مرکې په پیل کې له تاسو څخه پوښتنه وکړي چې آیا ستاسو د ۶ میاشتو جوازو توضیحات یا معلومات سم دي، مګر که دوی پوښتنه ونه کړي، تاسو کولی شئ دوی ته ووایاست.

کمیسون ستاسو غوښتنه یاداښت کړي او بیا یې questura ته راپور ورکوي، کوم چې ستاسو د جواز اړوند توضیحاتو یا معلوماتو سمولو مسولیت لري.

په ځینو ځانګړو قضیو کې، تاسو کولی شئ په محکمه کې د سمون یا اصلاح غوښتنه وکړئ پداسې حال کې چې ستاسو د لومړۍ منفي پریکړې په اړه د بیاکتنې یا استیناف غوښتنه کوی. د مثال په توګه، که کمیسیون په راپور کې ستاسو نوم غلط لیکلی وي، تاسو کولی شئ دا کار وکړئ. دا غوره ده چې په دې اړه د خپل وکیل سره خبرې وکړئ.

که چیري زه دوه ګونی تابعیت ولرم؟

که تاسو دوه ګونی تابعیت لرئ، تاسو باید د C3 فورمه ډکولو او د مرکې پر مهال اعلان کړئ. د مرکې پر مهال، کمیسیون به له تاسو وپوښتي چې ایا تاسو بل تابعیت لرئ که نه. د دې معلوماتو نه شریکول جرم ګڼل کیږي او کیدای شي کمیسیون ستاسو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي، کوم چې ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنه کمزورې کولی شي.

د پریکړې ترلاسه کولو وروسته د معلوماتو بدلول

تاسو ممکن یوازې هغه وخت پوه شئ چې ستاسو د استوګنې جواز یا permesso di soggiorno جزئیات یا معلومات غلط دي کله چې تاسو د Questura څخه خپل پاسپورت ترلاسه کړئ. په دې حالت کې، تاسو کولی شئ خپل شخصي معلومات سم کړئ، مګر یوازې په هغه صورت کې چې ستاسو د پاسپورټ معلومات ستاسو د ملي پاسپورت سره سمون نه لري.

تاسو به اړتیا ولرئ:

  • په ایټالیا کې د خپل هیواد د سفارت یا قونسلګرۍ سره اړیکه ونیسئ، او د یو سند غوښتنه وکړئ چې ستاسو هویت تایید کړي او شخصي معلوما سم کړي. که تاسو د کډوال دریځ لرئ، په ایټالیا کې ستاسو موقف یا دریځ له خطر سره مخامخ کولو پرته د خپل هیواد سفارت سره اړیکه نشئ نیولی.
  • دا سند په هغه ولایت یا prefettura کې قانوني کړئ چیرې چې تاسو اوسیږئ. د خپل prefettura سره وګورئ چې تاسو اړتیا لرئ د ملاقات وخت ونیسئ.
  • د دې په څیر یو سند یا کټ ډکولو او پوسټ دفتر ته د وړاندې کولو له لارې خپل د جواز شخصي معلوماتو د تازه کولو (aggiornamento) لپاره غوښتنه وکړئ.

دا به څومره لګښت ولري؟

کله چې تاسو دا اسناد په پوسته دفتر کې وړاندې کوئ، تاسو به اړتیا ولری چې لاندې پیسې ورکړئ:

  • ۳۰ یورو د کڅوړې یا کټ لپاره 
  • ۳۰.۴۶ یورو د نوي بریښنایی جواز لپاره
  • ۱۶ یورو د marca da bollo (مهر یا ټاپه) لپاره

که چیري زه ملي پاسپورټ ونلرم څه به وکړم؟

که تاسو د کډوالۍ یا فرعي خوندیتوب لرونکی یاست، او تاسو پاسپورت نلرئ او اجازه نلرئ چې خپل سفارت سره اړیکه ونیسئ، تاسو نشئ کولی پورته ذکر شوي کړنلاره تعقیب کړئ. تاسو باید د یو قانوني متخصص سره خبرې وکړئ څوک چې ستاسو سره مرسته کولی شي. که تاسو دمخه د یو چا سره اړیکه نه لرئ، تاسو کولی شئ زموږ د فیسبوک پاڼې ته یو شخصي پیغام واستوئ.

که تاسو بل ډول جواز لرئ، او تاسو خپل ملي پاسپورت نلرئ، تاسو کولی شئ د خپل هیواد سفارت سره اړیکه ونیسئ ترڅو یو ترلاسه کړئ. یوځل چې تاسو خپل پاسپورت ترلاسه کړئ ، ډاډ ترلاسه کړئ چې ایا ستاسو په پاسپورټ کې شخصي معلومات ستاسو د ایټالیایي اسنادو سره سمون لري.

څومره وخت به ونیسی؟

دا چې څومره وخت نیسي کیدای شي توپیر ولري، د questura او ددوي د کار حجم پورې اړه لري.