hero-header

د اخراج حکم یو رسمي سند دی چې وايي تاسو باید ایتالیا پریږدئ.

ددي مقالي په مرسته تاسو کولی شي لاندې معلومات ترلاسه کړئ:

څوک کولی شي د اخراج حکم ترلاسه کړي

که تاسو په ایتالیا کې "غیر منظم یا غیر قانونې"وګڼل شئ، پدې معنی چې تاسو پرته له اجازې هیواد ته داخل شوي یا پاتې شوي یاست او د پناه غوښتنې په پروسه کې نه یاست، تاسو کولی شئ د اخراج حکم ترلاسه کړئ.

د ۲۰۲۳ له جون څخه، که چیرې سیمه ایز کمیسیون تاسو ته ستاسو د پناه غوښتنې په اړه د منفي پریکړې خبر درکړي، په پریکړه کې به د اخراج حکم هم شامل وي. که تاسو د کمیسیون د پریکړې په وړاندې اپیل ونه کړئ، تاسو ممکن سمدستي بیرته خپل هیواد ته واستول شئ.

د ایتالیا د قانون له مخې، د اخراج او ایستلو حکمونه د لاندې مواردو لپاره نشي صادرېدلی:

  • هغه کسان چې زیان منونکي ګڼل کېږي، لکه د ۱۸ کلونو څخه کم عمره کسان، امیندواره میرمنې، او هغه میرمنې چې په تېرو ۶ میاشتو کې یې ماشوم زیږولی وي.
  • پناه غوښتونکي
  • بهرني اتباع چېpermesso di soggiorno لري (پرته له غیر معمولي قضیو)
  • بهرني اتباع د خپل نږدې خپلوان سره کور شریکوي چې د ایتالیايي تابعیت لري
  • بهرني اتباع چې په جدي رواني یا فزیکي حالت کې وي او یا د رنځپوهنې اړوند کوم ناروغي ولري چې د عامې روغتیا مرکز یا د ایتالیا د ملي روغتیا خدماتو (SSN) سره تړلي ډاکټر لخوا تایید شوي.

د ایتالیا د کورنیو چارو وزارت کولی شي د تروریزم په ګډون د ملي امنیت د ځانګړو قضیو لپاره د اخراج حکم صادر کړي. عموما دا اخراج حکمونه په چټکۍ سره اجرا کیږي.

که په پروسه کې کوم بې نظمي موجوده وي، نو داخراج پرېکړه معتبره نه ده او باید لغوه شي.

په حقیقت کې، Questura باید تایید کړي چې داسې هېڅ عنصر شتون نلري چې ستاسو د اخراج (ستاسو فزیکي بیرته ستنیدل) مخه ونیسي او همدارنګه باید دا هم وڅېړي چې تاسو د استوګنې د جواز ترلاسه کولو لپاره اړین شرایط لرئ که نه.

دا مهمه ده چې د اخراج حکم لغوه شي، ځکه چې د اخراج حکم د شینګن سیمې (۲۹ اروپايي هېوادونو) ته د ۵ کالو لپاره د راتلو یا داخلېدو بندیز رامنځته کوي.

Questura باید تاسو راوغواړي تر څو ستاسو د حالت په اړه پوښتنې وکړي، او باید یو ژباړن هم شتون ولري چې تاسو ته په خپل ژبه د اخراج حکم علتونه تشریح کړي. که د Questura راپور دقیق نه وي یا په راپور کې ستاسو د وضعیت ټول معلومات (لکه ستاسو روغتیایي حالت، که تاسو حامله یاست) نه وي، نو Questura نشي کولای د اخراج حکم صادر کړي.

یو وکیل کولی شي تاسو سره مرسته وکړي تر څو ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو وضعیت په راپور کې سم او ښه تشریح شوی دی.

اخراج حکم څنګه بیاکتنه یا اپيل کړو

له هغه شیبې څخه چې تاسو د اخراج حکم ترلاسه کوئ تاسو ۲۰ ورځې وخت لرئ تر څو خپل محلي giudice di pace (د سولې عدالت) ته اپیل یا د بیا کتنې غوښتنه وکړئ. هرڅومره ژر چې وکیل پیدا کړئ، دا کولی شي تاسو سره مرسته وکړي تر څو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د اپيل وروستۍ نیټه له لاسه نه ورکوئ. تاسو کولی شئ د اخراج حکم د اپیل یا بیا کتنې لپاره وړیا قانوني مرستې ته هم لاسرسی ومومئ. دلته په اړه یې معلومات ترلاسه کړئ.

په یاد ولرئ: اپیل په اوتومات ډول د اخراج حکم نه ځنډوي، نو ستاسو وکیل باید له قاضي څخه د اپیل وروسته د اخراج حکم د تعلیق یا ځنډونې غوښتنه وکړي. دا مهمه ده چې ستاسو د اخراج مخنیوی وشي، ځکه که تعلیق ونه شي، تاسو ممکن حتی که اپیل مو کړی هم وي، اخراج شئ.

که ستاسو اخراج مخکې له دې چې تاسو اپیل یا د بیاکتنې غوښتنه وکړئ ترسره شي او تاسو بهر یاست او په ایټالیا کې نه یاست، تاسو ۴۰ ورځې لرئ چې د خبرتیا ترلاسه کولو وروسته سمدستي د اخراج حکم ته اپیل وکړئ. په هرصورت، تاسو اړتیا لرئ چې یو وکالت نامه (procura) (یو قانوني سند چې وکیل ته اجازه ورکوي چې ستاسو په استازیتوب عمل وکړي) ترتیب کړئ چې باید د هغه هېواد د ايټالیا سفارت کې چې تاسو پکې استوګن یاست، ژباړل او تصدیق شي، ترڅو وکیل په ایټالیا کې ستاسو لپاره د اخراج حکم اپیل وکړي.

که چیرې محلي giudice di pace ستاسو د اخراج حکم تائید کړي، تاسو او ستاسو وکیل کولی شئ په روم کې ستره محکمه یا د Corte Suprema di Cassazione  ته عریضه وړاندې کړئ، مګر یوازې د ځانګړو دلایلو له مخې.

د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو لپاره د غوښتنې شرایطو او مختلفو اوسېدو جوازونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

Questura باید تاسو راوغواړي تر څو ستاسو د حالت په اړه پوښتنې وکړي، او باید یو ژباړن هم شتون ولري چې تاسو ته په خپل ژبه د اخراج حکم علتونه تشریح کړي. که د Questura راپور دقیق نه وي یا په راپور کې ستاسو د وضعیت ټول معلومات (لکه ستاسو روغتیایي حالت) نه وي، نو Questura نشي کولای د اخراج حکم صادر کړي. یو وکیل کولی شي تاسو سره مرسته وکړي تر څو ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو وضعیت په راپور کې سم او ښه تشریح شوی دی.

که تاسو د پناه غوښتنې د غوښتنې وروسته خو مخکې له دې چې پرېکړه ترلاسه کړئ د اخراج حکم ترلاسه کړئ، نو حکم قانوني نه دی. خو که تاسو د foglio notizie فورمه داسې ډک کړې وي چې چارواکي فکر وکړي تاسو پناه غوښتونکی نه یاست، نو ممکن دوی تاسو ته د اخراج حکم صادر کړي. نور معلومات ترلاسه کړئ:

Foglio notizie

څنګه کار کوي

ستاسو سیمه ایز ریاست یا Prefetturaد اخراج حکمونه صادروي، خو Questura (د مهاجرت دفتر) خلکو ته یې وړاندې کوي.

که تاسو په کمپ یا د استوګنې په مرکز کې اوسیږئ، یا ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک پروسس کیږي، تاسو ته د اخراج حکم نه درکول کیږئ ځکه چې تاسو راجستر شوی مهاجر ګڼل کیږئ.

که تاسو په ایتالیا کې غیر منظم یا غیر قانونې مهاجر یا کډوال یاست او د پولیسو لخوا ودرول شي، تاسو ته د اخراج حکم صادر کیدی شي.

د اخراج په حکم کې څه شامل دي؟

د اخراج حکم تشریح کوي چې ولې تاسو ته د وتلو حکم کیږي. د اخراج حکمونه باید ستاسو د انفرادي شرایطو پورې اړوند ځانګړي دلیلونه لیست کړي، مګر د اخراج ډیری حکمونه خورا عمومي دلایل لیست کوي.

د قانون له مخې، د اخراج حکم باید په هغه ژبه لیکل شوی وي چې تاسو پرې پوهیږی، یا ستاسو لپاره ژباړل شوی وي. په هرصورت، په ځینو مواردو کې، که ستاسو د ژبې کوم ژباړونکی شتون ونلري، نو چارواکي به د اخراج حکم کې یادونه وکړي چې دا امر یا حکم ژباړل شوی نه دی.

که تاسو د اخراج حکم ترلاسه کړی چې ستاسو په ژبه ژباړل شوی نه وي٬ تاسو کولی شئ د وکیل په مرسته په محکمه کې د اخراج حکم د اپيل یا بیاکتني غوښتنه وکړئ.

که تاسو د اخراج حکم ترلاسه کړئ٬ ممکن Questura له تاسو څخه وغواړي چې لاندې مرحلې تعقیب کړئ:

  • د پاسپورت تسلیمول، چې باید د وتلو پر مهال بېرته تسلیم شي.
  • په یو پیژندل شوي ځای کې د پاتې کیدو مکلفیت یا تاسو په اداري توقیف مرکز کې ساتل (centro di permanenza per i rimpatri)، که تاسو د اوسیدو ځای نلرئ
  • په ځانګړو ورځو او ټاکلو وختونو کې د پولیس دفتر ته د تګ مکلفیت

د ایستلو حکم

د ايتالیا د قانون له مخې، هغه خلک چې د اخراج حکمونه ترلاسه کوي، کولی شي د ۷ نه تر ۳۰ ورځو په لړ کې دا غوښتنه وکړي چې په خپله به هغه هېواد پریږدي. اروپايي اتحاديه هم له ايتالیا څخه غواړي چې د ایستلو حکم (دایمې وتل او اصلی هیواد ته ستنېدل) صادرولو د مخه خلکو ته وخت ورکړي چې پخپله له دغه هېواد څخه ووځي.

په هرحال، په عمل کې، د ایتالیا ډیری د اخراج حکمونه تاسو ته وخت نه درکوي چې پخپله هغه هیواد پریږدئ.

ډیری وخت، د اخراج یا وتلو حکمونو له مخې چارواکي نشي کولی تاسو ته په داوطلبانه توګه د بیرته راستنیدو موده درکړي ځکه چې، د بیلګې په توګه، تاسو یو معتبر ایتالیایي تذکره یا پیژند پاڼه نلرئ، تاسو ځان کور ته د رسولو وسیله نلرئ او یا هم تاسو د اعتبار وړ پته نه لري.

له همدې امله، په ډېرو مواردو کې، ستاسو د اخراج حکم به د استلو په حکم کې شامل وي. داستلو حکم چارواکو ته اجازه ورکوي چې تاسو بېرته خپل اصلي هېواد ته ستانه کړي. بیا هم، په ځینو نورو مواردو کې، چارواکي د اخراج یا شړنې حکم پلي کولو کې ستونزې لري او خلک بیرته خپل اصلي هیواد ته نه استوي.

د توقیف کېدو خطر

وروسته له دې چې تاسو د اخراج حکم ترلاسه کړئ، تاسو سمدلاسه د اداري توقیف مرکز (centro di permanenza per i rimpatri) کې ساتل کیږئ، توقیف شئ، تر هغه چې کویسټورا ستاسو لپاره پرواز پیدا کړي یا تر هغه چې ستاسو د اصلي هېواد لخوا ستاسو تابعیت تایید شي.

د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر نوي فرمان له مخې، د اداري توقیف اعظمي موده تر ۱۸ میاشتو پورې اوږدېدلی شي که قاضي یې اړین وګڼي. په حقیقت کې، له لومړني ۳ میاشتو وروسته، قاضي کولی شي هر ۳ میاشتې توقیف تمدید کړي تر هغه چې ټوله موده ۱۸ میاشتو ته ورسیږي.

د قانون له مخې، د بیرته ستنیدنې په مرکز کې باید تاسو ته لاندې آسانتیاوې درکړل شي:

  • د معیارونه سره سم د حفظ الصحې او اوسېدنې ځای
  • مرستې، ستاسو شخصیت ته درناوی او ستاسو د حالت په اړه اړوند معلومات
  • د مرکز له بهر سره د اړیکو نیولو ازادي (حتی د تیلیفون له لارې).
  • د شفاهي یا لیکلي غوښتنې یا شکایت وړاندې کولو حق (د ملي، محلي یا سیمه‌ییزو محتسب ته، چې د بندي شویو کسانو د حقوقو لپاره کار کوي یا Garante per i diritti delle persone private della libertà personale).

د بیا داخلېدو بندیز

که ستاسو د اخراج حکم د ایستلو حکم سره راشي، نو تاسو به د کورنیو چارو وزارت له ځانګړې اجازې پرته، د ۳ څخه تر ۵ کلونو پورې ایتالیا ته د داخلیدو اجازه له لاسه ورکړئ.

که تاسو د بیا داخلېدو بندیز له پای ته رسیدو مخکې ایټالیا ته بیرته داخل شئ، ممکن تاسو ونیول شئ او له ۱ تر ۴ کلونو پورې توقیف شئ. په هر صورت، تاسو بیا هم کولی شئ په زوره ایستل شئ.

که تاسو د اخراج حکم ترلاسه کړئ چې تاسو ته یو وخت درکوي چې تاسو پخپله دا هیواد پریږدئ، تاسو ته به اجازه درکړل شي چې ایټالیا ته بیرته ستانه شئ، مګر یوازې داعتبار وړ ویزې سره.

def