اتل سرلیک

که تاسو په ایټالیا کې د اعتبار وړ permesso di soggiorno سره اوسیږئ، تاسو کولی شئ د ایټالیا د موټر چلولو جواز (patente di guida) یا د خپل هیواد د موټر چلولو جواز بدلولو لپاره غوښتنه وکړئ. په حقیقت کې، که تاسو د خپل هیواد د موټر چلولو جواز لرئ، تاسو کولی شئ په ایټالیا کې یوازې د استوګنې په لومړي کال کې وکاروئ.

په ایټالیا کې د موټر چلولو جواز مختلف ډولونه شتون لري، او دا جواز د هغه موټر پورې اړه لري چې تاسو یې چلول غواړئ. دا مقاله به د B موټر چلولو جواز په اړه معلومات وړاندې کوي، کوم جواز چېد موټر چلولو لپاره اړین دی.

تاسو کولی شئ د دې مقالې په مرسته د لاندې مواردو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:

  • د موټر چلولو جواز ترلاسه کولو څرنګوالی
  • د خپل بهرني موټر چلولو جواز بدلولو څرنګوالی
  • د بهرني موټر کارولو څرنګوالی

څنګه کولی شئ د موټر چلولو جواز ترلاسه کړئ

که تاسو د استوګنې معتبر جواز لرئ، تاسو کولی شئ د موټر چلولو جواز لپاره په مستقیم ډول د ملکي موټر چلولو دفتر (‘Ufficio Motorizzazione Civile’ په ایټالیایي کې) کې د موټر چلولو جواز لپاره غوښتنه وکړئ، یا د موټر چلولو ښوونځي (‘scuola guida’ په ایټالیايي) لکې نوم لیکنه وکړئ.).

تاسو کولی شئ دلته په خپله سیمه کې د Motorizzazione مرکز ومومئ.

اړتیاوې څه دي؟

د ایټالیا د موټر چلولو جواز ترلاسه کولو لپاره، تاسو به لاندې مواردو ته اړتیا ولرئ:

  • Modulo TT 2112 فورمه( دلته یا Motorizzazione  مرکز کې شتون لري)
  • د اعتبار وړ د هویت سند کاپي
  • د permesso di soggiorno ٬ د نوي کولو سند یا د رسید کاپي
  • ستاسو د مالیې کوډ یا د روغتیایې کارت کاپي
  • د روغتیا یا طبي سند - تاسو کولی شئ د خپل محلي روغتیا ادارې (ASL)څخه غوښتنه وکړئ. د خپل ASL موندلو لپاره، دا ګوګل کړئ:   ـــــــــــــــ +ASL. په خالي ځای کې د هغه ښارنوم ولیکئ چیرې چې تاسو اوسیږئ.
  • د پاسپورت عکس په اندازه ۳عکسونه
  • د €۲۶.۴۰ + €۱۶.۰۰ marca da bollo د تادیې رسید (د نوم لیکنې فیس ممکن د ښار یا سیمې پورې اړه ولري )

د موټر چلولو جواز ازموینې

د موټر چلولو جواز ترلاسه کولو لپاره ، تاسو باید تیوري او عملي ازموینې پاس کړئ. تاسو باید د خپل غوښتنلیک په ۶ میاشتو کې تیوری ازموینه ورکړئ.

که تاسو په شخصي توګه غوښتنه وکړئ، تاسو باید د تیوري ازموینې لپاره زده کړي وکړئ او د عملي ازموینې لپاره د موټر چلولو کورس کې نوم لیکنه وکړئ. که تاسو د موټر چلولو کورس له لارې غوښتنه کوئ، ښوونکي به تاسو سره د تیوري او عملي ازموینې دواړو کې مرسته وکړي. په دواړو حالتونو کې، تاسو باید لږترلږه د ۶ ساعته د موټر چلولو درسونه د وړ ښوونکي سره واخلئ ترڅو د عملي ازموینه ورکړئ.

تیوری ازموینه

د تیوري ازموینې لپاره، تاسو باید په کمپیوټر کې د سړک د قواعدو، د موټر دندې او ټرافيکي نښو په اړه صحیح او غلط پوښتنې ځواب کړئ. دا ازموینه د ۴۰ پوښتنې لرئ چې باید په ۳۰ دقیقو کې ځواب شي؛ تاسو نشئ کولی له ۴ څخه زیاتې غلطي وکړئ.

تاسو کولی شئ ازموینه په ایټالیایي، فرانسوي یا جرمني کې ورکړئ. که تاسو په لوستلو کې ستونزه لرئ٬ تاسو کولی شئ په غوږۍ یا headphones کې پوښتنو ته د اوریدو لپاره د آډیو لپاره غوښتنه هم وکړئ.

د دې ازموینې لپاره چمتو کیدو لپاره، تاسو کولی شئ دلته آنلاین تمرین وکړئ او موږ وړاندیز کوو چې تاسو د موټر چلولو ښوونځي یا د مرستې میز څخه د لارښود کتاب لپاره غوښتنه وکړئ، کوم چې په څو ژبو کې شتون لري.

عملي ازموینه

که تاسو تیوري ازموینه پاس کړئ، تاسو به د زده کونکو لپاره د موټر چلولو اجازه ترلاسه کړئ، چې د foglio rosa په نوم یادیږي. دا سند تاسو ته اجازه درکوي د هغه چا سره د موټر چلولو تمرین وکړئ چې لږترلږه ۱۰ کاله د موټر چلولو تجربه لري؛ کله چې د موټر چلولو تمرین کوئ، تاسو باید د P نښه (د پیل کونکو لپاره) د موټر شاته کېږدئ.

په عملي ازموینه کې تاسو باید د ازمييونكى لارښوونې تعقیب کړئ څوک چې ستاسو د موټر چلولو وړتیا ارزوي. ازمييونكى به ستاسو څخه د موټر دندو په اړه پوښتنه وکړي. که تاسو د موټر چلولو ازموینه پاس کړه، تاسو به د موټر چلولو جواز ترلاسه کړئ.

زه څنګه کولی شم د خپل هیواد د موټر چلولو جواز ایټاليايي جواز ته بدل کړم؟

تاسو کولی شئ ستاسود استوګنې یوازې په لومړي کال کې د خپل هیواد د موټر چلولو جواز سره په ایټالیا کې موټر وچلوئ. له هغې وروسته، که تاسو غواړئ په ایټالیا کې موټر چلولو ته دوام ورکړئ، تاسو اړتیا لرئ چې خپل د موټر چلولو جواز ایټالیایي جواز بدل کړئ.

د موټر چلولو ټول جوازونه د بدلون وړ ندي؛ ځکه دا د ايټاليا او ياد شوي هېواد تر منځ په تړون پورې اړه لري. که جواز بدل نه شي، تاسو باید د ایټالیا جواز ترلاسه کولو لپاره ازموینې پاس کړئ. دلته تاسو کولی شئ د هغو هیوادونو لیست وګورئ چې په ایټالیا کې د بدلیدونکي موټر چلولو جوازونه صادروي.

د تبادلې غوښتنه باید د لاندې اسنادو سره Ufficio Motorizzazione Civil ته وسپارل شي:

  • Modulo TT 2112 فورمه (په Motorizzazione یا دلته شتون لري)
  • د €۳۲.۰۰ + €۱۰.۲۰ تادیه (فیس ممکن د ښار یا سیمې په اساس یو څه توپیر ولري) - تاسو کولی شئ دا پیسې په آنلاین توګه د Portale dell'Automobilista ویب پاڼې له لارې یا یا د تادیې غوښتنه د ویب پاڼې له لارې په چاپولو سره او په پوسته دفتر، بانک، tabacheria یا کوم بل PagoPA خدمت کې یې تادیه کړئ
  • ستاسو د بهرني موټر چلولو جواز او د هغه قانوني ژباړه ده
  • د اعتبار وړ د پیژندنې یا هویت اسناد او د مالیې کوډ کاپي
  • د روغتیا سند
  • د پاسپورټ عکس په اندازه دوه قطعه عکسونه

د موټر چلولو جواز د اعتبار موده او نوي کول

د ایټالیا د موټر چلولو جوازونه د اروپايي اتحادیې EU په نورو هیوادونو کې هم د اعتبار وړ دي، او د موټر چلولو کوم جواز چې د EU غړي هیواد لخوا صادر شوی (د سویس، ناروې، سویتزرلنډ په شمول) په ایټالیا کې اعتبار لري.

د ایټالیا د موټر چلولو جواز د ۱۰ کلونو لپاره اعتبار لري تر هغه چې تاسو ۵۰ کلن شئ. له هغې وروسته، تاسو باید د تمدید یا نوي کولو لپاره غوښتنه وکړئ، کاو تاسو به د ۵ کلن موټر چلولو جواز ترلاسه کړئ تر هغه چې تاسو ۷۰ کلن شئ.

د موټر چلولو جواز د پای نیټې څخه څلور میاشتې دمخه ستاسو په سیمه ایز روغتیا اداره (ASL) کې نوي کیدی شي. په حقیقت کې، تاسو باید صحې یا روغتیایي معاینه پاس کړئ.

تاسو باید لاندې توکي د روغتیا معاینې لپاره له ځان سره راوړئ:

  • د €۱۰.۲۰ + €۱۶ تادیه
  • داعتبار وړ د پيژندنې یا د هویت سند
  • روغتیایي یا صحې کارت Tessera sanitaria
  • دموټر چلولو جواز
  • د پاسپورټ عکس په اندازه دوه عکسونه

د ترانسپورت وزارت به ستاسو د موټر چلولو نوی جواز ستاسو د کور پته ته واستوي.

د ورک شوي موټر چلولو جواز بدلول

که ستاسو د موټر چلولو جواز ورک شوی، غلا شوی یا ویجاړ شوی وي، پولیسو ته یې راپور ورکړئ او چیرې چې تاسو اوسیږئ د Motorizzazione دفتر ته لاړ شئ او د کاپي غوښتنه وکړئ.

ایا کولی شم په ایټالیا کې بهرني موټر وکاروم؟

که تاسو په ایټالیا کې استوګنه نه لرئ ، تاسو کولی شئ خپل بهرنی موټر د یو کال لپاره وکاروئ، پداسې حال کې چې که تاسو د استوګنه لرئ، تاسو کولی شئ د اوسیدو څخه وروسته د ۳ میاشتو لپاره خپل موټر وکاروئ. د دې مودې وروسته، تاسو باید خپل موټر په ایټالیا کې د ځانګړي پروسې له لارې ثبت کړئ. که بهرنۍ موټر ستاسو نه وي او تاسو غواړئ چې د 30 ورځو څخه زیات وکاروئ، تاسو باید د REVE راجستر دفتر کې ثبت کړئ.

که تاسو protezione temporanea لرئ، لاندې اړوند معلومات ومومئ یا یې دلته وګورئ.

که تاسو موټر / موټرسایکل لرئ

که تاسو د اوکراین تبعه یاست او Protezione Temporane لرئ، تاسو کولی شئ ایټالیا ته ستاسو د رارسیدو نیټې څخه تر یو کال پورې خپل موټر وکاروئ، که تاسو اوسیدونکی نه یاست، یا د ایټالیا د استوګنې ترلاسه کولو وروسته تر ۳ میاشتو پورې. له هغې وروسته، تاسو اړتیا لرئ د EE نمبر پلیټ لپاره غوښتنه وکړئ (په ایټالیایي کې 'targa EE') لکه څنګه چې د ترانسپورت وزارت لخوا ویل شوي.

تاسو کولی شئ یوازې د یو موټر یا یو موټرسایکل لپاره چې ستاسو په نوم ثبت شوی وي د EE پلیټ غوښتنه وکړئ.د EE پلیټ غوښتنه کولو لپاره، تاسو باید اړین اسناد چمتو کړئ. او د هغه ښار Motorizzazione دفتر ته لاړ شئ چیرې چې تاسو اوسیږئ یا هم اصلي ولاست ته، . دEE پلیټ به د Protezione Temporanea پای ته رسیدو پورې دوام وکړي.

که تاسو په ایټالیا کې استوګن نه یاست، تاسو باید د خپل اوسني آدرس Motorizzazione دفتر سره شریک کړئ، کوم چې ستاسو د موټر د ایټالیایي راجستریشن سند (carta di circolazione په ایټالیایي کې) کې دی.

هغه څه چې تاسو د Motorizzazione دفتر ته راوړئ:

  • د اعتبار وړ د پیژندنې یا هویت سند او د هغه یوه کاپي
  • Protezione Temporanea جواز یا د نوي کولو رسید او د هغه یوه کاپي
  • مالي کوډ Codice Fiscale
  • ستاسو د موټر د اوکراین د ثبت سند او د هغې یوه کاپي
  • د عاید ټاپه او د جواز پلیټ پیرود فیس لپاره د تادیې رسید - باید د PagoPA خدمت له لارې تادیه شي

اړین اسناد ژباړلو ته اړتیا نلري که دوی لاتیني الفبا لیکل شوي وي. که دوی په Cyrillic کې وي، تاسو باید د اوکراین قونسلګرۍ څخه د مرستې غوښتنه وکړئ.

که تاسو موټر / موټرسایکل مالک نه لرئ

که تاسو په ایټالیا کې اوسیږئ او غواړئ د ۳۰ ورځو څخه زیات یو بهرنی موټر وکاروئ چې ستاسو نه وي، تاسو باید دا موټر په REVE (د بهرنیو موټرونو راجستر) کې د PRA دفتر (Publico Registro Automobilistico په ایټالیایي کې) کې راجستر کړئ. ).

کومه پوښتنه لرئ؟ موږ ته په فیسبوک شخصي پیغام واستوئ.