hero-header

ستاسو د مالیې کوډ یا codice fiscale ستاسو د ایټالیا ټولنیز امنیت شمیره ده. دا د رسمي ID شمیره ده چې تاسو به یې په مختلفو دفترونو کې اړتیا ولرئ، په شمول د:

  • Agenzia delle Entrate، د ایټالیا مالیه اداره
  • Istituto Nazionale Previdenza Sociale (INPS)، د ایټالیا ټولنیز امنیت اداره

څوک کولی شي codice fiscale ترلاسه کړي؟

هر هغه څوک چې په ایټالیا کې د پناه غوښتنې، یا بل ډول قانوني استوګنې لپاره غوښتنه کوي، کولی شيcodice fiscale ترلاسه کړي.

د codice fiscale کارت له کوم ځای ترلاسه کولی شم؟

نن ورځ، دا غیر معمولي ده چې چاپ شوي codice fiscale کارت ترلاسه کړئ، او تاسو ورته اړتیا هم نلرئ. په هرصورت، ستاسو د codice fiscale شمیره به په دې مواردو کې ښکاره شي:

  • د استوګنې جواز یا Permesso di soggiorno
  • د روغتیا کارت یا Tessera sanitaria

تاسو کولی شئ په لاندې آدرسو د خپل codice fiscale غوښتنه وکړئ:

  • Questura - که تاسو Questura ته د اجازې لپاره غوښتنه وسپارئ، نو تاسو به په اتوماتيک ډول د Questura څخه د codice fiscale ترلاسه کړئ، ځکه چې Questura د Agenzia delle Entrate سره مستقیم تماس کې دی.
  • Sportello Unico Immigrazione ، د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ میز یا مرکز - که تاسو له بهر څخه د کار یا د کورنۍ الحاق یا د بیا یوځای کیدو ویزې لپاره غوښتنه کړې وي.  

تاسو کولی شئ دلته د Agenzia delle Entrate ویب پاڼه کې د codice fiscale لپاره د غوښتنلیک څرنګوالي په اړه نور تفصيلي معلومات ومومئ.

که زما codice fiscale ورک شي څه به وشي؟

که تاسو خپل codice fiscale ورک کړی وي، تاسو کولی شئ دلته د Agenzia delle Entrate ویب پاڼه کې د خپل codice fiscale د کاپي غوښتنه وکړئ. یوځل چې دا چمتو شي، دوی به دا ستاسو پتې ته واستوي.

ایا زه د دندې ترلاسه کولو لپاره codice fiscale ته اړتیا لرم؟

هو، تاسو باید خپل د codice fiscale شمیره ګمارونکي ته چمتو کړئ. دوی دې ته اړتیا لري چې تاسو د یو کارکوونکي په توګه راجستر کړي.

تاسو د فزیکي codice fiscale کارت ته اړتیا نلرئ .

ایا زه روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي لپاره codice fiscale ته اړتیا لرم؟

غیر عاجل روغتیا پاملرنې ته د لاسرسي لپاره ، تاسو فزیکي tessera sanitaria سند ته اړتیا لرئ. ستاسو د codice fiscale په دې سند کې لیکل شوی.

په هرصورت، تاسو کولی شئ په عامه روغتونونو کې بیړني یا عاجل خدماتو ته لاسرسی ومومئ حتی که تاسو tessera sanitaria نه لرئ، د بل سند په ترلاسه کولو سره: د STP کارت. نور زده کړئ:

روغتیایی پاملرنې یا خدماتو ته څنګه لاسرسی ومومئ که چیرې تاسو د پناه غوښتنه نه وي کړې

زما codice fiscale ټول اعداد دي، مګر زما د ملګري اعداد او حروف یا توری لري. ولې؟

که چیرې codice fiscale په بشپړ ډول د اعدادو څخه جوړه وي، دا لنډمهاله یا موقتي ده. او که چېري، چېري اعداد او حروف یا توری لري، دایمي دی.

که څه هم موقتي کcodici fiscali نادره دي، ځینې Questure لاهم دا صادروي.

که زه لاهم دايمي codice fiscale نلرم، کله به يې ترلاسه کړم؟

هغه پناه غوښتونکي چې موقتي codice fiscale لري معمولا کله چې دوی د سیمه ایز کمیسیون لخوا مثبت ځواب ترلاسه کړي او د دوی د اوسیدو جواز نوي کړي دایمي codice fiscale ترلاسه کوي.

که تاسو دايمي codice fiscale نلرئ، اندیښنه مه کوئ: د دايمي codice fiscale تاسو ته د موقتي codice fiscale په پرتله نور ډیر حقونه نه درکوي.

که زه موقتي codice fiscale ولرم او زما کار ګومارونکی ما د کارکوونکی په توګه ثبت نه کړي، څه به وکړم؟

INPS د کارمندانو د ثبتولو ټول کړنلارو یا پروسې تنظیم کړي دي ترڅو موقتي codice fiscale اوس ومنل شي. تاسو باید په راجستر کولو کې کومه ستونزه ونه لرئ.

که څه هم، که تاسو غواړئ چې د دواړو اعدادو او حروف یا تورو سره codice fiscale ولرئ، تاسو کولی شئ د Agenzia delle Entrate دفتر څخه غوښتنه وکړئ.

زه خپل codice fiscale نه پوهیږم. زه څنګه کولی شم معلومه کړم چې دا څه دي؟

که تاسو codice fiscale لرئ مګر په یاد نه لرئ چې دا څه دي، تاسو کولی شئ دا د Calcolo Codice Fiscale ویب پاڼه کې ومومئ. تاسو اړتیا لرئ خپل نوم، نیټه او د زیږون ځای ولیکئ.

ځینې ​​​​وختونه د Calcolo Codece Fiscale ویب پاڼه کار نه کوي. که تاسو نشئ کولی دا وکاروئ، تاسو کولی شئ د نږدې مالیې دفتر څخه د خپل مالي کوډ غوښتنه وکړئ. تاسو کولی شئ موږ ته په فیسبوک کې پیغام واستوئ ترڅو تاسو سره د دې موندلو کې مرسته وکړو.

له کوم ځای کولی شم د codice fiscale په اړه نور معلومات ترلاسه کړم؟

تاسو کولی شئ د codice fiscale په اړه نور معلومات د ایټالیا د مالیاتو ادارې په ویب پاڼه کې دلته کلیک کولو سره ترلاسه کړئ.