په ایټالیا کې د د هوساینې سیسټم هغو اړو کسانو او کورنیو ته چې ځانګړي اړتیاوې پوره کوي مالي مرستې (بونس یا اقتصادي ګټې) وړاندې کوي. له همدې امله، که تاسو یو مهاجر یا کډوال یاست چې د استوګنې منظم جواز، ناکافي اقتصادي سرچینې، او یا ماشومان یا معلولیت لري، د تاسو ممکن د عاید ملاتړ ترلاسه کولو وړ یاست. هغه ګټې چې تاسو ورته لاسرسی درلودلی شئ مختلف شرایط لري (پشمول د استوګنې ځانګړي جوازونه) او په ملي او محلي کچه شتون لري. بونس کیدای شي له سیمې څخه تر بلې سیمې او حتی له یوه ښاروالۍ څخه تر بلې ښاروالۍ توپیر ولري.
په عموم کې، ډیری مالي ګټې یا مرستې د INPS لخوا چمتو کیږي - د ایټالیا ملي ټولنیز تامین اداره - کوم چې د ایټالیا د عامه تقاعد سیسټم اصلي اداره ده. ټول معاش لرونکي کارګران او ډیری هغه کسان چې خپلواک کار لري٬ چې د ټولنیز امنیت خپلواکه بودیجه نلري باید د INPS غړي وي. دا اداره د کار او ټولنیزو پالیسیو وزارت تر څارنې لاندې ده.
تاسو کولی شئ د دې مقالې په مرسته نور معلومات ترلاسه کړئ:
- ۱۰ شیان چې باید دغوښتني کولو دمخه پوه شي
- Reddito di cittadinanza, NASpI, invalidità civil, assegno unico universale, contributo Ucraina
- څنګه غوښتنه وکړئ
- څوک مرسته کولی شي
هغه څه چې تاسو اړتیا لرئ د بونس یا بخشش لپاره د غوښتنه کولو دمخه پوه شئ
که تاسو د هر ډول بونس یا بخشش لپاره غوښتنه کولو پلان لرئ٬ دلته د ښه کړنو لیست دی چې تعقیب یې کړئ. مهرباني وکړئ لیست په دقت سره ولولئ او موږ ت ه په فیسبوک کې شخصي پیغام واستوئ که تاسو کوم شک یا پوښتنه لرئ.
- تل ریښتیا ووایاست - کله چې تاسو د بونس یا بخشش لپاره غوښتنه کوئ دا خورا مهمه ده چې تاسو د جواز د ډول په اړه ریښتیني او د تایید وړ معلومات, ستاسو اقتصادي حالت او په ایتالیا کې ستاسو وخت کله چې تاسو د بونس لپاره غوښتنه کوئ او نور په عمومي ډول ستاسو د شخصي حالت په اړه چمتو کړئ . ایتالیایي چارواکي اکثرپه تصادفي توګه د هغو خلکو په اړه څیرونه او لیدنه کوي چې ګټې ترلاسه کوي او تاسو ممکن د قانون سره په ستونزه کې یاست که تاسو دروغ یا غلط بیان وکړئ.
- ګنګوسو ته غوږ مه نیسئ - که یو ملګری تاسو ته ووایي چې حکومت غواړي هرچا ته پیسې ورکړي، یا دا چې چارواکي څارنه نه کوي چې څوک بونس ترلاسه کوي، دا شاید ریښتیا نه وي. ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د باوري او کره سرچینو په اړه معلومات ترلاسه کړئ یا د اړوندو خدماتو سره اړیکه ونیسئ.
- د درواغو او درغلیو څخه ځان وساتئ - موږ خبر یو چې ځینې خلک د بونس په ترلاسه کولو کې د مهاجرینو سره د مرستې لپاره د پیسو غوښتنه کوي. په دوی باور مه کوئ او د CAF یا Patronato څخه د مرستې غوښتنه وکړئ، لکه INCA CGIL یا ANOLF.
- تل د غوښتنې کولو اړتیاوې چیک کړئ - دا واقعیا مهمه ده چې د هر ډول بونس لپاره غوښتنه کولو دمخه اړتیاو په دقت سره پوه شئ.که تاسو د غلط بیاناتو په کولو سره پرته له خپل حقه پیسې یا ګټې ترلاسه کړئ، تاسو ګټې باطلې ممکن شئ، تاسو باید ټول هغه پیسې بیرته ورکړئ چې تاسو یې ترلاسه کړي، او په ځینو مواردو کې تاسو حتی محاکمه کیدی شي.
- بېړه مه کوئ - دغوښتنې کولو دمخه، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو اړتیاوې په اړه بشپړه توګه پوهیږئ او دا چې ګټه څنګه کار کوي. که تاسو د ګټې لپاره وړ یاست، د هر څه په بشپړ ډول پوهیدو لپاره د څو ورځو انتظار کول به تاسو د بونس ترلاسه کولو مخه ونه نیسي
- پوښتنې وکړئ - پوښتنې کول واقعیا مهم دي ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو په هرڅه پوه شوي یاست او ستاسو شکونه حل کړئ. که تاسو د CAF یا Patronato له لارې غوښتنه وکړئ، په یاد ولرئ چې دا دفترونه ستاسو سره د مرستې لپاره دي، نو د دوی ته هر ځل تلو او پوښتنې کولو په اړه اندیښنه مه کوئ.
- د هغه څه په اړه خبر اوسئ چې تاسو یې لاسلیک کوئ – که چیرې یو CAF یا Patronato تاسو سره د غوښتني کولو کې مرسته وکړي، دوی د هغه څه مسولیت نلري چې تاسو د بونس ترلاسه کولو لپاره لاسلیک کوئ او اعلان یې کوئ. که تاسو نه پوهیږئ چې څه شی تاسو لاسلیک کوئ، له یو چا څخه وغواړئ چې ستاسو لپاره وژباړي. که تاسو څخه وغوښتل شي چې یو بیان لاسلیک کړئ چې ستاسو شخصي وضعیت نه منعکس کوي، هغه برخې حذف کړئ چې غلط دي او پر ځای یې خپل ریښتینی دریځ ولیکئ. پدې توګه تاسو کولی شئ د غلط بیاناتو څخه مخنیوی وکړئ.
- صبر وکړئ - موږ پوهیږو چې تاسو غواړئ سمدستي پیسې ترلاسه کړئ، په هرصورت، د پروسس سیسټم سست کیدی شي.
- Refugee.Info سره اړیکه ونیسئ – که تاسو د اړتیاوو په اړه وضاحت ته اړتیا لرئ، د بونس په اړه اوازې او ګنګوسئ مو اوریدلي، یا تاسو د غوښتنلیک په اړه مرستې ته اړتیا لرئ، موږ ته یو پیغام راولیږئ. موږ به هڅه وکړو چې تاسو ته هغه معلومات چمتوکړو چې تاسو ورته اړتیا لرئ، د اړتیاوو او خدماتو په شمول چې کولی شي انفرادي ملاتړ چمتو کړي.
- خپل وکیل سره خبرې وکړئ - که تاسو ومومئ چې تاسو د اړتیاوو پرته بونس اخلئ، مهرباني وکړئ حتما خپل وکیل سره اړیکه ونیسئ. که تاسو وکیل نلرئ، موږ ته په فیسبوک کې شخصي پیغام راولیږئ او موږ به ستاسو په سیمه کې د قانوني مرستې مرکز موندلو لپاره خپله هڅه وکړو.
شته یا موجود بونس او بخشش څه دي
په ایټالیا کې ډیری بونس او ګټې شتون لري چې تاسو یې ترلاسه کولی شئ که تاسو اړتیاوې پوره کړئ. پدې برخه کې به موږ په ملي کچه ځینې بونسونه وړاندې کړو، مګر ډیری وختونه سیمې او ښاروالۍ نور ډولونه وړاندیز کوي.
موږ وړاندیز کوو چې تاسو د خپلcomune ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ یا خپل د محلي CAF (د مالي مرستې مرکز) یا Patronato سره اړیکه ونیسئ ترڅو ستاسو لپاره موجود ټول اختیارونه یا غوراوي چیک کړئ.
مخکې لدې چې تاسو غوښتنه وکړئ ، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د بونس یا ګټې ترلاسه کولو لپاره ټولې اړتیاوې پوره کوئ. که چیرې یو CAF یا Patronato تاسو سره غوښتني کولو کې مرسته وکړي، دوی د هغه څه مسولیت نلري چې تاسو یې لاسلیک کوئ او اعلان یې کوئ چې بونس ترلاسه کړئ. که تاسو ډاډه نه یاست چې تاسو وړ یاست یا نه، دوی سره دوه ځله وګورئ یا موږ ته یو شخصي پیغام واستوئ، موږ به ستاسو سره د مرستې لپاره خپله هڅه وکړو.
د تابعیت عاید
Reddito di Cittadinanza د کم عاید لرونکو کورنیو لپاره میاشتنی تادیه ده چې د دوی سره د لومړني لګښتونو لکه خواړو، بیلونو او کرایې په ورکولو کې مرسته کوي.
تاسو د ۱۸ او ۵۹ کلونو ترمنځ یاست، د ۲۰۲۳ کال د جنوري لومړۍ نیټې څخه، تاسو کولی شئ یوازې د ۷ میاشتو لپاره Reddito di Cittadinanza ترلاسه کړئ. که تاسو په کورنۍ کې ماشومان، معلول کس، د ۶۰ یا ۶۰ ډیر عمر لرونکي غړي لري، تاسو کولی شئ د ۱۸ میاشتو لپاره د Reddito di Cittadinanza څخه ګټه واخلئ.
د بونس اندازه ستاسو په ISEE پورې اړه لري، یوه وسیله چې په ایټالیا کې د کورنیو اقتصادي وضعیت اندازه کولو لپاره کارول کیږي.
د Reddito di Cittadinanza وړ کیدو لپاره، تاسو باید:
- دا ثابته کړئ چې تاسو د ۱۰ کلونو لپاره په ایتالیا کې ژوند کړی او د تېرو 2 کلونو له راهیسې په ایتالیا کې استوګن یاست.
- د Ex Carta di soggiorno یا د کډوال حالت یا د فرعي خوندیتوب جواز ترلاسه کړئ
- د ۳,۰۰۰ یورو ناخالص( مخکې له مالیې) سره مساوي یا لږ عاید ولرئ. که ستاسوعاید له ۳۰۰۰ ناخالص یورو څخه زیات وي، نو تاسو باید دا INPS ته اعلان کړئ.
- په هغو پروژو کې برخه واخلئ چې له مدني ټولنې سره مرسته کوي
تاسو کولی شئ دلته د اړتیاو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې له ۲۰۲۳ څخه، تاسو ممکن د خپلې مرستې له لاسه ورکولو خطر سره مخ شئ که تاسو ځینې اقدامات ونه کړئ:
- په هغو پروژو کې برخه واخلئ چې له مدني ټولنې سره مرسته کوي
- که تاسو د ۱۸ او ۵۹ کلونو ترمنځ یاست، تاسو باید د ۶ میاشتو لپاره د مسلکي یا حرفوي روزنې کورس کې ګډون وکړئ. که تاسو دا کار ونه کړئ، تاسو ممکن د بونس ترلاسه کولو حق له لاسه ورکړئ.
- که تاسو د ۱۸-۲۹ کلونو ترمنځ یاست او د ښوونځي زده کړې مو نه وي بشپړې کړې، تاسو باید په ښوونځي کې شامل شئ او ټولګیو کې ګډون وکړئ.
- هر هغه کار وړاندیز قبول کړئ چې تاسو د کار موندنې مرکز(Cpi - Centro per l'impiego) له لارې ترلاسه کوئ.
موږ پوهیږو چې ډیری خلکو پرته له دې چې واقعیا وړ وي دا عاید ترلاسه کړی. که تاسو د اړتیاوو پوره کولو پرته پیسې ترلاسه کوئ او چارواکي ستاسو غوښتنلیک چک کوي، تاسو ممکن Reddito di Cittadinanza لغوه کړئ، تاسو ممکن ټولې پیسې بیرته ورکړئ، او په ځینو حاالتو کې تاسو ممکن حتی د جرمي تعقیب سره مخ شئ.
که تاسو په دې حالت کې یاست او ورته قضیه لری، ژر تر ژره د خپل وکیل سره اړیکه ونیسئ. که تاسو د حقوقي متخصص په موندلو کې مرستې ته اړتیا لرئ، دلته موږ ته یو شخصي پیغام راولیږئ.
مهرباني وکړئ دا هم په یاد ولرئ چې د ۲۰۲۴ کال څخه، Reddito di cittadinanza به په بشپړ ډول د Supporto per la formazione ed il lavoro (مسلکي روزنې او د کار ملاتړ) او Assegno d'inclusione سره بدل شي. Supporto per la formazione ed il lavoro د۲۰۲۳ کال د سپتمبر له لومړۍ نیټې څخه شتون لري.
Supporto per la formazione ed il lavoro
د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له لومړۍ نیټې څخه، د ۱۸ او ۵۹ کلونو عمر لرونکي خلکو لپاره یو نوی بونس چې د زیان منونکو خلکو کورنۍ نه لري (لکه ماشومان، معیوب یا ۶۰ یا له ۶۰ ډیر عمر لرونکي غړي) او په کال کې د کورنۍ ISEE یې له ۶,۰۰۰ یورو ناخالص څخه کم وي.
Supporto per la formazione ed il lavoro د کم عاید لرونکي کورنیو لپاره میاشتنۍ مالي مرسته ده. دا په میاشت کې تر۳۵۰ یورو پورې مرسته ده چې تاسو یوازې د یو کال لپاره ترلاسه کولی شئ. د کورنۍ نور غړي کولی شي په ورته وخت کې د دې بونس غوښتنه وکړي.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې تاسو نشئ کولی دا بونس ترلاسه کړئ که چیري تاسو Reddito di cittadinanza ترلاسه کوئ.
د بونس ترلاسه کولو لپاره، هر شخص باید د په مسلکي روزنیز کورس، د کار لارښوونې لاره، یا د کار لټونکو لپاره په ملاتړ پروګرام کې ګډون وکړي - پدې کې ملکي خدمت ('servizio civile') او هغه کار شامل دي چې مدني ټولنې سره مرسته کوي.
لومړی ګام ستاسو د SPID یا ID په کارولو سره د INPS ویب پاڼې له لارې د بونس غوښتنه سپارل دي. په ورته وخت کې، تاسو به د کار او ټولنیز شمولیت لپاره د معلوماتو سیسټم کې آنلاین راجستر کولو ته اړتیا ولرئ ('Siisl - Sistema Informativo per l'inclusione lavorativa e sociale')، او د کار کولو لپاره فوري موجودیت یا سمدستي شتون اعلان ('DID - Dichiarazione di Immediata Avaibilita' al lavoro' په ایټالیا کې) او د خدمت تړون ('Patto di servizio personalizzato') لاسلیک کړئ. INPS به ستاسو معلومات او ورکړل شوي معلومات تصدیق کړي، او پریکړه به وکړي چې آیا تاسو بونس ترلاسه کولی شئ که نه.
یوځل چې تاسو تایید ترلاسه کړئ چې تاسو مرستې ترلاسه کولی شئ، تاسو به د ډیجیټل فعالولو (Pad - Patto di activazione digitale) تړون لاسلیک کړئ او د کار موندنې په مرکز (Centro per l'impiego) کې راجستر شئ .
تاسو باید INPS ته په هر ۹۰ ورځو کې د خپلو فعالیتونو او/یا روزنې په اړه معلومات چمتو کړئ، که تاسو دا ونه کړئ، نو تاسو د خپلې مالي مرستې له لاسه ورکولو خطر لرئ.
که تاسو پدې وروستیو کې خپله دنده له لاسه ورکړې وي
که تاسو د یو کارکوونکي په توګه یو منظم کاري قرارداد درلود (چې ایټالیایي کې ورته 'lavoratore dipendente' وایې) او تاسو په دې وروستیو کې خپله دنده له لاسه ورکړې، تاسو ممکن د "Indennità di disocupazione NASpi" په نوم د میاشتنۍ بیکارۍ تخصیص یا ګټې لپاره د غوښتنې کولو په شرایط برابر یاست.
د میاشتنۍ بیکارۍ تادیه اندازه او موده ستاسو په معاش پورې اړه لري او دا چه څومره وخت چې تاسو د منظم کارموندنې قرارداد سره کار کړی.
هرڅوک چې په منظم ډولpermesso di soggiorno لري کولی شي د disoccupazione لپاره غوښتنه وکړي که چیرې دوی اړتیاوې پوره کړي. تاسو کولی شئ دلته د NASpi ترلاسه کولو اړتیاوې ومومئ.
تاسو باید ژر تر ژره غوښتنه وکړئ کله چې ستاسو د کار اړیکې پای ته ورسیږي.
که تاسو معلولیت لرونکی کس یاست یا د جدي ناروغۍ لری
که تاسو جزوی یا بشپړ معلولیت لرئ، تاسو د invalidità civile لپاره وړ یا په شرایط برابر یاست، کوم چې تاسو ته مالي، ټولنیزو او روغتیایي ګټو ته لاسرسی درکوي. د پیسو مقدار او ګټي چې تاسو یې ترلاسه کولی شئ ستاسو شخصي عاید او د معلولیت کچې پورې اړه لري، کوم چې د طبي معاینې له لارې ټاکل کیږي.
هر هغه کس چې لږ تر لږه د یو کال د مودې لپاره منظم permesso di soggiorno ولري کولی شي د invalidità civile لپاره غوښتنه وکړي.
د تصدیق شوي invalidità civile ترلاسه کولو مرحلې په لاندې ډول دي:
- د خپل عمومي ډاکټر (medico di base) څخه لومړی سند ترلاسه کړئ څوک چې دا به INPS ته واستوي - د ایټالیا ملي ټولنیز تامین اداره (نه ASL - د ایټالیا سیمه ایز روغتیا دفتر ، هغه ښار چیرې چې تاسو اوسیږئ).
- خپل شخصي غوښتنلیک INPS ته سپارل
- د ASL طبي بورډ ازموینې بشپړول چې تاسو ته به په راپور کې پایله درکړي
د دې لپاره د غوښتنې کولو ته، تاسو باید له خپل عمومي ډاکټر څخه وغواړئ چې آنلاین طبي سند چمتو کړي او INPS ته یې واستوئ (تاسو باید د سند لګښت ډاکټر ته ورکړئ) او د خپل ځان لپاره هم یو کاپې واخلئ .مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: د ډاکټر لخوا Inps ته د سند سپارل د معلولیت غوښتنلیک ندی.
د معلولیت غوښتنلیک باید وروسته وسپارل شي، د طبي سند نیټې څخه 60 ورځو پورې، که نه نو تاسو به د نوي سند لپاره غوښتنه وکړئ (بیا فیس تادیه کړئ).
تاسو کولی شئ په ایټالیا کې د ژوند په هر وخت کې دinvalidità لپاره غوښتنه وکړئ. تاسو باید خپل غوښتنه د INPS په ویبسایټ کې د My INPS په برخه کې وسپارئ. موږ وړاندیز کوو چې تاسو دا وړیا د خپل کور ته نږدې د 'Patronato' دفتر له لارې وسپارئ. finder engine of INPS کې د خپل ولایت نوم دننه کړئ ترڅو نږدې دفتر پیدا کړئ. ځینې لوی دفترونه عبارت دي له Patronato Acli ٬ Patronato ENAC ٬ Patronato Inas Cisl ٬ Patronato SIAS ٬ Patronato Inca CIGL .
د غوښتنلیک له سپارلو وروسته، د ASL طبي حقوقي بورډ چې تاسو ورسره راجستر یاست تاسو ته به د معلولیت ارزونې لپاره بلنه درکړي: دا چې څومره وخت نیسي په خپله ASL پورې اړه لري، او اکثره وخت، کیدای شي ډیر وخت ونیسي تر څو ASL تاسو ته بلنه درکړي.
د ASL طبي قانوني بورډ سره د طبي معاینې وروسته، تاسو به د بورډ پریکړې ته انتظار وکړئ او تاسو به په راپور کې پایله ترلاسه کړئ.
هغه راپور چې تاسو یې د طبي معاینې وروسته ترلاسه کوئ یو خورا مهم سند دی اود دع راپورد معلوماتو پراساس تاسو به پوه شئ چې کومې ګټې یا بونس ترلاسه کولی شئ. موږ وړاندېز کوو چې د اړتیا په صورت کې د Patronato کارمندانو ته مراجعه وکړئ ترڅو ستاسو د راپور پایلې پوه شئ.
د طبي حقوقي بورډ د ارزونې راپور کې، تاسو به وګورئ:
- پایله، چې کیدای شي: "غیر معلول"، "جزوي معلول"، یا "مکمل معلول" وي، او د معلولیت کچې فیصدي یا سلنه به هم ورسره وي. ستاسو د معلولیت په فیصدي یا سلنه پر بنسټ اساس، تتاسو ممکن مختلف ګټو ته لاسرسی ومومئ.
- د معلولیت د وضعیت د پیژندلو مؤثره نیټه.
- هغه میاشت او کال چې ستاسو د وضعیت بیاکتنه او نوې روغتیايي ارزونه به وشي.
د ASL طبي حقوقي بورډ لخوا د ټاکل شوي فیصدي پراساس، تاسو مختلف ګټو ته لاسرسی لرئ. تر ۳۳٪ پورې معلولیت لپاره هیڅ ګټه نه ورکول کیږي.
د ۳۴٪ او ۶۷٪ ترمنځ معلولیت تاسو ممکن ستاسو د معلولیت د کچې په پام کې نیولو سره مختلف ګټې ترلاسه کړئ٬ لکه: د مصنوعي غړو وړیا عرضه؛ د جبري استخدام په لست کې شاملیدل چې له دې څخه دولتي او خصوصي کارګمارونکي چې له ۱۵ زیات کارکوونکي لري، باید د معلولینو د استخدام لپاره وکاروي؛ په کال کې د ۳۰ ورځو لپاره د طبي پاملرنې لپاره فوق العاده تادیه شوي رخصتي غوښتل؛ د ځانګړو طبي خدماتو له تادیې څخه معافیت؛ په محلي عامه ترانسپورت کارتونو کې تخفیفونه؛ او په ټولنیزو استوګنو کې لومړیتوب.
د ۷۴٪ معلولیت څخهتاسو به د INPS څخه هره میاشت ۲۸۷.۰۹ یورو د بیکارۍ کار نه لرلو تخصیص یا تادیه مستحق یاست، که ستاسو شخصي عاید د ۵,۷۲۵.۴۶ یورو (په ۲۰۲۴ کال کې) څخه کم وي.
د ۱۰۰٪ معلولیت څخه، تاسو به د INPS څخه هره میاشت ۳۳۳.۳۳ یورو د معلولیت تقاعد مستحق یاست که ستاسو شخصي عاید د ۱۹,۴۶۱.۱۲ یورو(په ۲۰۲۴ کال کې) څخه کم وي. په ۶۷ کلنۍ کې، تقاعد د ۵۳۴,۴۱ یورو په ټولنیز تادیه بدلیږي.
که تاسو ۱۰۰٪ معلولیت لرئ او د مرستې پرته ګرځيدلی نشئ یا د خپل عمر سره سم ورځني فعالیتونو د ترسره کولو توان نه لرئ، تاسو به د ملګرتیا مالي مرستې د ۵۳۱.۷۶ یورو (په ۲۰۲۴ کې) پرته له کوم عاید محدودیت څخه مستحق یاست. مالي مرسته د تطبیق وړ نه ده که تاسو په شخصي تاسیساتو کې بستر شوي یاست او لګښت په بشپړ ډول د دولت لخوا تادیه کیږي، یا که تاسو په عامه روغتون کې داخل یاست.
تاسو کولی شئ دلته د INPS په ویب پاڼه کې (په ایټالیایي ژبه) د میاشتني معلولیت د تقاعد په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
په داسې حال کې چې تاسو خپل طبي راپور ته انتظار یاست، ستاسو د My INPS شخصي برخه کې د ګټو او د راپور احتمالي پایلو په اړه ټول معلومات لپاره د لارښود ویډیو به ترلاسه کړئ؛ - هغه پلیټ فارم چې په مرسته یې تاسوغوښتنه کړې او چیرې چې تاسو کولی شئ ټول موجود مرحلې او خدمات چیک کړئ.
که تاسو ماشومان لرئ
که تاسو د ۲۱ کالو څخه کم عمر لرونکي ماشومان یا تنکي ځوانان لرئ، یا د عمر محدودیت پرته معلولیت لرونکي، تاسو سره په ایټالیا کې ژوند کوئ، تاسو ممکن د Assegno Unico Universale per i Figli لپاره د غوښتنې کولو وړ یاست. پدې ټولنیز بونس کې د کورنۍ نور بونس لکه Bonus Mamma Domani او Bonus Bebè شامل دي، مګر تاسو کولی شئ دا ترلاسه کړئ که تاسو Reddito di Cittadinanza لرئ.
د Assegno Unico غوښتني کولو لپاره، تاسو باید:
- د لاندې جوازونو یا د هغې د نوي کولو رسید څخه یو ولرئ:د کار جواز (لږترلږه د۶ میاشتو لپاره د اعتبار وړ)، د EU اوږدمهاله جواز، د کورنۍ جواز ،د سیاسي پناه جواز، فرعي خوندیتوب جواز یا Protezione Sussidiaria ٬ لنډمهاله خوندیتوب جواز یا Protezione Temporanea ٬ د ځانګړي خوندیتوب جواز یا Protezione Speciale ٬ ځانګړي قضیو جواز یا Casi Speciali ٬ د کوچنیانو لپاره د مرستې جواز یا Assistenza Minori .
- په منظم ډول په ایتالیا کې د۲کالو لپاره ژوند کوي یا لږترلږه د ۶ میاشتو کاري قرارداد لري
- د ۲۱کالو څخه کم عمر لرونکی ماشوم ولرئ، یا یو معلول ماشوم چې د عمر محدودیت نلري، چې په ایتالیا کې ژوند کوي.
د بونس اندازه ستاسو په ISEE او د کور وضعیت پورې اړه لري. هره میاشت، د هر کوچني ماشوم لپاره حد اکثر ۱۹۹.۴ یورو ده که ستاسو ISEE تر ۱۷.۰۹۰,۶۱ یورو پورې وي. که ستاسو ISEE نه وي یا د ۴۵.۵۷۴,۹۶ یورو نه زیات وي، نو حد اکثر ۵۷ یورو ده. د هر ماشوم لپاره د پیسو اندازه ممکن په ځانګړو قضیو کې زیاته شي لکه لویې کورنۍ، تر یو کال کم عمر ماشومانو، تر ۲۱ کلونو کم عمر میندو، معلولیت لرونکي ماشومان.
که تاسو د ۲۰۲۴کال د جون تر ۳۰ پورې غوښتنه کړی وي، تاسو به د ۲۰۲۴کال د مارچ څخه تر ۲۰۲۵ کال مارچ پورې بونس ترلاسه کړئ. که تاسو د دې نیټې څخه وروسته غوښتنه کړئ وي، تاسو به یوازې د غوښتنلیک څخه وروسته د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې بونس ترلاسه کړئ. د نوي زیږیدلی ماشومانو لپاره، تاسو کولی شئ د زیږون نیټې څخه د ۱۲۰ورځو په موده کې غوښتنه وکړئ ترڅو دا ستاسو د امیندوارۍ له ۷ میاشتې څخه ترلاسه کړئ.
که تاسو دمخه د ۲۰۲۴ په فبروري کې Assegno Unico ترلاسه کړی ، نو تاسو اړتیا نلرئ نوی غوښتنلیک وسپارئ، مګر یوازې یو نوی DSU ('Dichiarazione Sostitutiva Unica') وړاندې کړئ ترڅو د ۲۰۲۴ د جون تر ۳۰ پورې خپل ISEE اعلان کړئ. که تاسو د ۲۰۲۴ لپاره نوی DSU چمتو نه کړئ، تاسو به د بونس حد اکثر یا لږ مقدارترلاسه کړئ. که ستاسو په کورنۍ کې په تیر کال کې د اعلان شوي حالت په اړه بدلونونه راغلي وي(د مثال په توګه، یو نوی ماشوم زیږیدلی یا یو ماشوم ۲۱ کلن شوی)، تاسو باید خپل غوښتنلیک تازه کړئ.
د دې بونس په اړه نور معلومات دلته او دلته ترلاسه کړئ.
په یاد ولرئ چې که تاسو ماشومان لرئ، تاسو کولی شئ د Asilo Nido د بونس لپاره غوښتنه وکړئ، کوم چې تاسو ته د ورځني پاملرنې لګښتونو سره د مرستې لپاره یو بونس دی، او دAssegno Maternità بونس یا بخشش د ښاروالۍ لخوا هغه میندو لپاره دی چې دنده نه لري او پدې وروستیو کې یې ماشوم زیږیدلي دي.
که تاسو له اوکراین څخه وتښتیدلي یاست
که تاسو په ایټالیا کې د لنډمهاله یا موقتي خوندیتوب لپاره غوښتنه کړې او په خپلواکه توګه تاسو پخپله ځان ته د استوګنې ځای موندلی (حتی که تاسو د خپلې کورنۍ یا ملګرو سره اوسیږئ)، تاسو کولی شئ د contributo di sostentamento Ucraina - د ۳۰۰ یورو بونس٬ د هر ماشوم لپاره ۱۵۰یورو سره چه حد اکثر تر۳ میاشتو لپاره غوښتنه وکړئ. که تاسو په یوه مرکز یا استوګنځې کې اوسیږئ تاسو کولی شئ بونس ترلاسه کړئ، مګر تاسو لږ تر لږه په یوه میاشت کې ۱۰ ورځې پخپله مستقله ژوند کړی وي. تاسو کولی شئ د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د دې بونس لپاره غوښتنه وکړئ.
دا لینک کې د خپل د مالیې ID کوډ یا codice fiscale، د تلیفون شمیره او بریښنالیک په داخلولو سره تاسو باید د بونس لپاره آنلاین غوښتنه وکړئ،: https://contributo-emergenzaucraina.protezionecivile.gov.it/#/registrazione
کله چې بونس اخیستلو یا ترلاسه کولو ته چمتو وي٬ تاسو به یو SMS ترلاسه کړئ. تاسو کولی شئ دا په هر پستي دفتر کې د خپل رسید یا د لنډمهاله خوندیتوب جواز او د هویت سند په وړاندې کولو سره ترلاسه کړئ.
تاسو کولی شئ د بونس په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ: https://contributo-emergenzaucraina.protezionecivile.gov.it/#/vademecum
څنګه غوښتنه وکړئ
تاسو کولی شئ د ډیری ملي بونسونو او ګټو لپاره پخپله د INPS پورټل یا دPatronato یا CAF دفتر له لارې غوښتنه وکړئ.
تاسو کولی شئ پخپله د INPS پورټل کې د ملي بونس لپاره غوښتنه وکړئ. د پیل کولو لپاره دلته کلیک وکړئ.
د MyINPS پورټل ته د لاسرسي لپاره تاسو اړتیا لرئ د SPID، Carta di identità elettronica 3.0 (CIE) یا Carta Nazionale Dei Servizi (CNS) سره لاګ ان شئ.
د Oxfam ایتالیا لخوا تولید شوي ویډیووګورئ ترڅو زده کړئ چې څنګه خپل SPID حساب په شپږو مرحلو کې دلته ترلاسه کړئ.
څرنګه چې پروسه ممکن پیچلې وي او تاسو ممکن ځینې اسنادو ته اړتیا ولرئ، دا به ښه نظر وي چې د CAF یا Patronato دفتر سره اړیکه ونیسئ، کوم چې تاسو سره د پروسې سره مرسته کولی شي.
څوک مرسته کولی شي
INPS، ښاروالۍ اوPatronato یا سرپرست
د دې لپاره چې معلومه کړئ چې تاسو د کومې ګټې لپاره وړ یاست، تاسو کولی شئ د INPS، د ښاروالۍ دفتر چیرته چې تاسو اوسیږئ، یا د patronato دفتر څخه پوښتنه وکړئ.
که یو CAF یا Patronato تاسو سره مرسته وکړي، دوی د هغه څه مسولیت نلري چې تاسو یې لاسلیک کوئ او اعلان یې کوئ چې بونس ترلاسه کړئ. له همدې امله دا خورا مهم دي چې تاسو د اړتیاو په اړه ډاډه اوسئ او پوښتنې وکړئ تر هغه چې تاسو ډاډه نه یاست چې تاسو په هرڅه پوهیږئ.
"Istituto Nazionale Previdenza Sociale" (INPS) د ایتالیا ملي ټولنیز تامین اداره دی. په ټول هیواد کې دفترونه یې شتون لري. د یوه ځای اوموقیعت موندلو لپاره "INPS a [هغه ښار چیرې چې تاسو اوسیږئ] ګوګل کړئ.
د خپل محلي ښاروالۍ دفتر موندلو لپاره "Comune di [هغه ښار چیرې چې تاسو اوسیږئ]" ګوګل کړئ.
"Patronati" د مالي مرستو مرکزونه دي. په ایتالیا کې ډیری یې شتون لري، لکه CAAF CGIL، CISL، UIL، یا ANOLF. د موندلو لپاره، ګوګل "patronato a [هغه ښار چې تاسو اوسیږئ]".
کوم دفتر ته چې تاسو ځئ په دې پورې اړه لري چې تاسو د کوم ډول مرستې غوښتنه کوئ. د دې معلومولو لپاره چې کوم دفتر ته لاړ شئ، تاسو کولی شئ د دې موسسو ویب پاڼې ته لاړ شئ یا موږ ته په1 فیسبوک1 کې پیغام واستوئ.
د Diaconia Valdese د ټولنې مرکزونه
تاسو کولی شئ د Diaconia Valdese د ټولنې له مرکز څخه هم مرسته وغواړئ. دوی په میلان، تورینو، روم، بولوګنا، پیروګیا، فیرینز، ناپولي، کتانیا کې موقعیت لري. مهرباني وکړئ دلته اړیکې ومومئ.
Diaconia Valdese د وړیا مرستې یو مجازی مرکز یا میز هم چلوي، چې د دوشنبې څخه تر جمعې د ۹:۰۰ تر ۱۲: بجو فعالیه وي. د دوی سره د اړیکې لپاره:
- ۰۰۳۹۳۴۴۱۸۷۴۶۳۱ ته زنګ ووهئ یا د WhatsApp ته پیغام واستوئ
- virtualcenter@diaconiavaldese.org ته بریښنالیک واستوئ
کومه پوښتنه لرئ؟ موږ ته په فیسبوک کې یو پیغام واستوئ.