hero-header

دا اجازه د څه لپاره ده؟

Permesso per Richiesta Asilo چې د Permesso Richiesta Protezione Internazionale په نوم هم یادیږي، په ایتالیا کې د پناه غوښتونکو لپاره دی.

ټول هغه نوي راغلي کسان چې ایټالیا ته راځي او پریکړه کوي چې په ایټالیا کې پناه غوښتنه وکړئ، باید دا ډول اجازه ترلاسه کړي.

څنګه کولی شم چې دا اجازه ترلاسه کړم؟

کله چې تاسو خپل C3 فورمه ډکه کړئ او حکومت یې راجستر کړي. تاسوبه دا اجازه یا جواز ترلاسه کړئ.

که تاسو د استوګني په مرکز یا کمپ کې یاست، معمولا ستاسو د کمپ مسوولین یا مدیران به ستاسو سره ستاسو د اجازې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. که نه نو، questura٬ چیرې چې تاسو خپل C3 فورمه وسپارئ کولی شي تاسو ته ووایي چې کله او څنګه به یې ترلاسه کړئ.

د پناه غوښتنې په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:

د پناه غوښتنه کول

ددي اجازې ترلاسه کول به څومره وخت ونیسي؟

دا د ښار پورې اړه لري، د دې اجازې ترلاسه کولو لپاره ممکن یوه میاشت یا ډیر وخت ونیسي.

دا اجازه د څومره وخت لپاره د اعتبار وړ ده؟

دا ډول اجازه د شپږو میاشتو لپاره اعتبار لري، او تر هغه وخته پورې تمدید کیدی شي تر څو چې تاسو د خپلې پناه غوښتنې په اړه پریکړه ترلاسه کړئ.

څنګه کولی شم دا ډول اجازه نوي کړم؟

که تاسو په کمپ کې یاست، د کمپ مسوولین یا مدیران به ستاسو لپاره دا جواز په معین وخت کې نوي کړي.

که تاسو په کمپ کې نه یاست، مګر په ایتالیا کې د پناه غوښتنه مو کړې، تاسو باید د questura څخه لیدنه وکړئ چې تاسو ته یې د نوي کولو لپاره لومړی اجازه درکړي.

ډیری questure د پرمیسو نوي کولو لپاره د ملاقاتونو مهالویش کولو لپاره خورا ورو کار کوي. تاسو به په هغه ورځ چې ستاسو جواز پای ته رسیږي د خپل جواز د نوي کولو د ملاقات مهالویش څخه ګټه پورته کړئ، نه وروسته.

په ځینو لویو کستورا کې، تاسو کولی شئ د خپل جواز د پای ته رسیدو دمخه د نوي کولو لپاره وخت واخلئ. دا به تاسو ته اجازه درکړي چې د نامعلوم وخت لپاره د جواز پرته پاتې کیدو څخه مخنیوی وکړئ.

کله چې زه دا جواز یا permesso di soggiorno ترلاسه کړم زه کوم حقونه لرم ؟

د ټولو permessi di soggiorno په څیر، دا اجازه ښیي چې تاسو په ایتالیا کې د پاتې کیدو قانوني حق لرئ تر هغه چې دا اجازه اعتبار ولري.

د دې اجازې سره، تاسو حق لرئ چې:

  • په منظم ډول په ایټالیا کې پاتې شئ تر هغه چې ستاسو د پناه غوښتنې په اړه وروستۍ پریکړه نه وي شوې
  • د هرکلۍ په مرکز کې پاتې شئ او اساسي خدمات او استوګنځای ترلاسه کړئ
  • دوه میاشتو وروسته کله چې حکومت ستاسو د C3 فورمه راجستر کړي، تاسو کولای شئ په یتالیا کې کار پیل کړئ - مګر په نورو اروپایی هیوادونو کې د کار کولو اجازه نه لرئ.
  • د ایټالیا روغتیایي سیستم (SSN) ته لاسرسی ومومئ.
  • د خپل ځایي کمونې (comune) د راجستر دفتر سره ځان راجستر کړئ، کوم چې تاسو ته د پېژندپاڼي یا carta d’identità ترلاسه کولو حق درکوي.

د دې اجازې سره تاسو حق نه لرئ چې:

کومه پوښتنه لرئ؟ زموږ پهفیسبوک پاڼه کې موږ ته خپل پیغام پرېږدئ.

asgi logo