ستاسو د سفر کولو حق ستاسو د permesso di soggiorno ډول او ستاسو منزل پورې اړه لري. تاسو کولی شئ د دې مقالې په مرسته د لاندې مواردو په اړه معلومات ترلاسه کړئ:
-
چیرته چې تاسو سفر کولی شئ
-
د شینګین په سیمه کې د سفر کولو قواعد
-
د نړۍ په نورو برخو کې د د سفر کولو قواعد
-
خپل اصلې هیواد ته سفرکول
که تاسو د هرکلۍ په مرکز کې یاست، پرته له دې چې تاسو کوم ډول د استوګنې اجازه لرئ، دا ډېره مهمه ده چې د خپل مرکز له مسؤل ته خبر وکړئ چې تاسو سفر کوئ، ځکه که خبر ورنکړئ، نو کېدای شي خپل ځای له لاسه ورکړئ. تاسو کولی شئ دلته د دې په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ چې که تاسو خپل مرکز پریږدئ پرته له دې چې چا ته ووایاست نو څه پیښیږي.
چیرته چې تاسو سفر کولی شئ
د ENAC (د ایټالیا د ملکي هوايي چلند ملي ادارې) د یوه وروستي تازه خبر له مخې، له جولای ۲۰۲۵ څخه، هر څوک چې له ایټالیا هوایي ډګرونوه څخه د کورنیو یا داخلي پروازونو یا شینګین هېوادونو ته سفر کوي، کولای شي یوازې د الوتنې ټکټ (Boarding Pass) په ښودلو سره الوتنه وکړي. نور به دا لازمي نه وي چې د الوتنې په ګیټ کې پېژندپاڼه یا پاسپورت هم وښيي.
دا ډیره مهمه ده چې په یاد ولرئ چې د دې بدلون سره سره، تاسو باید تل خپل د استوګنې جواز او هویت کارت یا پاسپورټ له ځان سره ولرئ، ځکه چې چارواکي کولی شي هر وخت ناڅاپي چک ترسره کړي.
په ایټالیا کې سفر کول
پرته له دې چې تاسو کوم ډول جواز لرئ، تاسو کولی شئ په ایټالیا کې د کورني یا داخلي پرواز، ملی بس، ریل یا اوګادي اوکښتۍ له لارې په آزاده توګه سفر وکړئ . یوازې په یاد ولرئ چې هرچیرې چې ځئ خپل د هویت اسناد له ځانه سره ولرئ.
د ایټالیا څخه بهر سفر کول
تاسو کولی شئ د ایټالیا څخه بهر سفر وکړئ که تاسو پاسپورت یا د سفر سند ولرئ ، د لاندې یو جوازونو سره:
- Permesso per Motivi Familiari
- Permesso per Protezione Speciale
- Permesso per Asilo Politico
- Permesso UE per Soggiornanti di Lungo Periodo
- Permesso per Protezione Sussidiaria
- Permesso per Assistenza Minori
- Permesso per Motivi di Lavoro
- Permessi per Casi speciali
- Permesso per Atti di Particolare Valore Civile
- Permesso per Protezione Temporanea
- Permesso per Attesa Occupazione
- Permesso per Motivi di Studio
که تاسو د لاندې لست شوي جوازونو څخه یو لرئ تاسو کولی شئ له ایټالیا بهر سفر وکړئ، مګر تاسو نشئ کولی خپل هیواد ته سفر وکړئ پرته له دې چې په ایټالیا کې خپل موقف له لاسه ورکړي:
- Permesso per Protezione Speciale - پدې حالت کې دا د هغه دلیلونو پورې اړه لري چې له مخې یې تاسو دا ډول خوندیتوب ترلاسه کړی. که تاسو دا جواز له دي امله چې تاسو ښه مدغم یاست یا تاسو په ایټالیا کې کورنۍ غړي یا اړیکې لرئ ترلاسه کړئ، تاسو کولی شئ خپل هیواد ته بیرته ستانه شئ. موږ وړاندیز کوو چې تاسو په دې اړه د کومې پریکړې کولو دمخه د وکیل سره مشوره وکړئ.
- Permesso per Asilo Politico
- Permesso per Protezione Sussidiaria
کله چې تاسو خپل سفر پلان کوئ، تاسو اړتیا لرئ ځینې اساسي قواعد په پام کې ونیسئ چې ستاسو په منزل پورې اړه لري.
که تاسو لاندې جوازو څخه یو جواز لرئ، نو تاسو د ایټالیا څخه بهر د سفر کولو اجازه نلرئ :
- Permesso di Soggiorno per Richiesta Asilo
- Permesso di Soggiorno per Attesa Esito Ricorso
- Permesso di Soggiorno per Cure Mediche
- Permesso per Calamita
که زه له دغو اجازو جوازو څخه یو ولرم او له ایټالیا بهر سفر وکړم، نو څه پېښېږي؟
که تاسو یو ډول وکولی شئ د Permesso per Richiesta Asilo یا Permesso per Attesa Esito Ricorso سره له پولې تیر شئ ، او تاسو د ایټالیا څخه بهر نیول کیږئ٬ تاسو به احتمالا د ډوبلین مقرراتو په اساس ایټالیا ته بیرته ستانه شئ.
په یاد ولرئ چې پناه غوښتونکي داسې یو هیواد ته نه شي ستنیدای چیرې چې د دوی ژوند او آزادۍ جدي ګواښ سره مخ وي (۳۳ ماده، ۱۹۵۱ د جینیوا کنوانسیون)، یا په هغه قضیو کې چې "د باور کولو لپاره د پام وړ دلیلونه شتون لري چې د پناه غوښتنې پروسې کې سیسټمیک نیمګړتیاوې شتون لري او په هغه غړي هیواد کې د غوښتونکو د هرکلئ شرایط شتون لري چې د غیر انساني یا سپکاوي چلند خطر رامینځته کوي" (د عدالت محکمه، د فبروري ۱۶، ۲۰۱۷ ، C-۵۷۸ /۱۶ PPU).
که تاسو د ایټالیا څخه بهر د Permesso per Cure Mediche یا Permesso per Calamità سره ونیول شئ، تاسو به هم احتمالا بیرته ایټالیا ته واستول شئ. په هرحال، ستاسو اصلي هیواد ته د لیږلو خطر هم شتون لري - په ځانګړي توګه په هغه غړي هیواد په کوم هیواد کې چې تاسو نیول شوي یاست، کوم جرم ترسره کړی وي.
د شینګین په سیمه کې د سفر کولو قواعد
د شینګین سیمه۲۸ اروپایی هیوادونو د آزاد تګ راتګ ساحه ده چې د عامه خوندیتوب لپاره د ګواښ پرته د داخلي پولو کنټرولونه یې لغوه کړي دي. د شینګین هیوادونه پدې کې شامل دي:
بلجیم، بلغاریا، کروشیا، چک جمهوریت، ډنمارک، جرمني، استونیا، یونان، هسپانیه، فرانسه، ایټالیا، لاتویا، لیتوانیا، لوګزامبورګ، هنګري، مالټا، هالنډ، اتریش، پولنډ، پرتګال، رومانیا، سلوانیا، سلواکیا، فنلنډ او سویس د آیسلینډ، لیختن اشتاین، ناروې او سویس سره.
د هغو هیوادونو لیست چې د سرحد کنټرولونه یې بیا پیل کړي دلته وګورئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې حتی که بلغاریا او رومانیا د ۲۰۲۴ کال د مارچ له ۳۱ څخه د شینګین سیمې ته ملحق شوي، د ځمکې سرحدونه کنترول به بیاهم شتون ولرئ
قبرس او د آیرلنډ جمهوریت د اروپایی اتحادیې هیوادونه دي خو د شینګین سیمې برخه نه دي.
(نارنجې هیوادونه د شینګین سیمه په ګوته کوي)
ایا زه د شینګین په سیمه کې د سفر کولو لپاره ویزې ته اړتیا لرم؟
نه. که لاندې ټول شرایط پوره کړئ ، نو تاسو ویزې ته اړتیا نه لرئ:
- تاسو د ایټالیا څخه بهر د سفر کولو لپاره یو معتبر ایټالیايي جواز لرئ.
- تاسو یو معتبر پاسپورټ یا د سفر سند لرئ
- تاسو پلان لرئ چې د شینګین سیمې دننه د سیاح په توګه تر ۹۰ ورځو پورې سفر وکړئ.
که تاسو غواړئ په قانوني توګه د شینګین هیواد کې د ۹۰ ورځو څخه ډیر پاتې شئ تاسو ممکن د ویزې غوښتنه وکړئ.
آیا زه کولی شم د خپل ایټالیایي جواز سره په نورو شینګین هیوادونو کې کار وکړم؟
نه. ستاسو د ایټالیا اجازه تاسو ته په بهر کې د کار کولو قانوني حق نه درکوي. یوازینۍ اجازه چې تاسو ته اجازه درکوي په ایټالیا کې خپل حیثیت وساتئ او په قانوني ډول په نورو شینګین هیوادونو کې کار وکړئ د EU اوږدمهاله اجازه (Permesso di Soggiorno UE per Soggiornanti di Lungo Periodo) بلل کیږي.
د لاندې مواردو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:د EU په نورو هیوادونو کې زده کړي یا کار کول
ایا زه کولای شم د خپل پرمېسو د رسید سره شینګین هېوادونو ته سفر وکړم؟
سپارښتنه دا ده چې د پرمېسو له رسید سره نورو شینګین هېوادونو ته سفر ونه کړئ، ځکه دا رسید هلته نه پېژندل کېږي، او کېدای شي د هغه هېواد د چارواکو له خوا ونیول شئ.
د عمومي قاعدې له مخې، تاسو نشئ کولای د خپل پرمېسو د رسید سره د اروپايي ټولنې (EU) او شینګین سیمې دننه سفر وکړئ. دا قاعده هم د نوي کولو د رسید (renewal receipt) او هم د لومړي ځل د غوښتنې رسید (‘Ricevuta di richiesta di primo rilascio’ ) لپاره پلي کېږي.
دا پدې مانا ده چې تاسو اړتیا لرئ د اعتبار وړ پاسپورټ یا د سفر کولو سند ولرئ.
پد نړۍ په نورو برخو کې د سفر قواعد
که تاسو پلان لرئ چې د شینګین سیمې څخه بهر یا د اروپا څخه بهر سفر وکړئ، د ټکټ اخیستلو دمخه٬ ډاډ ترلاسه کړئ چې ایا ستاسو د منزل هیواد ویزې ته اړتیا لري که نه . دا ممکن ستاسو د اصلي هیواد، ستاسو دریځ او ستاسو منزل پورې اړه ولري.
که تاسو Titolo di Viaggio یا Documento di Viaggio لرئ، تاسو کولی شئ د شینګین سیمې څخه بهر سفر وکړئ. د سفر کولو دمخه ، تاسو باید هغه شرایط او اړتیاوي وڅیړئ چې ستاسو د منزل هیواد د هغو خلکو لپاره پلي وي چې ایټالیایي جواز لري.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: د ۲۰۲۲ کال د جولای له ۱۹مې نیټې څخه، که تاسو د آیرلینډ جمهوریت څخه بهر د کوم هیواد لخوا صادر شوی د کډوالو سفر سند ولرئ، نو تاسو باید آیرلینډ ته د ننوتلو لپاره د ویزې غوښتنه وکړئ. د هغو کسانو لپاره چې د کډوالو سفر سند لري د ویزې پرته سفر اجازه موقتا وځنډول شوې ده. په هرصورت، د اوکراین اتباع آیرلینډ ته د سفر لپاره ویزې ته اړتیا نلري .
که تاسو په دې اړه معلومات یا مرستې ته اړتیا لرئ چې آیا ستاسو د مقصد یا منزل هیواد ویزې ته اړتیا لري یا نه ، تاسو کولی شئ موږ ته په فیسبوک کې یو پیغام واستوئ او موږ به یې وګورو.
زه څومره وخت سفر کولی شم؟
دا ستاسو ویزه پورې اړه لري، که تاسو ورته اړتیا لرئ.
د عمومي قاعدې په توګه، هغه وخت یا موده چې تاسو کولی شئ له ایټالیا څخه بهر اوسئ د هغه جوازموده پورې پورې اړه لري چې تاسو یې لرئ. دلته ځینې عمومي نښې دي:
- که ستاسو جواز د ۲ کلونو څخه کم د اعتبار وړ وي: تاسو کولی شئ په اعظمي توګه د ۶ پرله پسې میاشتو لپاره له ایټالیا څخه بهر پاتې شئ. یادونه: په یاد ولرئ چې که تاسو permesso per richiesta asilo، cure mediche یا calamità لرئ، تاسو اجازه نه لرئ چې له ایټالیا څخه بهر سفر وکړئ.
- که ستاسو جواز د ۲ یا ډیرو کلونو لپاره د اعتبار وړ وي: تاسو کولی شئ د ډیری پرله پسې مودې لپاره له ایټالیا څخه بهر پاتې شئ چې ستاسو د جواز نیمې مودې سره مساوي وي. دا پدې مانا ده چې، د بیلګې په توګه، که ستاسو اجواز د دوو کلونو لپاره اعتبار ولري، تاسو کولی شئ د ۱۲ پرله پسې میاشتو لپاره د ایټالیا څخه بهر پاتې شئ.
- که تاسو د اروپايي اتحادیې اوږدمهاله جواز لرئ: تاسو کولی شئ د ۱۲ پرله پسې میاشتو لپاره د شینګین سیمې څخه بهر اوسیږئ.
تاسو کولی شئ په اعظمي توګه ۶ پرله پسې میاشتې٬ او په ۵ کلونو کې په اعظمي توګه ۱۰ میاشتو لپاره سفر وکړئ٬ که تاسو پلان لرئ چې د اروپايي اتحادیې د اوږدمهاله جواز لپاره غوښتنه لپاره غوښتنه وکړئ.
په هرصورت، دا مقررات نه پلي کیږي که چیرې جدي او ثابت دلیلونه شتون ولري چې تاسو مجبوروي چې د ټاکلي اجازې وخت څخه د اوږدې مودې لپاره د ایټالیا څخه بهر پاتې شئ.
ایا زه کولی شم د خپل جواز رسید سره د نړۍ نورو هیوادو ته سفر وکړم؟
نه، پرته له دې چې تاسو مستقیم خپل اصلي هېواد ته سفر کوئ.
د پورته یاد شویو جوازو د نوي کولو د رسید سره د سفر کولو لپاره، تاسو باید
- خپل اصلي هیواد ته سفر وکړئ.
- د اعتبار وړ پاسپورټ وکاروئ.
- د ایټالیا له ورته هوایی ډګر څخه لاړ او راشئ.
- خپل هیواد ته مستقیم پرواز کې لار شئ٬ پرته له دې چې په نورو شینګین هیوادونو کې توقف وکړئ.
د CILD وکیلان وړاندیز کوي چې اصلي جواز هم له ځان سره راوړي، حتی که ختم یا پای ته رسیدلی وي.
دا صدق نه کوي که تاسو د صادرولو لومړی رسید ولرئ ( په ایټالیایي کې 'Ricevuta di richiesta di primo rilascio’).
خپل اصلي هیواد ته سفر وکړئ
که تاسو د Asilo Politico permesso لرئ، تاسو نشئ کولی بیرته خپل اصلي هیواد ته راستانه شئ یا هڅه وکړئ پرته له دې چې په ایټالیا کې ستاسو دریځ له خطر سره مخامخ کړئ خپل سفارت سره اړیکه ونیسئ.
که تاسو د Permesso per Protezione Sussidiaria یا Protezione Speciale لرئ، کستورا ممکن ستاسو جواز نوي نه کړي که تاسو خپل هیواد ته د هغو دلایلو له امله راستانه شوي یاست چې سیمه ایز کمیسیون مهم یا عاجل نه ګڼي.
تاسو ته په ایټالیا کې خوندیتوب درکړل شوی دی ځکه چې چارواکو پریکړه کړې چې تاسو په خپل اصلي هیواد کې ځورول شوي یا د تعقیب یا ځورونې له خطر سره مخ یاست (کډوال دریځ)، یا تاسو د جګړې یا عمومي تاوتریخوالی له حالت څخه تښتیدلي یاست (فرعي خوندیتوب).
که تاسو د خپل اصلي هیواد څخه لیدنه کوئ، د ایټالیا چارواکي ممکن ستاسو لیدنه د ثبوت په توګه وګڼي چې د ځورونې او/یا جدي زیان خطر، چې دا دلیل دی چې تاسو په ایټالیا کې خونديتوب ترلاسه کړی، نور شتون نلري.
په یاد ولرئ چې که تاسو asilo politico یا protezione sussidiaria جواز لرئ او تاسو د Permesso di Soggiorno UE per Soggiornanti di Lungo Periodo یا ex Carta di Soggiorno (EU اوږد مهاله جواز) ترلاسه کوئ نو تاسو به د نړیوال خوندیتوب دریځ له لاسه ورنکړئ. په حقیقت کې، په جواز کې به "annotazione: protezione internazionale" لیکل شوي یې. له همدې امله، د نړیوال خوندیتوب لرونکو په څیر ورته مقررات لاهم په تاسو پلي کیږي، پدې معنی چې تاسو ممکن خپل موقف له لاسه ورکړئ که تاسو خپل هیواد ته سفر وکړئ.
که تاسو خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو د حق په اړه شک لرئ، دا یو غوره وي چې د قانوني متخصص سره اړیکه ونیسئ.
مهرباني وکړئ دا هم په یاد ولرئ چې که تاسو د کډوال دریځ لرئ او تاسو د ایټالیا تابعیت ترلاسه کوئ، تاسو کولی شئ په احتمالي توګه خپل هیواد ته سفر وکړئ. ستاسو په نوي ایټالیایي پاسپورټ کې به ستاسو د پخواني کډوال دریځ ته هیڅ اشاره ونه لیکل شي. په هرصورت، مهرباني وکړئ هغه خطرونه په پام کې ونیسئ چې تاسو به د دې مهمې پریکړې کولو دمخه په خپل هیواد کې ورسره مخ شئ!
که تاسو نورې پوښتنې لرئ، تاسو کولی شئ موږ ته په فیسبوک یا واټس اپ کې پیغام واستوئ.