hero-header

که تاسو په ایټالیا کې یاست او تاسو غواړئ چې د یو بهرني تبعه یا ایټالیایي سره واده وکړئ، تاسو اړتیا نلرئ چې د استوګنې جواز یا استوګنخئ ولرئ.

تاسو کولی شئ د خپل هیواد د ملي قوانینو سره سم په ایټالیا کې د خپل هیواد د ډیپلوماتیک یا قونسلګرۍ چارواکي یا د ایټالیا د قوانینو له مخې ستاسو د Comune د ملکي دولتي کارمند (په ایټالیایي کې ورته ufficiale di stato civile وایې) په وړاندې یا ستاسو په ټولنه کې د یو مدني مذهبي مراسمو سره واده وکړئ.

که تاسو پناه غوښتونکي یا کډوال یاست، تاسو نشئ کولی د خپل هیواد چارواکو سره اړیکه ونیسئ، نو تاسو یوازې د ایټالیایي قانون سره سم واده کولی شئ.

دا مقاله په ایټالیا کې د دې هیواد د قوانینو له مخې د ملکي کارمند په وړاندې د واده په اړه ده. په هر حال٬ که تاسو شرعي یا مذهبي توګه واده لرئ، تاسو کولی شئ ددي مقالې په مرسته د اړینو اسنادو او توضیحاتو په اړه معلومات ترلاسه کړئ، ځکه چې دوی د مدني مراسمو په څیر مهم دي.

تاسو کولی شئ ددي مقالې په مرسته لاندې مواردو په اړه معلومات ترلاسه کړئ:

  • په ایټالیا کې واده کول
  • چیرته او څنګه واده کولی شئ
  • اړین اسناد
  • د واده لپاره Nulla Osta څنګه ترلاسه کړئ

هغه لارښوونې یا ټکې چې تاسو باید په ایټالیا کې د واده کولو دمخه پوه شئ

که تاسو د ایټالیا د قانون له مخې په ایټالیا کې د خپل واده لمانځل غوره کوئ، تاسو باید ځینې شرایط په پام کې ونیسئ٬ چې پدې کې شامل دي: لږترلږه ۱۸ یا ۱۶ کاله عمر او د ځوانانو د محکمې اجازه ولرئ ، او باید دمخه مو واده نه وي کړئ

په ایټالیا کې د همجنسبازانو ودونه امکان لري. دوی ته "unioni civili" (په انګلیسي کې ورتهcivil unions وایې) ویل کیږي، او د واده کولو لپاره ورته حقوق او دندې لرئ.

قانون په واضح ډول نه وايي چې تاسو په ایټالیا کې د پناه غوښتونکي په توګه واده نشي کولی، نو تاسو کولی شئ نو تاسو کولی شئ دا په خپل محلي ښاروالۍ کې وکړئ.

که زه د خپل جنسي تمایل له امله د کډوالۍ دریځ ترلاسه کړم او د مخالف جنس سره واده وکړم، ایا دا به زما د کډوالۍ په دریځ اغیزه وکړي؟

ددي پوښتنې ځواب ستاسو د انفرادي قضیې په اړه د سیمه ایز کمیسیون ارزونې پورې اړه لري. په حقیقت کې، ستاسو شخصي کیسه او د اصلي هیواد معلومات به په پام کې ونیول شي.

که تاسو د خپل همجنسبازۍ په اساس د کډوالۍ دریځ ترلاسه کړی، او تاسو وغواړئ چې د مخالف جنس سره واده وکړئ، سیمه ایز کمیسیون ممکن ستاسو اجازه نوي نه کړي. ځکه چې کمیسیون ممکن فکر وکړي چې تاسو د خوندیتوب ترلاسه کولو لپاره خپله یوه کیسه جوړه کړې. له همدې امله موږ په کلکه سپارښتنه کوو چې تاسو د وکیل مشوره وغواړئ.

Il Grande Colibrì د LGBTQIA مهاجرینو ته معلومات چمتو کوي. مهرباني وکړئ دلته د مرستې میز یا مرکز ومومئ.

چیرته او څنګه واده وکړئ

تاسو باید د هغه چا سره چې غواړئ واده وکړئ یو ځای د خپلې ښاروالۍ د واده دفتر (ايټالیایي کې ورته Ufficio Matrimoni del Comune وایې) یا د د ملکي چارو ریاست (ايټالیايي کې ورته Ufficio di Stato Civile وایې) ته لاړ شئ.

تاسو به د خپل واده پروسې پیل کولو لپاره ځینې اسنادو ته اړتیا ولرئ. د اسنادو له سپارلو وروسته، ښاروالۍ به د واده په اړه خبرتیا یا اعلان (په ایټالیا کې ورته pubblicazioni وایې) سره پرمخ ځي. دا پدې مانا ده چې لږترلږه د ۸ ورځو لپاره د زوجین د ارادې په اړه عامه خبرتیا چمتو کوئ.

تاسو باید په ښاروالۍ کې د واده د خبرتیا یا اعلان لپاره غوښتنه وکړئ چیرې چې تاسو یا ستاسو ملګري اوسیدونکي یاست. که تاسو په ایټالیا کې د استوګنې ځای نلرئ، د مدني یا ملکي چارو ریاست دفتر چیرې چې واده ترسره کیږي ممکن تاسو څخه وغواړي چې د خبرتیا پر ځای د خپل ځان اعلامیه وکړئ.

تاسو باید د خبرتیا یا اعلان له پای څخه د ۱۸۰ ورځو په موده کې واده ولمانځئ.

که تاسو په ايټالیاي ژبه خبرې نشئ کولی٬ نو تاسو به یو ژباړونکي ته اړتیا ولرئ چې تاسو د خبرتیا یا اعلان غوښتنه وکړئ او ستاسو د واده په ورځ به ستاسو سره وي.

کوم اسنادو ته اړتیا ده؟

په عموم توګه، تاسو اړتیا نلرئ چې په ایټالیا کې واده کولو لپاره permesso di soggiornoو ولرئ یا په ایټالیا کې اوسیږئ. په ایټالیا کې ستاسو په محلي Comune کې د واده کولو لپاره، تاسو اړتیا ولرئ:

  • ستاسو او ستاسو د میرمن یا خاوند د اعتبار وړ د پیژندنۍ سند (د بیلګې په توګه پاسپورټ)
  • Nulla Osta د واده لپاره (مګر که تاسو کډوال یاست: پدې حالت کې تاسو یوازې د خپل ځان اعلامیې ته اړتیا لرئ چې دا په ګوته کوي چې تاسو واده نه دی کړئ)
  • که تاسو د یو ایټالیايي یا د EU تبعه سره واده کوئ، نو هغوی به stato civile او certificato di nascita (مدني حالت او د زیږون سند) وړاندې کړي.
  • که تاسو مخکې واده کړی وي، تاسو باید د واده د فسخې یا پای ته رسیدو ثبوت وړاندې کړئ (لکه د طلاق نامه یا ستاسو د پخوانۍ میرمنې د مړینې سند، که تاسو دا اسناد لرئ).

ټول اسناد باید قانوني یا رسمې او ژباړل شوي وي.

که ستاسو Comune ستاسو د جواز یا د جواز نشتوالي له امله د واده کولو پروسې ته دوام ورکولو څخه انکار وکړي، تاسو کولی شئ دلته د ASGI د تبعیض ضد خدماتو سره اړیکه ونیسئ.

د واده لپاره Nulla Osta

د یو بهرني‌ تبعه په توګه ایټالیا کې د واده کولو لپاره Nulla Osta یو هم سند دی چې تاسو ورته اړتیا لرئ.

Nulla Osta یوه رسمې لیکنه(په محکمه کې له قسمه وروسته کښل شوی متن) ده چې دا تاییدوي چې ستاسو د اصلي هیواد قوانینو سره سم ستاسو د واده په وړاندې کوم قانوني خنډونه شتون نلري. دي کې ستاسو نوم او کورنۍ نوم، د زیږون نیټه او ځای، د مور او پلار معلومات، تابعیت، د اوسیدو ځای او مدني حالت شامل دي.

نولا اوستا د لاندې چارواکو لخوا صادر کیدی شي:

  • ستاسو د اصلي هیواد صلاحیتدار مرجع، او باید در ایټالیا سفارت یا قونسلګرۍ لخوا رسمي یا تصدیق او وژباړل شي.
  • په ایټالیا کې ستاسو د هیواد سفارت، او باید د Prefettura لخوا تصدیق یا رسمي شي

که زه کډوال اوسم نو څه؟

څرنګه چې کډوال نشي کولی د خپل هیواد له چارواکو یا سفارتونو سره اړیکه ونیسي، د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ څخه مخکې د ملګرو ملتونو دکډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د کډوالو ودونو لپاره د نول اوستا د صادرولو مسولیت درلود. په هرصورت، اوس داسي نه دی.

د کورنیو چارو وزارت د خبرتیا له مخې، که تاسو asilo politico لرئ، تاسو اړتیا لرئ یوازې یوه لیکلي اعالمیه وسپارئ (dichiarazione sostitutiva ai sensi del Dpr. n. 445/2000) په کوم کې چې تاسو اعلان کوئ چې تاسو مجرد یاست، یا کوم بل سند چې دا ښیي چې تاسو مجرد یاست

نو څه که زه یو پناه غوښتونکی یا د فرعي خوندیتوب یا بل ډول خوندیتوب لرونکی یم؟

که تاسو نشئ کولی د خپل اصلي هیواد چارواکو سره اړیکه ونیسئ ځکه چې تاسو پناه غوښتونکي یاست، یا تاسو نه غواړئ ځکه چې تاسو نور خوندیتوب لرئ، تاسو کولی شئ د نولا اوستا د رسمي ليکنه( په محکمه کې له قسمه وروسته کښل شوی متن) سره بدل کړئ (په ایټالیایي کې ورته atto notorio وایې) د محکمې لخوا صادر شوی. ستاسو د مدني حالت معلومول، یا شخصي اعالمیه (dichiarazione sostitutiva dell'atto di notorietà په ایټالیایي کې) د ځایی ښاروالۍ لخوا تصدیق شوی، یا یو محضری لیک (په ایټالیايي کې ورته atto notarile وایې).

دا په هغه صورت کې هم تاسو باندې هم تطبیق کیږي که تاسو غواړئ د خپل د ژوند ملګري سره مدني اتحادیه کې داخل شئ او ستاسو په هیواد کې د چارواکو څخه نولا اوستا نشي ترلاسه کولی ځکه چې ستاسو هیواد د همجنسانو ودونو ته اجازه نه ورکوي.

که چیرې ملکي مامور ستاسو غوښتنلیک رد کړي، تاسو کولی شئ د وکیل په مرسته اپیل یا د بیاکتنې غوښتنه وکړئ.

تاسو کولی شئ نور معلومات دلته ومومئ.

که زه واده وکړم د کوم Permesso غوښتنه کولی شم؟

  که تاسو د یوه بهرني اتباع سره واده کړی وي او یا هم هغه لږترلږه د یو کال لپاره د استوګنې جواز لري، تاسو کولی شئ د کورنۍ جواز(Permesso per Motivi Familiari) لپاره غوښتنه وکړئ یا خپل جواز په دې ډول جواز بدل کړئ. . ستاسو د کورنۍ جواز به ستاسو د خاوند یا میرمن د جواز په څیر ورته اعتبار ولري.

که تاسو یو ایټالیایي یا د EU تبعه سره واده کړی وي، تاسو کولی شئ د کورنۍ د جواز (Carta di Soggiorno per Familiari Comunitari) لپاره غوښتنه وکړئ چې د ۵ کلونو لپاره اعتبار لري.

د درغوښتنې کولو لپاره، تاسو باید د پوستی دفتر له لارې د Questura سره د ملاقات غوښتنه وکړئ. تاسو به به اړتیا ولرئ:

  • ستاسو د اعتبار وړ ملي پاسپورټ
  • د واده سند یا تصدیق
  • ستاسو د استوګنې جواز کاپي (که تاسو لرئ)
  • ستاسو د خاوند یا میرمن د اعتبار وړ جواز یا د پيژندنې ID سند کاپي
  • د ۱۶.۰۰ یورو عاید ټاپه (ايټالیايي کې ورته marca da bollo وایې)
  • د تادیاتو رسیدونه
  • نور اسناد - Questura کیدای شي د انفرادي قضیې پر بنسټ د نورو اسنادو غوښتنه وکړي.

که زه د اخراج حکم وروسته واده وکړم؟

که تاسو د وتلو اخراج حکم ترلاسه کړئ او وروسته له هغه له یو بهرني سره چې د استوګنې معتبر جواز لري یا د ایټالیایي یا EU تبعه سره واده وکړئ٬ تاسو بیا هم د وتلو یا اخراج له خطر سره مخ یاست. په حقیقت کې، واده د وتلو یا اخراج حکم نه لغوه کوي.

له واده وروسته، تاسو کولی شئ د کورنۍ د جواز لپاره غوښتنه وکړئ او ایټالیایي چارواکو ته غوښتنه وکړئ چې ستاسو شخصي معلومات د شینګین معلوماتو سیسټم (SIS) څخه لرې یا حذف کړي. Questura د یو انفرادي غوښتنلیک په اړه ارزونه کوي که چیري تاسو ته د کورنۍ اجازه درکړل شي

موږ وړاندیز کوو چې تاسو د خپل وکیل سره خبرې وکړئ، ځکه کولی شي تاسو ته په دي اړه سمه مشوره درکړئ.

کومه پوښتنه لرئ؟ په فیسبوک کې موږ ته یو شخصي پیغام واستوئ