hero-header

په ایټالیا کې ستاسو د اسیدو په جریان کې، تاسو به د مختلفو ډولونو اسنادو سره مخ شئ او تاسو به د دوی د ترلاسه کولو لپاره مختلف کړنلارې تعقیب کړئ. موږ پوهیږو چې د ایټالیا بیوروکراسي خورا مغلق یا پيچلې کیدی شي ، نو موږ دا مقاله لیکلې ترڅو تاسو سره د ایټالیا سیسټم سره آشنایې کې مرسته وکړي.

تاسو کولی شئ د دې مقالې په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:

  • باید اسناد ولري
  • د کور اړوند اسناد
  • د کورنۍ اړوند اسناد

باید اسناد ولري

د استوګنې جواز Permesso di soggiorno

د استوګنې یا اسیدو جواز(permesso di soggiorno) هغه سند دی چې په ایټالیا کې ستاسو د پاتې کیدو حق ثابتوي. د permessi di soggiorno مختلف ډولونه شتون لري، چې هر یو خپل حقوق او مکلفیتونه لري.

د استوګنې یا اسیدو جواز د Permesso di soggiorno په نوم هم پیژندل کیږي. مهرباني وکړئ محتاط اوسئ چې دا د certificato di residenza سره غلط نه کړئ ، certificato di residenza سند هغه ښار ښیې چیرې چې تاسو په ایټالیا کې اوسیږئ.

په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:

د استوګنې جواز Pemessi di soggiorno

پېژندپاڼه یا Carta d'identità

د هویت کارت یا 'carta d'identità' د ایټالیایي د پیژندنې سند (ID) دی. دا کارت ستاسو هویت ښیي، مګر دا تاسو ته په ایټالیا کې د پاتې کیدو حق نه درکوي.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د ۳- یا ۱۰کلن د پیژندنې کارت درلودل پدې معنی ندي چې تاسو د دې مودې لپاره په هیواد کې د پاتې کیدو حق لرئ. تاسو په ایټالیا کې تر هغه د پاتې کیدو حق لرئ تر هغه چې تاسو د اعتبار وړ permesso di soggiorno لرئ.

ستاسو پېژندپاڼه یا د هویت کارت د ښاروالۍ (Comune) د احوالو ثبت دفتر (Anagrafe) لخوا صادر کیږي چیرې چې تاسو اوسیږئ. تاسو کولی شئ د ښاروالۍ د احوالو د ثبت دفتر (iscrizione anagrafica) کې د راجستر کولو وروسته د پيژڼدپاڼۍ غوښتنه وکړئ.

په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:

پېژندپاڼه یا Carta d'identità

د مالیې کوډ Codice Fiscale

'codice fiscale' د هغو خلکو لپاره د مالیې کوډ دی چې په ایټالیا کې ژوند کوي. هر هغه څوک چې په ایټالیا کې د پناه غوښتنې یا د اوسیدو کوم بل ډول جواز غوښتنه کوي کولی شي د مالیې کوډ یا codice fiscale ترلاسه کړي. په عموم کې، ستاسو د مالیې کوډ باید ستاسو د tessera Sanitaria او ستاسو permesso di soggiorno کې شتون ولرئ.

د نورو معلوماتو لپاره:

Codice Fiscale

صحي یا د روغتیا کارت (Tessera Sanitaria)

tessera sanitaria یا ستاسو ایټالیایي د روغتیا کارت دی. دا تاسو ته په ایټالیا کې روغتیا پاملرنې او نورو عامه خدماتو ته لاسرسی درکوي.

کله چې تاسو د ایتالیا د عامې روغتیا پاملرنې سیسټم (Sistema Sanitario Nazionale (SSN)) سره راجستر شئ،تاسو به په اتوماتيک ډول د روغتیا کارت یا tessera sanitaria ترلاسه کړئ- یو داسې پروسه چې هرهغه څوک په ایټالیا کې د اسیدو حق لري ترسره کړئ او د روغتیا کارت ترلاسه کړئ.

د نورو معلوماتو لپاره:د روغتیا کارت Tessera Sanitaria

د پولیسو د تصفیې سند

د ایټالیا د پولیسو د تصفیې سند یا تصدیق (PCC) د ایټالیا پولیسو لخوا صادر کیږي. د پولیسو د تصفیې سند یا تصدیق هغه سند دی چې په جرمي یا غیرقانوني فعالیتونو کې د غوښتونکي د ښکیلتیا په اړه معلومات وړاندې کوي. PCC په نورو نومونو هم یادیږي لکه:

  • د ښه چلند سند
  • د تصفیې سند
  • پولیس چک
  • د پیژندنې یا هویت د تاریخ لنډیز چک
  • د جرمي ریکارډ چک کول

په ایټالیا کې د تصفیې دوه ډوله اسناد یا تصدیقونه شتون لري: "casellario giudiziale" چې ستاسو جرمي ریکارډ دی او "certificato carchi pendenti" کوم چې یو سند دی چې د هرې پاتې قضیې تصدیق کوي چې تاسو اوس په کې ښکیل یاست.

دا دوه سندونه اړین دي کله چې د EU د اوږد مهاله د استوګنې جواز (Permesso di lungo periodo یا Carta di soggiorno) او د ایټالیا تابعیت (Cittadinanza) لپاره غوښتنه وکړئ.

که تاسو غواړئ د دې لپاره غوښتنه وکړئ، تاسو باید خپل غوښتنلیک د هغه ښار په محکمه یا د محلي "Ufficio del Casellario Giudiziale" ته واستوئ چیرې چې تاسو اوسیږئ. سربیره پردې، تاسو باید د خپل غوښتنلیک سره لاندې اسناد وسپارئ:

  • د اعتبار وړ غوښتنلیک فورمه (تاسو کولی شئ دا آنلاین د modulo richestia casellario giudiziale e certificato carchi pendenti په لټون کولو سره ومومئ)
  • د پخواني پاسپورت کاپي د ټاپه او ویزې پاڼو کاپي سره
  • د نوي پاسپورټ کاپي
  • ستاسو د استوګنې اعتبار وړ جواز کاپي
  • د پاسپورټ اندازه ۲ قطعه عکس
  • Marca da bollo (د پروسې فیس) د ۱۶ یورو (تاسو کولی شئ دا د tobacco پلورنځي کې وپیرئ)
  • ستاسو عکس لرونکي پيژندپاڼې کاپي
  • تاسو به د تصدیق نامې لپاره د ۳.۹۲ یورو marca da bollo هم تادیه کړئ.

که تاسو کوچنی یاست، تاسو اړتیا لرئ چې خپل مور او پلار یا یو څوک چې ستاسو قانوني سرپرست وي ستاسو لپاره غوښتنه وکړي.

تاسو کولی شئ د خپلو اسنادو آنلاین غوښتنه وکړئ، لومړی د خپل ښار دفتر ولټوئ او بیا خپل ټول شخصي معلومات او د اسنادو ډول چې تاسو یې غوښتنه کول غواړئ ولیکئ. تاسو کولی شئ دا د دې ویب پاڼې له لارې ترسره کړئ https://certificaticasellario.giustizia.it/web/guest/prenotacertificato (ویب پاڼه په ایټالیا کې ده).

کله چې ستاسو اسناد چمتو شي، تاسو باید د خپل غوښتنلیک فورمه او خپل د اعتباروړ پيژند پاڼه/پاسپورټ او د استوګنې جواز سره دفتر ته لاړ شئ.

د کور اړوند اسناد

د اسیدو ځای Residenza  او د احوالو ثبت Iscrizione Anagrafica

Residenza د یو کس استوګنځی یا د اوسیدو ځای دی. تاسو کولی شئ خپل Residenza د ښاروالۍ د احوالو ثبت دفتر(Anagrafe) کې چیرې چې تاسو اوسیږئ راجسترکړئ. دا اداري پروسه د iscrizione anagrafica په نوم یادیږي. د پناه غوښتونکو په شمول، دا د ټولو هغو کسانو حق دی چې په منظمه یا قانوني توګه په ایټالیا کې اوسیږي.

دا خورا مهمه ده چې د اوسیدو ځای یا residenza غوره کړئ او د iscrizione anagrafica پروسه بشپړه کړئ ځکه چې دا به تاسو ته ډیری عامه خدماتو ته لاسرسی درکړي (لکه کورنۍ ډاکټر، ټولنیزې ګټې او حقوق).

همدارنګه، په یاد ولرئ چې که تاسو غواړئ د ایټالیا تبعه شئ تاسو باید په دوامداره توګه د ایټالیا په ښاروالۍ کې پرته له وقفې ژوند وکړئ.

ستاسو residenza ممکن ستاسو domicilio په څیر وي.

د لاندې مواردو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:

Iscrizione anagrafica

د استوګنې یا اسیدو تصدیق نامه Certificato di residenza

د استوګنې یا اوسیدو سند(certificato di residenza) یو سند دی چې ستاسو اوسنۍ استوګنې تصدیق کوي. تاسو کولی شئ دا د خپلې ښاروالۍ د Anagrafe دفتر کې غوښتنه وکړئ. د استوګنې سند یا تصدیق نامه د ۶ میاشتو لپاره اعتبار لري.

د استوګنې سند د استوګنې له جواز څخه توپیر لري. عموما، د residence permit اصطلاح د استوګنې اجازې معنی لري.

د استوګنې یا اسیدو تاریخي سند Certificato storico di residenza

د استوګنې یا اسیدو تاریخي سند (certificato storico di residenza) یو سند دی چې ټول هغه ځایونه او تارخونه چې تاسو په ایټالیا کې ژوند کړی ثبت او راپوروي.

که تاسو غواړئ د ایټالیا تابعیت لپاره غوښتنه وکړئ، نو تاسو څخه به وغوښتل شي چې دا سند وړاندې کړئ ترڅو ثابت کړي چې تاسو د غوښتل شوي مودې لپاره په ایټالیا کې په منظمه توګه او پرته له وقفې ژوند کړی.

Domicilio

Domicilio هغه ځای دی چیرې چې یو شخص خپل اصلي کاروبارګټې تنظیموي.

د مثال په توګه، که ستاسو کورنۍ د باری په ښار کې ژوند کوي او تاسو په موقتي توګه په روم کې ژوند کوئ ترڅو په پوهنتون کې زده کړې وکړي، تاسو کولی شئ روم د خپل domicilio په توګه وټاکئ او په ورته وخت کې په باري د residenza یا د اوسیدو ځای وساتئ.

ستاسو د domicilio په توګه د ځای غوره کولو لپاره کومه ځانګړې کړنلاره شتون نلري، او تاسو اړتیا نلرئ په ښاروالۍ یا Comune کې راجستر کړئ.

د domicilio درلودل لازمي ندي. که تاسو نلرئ، ستاسو د domicilio پته به ستاسو د residenza پته سره ورته وي.

د میلمه پالنې اعلامیه Dichiarazione di ospitalità

dichiarazione di osplitatiglia یو لازمي لیکل شوی بیان دی چې هر مالک یا کوربه باید د ایټالیا چارواکو ته د خبر ورکولو لپاره وسپاري چې دوی په خپل کور کې د بهرني اتباع کوربه توب کوي.

Dichiarazione di ospitalità مهمه ده ځکه چې دا ایټالیا چارواکو ته دا ثابتوي چې تاسو په هیواد کې د پاتې کیدو ځای لرئ. که تاسو د کور قرارداد نلرئ، تاسو کولی شئ dichiarazione di ospitalitati د خپل جواز یا اجازې لپاره غوښتنه کولو یا نوي کولو لپاره، وسپارئ.

موږ اوریدلي دي چې ډیری د کور مالک یا خاوندان د dichiarazione di ospitalitati چمتو کولو لپاره د فیس غوښتنه کوي -کوم چې قانوني کار نه دی.

د لاندې مواردو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:

د میلمه پالنې اعلامیه Dichiarazione di ospitalita

د کور مناسبیت تصدیق نامه Certificato di idoneità alloggiativa

certificato di idoneità allogistativa (دکور د مناسبیت سند) یو سند دی چې دا ثابتوي چې ستاسو کور د اوسیدو لپاره مناسب دی.

دا سند د کورنۍ د بیا یوځای کیدو یا د EU اوږدمهاله جواز(په دواړو حالتونو کې که تاسو د نړیوال خوندیتوب لرونکی نه یاست) غوښتنې کولو لپاره ،د کورنۍ جواز، یا ستاسو د ګمارونکي سره د اوسیدو تړون یا contratto di soggiorno لاسلیک کولو لپاره، په شمول د قانوني یا sanatoria موخو لپاره اړین دی.

تاسو باید په خپل Comune یا ښاروالۍ کې د idoneità allogativa غوښتنه وکړئ. تاسو اړتیا لرئ ځینې اسناد راوړو لکه:

  • ستاسو د اعتبار وړ د اوسیدو جواز
  • ستاسو د هویت یا پيژندنې سند
  • اعالمیه او د مالک د هویت اسناد
  • د کور ترتیب
  • د کور قرارداد
  • نور اسناد، ستاسو د قضیې پورې اړه لري.

د کورنۍ اړوند اسناد

د زیږون سند

certificato di nascita (د زیږون سند) په ایټالیا کې د یو کس د زیږون تصدیق کوي او لاندې معلومات مشخص کوي: نوم، تخلص، د زیږون نیټه او ځای، او د زیږون د ثبت شمیره.

تاسو کولی شئ د ښاروالۍ د Anagrafe دفتر څخه د certificato di nascita غوښتنه وکړئ چیرې چې زیږون ثبت شوی و.

که تاسو په ایټالیا کې زیږیدلی نه یاست او تاسو د زیږون سند ته اړتیا لرئ (د مثال په توګه د ایټالیا تابعیت لپاره غوښتنه کوئ)، تاسو باید د خپل هیواد په سفارت کې د هغې غوښتنه وکړئ.

که تاسو د کډوالۍ حالت یا دریځ لرئ، تاسو کولی شئ د زیږون سند په یوه رسمي لیکنې (atto notorio) سره بدل کړئ، کوم چې ستاسو د استوګنې په سیمه کې د با صلاحیته محکمې یا اړونده Cancelleria محکمې لخوا غوښتنه او چمتو کیدی شي.

د لاندې مواردو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:

د نوي زیږیدلي ماشومانو لپاره اسناد

د کورنۍ حالت Stato di famiglia

Stato di famiglia یو سند دی چې ستاسو د کورنۍ جوړښت حالت ثابتوي. تاسو ممکن دې ته اړتیا ولرئ چې ځینې ټولنیزوګټو او بونسونو ته لاسرسی ومومئ - که تاسو وړ یا په شرایط برابر یاست.

تاسو کولی شئ د ښاروالۍ د Anagrafe دفتر څخه چیرې چې تاسو اوسیږئ د stato di famiglia غوښتنه وکړئ. په ځینو مواردو کې، د هغه دلایلو پر بنسټ چې تاسو ورته اړتیا لرئ، تاسو ممکن یو توضیحي لیک هم چمتو کړئ.

ستاسو د کورنۍ حالت یا جوړښت stato di famiglia تصدیق کولو لپاره، تاسو کولی شئ اړین برخې بشپړې کړئ او دلته سند ډاونلوډ کړئ.

Nulla osta

nulla osta یو سند دی چې د یوعامه ادارې یا چارواکي لخوا ورکړل شوی ترڅو تصدیق کړي چې د یو څه کولو لپاره هیڅ خنډ شتون نلري (د بیلګې په توګه: ویزه ترلاسه کول، واده کول).

د nulla osta مختلف ډولونه شتون لري اوهغه څه پورې اړه لري چې تاسو یې ثابتولو ته اړتیا لرئ. د nulla osta هر ډول د یو ځانګړي عامه چارواکو لخوا ورکول کیږي.

د واده لپاره Nulla osta

که تاسو غواړئ په ایټالیا کې واده وکړئ، nulla osta al matrimonio لومړنی سند دی چې تاسو ورته اړتیا لرئ. دا سند ښیې چې ستاسو د اصلي هیواد قوانینو سره سم ستاسو د واده په وړاندې هیڅ قانوني خنډ شتون نلري.

تاسو کولی شئ دا سند د خپل اصلي هیواد سفارت یا قونسلګرۍ څخه غوښتنه وکړئ او دا باید رسمي او په ایټالیایي ژباړل شي.

که تاسو کډوال یاست، تاسو اړتیا نه لرئ د nulla osta لپاره غوښتنه وکړئ. پرځای یې، تاسو باید یو توضیحي لیک ولیکئ. که تاسو بل ډول خوندیتوب لرئ او د خپل سفارت سره د تماس کولو څخه ویره لرئ، یا که تاسو پناه غوښتونکي یاست، نو تاسو کولی شئ د نnulla osta لپاره د محکمې لخوا صادر شوي رسمي لیکنه (atto notorio) ، یا د ځان وضاحت یا بیان (‘dichiarazione sostitutiva dell’atto di notorietà) سره چې د په تیرو ۶ میاشتو کې د ځایی ښاروالۍ لخوا صادر شوی غوښتنه وکړئ.

د لاندې مواردو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:

په ایټالیا کې واده کول

د کورنۍ د بیا یوځای کیدو لپاره نولا اوستا

د کورنۍ د یوځای کیدو لپاره nulla osta یو اجازه لیک دی چې تاسو باید د Sportello Unico per l'Immigrazione څخه ترلاسه کړئ ترڅو د کورنۍ وړ غړي ایټالیا ته راوړي. تاسو کولی شئ د کورنیو چارو وزارت په پورټل کې آنلاین د nulla osta لپاره غوښتنه وکړئ.

د لاندې مواردو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:

په ایټالیا کې د کورنۍ یوځای کیدل