hero-header

تاسو په ایټالیا کې د پناه غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کولو لپاره وکیل ته اړتیا نلرئ . یو وکیل نشي کولی تاسو سره د C3 فورمه ډکولو کې مرسته وکړي.

د سیمه ایز کمیسیون سره د پناه غوښتنې مرکې لپاره هم وکیل ته اړتیا نلرئ، مګر اجازه لرئ چې له ځان سره وکیل راوړئ. تاسو باید د خپل وکیل فیس بځپله ورکړئ.

په هرحال، محکمه کې ستاسو د پناه غوښتنې یا ستاسو د تابعیت غوښتنلیک په اړه د منفي پریکړې د بیاکتنې غوښتنې یا اپيل کولو لپاره، تاسو اړتیا لرئ چې د وکیل څخه مرسته وغواړئ.

تاسو کولی شئ پریکړه وکړئ چې یو شخصي وکیل وګمارئ، یا د وړیا قانوني مرستې لپاره غوښتنه وکړئ. تاسو کولی شئ پدې برخه کې د نورو معلوماتو لپاره دا مقاله وکاروئ:

  • څوک وړ یا په شرایطو برابر دی
  • څنګه غوښتنه وکړئ
  • ستاسو د وکیل څخه څه تمه وکړئ

څوک د قانوني مرستې مستحق دي؟

که تاسو وکیل ته د پیسو یا فیس ورکولو توان نه لرئ٬ تاسو کولی شئ د وړیا قانوني مرستې(ایټالیایي کې ورته‘’patrocinio a spese dello stato” وایې) لپاره غوښتنه وکړئ. دا پدې مانا ده چې تاسو باید دا ثابته کړئ چې تاسو د ۱۲,۸۳۸.۰۱ یورو(۲۰۲۴ لپاره) څخه کم د مالیې وړ عاید لرئ. دا د ۱۱.۷۳۴,۹۳ یورو (د ۲۰۲۳ تر نیمایي پورې) د تیرې غوښتل شوي عاید په پرتله ډیر شوی. دا اندازه د کورنۍ د هر غړي لپاره چې ستاسو سره ژوند کوي د ۱.۰۳۲,۹۱ یورو ډیریږي.

که چیرې تاسو د استوګنې په مرکز کې اوسیږئ، یا که تاسو پخپله خپلواک ژوند کوئ تاسو کولی شئ د وړیا قانوني مرستې لپاره غوښتنه وکړئ.

دا په ټولو قضایی طرزالعملونو باندې تطبیق کیږي او د کمیسیون د منفي پریکړې په وړاندې د استیناف یا بیاکتنې لپاره قانوني مرستې شاملې دي. تاسو کولی شئ په Cassazion کې د استیناف یا بیاکتنې لپاره د وړیا قانوني مرستې غوښتنه هم وکړئ، ممګر ډاډ ترلاسه کړئ چې وکیل د استیناف یا بیاکتنې په محکمه کې د تمرین لپاره منل شوی. دا یو “cassazionista” وکیل دی.

حقوقي مرسته په اتوماتيک ډول نه ده او که د حقوقي مرستو کمیسیون یا قاضي وموندې چې ستاسو قضیه ناسمه یا بی اساسه ده٬ یا که د محاکمې په جریان کې د وړیا قانوني مرستې ترلاسه کولو شرایط بدل شي رد یا بیرته اخیستل کیدی شي.

که وړیا قانوني مرسته لغوه شي، تاسو باید خپل وکیل ته پیسې ورکړئ چې تاسو سره د بیاکتنې یا اپیل کولو کې مرسته وکړي.

څنګه غوښتنه وکړو؟

که تاسو یو باوري وکیل لرئ چې د patrocinio a spese dello stato په لیستونو کې ثبت شوی وي، ستاسو وکیل کولی شي ستاسو په استازیتوب وړیا حقوقي مرستې (په ایټالیایي کې‘’patrocinio a spese dello stato” وایې) غوښتنه وکړي.

که تاسو تراوسه یو باوري وکیل نلرئ، یا ستاسو وکیل راجستر شوی نه وي، تاسو کولی شئ د "patrocinio a spese dello stato" لیستونو کې د راجستر شوي وکیل لپاره غوښتنه وکړئ.

د دې لپاره چې وګورئ چې تاسو وړ یا په شرایطو برابر یاست او د وړیا قانوني مرستې لپاره غوښتنه وکړئ، تاسو باید په خپل ښار کې د راجستر شوي وکیلانو څخه یو سره اړیکه ونیسئ.تاسو کولی شئ ګوګل ته لاړ شئ او لټون وکړئ: Ordine degli avvocati + [د هغه ولایت نوم چې تاسو پکې ژوند کوئ]. دلته تاسو د ایټالیا د ځینو اصلي یا مهمو ولایتونو په اړه معلومات ترلاسه کولی شئ:

په هرصورت، مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د وړیا قانوني مرستې لپاره د درغوښتنې کولو پروسه ممکن د هغه ښار پورې اړه ولري چېري چې تاسو یاست.

د غوښتنې کولو لپاره کوم اسنادو ته اړتیا لرئ؟

تاسو به لاندې اسناد د خپل غوښتنلیک سره ضمیمه کولو ته اړتیا ولرئ:

  • د اعتبار وړ ID کاپي
  • ستاسو د codice fiscale یا مالیې کوډ کاپي
  • ستاسو د permesso di soggiorno کاپي
  • د کورنۍ حالت (په ايټالیایي کې ورته“Stato di famiglia” وایې )، که تاسو کور د کورنۍ له غړو سره شریک کړئ چې عاید هم لري.
  • که چېرته تاسو د اروپايي اتحادیې تبعه نه یاست: د خپلو عادیواتو تصدیق کول او قونسلګرۍ د واک منل.

یادونه: که تاسو پناه غوښتونکي یاست او نړیوال خوندیتوب لرئ، تاسو د قونسلګرۍ تصدیق یا سند ته اړتیا نلرئ ، ځکه چې تاسو د خپل هیواد سفارت یا قونسلګرۍ سره اړیکه نشئ نیولی.

زه د خپل وکیل څخه څه تمه کولی شم؟

موږ پوهیږو چې ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک ته د ځواب لپاره کلونه انتظار کول آسانه نده. له بده مرغه، د ایټالیا قضایي سیسټم ډیر صبر ته اړتیا لري ځکه چې دا خورا ورو دی - پرته له دې چې د قضایي تعقیب ډول وي.

د انتظار اوږد وخت ستاسو په وکیل پورې اړه نلري. ستاسو وکیل باید تاسو ته ستاسو د قضیې وضعیت په اړه با خبره کړئ. که تاسو د خپل وکیل څخه احوال یا خبر نلرئ، شاید دا د دې لپاره وي چې د قضایي سیسټم د سستۍ له امله تازه معلومات شتون نلري.

په یاد ولرئ چې که تاسو د خپلې قضیې په اړه کومه پوښتنه لرئ، ستاسو وکیل ترټولو غوره شخص دی چې تاسو ورسره خبرې کولی شئ.

که تاسو د خپل وکیل په اړه شک لرئ، تاسو ممکن پریکړه وکړئ چې د بل وکیل څخه قانوني ملاتړ ترلاسه کړئ.

def