hero-header

که تاسو پناه غوښتونکي یاست، د قانون له مخې تاسو نشئ کولی له ایټالیا څخه بهر سفر وکړئ، حتی د لنډې مودې لپاره.

مګر که تاسو ته ځانګړی خوندیتوب، فرعي خوندیتوب یا د کډوال دریځ درکړل شوی وي، تاسو کولی شئ  د اروپا د اتحادیې ډيری هیوادو ته د ۹۰ روځو لپاه سفر وکړئ. خو دا جواز تاسو ته په نورو هېوادونو کې د کار او زدکړې حق نه در کوي.

تاسو کولی شئ په دې پاڼه کې خپلې اجازې په غوره کولو سره د نورو ډولونو جواز لپاره د سفر معلومات ترلاسه کړئ.

په نورو اروپایي هېوادونو کې د دندې یا زدکړې فرصتونولپاره غوښتنه کول:

که تاسو يه ایټالیا کې ځانګړی خوندیتوب٬ فرعی خوندیتوب یا د کډوال دریځ لرئ٬ تاسو نه شئ کولی د بل اروپایې هیواد اوسیدونکی شئ په داسې حال کې چې تاسي  د ایټالیا جواز ولرئ. دا ډول جواز  تاسو ته اجازه درکوي چې یوازې په ایټالیا کې استوګن شئ.

که چېرې تاسو بل اروپایي هېواد کې د کار یا زدکړې لپاره  غوښتنه وکړئ٬ هغه هیواد چې تاسو یې د تګ پلان لری هغه هیواد د خپلو مقرراتو پر بنسټ پریکړه کوي چې آیا تاسو ته د کار یا زدګړې اجازه درکړي که نه. او تاسو د خپل اصلي هیواد د اتباع په توګه ارزوي.

که چېرې زه په بل اروپاپي هېواد کې په غیر منظم یا غیر قانوني توګه کار وکړم او بېرته ایټالیا ته راشم او کله چې خپل د استوګنې جواز تمدید یا نوی کړم نو له کوم ستونزو سره به مخ شم؟

که تاسو د اروپايي اتحادیې په بل هیواد کې په غیرقانوني ډول کار کوئ، هغه هېواد کولی شي تاسو ته د وتلو امر وکړي٬ که چېرې هغوي ومومي چې تاسو په غیر منظم یا غیر قانوني ډول هلته پاتې یاست.

په ډېرو مواردو کې٬ په ایټالیا کې ستاسو نه شتون کولی شي ستاسو د اجازې نوي کولو یا بدلولو باندې اغېزه وکړي. که تاسو کله د دې حالت سره مخ شوی غوره به دا وي چې قانوني مشوره ترلاسه کړئ.

د کار یا زدکړې لپاره له ایټالیا نه وتل کله چې تاسو فرعي خوندیتوب یا کډوال دریځ ولرئ.

که چېرې تاسو ایټالیا کې فرعي خوندیتوب یا کډوال دریځ ولرئ(د ۵ کالو د استوګنې اجازه)٬ او په ایټالیا کې د کار جواز ولری ٬ تاسو کولی شئ چې نورو اروپایي هیوادو کې د کار یا زدکړې فرصت ترلاسه کړې پرته له دي چې په ایټالیا کې خپل موقف له لاسه ورکړی. خو لومړی٬ تاسو باید د ۵ کالو لپاره په ایټالیا کې ژوند وکړئ.

په ایټالیا کې خپل موقف ساتلو لپاره ٬ تاسو اړتیا لرئ چې اجازه ترلاسه کړئ  کوم چې تاسو ته په نورو هیوادو کې د اوږد مهال د پاتې کیدو اجازه درکوي. او دا اجازه د (permesso di soggiorno UE per soggiornanti di lungo periodo) د اوږدې مودې اوسیدونکو لپاره د اروپايي اتحادیې د اوسیدو اجازه په نامه یادیږي.

نور معلومات ترلاسه کړئ:

اوږدې مودې اوسیدونکو لپاره د اروپايي اتحادیې د اوسیدو اجازه یا Permesso di soggiorno UE per soggiornanti di lungo periodo

د کومې پوښتنې په صورت کې له مونږ سره د فېسوبوک پاڼه کې په اړیکه کې شئ.