نوی ماشوم مو مبارک!
د ايټاليا د قانون له مخې، د نوي زېږېدلي ماشوم د هويت او قانوني حيثيت د تضمين لپاره د ماشوم د زېږېدو یا پيدايښت اعلان لازمي دی.
تاسو کولی شئ دا مقاله د لاندې موضوعاتو په اړه د نور معلوماتو لپاره وکاروئ:
- څنګه خپل ماشوم راجستر کړئ او د زیږون سند ترلاسه کړئ
- ستاسو ماشوم به کوم ډول جواز ولري
- د Codice Fiscale اوTessera Sanitaria ترلاسه کولو څرنګوالی
- روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي څرنګوالی
زه څنګه کولی شم د خپل ماشوم زیږون ثبت کړم؟
که ستاسو ماشوم په ایټالیا کې زیږیدلی وي، تاسو باید د خپل ماشوم زیږون د ښاروالۍ د احوالو د ثبت دفتر (Ufficio di Stato Civile) کې اعلان کړئ. د احوالو ثبت د اتباعو او اوسیدونکو حیاتي پیښې لکه زیږون ، واده ، مدني اتحادیه ، مړینه او تابعیت ثبتوي. که تاسو د اداري کار لپاره د خپل ماشوم تصدیق یا د زیږون سند ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د ښاروالۍ څخه د زیږون سند غوښتنه وکړئ.
Dichiarazione di nascita
تاسو باید د ایټالیا چارواکو ته د زیږون (dichiarazione o denuncia di nascita) په اړه د لاندې لارو له طریقه خبر ورکړئ:
-
د روغتون مدیریت ته (direzione sanitaria) - د زیږون څخه د۳ ورځو په موده کې. په دې حالت کې، روغتون مکلف دی چې د زیږون اعالمیه د ښاروالۍ د احوالو د ثبت دفتر ته یا ستاسو په غوښتنه، د مور ښاروالۍ ته واستوي.
-
د ښاروالۍ (Comune) د احوالو ثبت دفتر ته چیرته چې مور اوسیږي یا residenza لري یا چیرې چې ماشوم زیږیدلی وي - د زیږون په ۱۰ ورځو په موده کې.
په دواړو حالتونو کې، تاسو باید له ځان سره د روغتون لخوا چمتو شوید زیږون اعالمیه او د مور او پلار د دواړو یا د یو چې ماشوم ثبت یا پیژني د اعتبار وړ د هویت سند (لکه پاسپورټ یا کارټا carta d’identità له ځان سره راوړئ.
که تاسو یا ستاسو د ماشوم د مور او پلار څخه یو استوګنې یا اوسیدو معتبر جواز نه لري، د احوالو د ثبت دفتر یا د روغتون کارمندان نشي کولی تاسو څخه د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړي، او دوی نشي کولی پولیسو ته راپور ورکړي که تاسو په غیرمنظم یا غیرقانوني توګه په هیواد کې یاست.
ایا زه یا زما د ژوند ملګری باید د نوی ماشوم زیږون ثبت کړو؟
د خپل ماشوم د زېږون ثبتول تاسو او ستاسو ملګري ته اجازه درکوي چې نوي زېږېدلی ماشوم په رسميت وپېژنئ.
که تاسو او ستاسوه د ژوند ملګری په قانوني توګه واده کړی وي، مور یا پلار کولی شي زیږون ثبت کړي. تاسو دواړه د ماشوم مور او پلار ګڼل کیږي.
که تاسو واده نه یې کړی، تاسو باید د مور او پلار د ټاکلو لپاره زیږون ثبت کړئ. اساسا، که تاسو دواړه غواړئ ماشوم وپیژنئ، تاسو دواړه اړتیا لرئ چې زیږون ثبت کړئ. که نه نو، که تاسو یوازې خپل ماشوم پیژنئ، تاسو باید په یوازې ځان د زیږون ثبت وکړئ.
که چیرې یوازې مور او یا پلار ماشوم د زیږون پرمهال ماشوم په رسمیت وپیژني، بل کولی شي د زیږون وروسته د مدني حالت یا د احوالو ثبت مامور، سرپرستي یا د ساتونکو قاضي (Giudice Tutelare) یا د رسمي اسنادو دفتر مقابل کې د یوې ځانګړې اعلامیې سره ماشوم په رسمیت وپیژني.
په ایټالیا کې د زیږون سندونه
د ځینو اداري طرزالعملونو یا پروسو لپاره (د مثال په توګه په سفارت کې د خپل ماشوم زیږون ثبتول)، تاسو ممکن د ښاروالۍ یا Comune څخه د زیږون سند ترلاسه کولو ته اړتیا ولرئ.
په ایټالیا کې، مختلف تصدیقونه یا سندونه شتون لري چې د یو شخص زیږون ثابتوي (copia integral dell'atto di nascita, estratto di nascita, and certificato di nascita)، د هغه توضیحاتو پورې اړه لري چې تاسو ورته اړتیا لرئ. تتاسو کولی شئ په شخص یا آنلاین توګه د سند غوښتنه وکړئ (که چیرې Comune آنلاین خدمات ولري)، دا سند وړیا او د ۶ میاشتو لپاره اعتبار لري.
تر ټولو بشپړ سند copia integrale dell’atto di nascita دی، دا د زیږون یو کاپې ده چې احوالو ثبت کې ثبت شوي ده. په هرصورت، دا معمول دی چې د دې سند د لنډیز غوښتنه وکړي،، کوم چې د estratto di nascita په نوم یادیږي، certificato di nascita یوازې نوم، تخلص یا کورنۍ نوم، دزیږون ځای او نیټه او د زیږون قانون شمیره ښیي.
زما ماشوم به کوم ډول جواز ولري؟
هغه جواز یا permesso چې ستاسو ماشوم به ولري دهغه permesso ډول پورې اړه لري چې تاسو یا ستاسو د ژوند ملګری یې لرئ او د هغې حالت (د اعتبار وړ یا ختم شوی).
که تاسو یا ستاسو ملګري د استوګنې معتبر جواز لرئ
که چیرې دواړه یا له مور او پلار څخه یو په ایټالیا کې داستوګنې یا اوسیدو معتبر جواز ولري، ماشوم به د کورنۍ دلایلو لپاره د استوګنې جواز ( Permesso per Motivi Familiari ) ترلاسه کړي. دا جواز به ستاسو د جواز په څیر وي او تر هغه چې ستاسو ماشوم ۱۸ کلن شي د تجدید یا نوي کولو وړ به وي.
ستاسو د ماشوم جواز به د هغه مور او پلار له جواز سره تړاو ولري چې هغه ورسره ژوند کوي. که ستاسو ماشوم د مور او پلار دواړو سره ژوند کوي، ستاسو د ماشوم جواز به د حقونو او مودې د شرایطو له نظره د ترټولو غوره سره تړاو ولري. د مثال په توګه، که تاسو د۵ کلن د کډوال حالت لرئ او ستاسو د ژوند ملګری د ۲ کلن ځانګړي خوندیتوب (protezione speciale) لري، ستاسو ماشوم به د ۵ کلن کورنۍ جواز ترلاسه کړي!
په یاد ولرئ چې د خپل ماشوم permesso نوي کړئ کله چې هغه permesso نوي کوئ چې ورسره تړاو لري.
که تاسو یا ستاسو د ژوند ملګری د EU اوږدمهاله جواز (ex Carta di Soggiorno) لرئ، ستاسو ماشوم کولی شي په ایټالیا کې د ۵ کلونو استوګنې وروسته د EU اوږدمهاله اجازه ترلاسه کړي.
که تاسو د استوګنې معتبر جواز نه لرئ
که تاسو امیندواره یاست یا تاسو پدې وروستیو کې ماشوم زیږولئ، اوتاسو یا تاسو د ژوند ملګری د استوګنې یا اوسیدو جوازنلرئ، تاسو نه اخراج کیږی او تاسو کولی شئ د Permesso per Cure Mediche لپاره غوښتنه وکړئ. دا جواز ستاسو د ماشوم زیږون وروسته یوازې تر ۶ میاشتو پورې اعتبار لري.
وروسته، تاسو کولی شئ د Permesso per Assistenza Minore لپاره غوښتنه وکړئ، او د دې ترلاسه کولو وروسته، خپل ماشوم ته د کورنۍ جواز(Permesso per Motivi Familiari) ترلاسه کړئ. دا جواز به ستاسو د جواز په څیر اعتبار ولري او تاسو باید دا نوي کړئ کله چې تاسو خپل جواز نوي کړئ.
له بده مرغه، که تاسو د اجازې اړتیاوې پوره نه کړئ او تاسو د ایټالیا څخه د اخراج امر ترلاسه کړئ، تاسو او ستاسو ماشوم باید هیواد پریږدئ.
نور زده کړئ:Permesso per Assistenza Minori
Codice fiscale
یوځل چې تاسو خپل ماشوم راجستر کړئ، ښاروالۍ به د مالیې کوډ یا Codice fiscale صادر کړي. د عامه روغتیا سیسټم کې ستاسو د ماشوم د ثبت او راجستر کولو او عامه او خصوصي خدماتو ته د لاسرسي لپاره د Codice fiscale خورا مهم دی.
عموما، پلاستيکي کارت به په اتوماتيک ډول ستاسو د کور پته ته واستول شي. په هرصورت، ځینې ښاروالۍ یا کمونی ممکن تاسو څخه غوښتنه وکړي چې د خپل ماشوم د زیږون سند سره د Agenzia delle Entrate ته لاړ شئ او د لیږلو لپاره یوه فورمه ډکه کړئ. codice fiscale باید د یوې میاشتې په موده کې ستاسو کور ته راشي.
د لاندې مواردو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ: Codice fiscale
په ایټالیا کې د نویو زیږیدلو او ماشومانو لپاره روغتیایی پاملرنه
بهرني نوي زیږیدلي ماشومان یا ټول ماشومان روغتیایي پاملرنې٬ د ماشومانو ډاکتر او واکسنونوته٬ ته بشپړ لاسرسی لري ، حتی که د دوی مور او پلار په ایټالیا کې په منظم ډول ژوند کولو لپاره معتبر جواز نلري.
په یاد ولرئ: د عامې روغتیا کارکونکي نشي کولی پولیسو ته راپور ورکړي که چیرې تاسو په غیرمنظم یا غیرقانوني توګه په هیواد کې یاست.
په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:په ایټالیا کې د مور په توګه ستاسو حقونه
Tessera sanitaria
د codice fiscale ترلاسه کولو وروسته، ستاسو ماشوم په اتوماتيک ډول د کور په پته کې د روغتیا کارت ( tessera sanitaria) ترلاسه کوي، پرته له دې چې تاسو ځانګړې غوښتنه وکړئ یا کوم روغتیایی خدماتو سره اړیکه ونیسئ. دا لومړی tessera sanitaria به د یو کال لپاره اعتبار ولري.
د ټیسیرا سینیټاریا ترلاسه کولو یو کال په موده کې، والدین باید خپل ماشوم د عامې روغتیا پاملرنې سیسټم سره راجستر کړي. له دې وروسته به یو نوی صحي یا روغتیایي کارت چې شپږ کاله اعتبار ولري واستول شي.
په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:Tessera sanitaria
د عامې روغتیا په سیسټم کې ثبت کول
ټول ماشومان باید د ایټالیا د عامې روغتیا پاملرنې سیسټم یا 'Servizio Sanitario Nazionale (SSN) سره راجستر شي. دا پروسه وړیا ده. که تاسو غواړئ خپل ماشوم د SSN سره راجستر کړئ، تاسو باید د Azienda Sanitaria Locale (ASL) په نوم د روغتیا پاملرنې سیمه ایز دفتر ته لاړ شئ. د ایټالیا ډیری ښارونه د دې دفترونو څخه یو لري.
په عموم کې، د روغتیا پاملرنې سیسټم کې د ماشوم د ثبت کولو اسناد په لاندې ډول دي:
- یو سند چې ستاسو د ماشوم شخصي معلومات لري (د بیلګې په توګه د زیږون سند)
- د ماشوم Codice Fiscale
په هرصورت، ASL ممکن تاسو څخه د مختلف اسنادو غوښتنه وکړي. موږ وړاندیز کوو چې لومړی ستاسو د ASL سره چک کړئ. ستاسو په سیمه کې د نږدې ASL موندلو لپاره، په ګوګل کې ټایپ کړئ: ASL + [ستاسو ښاروالۍ].
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې تر ۶ کلنۍ پورې، تاسو کولی شئ د خپل ماشوم لپاره د روغتیا لګښتونو (esenzione ټکټ) د تادیې لپاره د استثنا غوښتنه وکړئ.
په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:د عامې روغتیا سیسټم ته د لاسرسي حق
د ماشومانو ډاکټر یا متخصص
د عامې روغتیا پاملرنې سیسټم کې نوم لیکنه ستاسو ماشوم ته حق ورکوي چې د ماشومانو ډاکټر سره وګوري، یو ډاکټر چې د ماشومانو په روغتیا په برخه کې تخصص لري.
د ماشومانو ډاکټر د ایټالیا د روغتیا پاملرنې سیسټم سره ستاسو د تماس نقطه ده. که ستاسو ماشوم ناروغ وي، په غیر عاجل یا بیړني ډول درمل یا روغتیا پاملرنې ته اړتیا لري، تاسو باید د ماشومانو د ډاکټر څخه مرسته وغواړئ. ستاسو د ماشومانو ډاکټر به تاسو ته لارښوونه وکړي چې څنګه او کله خپل ماشوم واکسین کړئ.
تاسو کولی شئ په خپل محلي ASL کې په وړیا توګه د موجود ډاکټرانو څخه د خپل ماشوم د ماشومانو ډاکټر وټاکئ یا بدل کړئ. څرنګه چې هر ASL خپل ځانګړی میتود او پروسه لري، موږ وړاندیز کوو چې تاسو د دې کار کولو څرنګوالي زده کولو لپاره خپل ASL ویب پاڼه وګورئ. ستاسو په سیمه کې د نږدې ASL موندلو لپاره، تاسو باید په ګوګل کې لټون وکړئ او ټایپ کړئ: ASL + [ستاسو ښاروالۍ].
واکسيناسيون
په ایټالیا کې ټول ماشومان د واکسین کولو حق لري. ډیری واکسینونه وړیا دي، پداسې حال کې چې د نورو لپاره تاسو ممکن د ټکټ اخستلو ته اړتیا ولرئ. ځینې واکسینونه اجباري دي، نور یوازې سپارښتنه کیږي. ستاسو د ماشومانو ډاکټر به تاسو ته لارښوونه وکړي چې څنګه او کله ستاسو ماشوم واکسین شي.
تاسو کولی شئ د شته یا موجود او اجباري واکسینونو په اړه نور معلومات(په ایټالیایي ژبه) دلته ترلاسه کړئ.
کومه پوښتنه لرئ؟ موږ په فیسبوک کې شخصي پیغام واستوئ.