hero-header

EU یو لړ مقررات رامینځته کړي چې د "ډبلین مقررات" په نوم یادیږي ترڅو معلومه کړي چې کوم هیواد ستاسو د پناه غوښتنې د ارزونې مسولیت لري. هغه اروپایي هیوادونه چې  دا مقررات پلي کوي د "ډبلین هیوادونو" په نوم پیژندل کیږي.

که تاسو په ایتالیا کې یاست او تاسو د کورنۍ نږدي غړی لرئ چې غواړی د ډوبلین هیواد کې سره یوځای ژوند وکړئ٬ دا مقررات د ملي چارواکو سره مرسته کوي ترڅو پریکړه وکړي چې آیا تاسو کولی شئ د خپلې کورنۍ سره په ورته هیواد کې ستاسو د پناه غوښتنه وڅیړئ. دا هم امکان لري چې په بل هیواد کې ستاسو د کورنۍ غړی وغواړي چې تاسو سره په ایټالیا کې یوځای شي.

دا یوازې په هغه حالت کې ممکنه ده چې که تاسو او ستاسو خپلوان لا دمخه د ډوبلین په یوه هیواد کې یاست٬ البانیا٬ ترکیه٬مقدونیه٬ مونتینیګرو٬ صربستان او بوسنی هیوادونه شامل نه دي.

نور معلومات ترلاسه کړئ:ډوبلین مقررات او د ډوبلین هیوادونه

تاسو کولی شئ ددي مقالې په مرسته نور معلومات ترلاسه کړئ:

  • څوک کولی شي چې غوښتنه وکړي
  • څنګه غوښتنه وکړئ
  • ددي پروسي موده
  • څوک مرسته کولی شي

که د ډوبلین مقرراتو په اړه پوښتنه لرئ٬ په فېسبوک کې موږ ته یو شخصي پیغام واستوئ.

څوک کولی شي چې غوښتنه وکړي

هر هغه څوک چې د پناه غوښتنه یې کړې او د ډوبلین په هیواد کې د کورنۍ نږدې غړي لري کولی شي  چې په لیکلي ډول وغواړي چې له دوی سره یوځای شي. ستاسو خپلوان هم باید د پناه غوښتنه کړې وي (د رسمي پناه غوښتونکي دریځ ولري) یا نړیوال خوندیتوب (د مهاجر دریځ یا فرعي خوندیتوب) درلودونکی یي.

د ډوبلین مقرراتو له مخې، د کورنۍ نږدې غړي عبارت دي له:

  • ستاسو میړه یا ښځه - یا د ژوند ملګری، یوازې د ډوبلین په ځینو هیوادونو کې
  • ستاسو ماشومان، که د 18کالو څخه کم وي او واده شوي نه وي

که تاسو د 18 کالوڅخه کم عمر لرئ او په ایټالیا کې پرته له خپلي کورنۍ یاست، په عمومي ډول تاسو کولی شئ د خپلي کورنۍ سره د یوځای کیدو غوښتنه وکړئ:

  • مور او پلار
  • خور او ورور
  • ترور او تره
  • نیا او نیکه

دا ډیره مهمه ده چې تاسو په دې اړه د خپل قانوني سرپرست سره خبرې وکړئ، څوک چې تاسو سره د کړنلارې سره مرسته کولی شي. که تاسو کومه پوښتنه لرئ، دلته د CIDAS سره اړیکه ونیسئ.

ځینې ​​وختونه، په نادره شرایطو کې هغه خلک چې دا معیارونه نه پوره کوي ممکن وکولای شي د ډوبلین په نورو هیوادونو کې د کورنۍ غړو سره یوځای شي. له یوه حقوقي او قانوني متخصص څخه وغواړئ چې ستاسو په ځانګړې قضیه کې مشوره درکړي.

څنګه غوښتنه وکړئ

په اروپا کې د ډوبلین د مقرراتو له مخې د کورنۍ د بیا یوځای کیدو لپاره د درغوښتنې کولو پروسه په هر ډوبلین هیواد کې یو څه توپیر لري. لاندې تاسو کولی شئ پدې اړه نور معلومات ترلاسه کړی چې دا په ایټالیا کې څنګه کار کوي.

که تاسو په ایټالیا کې یاست او غواړئ له خپلې کورنۍ سره یوځای شئ

که تاسو په ایټالیا کې د بالغ په توګه د پناه غوښتنه وکړئ، تاسو باید د C3 فورمه کې ولیکئ چې تاسو په بل ډوبلین هیواد کې خپلوان لرئ.

questura به په روم کې د ډوبلین څانګي ته خبر ورکړي چې که مناسبه وي، د ډوبلین پروسه پرانیزي ترڅو معلوم کړي چې کوم هیواد ستاسو د پناه غوښتنې د څیړلو مسولیت لري اړونده ایتالیاوي چارواکي به ستاسو د کورنۍ غړو سره اړیکه ونیسي ترڅو ستاسو سره یوځای کیدو ته د دوی لیوالتیا تایید کړي.

دا مهمه ده چې ستاسو د خپلوانو د موندلو لپاره د کورنۍ اړیکو ټول اړوند ثبوتونه او ټول توضیحات چمتو کړئ، لکه شخصي معلومات، ستاسو د کورنۍ د غړو اسنادو کاپي، د واده او زیږون سندونه، انځورونه او داسي نور. دا د دبلین څانګي سره د کورنۍ اړیکو په تصدیق او د مسوولیت ټاکلو کې مرستې کولو لپاره خورا مهم دی

که چیري د C3 فورمه کې مې نه یې ذکر کړی چې زه په بل ډوبلین هیواد کې د کورنۍ غړی لرم نو پایله به یې څه يې؟

که تاسو د C3 فورمي ډکولو په وخت کې  نه يې لیکلي چې تاسو د کورنۍ غړي په بل ډوبلین هیواد کې لرئ، تاسو کولی شئ د دوی سره د یوځای کیدو لپاره د questura یا ستاسو د کمپ مدیر سره د خبرو کولو له لارې خپله هیله څرګنده کړئ، څوک چې تاسو سره د questura سره اړیکه نیولو کې مرسته کولی شي.

دا مهمه ده چې تاسو د کمیسیون د مرکې دمخه خپله غوښتنه وکړئ. په هرصورت، څومره ژر چې تاسو غوښتنه وکړئ، تاسو لپاره به ښه وي.

د حقوقي یا قانوني متخصص سره اړیکه ونیسئ څوک چې ستاسو د انفرادي وضعیت په اړه مشوره در کولی شي.

نو څه که زما کورنۍ لا په اروپا کې نه وي؟

که تاسو د اعتبار وړ permesso di soggiorno per motivi di lavoro یا د 5 کلن اجازه (د کډوالۍ حالت، فرعي خوندیتوب یا ex carta di soggiorno) لرئ، تاسو کولی شئ  ایتالیا ته د خپلې کورنۍ د غړو د راوستلو غوښتنه وکړئ

د غیراروپایی هیوادونو څخه ایټالیا کې د کورنۍ د یوځای کیدو په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ

د کورنۍ د بیا یوځای کیدو  تصویب څخه وروسته څه پیښیږي؟

که چیرې د ډوبلین هیواد چیرې چې ستاسو کورنۍ اوسیږي موافقه کوي چې ستاسو د پناه غوښتنې د ارزونې مسؤلیت په غاړه اخلي، تاسو - یا ستاسو ساتونکي، که تاسو د 18 څخه کم عمر لرئ - خبرتیا ترلاسه کوئ او questura به تاسو هغه هیواد ته د لیږلو پلان تنظیم کړي.

په یاد ولرئ چې تاسو به په هماغه ښار کې پاتې شئ چیرې چې ستاسو خپلوان اوسیږي پداسې حال کې چې تاسو د پناه غوښتنې پروسې څخه تیریږي. په هرصورت، د نوي هیواد چارواکي پریکړه کوي چې ستاسو د اوسیدو لپاره ترټولو مناسب ځای کوم دی - آیا ستاسو کورنۍ یا په ورته ښار کې بل د استوګنې مرکز.

په یاد ولرئ: که چیرې د کورنۍ د بیا یوځای کیدو  پروسه یا کړنلاره تصویب شي، دا پدې معنی نه ده چې تاسو هغه د ډوبلین هیواد کې پناه اخیستې ده چیرې چې ستاسو کورنۍ ژوند کوئ. دا پدې مانا ده چې هغه هیواد چې تاسو ورته لیږدول کیږي ستاسو د پناه غوښتنې د څیړنې مسولیت لري.

دا پروسه څومره وخت نیسي؟

ستاسو د کورنۍ سره د بیا یوځای کیدو لپاره د ډوبلین پروسي موده نظر په هري قضیي توپیر لري. په هرصورت، هر څومره چې تاسو د C3 فورمي ډکولو په وخت کې ډیر توضیحات او سم معلومات چمتو کوئ، د هیوادونو لپاره به ستاسو د لیږد غوښتنې په اړه پریکړه کول اسانه وي.

په یاد ولرئ: تاسو کولی شئ له questura څخه وغواړئ چې تاسو ته ستاسو د غوښتنې وضعیت په اړه تازه معلومات درکړي

څوک مرسته کولی شي

له بده مرغه د ډوبلین څانګه، کوم چې د ډوبلین پروسي لپاره مسؤلیت لري، اجازه نلري چې د خلکو سره مستقیم اړیکه ولري. مهرباني وکړئ خپل ساتونکي او/یا د استوګنې مرکز/ questura /وکیل ته مراجعه وکړئ ترڅو د ډوبلین څانګي سره اړیکه ونیسئ او د پروسي د وضعیت په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

  • د UNHCR وړیا شمیره: 800905570 (ټول تلیفونې شبکې) یا + 393511376335 (Lycamobile). تاسو کولی شئ د دوشنبې څخه تر جمعې پورې، د سهار له 9:30 بجو څخه د ماسپښین تر 5:30 بجو پورې اړیکه ونیسئ. که چیری دفتر بند وي او تاسو تلیفون وکړئ، یو غږیز پیغام پریږدئ. تاسو کولی شئ دوی ته دلته بریښنالیک هم واستوئ: numeroverderifugiati@arci.it

  • ګه تاسو د 18 څخه کم عمر لرئ، تاسو باید د خپل ساتونکي یا د خپل وکیل سره خبرې وکړئ. تاسو کولی شئ د CIDAS سره د +393404277780 یا +393428735259 یا +393703326882 تلیفون کولو له لارې اړیکه ونیسئ. په بدیل سره، تاسو کولی شئ د Save the Children hotline یا ماشومانو د خوندي کولو هټ لاین 800141016 یا +393512210016 ته زنګ ووهئ (که تاسو د Lyca موبایل لرئ)، د دوشنبې څخه تر جمعې د سهار له 10:00 بجو څخه د ماسپښین تر 5:00 بجو پورې.

که نورې پوښتنې لری؟ په فیسبوک کې موږ ته یو شخصي پیغام واستوئ