IMG_9026__1__.jpg که تاسو مهاجر یا کډوال یاست چې غواړئ په ایټالیا کې خپل کاروبار یا خپلواک کار و بار ولرئ،، تاسو ممکن د ‘partita IVA’ (په انګلیسي کې ورته د VAT شمېره وایې) پرانیستلو ته اړتیا ولرئ. تاسو کولی شئ د دې مقالې په مرسته نور معلومات ترلاسه کړئ:

  •  Partita IVA څه شی دی؟
  •  څنګه پرانیزئ
  • د Partita IVA ډولونه څه دي؟
  • دا څومره لګښت لري

Partita IVA څه شی دی؟

Partita IVA یو ۱۱ عددي کوډ دی کوم چې خپلواک کار و بار درلودنکی یا د شرکت مالک پیژني.

دا د حکومت لخوا صادر شوی شمیره ده، او د خپلواک کار و بار درلودنکی یا د سوداګرو ته اجازه ورکوي چې په ایټالیا کې خپل مسلک او کار پیل یا دوام ورکړي او خپل عاید په قانوني ډول د مالیاتو او ټولنیز امنیت اهدافو لپاره اعلان کړي.. د VAT شمیرې سره، تاسو کولی شئ رسیدونه صادر کړئ، خپل عاید اعلان کړئ، او د د ایټالیا حکومت ته مالیه او ونډې تادیه کړئ.

څوک ورته اړتیا لري

تاسو اړتیا لرئ د Partita IVA پرانیزئ که تاسو خپلواک کار و بار درلودنکی یا د داسې سوداګرۍ یا شرکت مالک یاست چې یا یې ۵,۰۰۰ یورو عاید لري یا په کال کې د ۳۰ یا ډیرو ورځو لپاره د یو واحد پیرودونکي لپاره کار کوي.

Partita IVA څنګه پرانیزئ

د Partita IVA پرانیستل او اداره کول کیدای شي یوه پیچلې پروسه وي. له همدې امله ځینې خلک غوره کوي چې په محاسب (ایټالیایي کې ورته‘commercialista’ وایې ) تکیه وکړي. د کوچني سوداګرۍ لپاره، تاسو کولی شئ د CAF سره هم اړیکه ونیسئ ترڅو ستاسو سره مرسته وکړي.

که تاسو غواړئ پخپله د د Partita IVA پرانیزئ، تاسو باید د خپل سوداګرۍ یا کار پیل کولو څخه د ۳۰ورځو په موده کې د AA9/12 فورمه ډکه کړئ. تاسو کولی شئ فورمه دلته ومومئ.

تاسو باید د AA9/12 فورمه د عوایدو ادارې ته وسپارئ (په ایټالیایي کې ورتهAgenzia delle Entrate’وایې ):

  • د Agenzia delle Entrate په هر دفتر کې - تاسو کولی شئ دلته نږدې دفتر ومومئ
  • آنلاین، د Agenzia delle Entrate پورټل له لارې
  • د بریښنالیک له لارې (په ایټالیایي کې ‘posta raccomandata’)، د فورمې او ستاسو د هویت سند یوه کاپي په لیږلو سره د Agenzia delle Entrate office هر دفتر ته

کله چې د Partita IVA پرانیزئ، تاسو باید د مالیې حساب ورکولو سیسټم (ثابت نرخ یا نورمال) او همدارنګه د ATECO کوډ غوره کړئ چې ستاسو ځانګړي فعالیت او سوداګرۍ سکتور پیژني. څرنګه چې د ATECO ډیری کوډونه شتون لري، تاسو ممکن د یو متخصص مرستې ته اړتیا ولرئ ترڅوتاسو ته سم کوډ وپیژني.

تاسو باید د ونډې تادیه کولواو اجباري بیمې لپاره د INPS سره او د INAIL (په ایټالیا کې ‘gestione separata’) سره د ټولنیز امنیت حساب پرانیزئ.

د Partita IVA لپاره د مالیاتو سیسټمونو ډولونه

دPartita IVA لپاره دوه ډوله مالیه سیسټمونه شتون لري، ثابت نرخ یاflat-rate او عادي. تاسو کولی شئ هغه یو غوره کړئ چې ستاسو او ستاسو سوداګرۍ لپاره مناسب وي.

د Flat-rate یا ثابت نرخ مالیه سیسټم

دflat-rate سیسټم (په ایټالیایي کې ‘regime forfettario’ ) د اداره کولو لپاره خورا ساده او خورا اسانه دی ، او دا د کوچني سوداګرۍ لپاره دی.

د ثابت مالیې نرخ لپاره اړتیاوې په لاندې ډول دي:

  • د عاید حد ۶۵,۰۰۰ یورو
  • د کارمندانو او اړوندو کارونو لګښتونه له ۲۰,۰۰۰ یورو څخه زیات نه وي
  • د نورو سوداګرۍ یا کارونو عاید له ۳۰,۰۰۰ یورو څخه زیات نه وي

که تاسو د ثابت نرخ سیسټم غوره کړئ نو تاسو باید ۵٪ مالیه ورکړئ (ستاسو د کار یا سوداګرۍ فعالیت په لومړیو ۵ کلونو کې) یا ۱۵٪ - دا د مالیې نسبتا ټیټ نرخ دی په پام کې نیولو سره چې عادي یا نورمال مالیه له ۲۳% څخه پیل کیږي. سربیره پردې، مالیه یوازې ستاسو د عاید په یوه برخه کې محاسبه کیږي، ستاسو د ATECO کوډ پورې اړه لري (په اصل کې تاسو د مالیې وړ عاید څخه د خپل فعالیت ثابت لګښتونه کم کړئ)، او تاسو اړتیا نلرئ VAT تادیه کړئ (د ارزښت اضافه مالیه) په هر رسید باندې.

د مالیاتو عادي سیسټم

د عادي مالیې سیسټم (په ایټالیا کې ‘regime ordinario’) د هغو کسانو لپاره دی چې پورتنۍ اړتیاوې نه پوره کوي، نو د هغو اشخاصو او شرکتونو لپاره چې لوړ عاید لري او د سوداګرۍ لوړ پلور حجم لري.

که تاسو د نورو لګښتونو په مینځ کې د عادي مالیاتو سیسټم غوره کړئ، تاسو باید د IRPEF په نوم پرمختللی عاید مالیه ورکړئ (له ۲۳٪ څخه پیل کیږي چې تاسو د عاید زیاتیدو سره لوړیږي ی) او په هر رسید باندې VAT. په هرصورت، تاسو کولی شئ ځینې لګښتونه کم کړئ، لکه کرایه او تجهیزات

دا څومره لګښت لري؟

په خپله د Partita IVA پرانیستل وړیا دي. په هرصورت، په پام کې ونیسئ چې تاسو باید ونډې تادیه کړئ ( د بیلګې په توګه، ټولنیز امنیت د ۲۴٪ څخه تر ۳۵٪ پورې) او مالیه ، کوم چې ستاسو د مالیې سیسټم پورې په اساس توپیر لري. په یاد ولرئ چې تاسو باید مخکې له مخکې مالیه ورکړئ.

محاسبین او CAF به له تاسو څخه وغواړي چې د دوی خدماتو لپاره فیس ورکړي، چې کېدای شي د Partita IVA پرانیستل، د حساب مدیریت، او د مالیې بیرته راګرځول شامل وي. ستاسو د عایدو له مخې٬ یو محاسب کولی شي په کال کې له € ۳۵۰ څخه پورته لګښت ولري. د CAF خدمتونه ممکن ارزانه وي، او د کارګرانو اتحادیې د CAF لګښتونه ستاسو د عاید وضعیت پراساس محاسبه کیږي.

 

دا مقاله په همکاري لیکل شوي:

Logo_CombinatoSI-1.png