د کار قرارداد یا تړون (contratto di lavoro subordinato) یو قانوني سند دی چې د كارګومارونكى او كاركوونكى ترمینځ د کاري اړیکو حقونه، مکلفیتونه او شرایط ټاکي. تاسو کولی شئ دا مقاله د لاندې موضوعاتو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره وکاروئ:
- ولې دا قرارداد یا تړون مهم دی
- په دې قرارداد کې باید څه شامل وي
- په ایټالیا کې د قراردادونو اصلي ډولونه
تاسو کولی شئ زموږ ویډیو هم دلته وګورئ!
ولې دا مهم دی
په ایټالیا کې په قانوني ډول کار کولو لپاره، تاسو باید یو منظم او راجستر شوي د کار قرارداد ولرئ. په حقیقت کې، ستاسو ګمارونکی باید ستاسو سره د کاري اړیکې د کار وزارت ته د UniLav په نوم د لازمي آنلاین فارم له لارې اعلان کړي.
د UniLav له لارې، INPS (د ټولنیز امنیت ملي انسټیټیوټ)، INAIL (په کار کې د پیښو یا حوادثو پروړاندې د بیمې ملي انسټیټیوټ) او د کار د پلټنې یا تفتیش اداره به ستاسو د کارموندنې په اړه هم خبر شي. دا تاسو ته اجازه درکوي چې د ټولنیز بیمې څخه ګټه پورته کړئ (د بیلګې په توګه: د ناروغۍ رخصتۍ، د زیږون رخصتۍ، د بیکارۍ حالت کې ځينی ګټې یا بونس او د رخصتۍ / تقاعد ګټې) او په کار کې د ټپي کیدو یا ناروغۍ په صورت کې د بیمې پوښښ.
که ستاسو كارګومارونكى ستاسو قرارداد حکومتي چارواکو ته اعلان نه کړي، تاسو په نااعلان شوي کاري حالت کې یاست. نااعلان شوي کار هم هغه وخت پیښیږي کله چې تاسو یو منظم قرارداد ولرئ،مګر تاسو د هغه څخه ډیر ساعتونه کار کوئ چې په قرارداد کې موافقه شوي، او د دې اضافي ساعتونو تادیه راجستر شوي نه وي. نااعلان شوی کار غیرقانوني دی ځکه چې ګمارونکي دولت ته مالیه نه ورکوي او تاسو د قانون لخوا چمتو شوي ګټې یا تضمین نلرئ (د مثال په توګه، ستاسو تقاعد او په کار کې د تپي کیدو په صورت کې د خساره ترلاسه کول ).
د کار قرارداد درلودل د نورو دلیلونو لپاره هم مهم دي. دا د EU اوږد مهاله جواز لپاره غوښتنه کول ، خپل جواز د کار جواز ته بدلولو او د ایټالیا تابعیت ترلاسه کولو شرایطو څخه دی. که څه هم د کور کرایه کولو لپاره د کار قرارداد لازمي اړتیا وو څخه نه دی، ډیری مالکین یې غوښتنه کوي.
زه څنګه کولی شم وګورم چې زما قرارداد ثبت شوی دی؟
د دې لپاره ډیری اختیارونه شتون لري چې وګوري چې آیا ستاسو ګمارونکي ستاسو قرارداد ثبت کړی دی که نه:
- له خپل كارګومارونكى څخه د UniLav فورمې د سپارلو رسید یوه کاپي وغواړئ.
- تاسو کولی شئ د Centro per l'Impiego یا د کارموندنې دفتر څخه د scheda anagrafica professionale لپاره وغواړئ چې ستاسو د منظم کاري اړیکو ریکارډ ښیې - په یاد ولرئ چې ستاسو نوی قرارداد ممکن څو ورځې ونیسي ترڅو هلته راجستر شي.
- د SPID یا د بریښنایی پېژندپاڼې په کارولو سره د Agenzia delle Entrate پورټل کې د "ertificazione unica" غوښتنه وکړئ.
- د خپل SPID یا بریښنایي پېژندپاڼې سره د INPS پورټل ته ننوځئ او خپل حساب بیلانس چیک کړئ - په یاد ولرئ که تاسو نوي ګمارل شوي یاست، ستاسو ریکارډونه ممکن لاهم شتون ونلري.
په دې قرارداد کې باید څه شامل وي
په هر کاري قرارداد کې باید لاندې موارد شامل وي:
- د کار موده
- ستاسو د کار ګمارونکي معلومات
- ستاسو شخصي معلومات
- مقام یا موقف
- د کار پیل او پای نیټه
- کاري ساعتونه
- د کار ځای
- معاش
- د شخصي معلوماتو ساتل
- د ر كاركوونكى او كارګومارونكى لاسلیکونه
ځینې وختونه، په قرارداد کې د ازمايښت موده هم شامله ده. د نورو جزیاتو لپاره، تاسو کولی شئ د خپل اړوند سکتور لپاره د ملي اجتماعي تړون ( Contratto Collettivo Nazionale del Lavoro یا CCNL) ته مراجعه وکړئ. CCNL د کارګرو اتحادیو، د کار ګمارونکو استازو او کارکوونکو استازو ترمنځ یو تړون دی چې د یو ځانګړي سکتور لپاره د قراردادونو اصلي عناصر ټاکي، لکه لږترلږه معاش، کاري ساعتونه او دندې.
نیم وخت کار یا پوره وخت كار
عموما، قرارداد دا په ګوته کوي چې ایا ستاسو قرار داد د نيم وخت یا پوره وخت كار دی. د پوره وخت په قرارداد کې، تاسو په اونۍ کې ۴۰ ساعته کار کوئ (په CCNLs کې ذکر شوي یو څو استثناوې سره)، پداسې حال کې چې په نیم وخت کاري قرارداد کې تاسو په اونۍ کې له ۴۰ ساعتونو څخه کم کار کوئ. ستاسو معاش، او رخصتۍ ستاسو د کاري ساعتونو پر بنسټ حسابیږي.
که تاسو نیم وخت کار کوئ، تاسو اړتیا لرئ چې هره ورځ د څو ساعته؛ یا پوره وخت، مګر یوازې د اونۍ په ځانګړو ورځو یا د میاشتې یا کال په ځینو وختونو کې؛ یا په ترکیبې ډول کار وکړئ.
د کار قراردادونو اصلي ډولونه
په ایټالیا کې د کار قراردادونو مختلف ډولونه شتون لري او دا قرادادونه د مودې، معاش او مکلفیتونو له مخې سره توپیر لري. لاندې تاسو کولی شئ د ډیری عامو قراردادونو په اړه نور معلومات ومومئ.
د ثابتې مودې قرارداد Contratto a tempo determinato
د ثابتې مودې قرارداد (contratto a tempo determinato) د پای یا ختم نیټې سره یو کاري تړون دی . دا قرارداد معمولا د ۱۲ میاشتو څخه زیات (یا په ځانګړو شرایطو کې۲۴ میاشتې) دوام نه کوي.
دا ډول قرارداد ممکن تمدید یا نوي شي، مګر د ورته ګمارونکي سره د کار اړیکې او په ورته موقف کې د 24 میاشتو څخه زیات دوام نشي کولی، پرته له موسمي قراردادونو او نورو قضیو څخه چې په CCNL کې مشخص شوي. له دې مودې وروسته، ثابتې مودې قرارداد باید په دایمي قرارداد بدل شي.
ستاسو كارګومارونكى کولی شي تاسو یوازې د یو مشروع دلیل لپاره له دندې ګوښه کړي، د بیلګې په توګه د جدي ناوړه چلند پر بنسټ (د بیلګې په توګه: غلا، تاوتریخوالی، بی دلیله غیر حاضري او نور). که تاسو د بل دلیل له امله له دندې ګوښه شوي یاست، ستاسو د کارګرانو اتحادیې سره اړیکه ونیسئ او دوی به تاسو سره د خسارې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
دايمي قرارداد Contratto a tempo indeterminato
دایمي تړون یا قرار داد (contratto a tempo indeterminato) یو تړون دی چې د پای نیټه نلري. په هرصورت، دواړه کارګمارونکی او کار کوونکی حق لري چې په CCNL کې د توافق شوي خبرتیا مودې سره د کار اړیکې پای ته ورسوي. د تړون د جدي سرغړونې په صورت کې (د بیلګې په توګه، کارګمارونکی تاسو ته ستاسو معاش نه ورکوي)، تاسو اړتیا نلرئ د خپلې استعفا خبرتیا ورکړئ.
د کار زده کړې قراردادContratto di apprendistato
د کار زده کړې قرارداد (contratto di apprendistato) د ۱۵ څخه تر ۲۹ کلونو پورې ځوانانو لپاره یا د کار نه درلودلو ګټې ترلاسه کولو لپاره یو تړون دی. کار زده کړې د مسلکي روزنې دورې څخه جوړ دی، ترڅو کارکوونکی وکولی شي د هغه دندې لپاره مسلکي مهارتونه ترلاسه کړي چې د هغه لپاره ګمارل شوي.
د کار زده کړې موخه د کار په ځای کې د مسلکي یا تخنیکي مهارتونو ترلاسه کول، د مسلک زده کول، پرمختللي، پوهنتون یا تعلیمي ډیپلومونه ترلاسه کول یا ځانګړو مسلکونو ته لاسرسی کیدی شي.
کله چې دا قرارداد پای ته ورسیږي (معمولا د ۳ کلونو وروسته یا په ندرت سره ۵ کاله)، که چیري تاسو یا ستاسو ګمارونکي انصراف ونکړئ دا یو دایمي قرارداد کیږي.
د غوښتنې په اساس یا Contratto a chiamata
دغوښتنې پر اساس یا on-call قرار داد (Contratto a chiamata’ یا ‘contratto intermittente) یو تړون دی چیرې چې کارکوونکی په ,وقفه سره یا متناوب ډول کار کوي. په حقیقت کې، تاسو ممکن یوازې د څو ورځو لپاره د کار کولو یا د لنډې مودې لپاره وغوښتل شي. دد قرارداد اعظمي موده په دریو کلونو کې ۴۰۰ کاري ورځې دي، د یو څو استثناوو سره لکه د سیاحت سکتور. که چیرې ډیرې ورځې وي، قرارداد دایمي کیږي.
د قرارداد پر بنسټ، د غوښتنې پر اساس یا on-call دنده کېدای شي د میاشتني معاش ورکول شامل وي که چېرې له تاسو څخه غوښتنه وشي چې هر وخت د کار لپاره چمتو اوسئ کله چې کار ګمارونکی زنګ درته ووهي.
تاسو کولی شئ په ورته وخت کې ډیری د غوښتنې په اساس یا on-call قراردادونه یوازې په هغه صورت کې ولرئ چې هغه شرکتونه چې تاسو ورسره کار کوئ یو له بل سره سیالي ونه کړي.
ادا مقاله د لاندې سازمان په همکارۍ لیکل شوې