که تاسو د غیر EU تابعیت وړ خپلوان یاست چې په منظم ډول په ایتالیا کې ژوند کوي یا د ایتالیا تبعه وي؛، تاسو ممکن د کورنۍ اجازه یا جواز ترلاسه کړئ چې د Permesso di Soggiorno per Motivi Familiari په نامه یادیږي.
تاسو کولی شئ د کورنۍ اجازه یا جواز ترلاسه کړئ که تاسو په ایتالیا کې یاست ('coesione familiare') یا که تاسو د کورنۍ د بیا یوځای کیدو پروسې ('ricongiungimento familiare') له لارې له بهر څخه راغلي یاست.
ددي مقالې په مرسته نور معلومات ترلاسه کړئ:
- د غیر اروپايي اتباعو د خپلوانو لپاره د کورنۍ جواز چې په ایتالیا کې ژوند کوي
- د اروپايي اتحادیې د اتباعو د خپلوانو لپاره د کورنۍ اجازه
- د ایتالیایي تبعه د خپلوانو لپاره د کورنۍ اجازه
- د کورنۍ د بیا یوځای کیدو لپاره د کورنۍ اجازه
د غیر EU اتباعو د خپلوانو لپاره د کورنۍ جواز چې په منظم ډول په ایتالیا کې ژوند کوي
که تاسو په ایتالیا کې یاست او تاسو د غیر EU خپلوان سره ژوند کوئ چې کوم معتبر جواز لري، تاسو کولی شئ په لاندې قضیو کې د کورنۍ د جواز لپاره غوښتنه وکړئ:
- تاسو لږترلږه یو کلن اجازه لرئ او تاسو په ایتالیا کې د اعتبار وړ جواز لرونکي سره واده کوئ
- تاسو جواز لرئ یا ستاسو جواز تېر کال کې ختم شوی یا پای ته رسېدلی او ستاسو د ژوند ملګری، ستاسو ماشوم چې عمر یې د ۱۸ کالو څخه کم یا د ۱۸ کالو څخه ډېر وي او کوم معلولیت ولري، د کار یا زده کړې جواز یا د EU اوږدمهاله جواز لرونکي پورې تړلي مور او پلار چې د لږ تر لږه عاید او یو مناسب کور ولري.
- تاسو یا اجازه لرئ یا تاسو نا منظم یاست، او ستاسو د ژوند ملګری، ماشوم یا مور او پلار په ایتالیا کې نړیوال خوندیتوب لري
څنګه غوښتنه وکړئ؟
تاسو باید د پوستی دفتر له لارې Questura ته د کټ kit(اړین اسنادونه) په لیږلو سره د دې پرمیسو یا اجازې لپاره غوښتنه وکړئ. تاسو به اړتیا ولرئ:
- ستاسو ملي پاسپورت
- ستاسو (ختم شوی یا پای ته رسیدل)د استوګنې اجازه (که تاسو لرئ)
- د استوګنې د اعتبار وړ جواز او ستاسو د خپلوانو د پاسپورت کاپي چې په ایتالیا کې اوسیږي
- سندونه چې په ایتالیا کې ستاسو د خپلو خپلوانو سره اړیکې ثابتوي (د بیلګې په توګه: د واده سند، د مدني اتحادیې سند، د زیږون سند) - ژباړل شوی او قانوني کیږي که بهر صادر شوی وي.
- د میلمه پالنې اعلامیه
- €۱۶.۰۰ د وظیفې مهریا ټاپه (‘marca da bollo’ په ایتالیایي کې)
- د بریښنایی جواز صادرولو لپاره د € ۳۰.۴۶ تادیې رسید
- د فیس تادیه، کوم چې د جواز د اعتبار پورې اړه لري
- نور اسناد د انفرادي قضیې پورې اړه لري
- په هغه صورت کې چې تاسو د دې جواز لپاره ستاسو د استوګنې یا اوسیدو د اجازې له پای ته رسیدو څخه۶۰ ورځې وروسته غوښتنه وکړئ، تاسو به د ځنډ شوي غوښتنلیک لپاره د Questura څخه اجازه لیک ته اړتیا ولرئ
که ستاسو خپلوان نړیوال خوندیتوب نه لري، تاسو به اړتیا ولرئ:
- ستاسو د خپلوانو د عاید اعالمیه، کوم چې باید د کلني ټولنیز چک سره مساوي یا پورته وي
- ستاسو د خپلوانو د کور مناسبیت سند یا تصدیق
دا مهمه ده چې پوه شئ چې که تاسو پناه غوښتونکي یاست او د کورنۍ د اجازې لپاره غوښتنه کوی، Questura به تاسو څخه وغواړي چې ستاسو د پناه غوښتنې پروسه بیرته واخلئ. مخکې له دې چې پرمخ لاړشئ، مهرباني وکړئ د یوه حقوقي کارپوه سره خبرې وکړئ ممکن تاسو ته مشوره درکړي چې ستاسو د شخصي قضیې لپاره څه غوره دي.
که تاسو د امیندوارۍ لپاره Permesso per Cure Mediche لرئ، تاسو باید د کورنۍ اجازه په مستقیم ډول په Questura کې غوښتنه وکړئ نه د پوستې دفتر له لارې.
د څومره مودې لپاره د اعتبار وړ دی؟
Permesso di Soggiorno per Motivi Familiari د کورنۍ د غړي د اجازې په څیر ورته موده لري چې دا ورسره تړاو لري.
ایا زه کولی شم دا نوي او بدل یې کړم؟
تاسو کولی شئ د نوي کولو لپاره غوښتنه وکړئ کله چې ستاسو خپلوان ستاسو اجازه لیک پورې اړه لري د دوی د جواز نوي کولو غوښتنه هم کوي. تاسو کولی شئ دا د پای نیټې څخه د ۶۰ ورځو دمخه او ۶۰ ورځو کې ترسره کړئ.
د خپل جواز نوي کولو لپاره، تاسو باید د پوستې دفتر ته لاړ شئ او هغه kit (د اړینو اسنادو کڅوړه) پوره یا ډکه کړئ چېQuestura ته لیږل کیږي.
په یاد ولرئ چې د کورنۍ جواز یوازې هغه وخت تمدید یا نوي کیدی شي که چیرې د صادر شوي دلیل لاهم شتون ولري. د مثال په توګه، دا نوي کیدی شي که تاسو لاهم په قانوني توګه واده یاست او د خپل د ژوند ملګري سره یوځای ژوند کوئ. تاسو باید دا هم ثابت کړئ چې تاسو یا ستاسو د کورنۍ غړی ستاسو د ملاتړ لپاره کافي مالي سرچینې لري.
د کورنۍ دلایلو لپاره جواز د کار جواز یا بل جواز ته بدل کیدی شي که چیرې وړیا په شرایطو برابر وي.
د اروپايي اتحادیي د اتباعو د خپلوانو لپاره د کورنۍ اجازه
که تاسو د ایتالیایي یا EU تبعه سره لاندې خپلوي یا اړیکې لرئ تاسو کولی شئ د کورنۍ اجازې لپاره هم غوښتنه وکړئ:
- په قانوني توګه واده شوې د ژوند ملګري
- د ۲۱ کالو څخه کم عمر ماشوم، یا د ۲۱ څخه پورته ماشوم په تاسو پورې تړلی - ستاسو د ژوند ملګري په ګډون
- مور او پلار چې په تاسو تړلي وي - ستاسو دژوند ملکړي په شمول
څنګه غوښتنه وکړو؟
تاسو باید د دې جواز یا permesso لپاره مستقیم په Questura کې غوښتنه وکړئ. تاسو اړتیا لرئ چې لاندې اسناد له ځانه سره راوړئ :
- ستاسو ملي پاسپورټ
- سندونه چې اړیکې ثابتوي (د بیلګې په توګه: د واده سند، د زیږون سند) – ژباړل شوی او قانوني کیږي که بهر صادر شي
- د EU اتباع د کافي عاید ثبوت
- د ۱۶.۰۰ یورو عاید ټاپه (‘marca da bollo’ په ایتالیایي کې)
- د جواز صادرولو لپاره د ۳۰.۴۶ یورو تادیه رسید
- د فیس تادیه، کوم چې د جواز د اعتبار پورې اړه لري
- نور اسناد د انفرادي قضیې پورې اړه لري، په شمول د عاید ثبوت.
د څومره مودې لپاره د اعتبار وړ دی؟
د دې کورنۍ جواز موده 5 کاله ده.
ایا زه کولی شم دا نوي او بدل کړم؟
په ۶۰ ورځو کې او ستاسو د جواز د پای نیټې څخه۶۰ ورځې وروسته، تاسو کولی شئ د پوستې دفتر کې Questura ته د kit(د اړینو اسنادو کڅوړه) په لیږلو سره د نوي کولو لپاره غوښتنه وکړئ.
د کورنۍ دلایلو لپاره جواز د کار جواز یا بل جواز ته بدل کیدی شي که چیرې وړ یا په شرایطو برابر وي. که تاسو له یو ایتالیایي سره واده کړی وي، تاسو کولی شئ د ایتالیا تابعیت لپاره هم غوښتنه وکړئ.
که تاسو په ایتالیا کې د ۵ پرله پسې کلونو راهسی ژوند کوئ، تاسو کولی شئ په Questura کې د Carta di Soggiorno Permanente per familiari di cittadini europei لپاره غوښتنه وکړئ .
د ایتالیایي تبعه د خپلوانو لپاره د کورنۍ اجازه
که تاسو د ایتالیايي تبعه سره لاندې اړیکې لرئ،تاسو کولی شئ د کورنۍ د اجازې لپاره هم غوښتنه وکړئ او که تاسو د دوی سره ژوند کوئ :
- په قانوني توګه واده شوې د ژوند ملګړي یا د مدني اتحادیې ملګري
- ماشوم
- لمسی
- پلار اومور یا والدین
- نیکه او انا
- ورور او خور
په اصل کې، تاسو به دا اجازه ترلاسه کړئ که تاسو د اروپايي اتحادیې د اتباعو د خپلوانو لپاره د کورنۍ د جواز اړتیا پوره نه کړئ، مګر تاسو به د ایتالیایي خپلوانو سره تر دویمې درجې پورې ژوند کوئ.
څنګه غوښتنه وکړو؟
تاسو باید د دي جواز یا permesso لپاره مستقیم په Questura کې غوښتنه وکړئ. تاسو اړتیا لرئ چې لاندې اسناد له ځانه سره راوړئ:
- ستاسو ملي پاسپورټ
- سندونه چې اړیکې ثابتوي (د مثال په توګه: د واده سند، د زیږون سند) – ژباړل شوی او قانوني کیږي که بهر صادر شي
- د میلمه پالنې اعلامیه
- دایتالیایي د ژوند ملګري یا خپلوان د هویت سند کاپي
- دایتالیایي د ژوند ملګري یا خپلوان د استوګنې او کورنۍ وضعیت ځان اظهارنامه
- د ۱۶.۰۰ یورو عاید ټاپه (‘marca da bollo په ایتالیایي کې)
- د جواز صادرولو لپاره د ۳۰.۴۶ یورو تادیه رسید
- د فیس تادیه، کوم چې د جواز د اعتبار پورې اړه لري
- نور اسناد د انفرادي قضیې پورې اړه لري
په یاد ولرئ چې د قانون له مخې د عاید ثبوت ته اړتیا نشته .
د څومره مودې لپاره د اعتبار وړ دی؟
دا جواز د ۲ کلونو لپاره اعتبار لري
آیا زه کولی شم دا نوي او بدل کړم؟
ستاسو د جواز د پای نیټې څخه ۶۰ ورځو دمخه او ۶۰ ورځو کې، تاسو کولی شئ د پوستې دفتر له لارې Questura ته دkit (د اړینو اسنادو کڅوړه) په لیږلو سره د نوي کولو لپاره غوښتنه وکړئ.
که تاسو له یو ایتالیایي سره واده کړی وي، تاسو کولی شئ د ایتالیا تابعیت لپاره هم غوښتنه وکړئ.
د کورنۍ د بیا یوځای کیدو لپاره د کورنۍ جواز
تاسو کولی شئ دا د کورنۍ اجازه ترلاسه کړئ که چیري ستاسو خپلوان تاسو د کورنۍ د بیا یوځای کیدو پروسې له لارې ایتالیا ته راوړي یاست.
ایتالیا ته ستاسو د رسیدو په ۴۸ ساعتونو کې ستاسو خپلوان باید پولیسو ته د میلمه پالنې اعلامیه وړاندې کړي.
په دې اړه نور معلومات ترلاسه کړئ: د کورنۍ بیا یوځای کیدل
څنګه غوښتنه وکړئ؟
ستاسو د رارسیدو په ۸ ورځو کې، تاسو باید Sportello Unico per l'Immigrazione ته لاړ شئ چیرې چې د اجازې لپاره غوښتنلیک لیږل شوی و. ستاسو د ورودي وېزې د اعتبار تصدیق کولو وروسته، دوی به تاسو ته د کورنۍ دلایلو له مخې د اجازې غوښتنې لپاره دمخه ډکه شوې فورمه درکړي.
بیا تاسو اړتیا لرئ دپوست دفتر ته لاړ شئ او کټ(د اړینو اسنادو کڅوړه) Questura ته ولیږئ. تاسو به اړتیا ولرئ:
- ستاسو د پاسپورټ یا سفر اسنادو کاپي
- ۱۶.۰۰ یورو د وظیفې مهریا ټاپه (‘marca da bollo’ په ایتالیایي کې)
- د بریښنایی جواز صادرولو لپاره د € ۳۰.۴۶ تادیې رسید
- د فیس تادیه، کوم چې د جواز د اعتبار پورې اړه لري.
یادونه: کوچني ماشومان د ونډې له تادیې ورکولو څخه مستثنی یا معاف دي
د څومره مودې لپاره اعتبار لري؟
د کورنۍ د بیا یوځای کیدو د دلایلو لپاره صادر شوی د کورنۍ اجازه په ایتالیا کې د یوځای شوي خپلوانو د پاتې کیدو له مودې سره مساوي ده.
ایا زه کولی شم دا جواز نوي او بدل یې کړم؟
تاسو کولی شئ د تمدید لپاره غوښتنه وکړئ کله چې د کورنۍ کوم غړی چې تاسو یې ایتالیا ته راوړي یاست هم د دوی د جواز د تمدید غوښتنه کوي. تاسو کولی شئ دا پخ ۶۰ ورځوکې او د پای نیټې څخه ۶۰ ورځو وروسته ترسره کړئ.
د خپل جواز نوي کولو لپاره، تاسو باید د پوستې دفتر ته لاړ شئ او کټkit (اړین اسنادو کڅوړه) پوره کړئ ترڅو وړ یا صلاحيت لرونكې Questura ته واستول شي.
په یاد ولرئ چې د کورنۍ جواز یوازې هغه وخت تمدید کیدی شي چې د هغې د صادرولو دلیل لاهم شتون ولري. د مثال په توګه، دا کیدی شي تمدید شي که تاسو لا تر اوسه په قانوني توګه واده کړی وي او د خپل میړه سره ژوند کوئ. تاسو باید دا هم ثابت کړئ چې تاسو یا ستاسو د کورنۍ یو غړی ستاسو د ملاتړ لپاره کافي مالي سرچینې لري.
د کورنۍ دلایلو له مخې دا جواز هم د کار جواز یا بل جواز ته بدل کیدی شي که چیرې وړ یا په شرایطو برابر وي.
زه د کورنۍ جواز لرونکي په توګه کوم حقونه لرم؟
د دې ډول جواز یا permesso سره، تاسو حق لرئ چې:
- په ایتالیا کې کار وکړئ - نه په نورو اروپایي هیوادونو کې
- د ایتالیا د روغتیا یا صحي پاملرنې سیسټم (SSN) ته لاسرسی
- د ایتالیا عامه تعلیمي سیسټم ته لاسرسۍ
- د خپل محلي کمیون ښاروالۍ د راجستر دفتر سره ځان راجستر کړئ، کوم چې تاس حق در کوي چې د پيژندنۍ کارت د ترلاسه کړئ.
- یو بانکي حساب خلاص کړئ
- که تاسو خپل ملي پاسپورټ یا د سفر سند ولرئ خپل هیواد او د شینګین ساحې ته د اعظمي ۹۰ ورځو لپاره سفر وکړئ
- د کورنۍ د یوځای کیدو له لارې ایتالیا ته خپلې کورنۍ د راوستلو غوښتنه وکړئ
- د ایتالیا تابعیت او د اروپایی اتحادیې د اوږدمهاله جواز (permesso UE per soggiornanti di lungo periodo) لپاره غوښتنه وکړئ.
کومه پوښتنه لرئ؟ موږ ته په فیسبوک کې شخصي پیغام واستوئ!