20191029_AOberstadt_Phoenix_09.jpg که تاسو په ایټالیا کې یو مهاجر یا کډوال یاست او دلته کار کوئ یا د تقاعد پیسې ترلاسه کوئ، تاسو اړتیا لرئ چې د مالیاتو اعلامیه (dichiarazione dei redditi) د ایټالیا د عوایدو یا مالیاتي ادارې ته (Agenzia delle Entrate) وسپارئ. dichiarazione dei redditi یو کلنی مالیاتي او حساب ورکونې سند دی چې د ایټالیا مالیاتي چارواکو ته ستاسو د عاید او تادیه شوي مالیاتو په اړه معلومات ورکوي. دا د تیر کال په جریان کې ترلاسه شوي عایداتوپورې اړه لري .

په ایټالیا کې، کړنلارې او فورمې په دې پورې اړه لري چې آیا تاسو کارکوونکی یا متقاعد یاست، یا یا آزاد کار لرئ .

تاسو کولی شئ د دې مقالې په مرسته د لاندې موضوعاتو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:

  • دا د څه لپاره دی
  • Certificazione Unica (CU)
  • د کارمندانو او متقاعدینو لپاره د مالیاتو اعلامیه (۷۳۰ فورمه)
  • د آزاده کار لرونکو لپاره د مالیاتو اعلامیه (دRedditi Persone Fisiche فورمه)

dichiarazione dei redditi د څه لپاره دی؟

د dichiarazione dei redditi سپارل تاسو ته اجازه درکوي چې ځینې لګښتونه د خپلې مالیې وړ عاید څخه کم کړئ، چې پدې کې شامل دي:

  • طبي یا روغتیایي لګښتونه: د بیلګې په توګه، صحي یا روغتیایي لیدنې، درمل یا دوا، طبي وسایل. په یاد ولرئ چې لګښتونه باید په کال کې د ۱۲۹,۱۱ یورو څخه پورته وي ترڅو د اجرا وړ یا کم شي، او تاسو باید د تادیاتو په وخت کې په رسیدونو کې د خپل codice fiscale لېکلو غوښتنه وکړئ .
  • تعلیمي یا د زده کړې لګښتونه: د بیلګې په توګه، د ښوونځي او پوهنتون فیس.
  • د کرایې لګښتونه
  • ستاسو د ۵ نه تر ۱۸ کلونو پورې ماشومانو لپاره سپورت فیس یا لګښتونه

کله چې د خپل مالیاتو اعلامیه وسپارئ تاسو کولی شئ ټول بیلونه، رسیدونه، رسیدونه، د بانک انتقالات یا لیږدونو کاپي، او چیکونه چې د کسر وړ لګښتونو لپاره صادر شوي وي، ضمیمه کړئ. د عایداتو د مالیاتو اعلامیه فورمې پورې اړه لري چې تاسو یې ډک کړئ او هغه چیک باکس چې تاسو یې انتخاب کوئ، تاسو کولی شئ په خپل بانکي حساب کې بیرته تادیه ترلاسه کړئ، یا تاسو ممکن د نورو مالیاتو تادیه کولو لپاره کریډیټ وکاروئ.

مهرباني وکړئ په پام کې ونیسئ که تاسو تیر کال یوازې یو کار ګمارونکی درلود او تاسو هیڅ د کسر وړ لګښتونه نه لرئ، تاسو اړتیا نلرئ د مالیاتو اعلامیه وسپارئځکه چې د Certificazione Unica چې ستاسو کارګمارونکی د Agenzia delle Entrate ته استولی دی، د ستاسو عاید او د تادیه شویو مالیاتو ثبوت دی.

Certificazione Unica

Nuova-certificazione-unica-2021.gif

Certificazione Unica(CU، یا ex CUD) یو اساسي سند دی چې ستاسو د تیر کال عایدات ثابتوي.

که تاسو کارکوونکی یا partita IVA لرونکی یاست، نو د Certificazione Unica به تاسو د خپل کارګمارونکی یا مشتری څخه په کاغذ یا ایمیل کې ترلاسه کړئ، چې تاسو ته به دا اجازه درکوي چې وګورئ آیا هغوی ستاسو مالیات او سهم تادیه کوي که نه. که تاسو متقاعد یا نورو ګټو لرونکی (لکه NASPI) لرونکی یاست، نو د Certificazione Unica به تاسو د INPS نه ترلاسه کړئ. تاسو باید دا سند په مارچ کې ترلاسه کړئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې خپل Certificazione Unica وساتئ ترڅو د کال په پای کې د مالیاتو اعلامیې فورم (۷۳۰ یا Redditi Persone Fisiche) ډک کړئ.

که تاسو تېر کال یوازې یو کارګمارونکی درلود او هیڅ د کسر وړ لګښتونه نه مو نه درلود، نو تاسو اړتیا نلرئ د مالیاتو اعلامیه کومه فورمه ډکه کړئ. خو که لږ تر لږه دوه CU لرئ یا غواړئ د خپل واجد شرایطو یا وړ لګښتونو کسر کړئ، نو تاسو باید یا د کارکوونکو اومتقاعدینو لپاره د ۷۳۰ فورمه ، یا د آزادو کارکوونکو لپاره د Reddito Persone Fisiche فورمه ډکه کړئ. په لاندې برخو کې به تاسو به نور توضیحات ومومئ.

۷۳۰ فورمه

730.png

که تاسو تیر کال کارکوونکی یا متقاعد یاست ، تاسو کولی شئ د خپل مالیاتو اعلامیې لپاره د ۷۳۰ فورمه وکاروئ.

د ۷۳۰ فورم سپارل د هغو کسانو لپاره اړین نه دی چې یوازې یو کاري قرارداد لري، ځکه چې مالیات په مستقیم ډول د کارګمارونکی لخوا د تنخواه له لارې ورکړل کیږي. مګر، که تاسو غواړئ چې ځینې لګښتونه د خپل عاید نه کسر کړئ، نو تاسو کولی شئ د ۷۳۰ فورمه وسپارئ.

که تاسو په یو کال کې د کارګمارونکی بدل کړي او څو Certificazione Unica ترلاسه کړئ ، نو د ۷۳۰ فورمې ډکول اړین کیږي.

د۷۳۰ فورمه څنګه وسپاري

تاسو کولی شئ د ۷۳۰ فورمې مخکې ډک شوی نسخه د عواید ادارې (Agenzia delle Entrate) ته د خپل SPID یا بریښنایی تذکرې یا پيژند پانې په کارولو سره د Agenzia delle Entrate portal پورتل کې واستوئ. مهمه ده چې وګورئ هر څه سم دي. که تاسو شک لرئ - ځانګړې توګه که د مخکې ډک شوي فورم له مخې باید دولت ته پیسې بیرته ورکړئ (debito) - نو موږ وړاندیز کوو چې د CAF (مالي مرستې مرکز) سره بیا وګورئ چې کومه تېروتنه نشته.

په بدیل سره، تاسو کولی شی مستقیم CAF ته لاړ شئ ترڅو د ۷۳۰ فورمې په ډکولو او وړاندې کولو کې مرسته ترلاسه کړئ. عموماً، سوداکرۍ یا د کارګر اتحادیې لکه د CGIL، CISL، او UIL او همدارنګه ACLI دا ډول خدمتونه وړاندې کوي. د CAF خدمتونه د مالیاتو اعلامیه لپاره د ۳۵ یورو نه تر ۵۰ یورو پورې لګښت لري. دا سپارښتنه کیږي چې د CAF څخه مرسته وغواړئ، ځکه که تاسو په ډکولو کې تېروتنه وکړئ، ممکن جریمه او جزا ولرئ.

د ۷۳۰ فورمې لپاره کوم اسنادو ته اړتیا لرم؟

د خپل ۷۳۰ فورمې د آنلاین یا CAF له لارې سپارلو لپاره، تاسو اړتیا لرئ چې:

  • د اعتبار وړ د هویت سند (پاسپورټ یا carta d'identit à )
  • Codice fiscale - په شمول ستاسو د ژوند د ملګري او د مالیې پورې تړلې کورنۍ غړي (familiari a carico)
  • د Certificazione Unica فورمې او د عاید نور ثبوت - لکه د آزاد کارکوونکی ، کارمند، د INPS څخه، بورسیه، او نورو څخه ترلاسه شوی عاید.
  • د مصرف شوي لګښتونو رسیدونه چې کسر یا کم کیدی شي (روغتیایي لګښتونه، د کرایې قرارداد، او نور)
  • نور اسناد ستاسو د شخصي وضعیت پر بنسټ (د مثال په توګه، د کورنۍ سند که تاسو په ایټالیا او بهر کې د مالیې پورې تړلې کورنۍ غړي لرئ، د تیر کال مالیاتي اعلامیه

رسیدونه او د عاید ثبوت باید تیر کال پورې اړه ولري!

کله باید د ۷۳۰ فورمه وسپاري؟

تاسو باید هر کال د سپتمبر تر ۳۰ پورې ۷۳۰ د Agenzia delle Entrate ته وسپارئ .

د Redditi Person Fisiche فورمه

redditi_PF.png

که تاسو تیر کال Partita IVA لرونکی وئ ، نو تاسو کولی شئ د خپل مالیاتو اعلامیه لپاره د Redditi Persone Fisiche فورمه (ex Unico، چې د Redditi PF په نوم هم پیژندل کیږي) وکاروئ. د کارکوونکو برعکس، تاسو باید مالیات پخپله د F24 فورم له لارې د بانک یا د پوستې له لارې ورکړئ.

د PARTITA IVA په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ

Redditi Person Fisiche څنګه وسپارئ؟

تاسو کولی شئ دلته د Agenzia delle Entrate سافټویر ډاونلوډ کولو سره د Redditi Persone Fisiche او د تادیاتو محاسبه پخپله بشپړ کړئ.

تاسو کولی شئ مستقیم CAF ته لاړ شئ یا د حسابدار یا مالیاتي وکیل څخه مرسته وغواړئ ترڅو د فورم ډکولو او وړاندې کولو کې مرسته وکړي. عموماً، د کارګر اتحادیې لکه CGIL، CISL، او UIL، او همدارنګه ACLI دا ډول خدمتونه وړاندې کوي. دا ښه ده چې د متخصصینو څخه مرسته وغواړئ، ځکه که تاسو په فورم کې تېروتنه وکړئ، کیدای شي جریمه یا جزا ولرئ.

د Redditi Person Fisiche لپاره کوم اسنادو ته اړتیا لرم؟

د خپل Redditi PF سپارلو لپاره، تاسو اړتیا لرئ:

  • د هویت معتبر سند (پاسپورټ یا کارت پیژندنه )
  • Codice fiscale - په شمول ستاسو د ژوند د ملګري او د مالیې پورې تړلې کورنۍ غړي (familiari a carico)
  • د Certificazione Unica فورمې او د عاید نور ثبوت - لکه د آزاد کارکوونکی ، کارمند، د INPS څخه، بورسیه، او نورو څخه مو عاید ترلاسه کړی وي.
  • F24 فورمې چې د مالیاتو تادیات ثابتوي
  • د مصرف شوي لګښتونو رسیدونه چې د کسر یا کم کیدو وړ دي (روغتیایي لګښتونه، د کرایې قرارداد، او نور)
  • نور اسناد ستاسو د شخصي وضعیت پر بنسټ (د مثال په توګه، د کورنۍ سند که تاسو په ایټالیا او بهر کې د مالیې پورې تړلې کورنۍ غړي لرئ، د تیر کال مالیاتي اعلامیه

رسیدونه، د عاید ثبوتونه او F24 باید د تیر کال پورې اړه ولري!

کله باید د Redditi Person Fisiche سپارئ؟

تاسو باید هر کال د نومبر تر ۳۰ پورې د Redditi PF وسپارئ . په هرصورت، په یاد ولرئ چې تاسو باید په دوو قسطونو کې مالیه ورکړئ، د جون تر ۳۰ پورې او د نومبر تر ۳۰پورې.

 

دا مقاله په همکارۍ لیکل شوې

Logo_CombinatoSI-1.png